مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملا صبور په څرګندونو کې د افغانستان ویش متصور ده!

بسم الله "بسمل"

پدی نږدی ورځو ښاغلی ملا عبدالصبور چه ویل کیږی د جمعیت الاصلاح خریه جوږښت مشری په غاړه لری داسي څرګندونې کړی چه ګویا شاه امان الله خان مرتد او بیدینه وو او په مقابل کې یی حبیب الله خان او ګډ ملا مجاهدین او قهرمانان ووبلل چه په دَغه زمانی مقطع کې په ملي ګټو بدی اغیزی کولای شی. زه دا نه وایم چه ملا صاحب څرګندونی رښتینی دی یا غلطی خو پوښتنه دا را ولاړیژی چه پدی وخت کی داسی خبرو ته اړتیا څه وه؟
 نه خو د افغانستان ازادی ورځ لمانځل کیدله او نه دبشری دولتی جوږښت یعنی دیموکراسی تاریخ په افغانستان کښی چه د ښاغلی امان الله خان نوم یادولو او عقیدی ته پکښی اړتیا لیدل شوی وای. نو له دی کبله فکر کوم چه د مسئلی جړری د هیواد نه بهر دی.
پدی لنډ مهال کې دسعودی او ایران مناسبات چه په اصل کې د یمنی جګړی پرسر خو به ظاهر کې د ایرانی شعیه مذهبی رهبرانو د اعدامولو پر سر دیپلوماتیکی او اقتصادی اړیکی خرابی اوخړی پړی شویدی. ایران له دی کبله کوښښ کوی چه د احتمالی جګړی امادگی او تابیعه ولری نو باید اول: سیمه کی یوازی پاته نشی. دوهم:جنګ د سنی و شیعه مذهب بڼه غوره نکړی چه تل پاتی به وی او درانه خسارات به ورته واړوی. دریم: د شرقی جیهی چی افغانستان دولت به یی رهبری کوی ځان وژغورئ .
په همدی دلیل شک کیږی چه ایران افغانستان ته لاس راوږد کړی او ملی تفرقی اورته لمن وهی تر څو خپلی ملی ګټی خوندی کړی.
له همدی امله ښاغلی ملا عبدالصبور اړاستل شوی چه تر څو د شمال ائتلاف او متحده جبهی چه تر ډیره بریده په تیرو مقاومتی جګړو کښې ایران ته نژدي پاتی شوی دی په ګټه څرګندونې وکړې. پخوانیو مجاهدینو تول ګروپونه په تیره بیا د شمالی ایتلافی جبهه له پخوا امان الله خان ګرم بولی او ښاغلی حبیب الله خان ( بچه سقاو) ته د خادم الدین رسوال الله لقب ورکوی.
ښاغلی ملا صبور څرګندونې پداسی حال کې کیږی چې ښاغلی ډاکټر صیب عبدالله عبدالله د هیواد اجرایویی مشر د ایران په سفر بوخت دي. له بلی خوا ګمان کیږي چې که چیری تروریزم د پروژي په طبیق کښې افغانستان د پاکستان په پرتله محوری رول غواړی نو بیا د افغانستان د ویش ستراتیژی ورسره ګډه پلی کیږی چی شمالی افغانستان په نارامه او سهیلي ( جنوبی) افغانستان به د تمویل او روزنی رول لری چی تر ډیره بریده اوس همدا فعالیتونه په پاکستان کې کیږی.
ددریم اړخه، اوسنۍ ملي وحدت حکومت مشروعیت د دواړو ،قانون او خدماتو عرضه کولو ،له مخی تر پوښتنی لاندی دی نو کله چې مشروعیت نوی نو بیا ملت په اطاعت مکلف ندی، کله چه اطاعت نوی نو عدالت نه پلی کیږي بالاخره ازادی سانسوریږي چی انقلاب او علنی ملی پاڅون ته لاره همواره وی، دا په داسی حال کښی ده چه د تجاربو له مخی انقلابونه ایدیولوژییک ، فرهنګی ، اقتصادی او سیاسی جوړښتونو او جغرافیوی بدلونونه رامنځ ته کوي.
نو ځکه وایم چه ښاغلی ملا صبور داسی څرګندونی په دغه زمانی مقطع کشی ناورینونه را منځ ته کوی او افغانستان د ویش خواته لیژدولی شی.
نو تاسی هم قضاوت وکړی چی د ملا صیب څرګندونې په دغه زمانی مقطع کې د هیواد په ګټه دی او که په نقص نه؟

06/جنوری/2016

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery