دخپریدو نیټه : 2016-01-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د دين په ټيکه داران او د مولوي صبور فتواوې:
سيد سميع الله راشد
مولوي صیب صبور د جمعيت اصلاح په نوم د دين په نوم د ډالرو د پيداکولو د يو خوځښت مشري کوي، په ډيرو ځايونو کې ويناوې کوي، دا ملا ماته تر نورو يو څه متمدن او له تاریخه خبر ښکاريده ځکه جمعيت اصلاح کله کله ددې لپاره چې د طالب، داعش، اسامه او حزب التحرير افکار پټ کړي نو یو نيم د خیر ناره يي هم پورته کړې،خو اوس اوس يي چې کومه خبره کړې نو زه به هم راشم او هغه څه به نقد کړم چې دوی په تیرو کې د دين، اسلام،شريعت او.... په نوم پر موږ لورولي دی بله دا چې د دوی ټول کارونه، دفترونه، چاپي او انټرنيټي خپرونې له معلومې مالي سرچينې پرته خپرونې کوي او که پوره څيړنه پسې وشي ډاډه يم چې له يو چينل څخه به خامخا پيسې او خلاطونه تر لاسه کوي، تر اوسه يي يوازې په ديني برخه کې کار کاوو نو ځکه مې څه نه ويل خو نن چې صبور مولوي صیب تاريخ ته ور تیر شو نو که په تاریخ کې غازي امان الله خان د ده په خبره لومړنی بې دینه پادشاه وو نو بیا خو ملاعمر، ابوبکرالبغدادي،اسامه بن لادن او...هم والله که له آسمانه را کوز شوي وو دوی خو موږ د دين په نوم و وژلو، تباه يي کړو، کلي او کورنه يي را ړنګ کړل، ښځې يي په زوره په نکاح کړې د نورو غلامي ته يي اړ کړو، د کفري اشغال لامل شول، بل دا چې مولوي صیب صبور هم چې په دفتر کې يخ ايرکنډيشن ته ناست دی نو دا برښنا،کرايه،د ګازو پيسې، ولايتي دفترونه، تر زرو، پنځوو، اتو سوو ډالرو پورې معاشونه او... هم په تشه خولو نه شي پيدا کيدای.
مولوي صیب معظمه زه ډيرې خبرې نه کوم زما له قیل او قال، افراط او تفريط څخه کرکه کيږي خبرې لږ سپينې کوم خو زه ګوره بې دينه نه يم مخکې تر دې چې ما په بې دينۍ تورن کړې داده صیبه کلیمه طيبه وايم:((لااله ال الله محمد رسول الله)) داسې نه چې سبا زما پر ضد هم چيرې فتوا ورکړې خو په يوه خبره ډاډه يم که ته دا کار ونکړې ستا نور پلويان خو به يي خامخا وکړي ځکه ستا په څير ډير نور ملایان هم په پنجاب، کوټه او..... کې ناست دي خو پلويان يي یا زموږ غاړې پرې کول فرض بولي، يا مو ښونځي ورانوي يامو پلونه او سړکونه راته په بمونو الوزي او ته يي وينې عيان ته به د ډير بیان اړتیا نه وي.
نو قدرمن مولوي صیب يوه خبره خو به دا درته وکړم چې د ږيرې پريښودل سنت دي په نه پريښودو يي سړی ګناهګاريږي خو کافر کيږي نه خو نه پوهيږم تاسو ته دا نوی دين، نوې وحيي او نوي اصول له کومه ځايه راځي ماته معلوم دين خو راته همدا وي چې يي ږيره پريښودل سنت دي،پاتې شوه د ږيرې او بې ږيرې خبره کاش دلته ږيره د ښه سړيتوب معيار وی، کاش دلته دين د سمون، پراختيا، ودې،هوسا او بسيا ژوند لپاره کارول کيدای دلته خو ږیره خلک د چل ول او امتیاز اخيستو او نورو د غولول کيدو په خاطر پريږدي ددې ږيرو ښې بيلګې ستا، ملاعمر، ابوبکر البغدادي،ګلبدين حکمتيار، اسامه بدن لادن او د عبدالرب رسول سياف ږيرې دي، هغوی پرې سياسي ګټه کوله او ته پرې معاش اخلې او شرارت پرې کوې، دلته خو دين د ځانمرګي، موټر بم بريد، ورانۍ، تباهی، پاکستان ته د غلامي،له چين څخه د پيسو اخيستو او له ولادي ميرپوتين سره په تاجکستان کې د لیدو په خاطر کارول کيږي آيا دين همداسې وايي؟ که چيرې دين ټوليز وي او باوري يم چې دی نو په روسي کافر،امريکايي کافر،چينايي کافر يا اروپايي کافر کې څه توپیر شته؟ که هر کافر دښمن وي نو دا ستاسو په جیبونو کې دا څيڼور ډالر بیا د څه لپاره تاسو ولې معاشونه ډالرې ورکوی او ولې له يو سره د دښمنۍ په خاطر د بل په غيږ کې پراته ياست؟
مولوي صیب! تا کله فکر کړی دی چې دين ته د دين په نوم ستا په څير له خيټې فتوا ورکونکو، په کوټه، وزیرستان، قطر،اماراتو او... کې ناستو کې ببر خولو څومره زیان رسولی دی؟ ماته خو ستاسو ږيره د وزې هغه او بې ږيرې خو په دين وطن مين خلک راته لکه پسونه داسې ښکاري ځکه دلته خو په ما کانې سوداګريزو ږيرو، پروژوي جهاد او پرديو فتواوو وکړې.
مولوي صیب تا کله په دې فکر کړی دی چې د دين په نوم کيدونکي کارونه څومره له اسلام سره سم دي؟ ماته خو اسلام وايي چې د يو کس وژل د ټول انسانيت وژل او د يو کس ژغورل د ټول انسانيت ژغورل دي، خو آيا کله دې په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړی دی او فکر دې کړی دی چې د دين په نوم ستا په څير په مزو کې را لوی شوي هره ورځ د يوې سپږې لپاره ټول پوستين ته اور ورته کوي؟ مولوي صیب د دين په نوم وران شوی شاه شهيد دې هیر شو،په اور کې سوځول کيدونکی ننګرهار دې ياد دی، ستاسو له لاسه پر موږ روان فکري،سیاسي، اقتصادي او... اشغال خو څه کوې.
خو په يوه خبره ډاډه يم:((وايي يو سپين ږیری پيريانو اړولی و، زامنو يي د دم درود په خاطر ملا ته ور وستلی وو، سپين ږيری چې څنګه ورغلی وو نو يي په انګريزي شروع کړې وه، زامن يي حیران شوي و چې دا زموږ د پلار خو خپل لمونځ سم نه وو زده دا انګريزي اوس څنګه وايي. وايي ملا ورته ويلي و چې خولو ستاسو د پلار ده خو انګريزي پرې پيريان وايي. وايي ملا ورته ويلي و چې پلار مو ټينګ کړی چې زه پرې دم و وايم او پيريان ترې وباسم، خوار سپين ږيري ته چې زامنو زور ورکړی و چې پيريان ترې وباسي نو د پيریانو پر ځای يي تيز وتلی و..زامنو يي له شرمه وايي يو بل ته کتل نو مشر زوی يي کوښښ وکړ ټر په پر پټ کړي نو يي دا نورو ته کړه: ای ولې غلي شوی کونه زموږ د ابا وه خو تيز ترې پيريانو واچاوو.))نو ستاسو له دې خبرې هم ښکاري چې خولو او ږيره ستا وکارول شوه خو خبرې پرې بل وکړې ځکه تاسو خو تر افغانستان په اردوغان او نورو ډير خپه کيږئ.
مولوي صیب اوس ډير ناوخته ده چې ته داسې خبرې کوې که ته داسې فکر کوې چې اوس دې خلک په ړندو پسې روان شي دا هيڅ امکان نلري ستا په څير زرګونو او لکونو د دين په نوم سوداګر اوس هم په جوماتونو کې درې وخته مکلفه ډوډۍ خوري،هيڅ کار نه کوي خو تر ما ډير تر او تازه دی، د دين په نوم له موږ په بیلابیلو نومونو پیسې، غنم، خیرات، زکات او... ټولوي او بیا پرې ژوند تيروي، کاش تاسو ما غوندې د خپل لاس په تڼاکو ډوډۍ ګټلې وی، کاش د هغه بزګر په څير ستړي شوي وی چې تاسو ترې د جومات، عشر، زکات او... په نوم بوجۍ له غنمو ډکوئ، راځه زړه سوی وکړه،تير تاریخ يوازې په لوستو ارزي، راتلونکې ته کار وکړه،ستا نظر، د ملااخترمحمد محمد منصور او ستاسو د نوي دين راوړونکي ابوبکر البغدادي نظريات هيڅ توپير نه سره لري، دوی عملا چاړو په لاس انسانیت وژني او ته د ژبې او خيټالوژي پر مټ زموږ تاريخ او افکار وژنې دتاريخ وژنې لړۍ هسې هم پيل شوې خو خپه په دې يم چې کاش زموږ افغاني علما يي برخه نه وی.
امان الله خان غازي ږيره نه درلوده خو د مولوي صیب صبور والو بیا څه وکړل:
۱ـ په لويه ږیره يي د ښځو جامې پر تن کړې څو څو وارې ونيول شول.
۲ـ دين يي د ډوډۍ لپاره وسيله ګرځولی او په دین باندې خيټه ساتي.
۳ـ د وطن په هر ګوټ کې يي په بیلابیلونومونو خلک وژلي دي او وحشت خوروي.
۴ـ د دين په نوم دلته ما وژني خو مرستې له روسيي او امریکا غواړی.
۵ـ د دين په نوم په ديني ټولنه کې را پورته شوي دي خو نن يي قبرونه هم معلوم نه دی.
۶ـ د دين په نوم يي هم د يزيديانو ښځې خرڅې کړې او هم يي په لس کلنو جنسي تيري وکړل.
۷ـ که د دين په نوم مبارزه وي بیا نو منصور او ملارسول ولې د يو بل سرونه پرې کوي.
۸ـ که دين د ټولو وي بیا نو د جمعيت اصلاح د راډيو،دفترونو، خپرونو او مجلو لګښت څوک ورکوي؟ تر اوسه به هر سړي خپل کار کاوو خو نن باید ملاصبور ځواب و وايي.
نو مولوي صیب کوښښ مه کوه افراط وکړې ته باید په دې فکر وکړې چې موږ له دې دومره زياتي او وژنو سره سره څنګه تاسو زغمو، دين بشریت ته راغلی موږ تاسو ته په ټيکه درکړی دی، ستاسو دا خسی، عقدوي، پردۍ او سوليدلې خبرې ډاډه يم چې هغه ورځ راولي چې په کلیو او ښارونو کې در پسې خلک دبي واخلي او په وهلو وهلو مو له خپلو سيمو وباسي خو داسې مه کوی که په ۲۱ پيړۍ کې د اسلامي نړۍ پر ضد په روانو لږ هم خبر ياست د تاريخ تر ښکنځلو راشی د وطن د آبادۍ،بساينې،پرمختګ،زده کړو،سوکالۍ او سولې يوه برخه شی کنه په دې خبرو کې مو خیر نشته او نن يا سبا به د طالباني پروژې له پای ته رسيدو سره سم ډيرې د جمعيت اصلاح،تبليغ مرکزونو،ديني مدارسو او... په نوم پردۍ، پروژوي او استخباراتي پروژې هم رسوا شي تاسو خو شرم نلرۍ خو موږ او زموږ دين مه را شرموی ځکه موږ نه کوټې ته تلی شو نه هم ایران، قطر، روسيي او يا چين ته دلته زوکړي يو او دلته به مرو.
وسلام