دخپریدو نیټه : 2016-01-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
خليل صديق او د افغانستان بانک او بانکي سکتور تباهی
د افغانستان بانک کارکوونکی
د افغانستان بانک د افغانستان اسلامی جمهوریت مرکزی بانک دي، چي د پولې ثبات تر څنګ د دولت اقتصادي مشاور هم دي، او د ټولو نورو مرکزی بانکونو په شان ورته مهمی دندي ورپه غاړه دي، او د هیواد په اقتصاد کي په خصوصي توګه د بانکي او مالی سکتور په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. خو دا چې د کومه ورځي څخه محترم خلیل الله صدیق د افغانستان بانک رئیس شو، او د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس په خپله د افغانستان بانک ته معرفی کړ، نو د خلکو او په خاصه توګه د افغانستان بانک د کارمندانو او همدارنګه بانکې او مالي سکتور ورته ډیر زیات خوشحاله و، هغه په دي چې خلکو دا طمعه لروده چې دا یو ښه متخصص او بانکر دي چې پخوانی تجربه د مرکزي بانک او همدارنګه د تجارتی بانکونو هم لري، خو هغه ټولي طمعی او خوشحالۍ د خلکو د خاورو سره خاوري شوي، او ټول ډیر زیات خفه او نا امیده پاتي دي، دا ټول په دي چې محترم رئیس صاحب خلیل صدیق د بانک اساسي دندي او کارونه پریښي دي، او د یو عادي مدیر په حیث لکه د کوم خصوصي شرکت رئیس چي وي هغه کارونه مخکي وړي او همدا وجه ده چې افغانۍ هم دورځي تر بله خرابیږي، محترم رئیس صاحب د بانکي سکتور په فکر کي نه دي، هغه د دي په سوچ کي دي چې اشپزخانه کې وریجي سنګه پخیږي، د بازار څخه ورته رومیان، پیاز ....... او همدارنګه نور شیان څوک راوړي، او بل یو اساسي کار یی دا دي چي څومره ګاډی د بانک دي او چا او چا پسي ځی او په دي کې هم شخصی او ګوندي لوبي مخي ته وړي، حال دا چې په ګاډو کي باید صرف آمرین او معاونین لاړشي، خو څوک چې د دده د ګوند وي او یا دده د خاص ملګري چې د خدماتو مدیر دي او همدارنګه د ترانسپورت سره لاره ګدره ولري نو هغه ټول پکښي ځي. زه ډیرۍ داسی کارمندان پیژنم چې په ښکته ګریډونو کي دي او د مدیرانو سره ګاډو کي بلکي د هغوي څخه ښه ګادو کي ځي.
یوه بله ډیره مهمه دنده د رئیس صاحب محترم داده چي حاضري، د کارمندانو څنګه کنترول کړي، چي څوک راغلي او څوک ندي راغلي، نور دي پسي نه دي چي کوم کار چا انجام کړي او که نه، صرف چي حاضری يي ورکړي وي.
ایا تاسي او خدای چي دا کارونه به د یو مرکزي بانک د رئیس اساسي کارونه وي چي ټول خپل وخت پردي ضایع کړې، او د بانک اساسي وظایف او دندي پریږدي؟ ایا پدي بیچاره اولس کي دومره څوک نیشته چې ددي رئیس څخه پوښتنه وکړي، او دا هیواد خو څه د مشخصو افرادو ندي! خبري ډیري نه اوږدوم دا یو څو حقایق وو چې تاسی ته مي وړاندي کړل او د محترم رئیس جمهور څخه او همدارنګه د رئیس اجرائیه څخه خواهش کوو چې د افغانستان بانک ته د مرکزي بانک په حیث وګوري او د محترم رئیس صاحب کارونه د حقایقو سره وڅیړي نه د رپوټونو او اوراقو په اساس لکه څرنګه چي د پارلمان او څارنوالۍ څخه درخواست کوو چې مرکزی بانک نور همداسي بی سرپرسته یو شخص ته پرینږدي او د رئیس صاحب څخه پوښتنه وکړي چې بانکي سکتور څنګه روان دي او افغانۍ ولي ورځ تربله ښکته کیږي ...... او همداسي نور.