مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-06   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دملی افتخاراتوپرخلاف تبليغ دقانون خلاف کړنه ده !

حبيب الله غمخور
درنو هيوادوالو! دولتی اړونده ادارې ملي او قانونی مسوليت لري چې ددې ډول ناوړه تبلغاتو مخه ونيسي . په تکرار داخبره کوم چې متاسفانه موږ پښتانه په هر څه کي افراط کوو .دومره ضرورنه وه چې ددې چغال نه زمری جوړسي . ددې دپرو اجنټ ملانه ولی په دومره تبصرو قهرمان جوړ وئ ؟ مگر افغانان امان الله خان نه پېژنې ؟ اوس یې دا دپاکستان اجنټ ملا تاسو ته معرفي کوي . نوچې دا ملا ستاسو په خبره د انگليس بچی دۍ، ولې یې خبري دومره تبليغوی ؟ ورک یې کړی .افغانان بايد پوه سی چي ولی داتبليغ کيږي؟ دا تبليغ ستاسو ددښمنانو لخوا ددوي داجنټانوپوسيله کېږي اوستاسو دښمنان یې کوی ،دغه مبليغين هم ستاسو دښمنان یې ستايي . پدې بايد هرڅوک پوه وی چې امان الله خان مړسو اوس دهغه داسلاميت په هکله دشک خبري اوس يوازي ددښمنانو اوجاهلانوکاردی . زموږ ډيرو احساساتي غبرگونو داستخباراتی شبکې دې اجنټ ته دا اعتبار ورکژ چې خپله دنده په پوره مهارت سرته رسولاي سي . استخباراتی شبکو چي دې اجنټ ته یې دا دنده سپارلې وه ،پرهغو نور هم گران سو .ځکه دده تبليغ دومره تاثير درلود اواستخبارات یې په تاثيراتو پسي گرځي . پداسي حالاتوکي بايد له دولت نه دقانون دپلي کولو غوښتنه وسي .موږ دولتی چارواکي چې خپله ددې تبليغ زمينه ورته برابروي او ننداره یې کوي پرېښودل ،په ملا پسي مو راواخيستل اوله هغه نه يوشخصيت جوړ کړ .زما ددې خبري پخلی، ددې کال دجنوري پر شپږمه دولسي جرګې په غونډه کې (( چې یوځل بیا يې د افغانستان د ازادۍ اتل پاچا امان الله خان غازي ته د جمعیت اصلاح د یو غړي سپکاوی وغانده . اود ولسي جرګې غړو له افغان عدلي ادارو وغوښتل چې د ملا صوبر په نوم دغه ملا د قانون منګولو ته وسپاري، ترڅو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وشي . )) کوی . سوال دادی ملي شورا په تکرار داخبره کوی چې دا اجنټ بايد دقانون پر وژاندي جواب ووايي خو بل مقابل هغه هره ورځ زموږ په هيواد کي چې دافغانستان اساسی قانون اودمطبوعاتو قانون ته بايد ژمن وي راغوښتل کيږي اوپه کراتو دازمينه ورته برابرېږي چې زموږ دولس منلی شخصيت سپکاوی وکړی .که يوڅوک وايي چې دمطبوعاتو ازادي ده ،دغه ښاغلی په افغانستان کي خلک غولوی .دمطبوعاتو ازادی حدود لري اوشرايط لري ،هر لنډغر داروپاپه يوه هيوادکي هغه څه نسي ويلاي چې دهغه هيواد ملي افتخاراتوته زيان ورسوی . له ډموکراسی نه دانارشئ تعبير دنالوستو کاردی . پدې ډاډه يم چې دېته ورته نورې استخباراتی پرژې به هم را وړاندي سي ،ځکه زموږ دولتی چارواکي خپل ډهل ډنگوی ،اميدواريم چې زموږ دقلم خاوند څښتنان ددښمن دهرعمل پر وړاندي په خپل غبرگون يا عکس العمل کي ملې گټوته جدی اوعلمی پاملرنه ولري . هيله مند يم دبهرنيو استخباراتو پدې پلمه چې کوم ملا امان الله خان کافر بولي اوپه افغاني ډله ايزورسنيوکي ورته دخبرو اوتبليغ زمينه ورته برابرېږي ،زموږ دقلم اوپوهی څښتنان مسله بلې خواته کش نکړي . ترڅوزموږ دولس ددښمنانو هغه ارامان ترسره نشي دکوم لپاره چې یې دې ملاته دنده وسپارلې وه . دولتی اړونده ادارې ملي مسوليت لري چې ددې ډول ناوړه تبلغاتو مخه ونيسي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery