مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخپلواکۍ پر سالار دلارنس دفتواء تکرار

محمدسرور کاکړ

 

 يآَیُّّهَاالَّّذِیْنَ أمَنُوْآاِنَّّ کَثِیْرًاِمّّنَ الْاَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَیأَکُلُوْن اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَیَصُدُّّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللهِ ( التوبه ۳۲ - آیت ژباړه : ای هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دﺉ بې له شک او تردیده ډیر له عالمانو اوعابدانو خامخاخوری دوۍ مالونه دخلګو په باطل اوناحقه سره اومنع کوی(خلګ) دالله دلاري ‌څخه . ټوله خبر یو چي ‌څو ورځي وړاندي دغازي امیرامان الله خان په هکله دملاعبدالصبورپه نوم دجمعیت اصلاح ؟ دډلي دیوه ملا( چړي ) ناځوانمردانه څرګندوني زموږ ترغوږو راورسېدې ، داچي دهغه خبري دیو مثلث په شکل دغازي امان الله خان او د سقاؤ پر زوۍ حبیب الله کلکاني همدارنګه پر ملا عدوالله( لنګ ملا) را ‌څرخېدې نو ماهم دنوموړي ملا دخبرو په اړه دجوابونو یو مثلث جوړ او دادﺉ ور وړاندي کووم یې : لمړی جواب مي تر هر ‌څه مخکي دقرأن هغه حکم سترګوته ودرېدﺉ چي الله موږته فرمأیي: کله چي دجاهلانو سره مخامخ سۍ په سلام یې جواب وکړﺉ . دوهم مي د ملاصاحب په جواب کي دالاندي لنډه کیسه کافي او شافي وبلل چي وایي : یو وخت پاچاپه بازارکي راروان وه نا‌څاپه یوه مردارخور سپي ورته وغپل نو سمدستي دپاچا اردلیانو و پاچاته وویل چي صاحبه اجازه راکړه چي و دې بې ادبه سپي ته سزا او جزا ورکړو پاچا کټ کټ په خنداسو او خپلو ملګرو ته یې وویل چي سپي وغپل او په حقیقت کي غپا د سپي عادت دﺉ مګر زموږ حیثیت او وجدان اجازه نه راکوي چي ځانونه دسپیانو تر بریده راټیټ کړو ، رشتیا هم غازي امان الله خان همداسي پاچا وه دده لوړحیثیت له هرچاسره مقایسه کول لویه تیروتنه ده. خو زه هم نه پوهیږم چي احساساتي او که مناسبه فیصله به مي کړې وي ځکه مادخپلو پورتنیو دوو جوابونو‌څخه ولاندني دریم جواب ته ترجیح ورکړه ، رشتیا هغه دکاڼي لیکه دپخوانیو مشرانو یوه متل ته مي پناه یوړه چي وایي: کږه خوله په سوک سمیږي ، البته د کږې خولې ترجوړولو مخکي بایدداحقیقت ومنو چي ددین هرعالم په ټولنه کي دټرافیک په ‌څیردنده لري که یې دموټرانودبهیرلارښوونه په ښه ډول وکړه بیاخوماشأالله هم خدای هم خرمااوکه یې لارښوونه په چپه واوښتل بیا نوتصادم، مرګ ژوبله اودهري ناخوالي امکان موجود وي،چي متأسفانه ملاصبور د یوجاهل ترافیک په ډول همداسي کړنه ترسره کړه چي په حقیقت کي یې دنفساني خواهشاتوپه تقاضا دملي افتخاراتو په خلاف ددښمنۍ دریځ خپل کړ اودمادیاتو په بدل کښي یې دنصارا اوبني اسرأیلو دملایانوپه ‌څیرددین ‌څخه په ابزاري ډول ناوړه ګټه پورته کړه .خو یوه خبره باید په یاد ولروچي موږهم لکه دپسو د رمې غوندي په هر مسلمان او نامسلمان پسي روان نسو ځکه لوی خدای دقرأن دالتوبه سورة په ۳۱-آیت کي ددې ډول سرټمبه خلګو تعریف داسي راپه ګوته کوي:(اِتَّّخَذُوْآ اَحْبَارَهُمْ وَرُهُبَانَهُمْ اَرْبَابًامّّنِْ دُوْنِ اللهِ ) ژباړه : نیولي دي دغو( کتابیانو) عالمان خپل اوعابدان خپل خدایان بېله الله (ج) ( چي متابعت یې کوي په تحلیل اوتحریم کښي) خو کله چي دغه پورتنی آیات عدي بن حاتم دحضرت محمد (ص) څخه واورېدۍ نو پیغمبرته یې وویل چي موږخو دعالمانو اوعابدانو پرستش او عبادت ندﺉ کړی ، نو پیغمبر ورته وویل : (الیس یرحمون مااحل الله فتحرمونه ویحلونه ماحرم الله فتحملونه ) ژباړه : ایَّّا داسي نه وه چي هغوۍ( ملایانو)به هغه ‌څه حرام کړل کوم چي الله به حلال کړي وه ، نو تاسو به (دملایانو په خبره )حرام ګڼل اوهغوی به هغه څه حلال کړل چي الله حرام کړي وه، نو تاسو به حلال بلل ( رواه احمد،ترمذي ) نو راځۍ دپورتني آیات په حکم دهر ملا خبره تحلیل کړو حق وینا یې تأید او غلطه وینا یې ترخپلو درنو قدمو لاندي کړو، ترڅو موځان اوټولنه دفتنې ‌څخه ژغورلی وي ځکه په اسلام کي د ایومنلی اصل دﺉ ، چي فتنه داشدُ من القتل په حیث پېژندل کیږي اوباید دهري فتنې او فتنه ګرمخ ونیول سي چي په حقیقت کي دفتنې د نابودولو او ورکولو لپاره هلي ځلي دهرمسلمان دنده جوړیږي او د همدې مسؤلیت په احساس مي قلم راواخیستۍ که ‌څه هم زه یو مسلکي لیکوال نه یم ، اضافه وخت هم نلرم د اولادو د ډوډۍ دروند مسؤلیت مي هم په غاړه دﺉ ځکه خو دچړي اوملاپه ‌څیرپه ځیره،وړیا ډوډۍ یاپه من اوسلوانه یم رالوی سوی اوفی الحاله په اوونۍ کي شپږ ورځي ټول ټال تراتیاساعته زیات ټکسي چلوم خو دیو مسلمان په صفت غواړم خپل ایماني فرض پر ځای کړم دخپل ګران هیواد د آزادۍ دسردار او سالارڅخه په ملاتړخپل ږغ پورته کړم او دفتنه ګرو جاسوسانو په خلاف دحق مورچل اودرڼا لاره خپله کړم، هو موږ ټوله خبریو چي د‌څو ورځو راپدې خوا تش په نامه دجمعیت اصلاح غړي ملاصبوردیوې مغرضانه اوکرکجني وینا له شامته په کور دننه او بهر کي دافغانانو ترمنځ فتنه خپره سوه اوملاصبور ددې هیواد دآزادۍ دسردار او سالاراعلیحضرت غازي امان الله خان په ضدکرغیړنه بازاري او شیطاني ژبه وچلول اوهغه یې دبېدینه پاچا په نامه یاد کړچي په حقیقت کي ملا دکورنیو غدارانو اوبهرنیو غلیمانو سورنا ته لبیک ووایه اودخپل بانډ جمعیت اصلاح ‌څخه یې جمعیت الفتنه راولاړه کړه، خو کله چي ‌څوک دداسي بې مسؤلیته ملایانو خبري واوري نو حیران پاته سي چي موږ عجبه خلګ یو څوک چي مسلمان ندۍ ، په هغه په زوره اسلام منو او هغه ‌څوک چي مسلمان دﺉ په هغه دکفر ټاپه لګوو، بدبختانه موږ په خپله ټولنه کي هره ورځ د داسي مغرضو فتواګانو شاهدان یو۔ چي ملاصبور یې ژوندی مثال دﺉ ، هغه زموږ دسترغازي سپکاوی وکړ، او یو قدم نور هم ور وړاندي سو او دمعاصر تاریخ یوه ناوړه ‌،څیره حرفوي قاتل ، قطاع الطریق دسقاؤ زوۍ حبیب الله کلکاني یې قهرمان وباله او همدارنګه یې یوبل وحشي ملاعدوالله مشهور په ( عبدالله ملا لنګ ) چي هغه ته یې بُزرګ ، دخدای دوست او ولي لقبونه ورکړه . نو زمالیکنه هم پردغو درو مشخصو ادرسونو راڅرخي چي لومړی به یې دغازي امیر امان الله رحمة الله علیه ‌څخه راپیل کړم که ‌څه هم دهغه لوړ شخصیت اظهرمن الشمس غوندي ‌څرګند او روښانه دﺉ ، دمرحوم پاچا سترمقام زمادناتوانه قلم و توصیف او سپیناوي ته اړتیا نلري ، خو بیا هم زموږدستر غازي امیرامان الله خان دتاریخ په اړه ډیرو دوستانو مستند اسناد وړاندي کړي دي چي دملاصبوراو د هغه د تورفکره انډیوالانو پرمخ یې زورور حیدري ګوزار او ‌څپیړه بللای سو ، دادﺉ زه هم دآزادۍ دعلمبردار اعلیحضرت امان الله خان دپیر ( عصر) د اسلامي اوشرعي حکومتولۍداثبات لپاره داسلامي فقهي یومعتبرکتاب ( کفایت المفتي )دګواه اوشاهدپه حیث در وړاندي کوم : دغازي امان الله خان دحکومت په پیرکي دهندوستان ددیوبند دارالعلوم ( مدرسې)مشراو ناظم مفتي کفایت الله (رحمة الله علیه ) دحنفي فقهي یوکتاب په دوه ټوکه کښي لیکلی دﺉ چي دلومړي ټوک په اخیرنۍ برخه کي د افغانستان لپاره یو خورا په زړه پوري دیني فتواء شتون لري چي په فارسي ژبه لیکل سوې ده نیټه یې د استقلال دریم کال ښکاري او دهغه وخت ددیوبند دمدرسې دټولو جېدو استاذانو،مدرسینو او علماؤؤ لاسلیکونه هم پرسوي دي ددې فتوأ متن په دوو برخو ویشل سوی دﺉ ، چي لومړی دغازي امیرامان الله خان دښووني او روزني وزیر( وزیرجلیلیه معارف) فیض محمد خان لخوادنوموړي مدرسې ددأرالافتأ ‌څخه دانجونو دتعلیم همدارنګه په حکومتي اوخصوصي تأسیساتو کي دمیرمنو دکاراو فعالییت په اړه پوښتني سوي دﺉ او وروسته دنوموړي مدرسې دارالافتأو د دواړو پوښتنو ؟ دجوابولو په موخه داسلام دمبارک دین دحنفي فقهي په رڼاکي فتوأ ورکړی ده ،چي په پایله کي یې دانجونو اوښځو تعلیم او کارکول مباح اوجأیزبللي دي . نو‌ څنګه چي دایو مذهبي کتاب دﺉ او تصنیف یې تر اته لسیزیزو اوړي ، نو دا پورتنی سند تر هر‌څه مخکي دمنافقینو ‌څېرې راپېژندلای سي او ددوۍ پر اوسنیو انګریزي فتوأؤ دبطلان کرښه را کاږي او موږته هم دوه ډیر روښانه پیغامونه راکوي ، الف : دپورتني سند ‌څخه معلومه سوه چي دلوی غازي امیرامان الله خان ټولي دولتي چاري دمحمدي شرعیت په رڼاکي مخته تللې اوداماني نهضت مختلف قوانین چي په نظامنامه سره یادیدل ټول ټال دهغه وخت د دیوبند د مدرسې له تأید اوملاتړڅخه برخمني وې ، نو هر ملا چي دغازي امیر امان الله خان دحکومت د کړونو په خلاف دفتوأ ژبه چلوي ، لومړی دي دهغه وخت ددیوبند دمدرسې دټولو استاذانو په تأید اولاسلیکونو معتبره شرعي فتوأ تر نظر تیره کړي او دخیټي ‌څخه دي ‌څه نه راباسي اوباید دادرباري ملایان وپوهیږي چي دشلمي پیړۍ دانګریز تکراري فتواوي په ګران هیواد افغانستان کي خریدار نلري . هو پرون غازی اعلیحضرت امان الله خان د هغه استعمارګر څخه آزادي واخیستل چي په مستعمره کي یې لمر نه ډوبېدۍ ، د امووي او عباسي دربارونو په تقلید په حرمسرای کي په سوونو ساتل سوو مینځیانو ته همدغه غازي د وتلو او دتلو آزادي ورکړه او د درباریانو ‌څخه هر یوه چي به پر ‌څلورو منکوحه میرمنو برسیره پنځوس یا شپیته مینځیاني ساتلې او درباري ملایانو به دپنځو پیسو په بدل کي ورته دجواز فتواوي ورکولې خو بیاهم همدغه غازي امان الله وه چي د درباریانو او سردارانو ‌څخه دهغوۍ دمنکوحه میرمنو ‌پرته ټولو اسیرو مینځیانو ته ازادي ورکړه ، اوبیاهمدغه امان الله خان وه چي زموږ هزاره او نورستانۍ خویندي یې دمینځیتوب ‌څخه راخلاصي کړې او همدغه غازي امیرامان الله خان وه چي دانګریزي استعمار په خلاف د بر صغیر دمجاهدینو او مبارزو علماؤ تر‌څنګ ولاړ وه ، هو دهغوۍ مادي او معنوي ملاتړ ته یې ملا تړلې وه ، رشتیاهم داسي شخص ته بېدینه ویل دملاصبور د وجدان په ډیکشنري کي پر ځای خبره ده . ب : راځم دفتوا دوهمي برخي ته داچي اوس هم دښځو دکارکولو اودهغوۍ دتعلیم مخه نیول کیږي په حقیقت کي هیڅ شرعي دلیل نلري اومخالفین یې که په شعوري ډول وي نوهغوۍ دپردیو دګټوساتونکي اودافغان ولس دښمنان دﺉ اوغیري شعوري مخالفین یې جاهلان اوناپوهان بللای سو . دوهم : ملاصبور دسقاؤ زوۍ حبیب الله کلکاني ته د ملي اتل لقب ورکړ اومسعود، رباني یې تر غازي امیرامان الله ښه مسلمانان وبلل ددې بې انصافه قضأوت په اړه ښه دﺉ چي درباني او مسعود په پرتله د لوی غازي اعلیحضرت امیر امان الله خان ځانګړتیاوي او ښکاره توپیر و خلګو ته د فیصلې کولو لپاره پریږدو،او د سقاؤ دزوۍ حبیب الله کلکاني په اړه باید ترهر‌څه مخکي دهغه دمیرمني بي بي سروري سنګري دبي بي سي راډیو سره په یوه مصاحبه کي چي په کال ۱۹۹۳زیږدیز کښي یې وکړه هغي میرمني په ډیر وضاحت سره وویل چي میړه یې یوغل او لاره وهونکی وه . او همدارنګه که چیري دسقاؤ د زوۍ پلاس دارګ ترنیولو وروسته دهغه ولومړنۍ بیانیې ته ځیر سو ، نو دملا صبور اصلیت به ښه رابرسیره سي او دادﺉ ( تاریخ و زبان در افغانستان صفحه ۴۶) له کتابه دسقاؤ د زوۍ حبیب الله کلکاني لومړنۍ بیانیه (( : مه (من) اوضای ( اوضاع ) کفر و بې دیني و لاتي ګري حکومت سابقه ره ( را) دیده ، وبراي خدمت دین رسول الله کمر جهاده ( جهاد را ) بسته کدم ( کردم ) تاشما بیادرهاره ( برادرهارا) از کفر و لاتي ګري نجات بتم ( بدهم) . مه باد ازی ( بعد ازین ) پیسه ( پول ) بیت الماله به تعمیر و متب ( مکتب) خرج نخات کدم ( نخواهم کرد) ، بل همه ره ( را ) به عسکر خود میتم ( میدهم ) که چای و قند وپلو بخورن ، وبه ملا ها میتم که عبادت کنن ، مه مالیه صفایي وماسول ( محصول ) ګمرک نمیګیرم وهمه ره بخشیدم ودیګه( دیګر)مه پاچاي ( پادشاه) شما ستم وشما رعیت مه مې باشین ،بروین ( بروید ) باد (بعد) ازی همیشه سات خوده تیر کنین ( ساعت خود را خوش بګذرانید ) ، مرغ بازي ، بودنه بازی کنین و ترنګ تانه ( شاداب ) خوش بګذرانین .،،
 اوس غواړم د ملا عدوالله ( عبدالله ملا لنګ) د اختشاش په اړه دهغه فتنه ګر دمحکومېدو په اړه د قرأ ن دوه أیاتونو ته مراجعه وکړم . (( یَأَیٌَّهَاالَّذِیْنَ آمَنُوْا اَطِیْعٌواللهَ وَاَطِیٌعًوا اَلّّرسُوٌلَ وَ اُلیِ الٌاَمٌرِ مِنٌکُمٌ )) دالنسأ سورة ، ژباړه : ای هغوکسانو چي ایمان مو راوړی دﺉ ( ای مؤمنانو) حکم ومنۍ دالله او د هغه درسول او حکم ومنۍ دخاوندانو دحکم ( پاچا او یا د مشر ) او همدارنګه دالحجرات دسورة نهم أیات کي فرمایي ( وَاِنٌ طآءفَتانِ مِنَ الٌمُؤٌمِنِیٌنَاقٌتَتَلُوٌا فَاَصٌلِحُوٌا بَیٌنَهُمَافَاِنٌ بَغَتٌ اِحٌداهُمَاعَلَی الٌاُخٌرای فَقَاتِلَوا الّّتِیٌ تَبٌغِیٌ حَتّّی تَفَِیٌءَ اِلَی آمٌرِاللهِ فَاِنٌ فَآءَتٌ فَاَ صٌلِحُوٌا بَیٌنَهُمَا بِالٌعَدٌلِ وَاَقٌسِطُوٌا اِنَّّ اللهَ یُحِبُّّ الٌمُقٌسِطِیٌنَ ) ژباړه : که چیري دوې ډلي دمؤمنانو(پخپلو منځوکي ) سره په جنګ اوجګړه کښي ولویږي پس روغه جوړه وکړۍ په دهغو دواړه جنګ کوونکو ډلو ترمنځ په نصیحت سره او په بلني سره په حکم دالله او د رسول الله سره نوکه ظلم او تېری وکړ یوې له دغو دواړو په هغې بلي ډلي باندي یاني چي سوله قبوله نکړي او حکم دالله او رسول الله ته راضي نسي پس جنګ کوۍ تاسو ټول ای مؤمنانو له هغي ( ډلي ) سره چي ظلم او تجاوزکوي ترهغه پوري چي بیرته را وګر‌ځي حکم دالله جل جلاله ته او غاړه ورته کښېږدي او که چیري وګرځېده پس سوله او روغه وکړۍ تاسو په منځ ددوۍ کښي په عدل او انصاف سره او مه کوﺉ ملګرتیا له ظالمي ډلي سره په نامه د ننګ غیرت او داسي نورو سره بلکه تل دشرعي تابعان و اوسۍ ، عدل او انصاف کوﺉ ای مؤمنانو تاسو په هرکارکي بیشکه الله دوست لري عدل او انصاف کوونکي .
( محمد سرور یمین کاکړ ټورنټو کاناډا )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery