مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان سوله، د افغان په واسطه راتللی شي

بسم الله”بسمل“


په دې وروستیو کې چې ظاهراً د افغانستان مسـلې او جنګ ختمولو له پاره نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي؛ داسې اوازې خپرې شوې دي، چې یو نوی څلور ضلعي چې امریکا، چین، پاکستان او افغانستان به یې مهم اړخونه وي، خو مهمه دا وه، چې د روسیې په شمول د لویو او کوچنیو قدرتونو له ګډوالي یو بانفوذه مخمس جوړ شوی وای او د همدې څلور ضلعې د غونډې د موخې په څېرې یې افغانستان ته دایمي امنیت او صلحې راوستل ټاکلی وای.
 که د افغانستان کشالې او په اړوند یې د سولې موضوع ته د مذهب، منطق او ملي ګټو له زاویې وګورو؛ نو هغه ډول چې په کار ده، د هیلې او تمې کوم مثبت څرک ورنه نه لیدل کېږي.
قرانکریم په یو قوم کې بدلون په خپله هماغه قوم پوری تړلی؛ نو له دی امله په افغانستان کې د افغانانو د خوښې سوله په خپله افغانانو پورې تړلې ده، تر هغې چې په خپله د زړه له تله دغې اړتیا ته د اړتیا په سترګه ونه ګوري؛ امکان نه لري، چې د نړۍ نور هېوادونو د افغانانو پر دغه اړتیا د زړه له صدقه کار وکړي.
د منطق زاویې په هرې سوله کې دوه شیان اړین وي، چې تعریف او معلوم وي. اول غلیم اړخونه او دویم د غلیمو اړخونو ترمنځ ستونزه. دا چې تر اوسه د افغانستان معلوم دښمن معلوم و، خو په ښکاره ډول یې د سیاسي ډیپلوماسۍ له مخې نوم نه اخیستل کېدلو او نه هم ورته د افغان لوړپوړو چارواکو له خوا نومونه او ادرسونه په ډاګه کېدل، خو اکثره افغانان په دې باور دي، چې پر افغانستان د تپل شوې جګړې تر شاه د سیمې هېوادونه او بیا سرکشي پاکستان او همدارنګه د غربیانو او په سر کې د امریکا لاس دی، نو سوال دا دی، چې امریکا او پاکستان د کومو عناصرو په نامه په افغان سوله کې ګډون کوي، د دښمن په نامه که د دوست په نامه؟
که چېرې دوی دواړه د صمیمي خواخو‌ږو په صفت ګډون کوي؛ نو بیا دښمن څوک دی؟
جوته ده، چې د سولې دښمنو ډلو ته به ګوته نیول کېږي، چې په دې کې به طالبانو، القاعدې، حزب اسلامي او داعش ګروپونو شامل وي، چې د همدې دوو هېوادونو له خوا په مستقیم او غیرمستقیم ډول تموېليږي؛ نو ایا دښمن ګروپونه به له خپلو موخو تېر او انعطاف به وکړي؟ که چېرې یې وکړي؛ نو دغه څو کلنې جګړې حقوقي ارزونه به څنګه وکړي؟ دې جنګ ځپلي ملت ته به څنګه ځواب ورکړي؟
 او د بلې خوا په نوموړي مشترک کمېسيون کې روس د یو مهم اړخ په صفت شامل نه دی؛ نو مربع مجلس به د دې ضمانت وکولی شي، چې د دې ګروپونو نه یو یې د اهدافو د تحقق لپاره د روسانو سره لاس یو کړي او په جګړه لاس پورې کړی، که چېرې دغه ضمانت نه وي؛ نو افغانستان بیا نا امنه ده او د سولې راتګ لکه په اسمان کې هوا چنګالول دي.
 له بلې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې پېړۍ راهیسې د ډیورنډ پر کرښه لانجه روانه ده، چې د پاکستانیانو صداقت ته د دوو عمده خنډونو نه، چې هغه بل یې له هندوستان سره د افغانستان ډیپلوماتیکې او دوستانه اړیکي دي؛ یو ستر خنډ دی.
ایا دواړه هېوادونه به وکولی شي، چې د یوبل شرطونه ومني او خنډونه هوارکړي، چې تر ډېره بریده ناشوني ښکارېږي؟
که ځواب منفي وي؛ نو بیا د مربع مجلس پایله جنګي تکتیک کې بدلون وګڼي؛ نه سوله او که نه د یو بلې شرموونکي معاهدې ته انتظار باسي.
نو له دې کبله افغانستان ته به د افغانانو د خوښې سوله په خپله افغانان راولي، بل هیڅ بهرنی منځګړی نه شي کولی، چې افغانان د اجبار او اقتدار په  ذریعه تل لپار راضي کړي.
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery