مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د فهيم کوهدامني او مولوي عبدالصبور څرګندونې غیري اسلامي او غیري افغانې دي

سيد حسين پاچا

له خورشيد تلويزيون سره د فهيم کوهدامني او مولوي عبدالصبور څرګندونې
له عالم دين سره عناد ((حسد)) ښه نه ښايي، کلام پاک کې د شر له حاسده د پناه غوښتلو ((ځان ساتلو)) سپارښتنه شوې

هېڅوک څوک معصيت ته نه شي سوقولی (هڅولی). که د امان الله خان ځينې ريفورمونه ((اصلاحات)) هغه وخت د ټولنې له نبض ورواياتو يا له ځينو اسلامي ارزښتونو سره په مغايرت کې وو، نو په هجرتي وجهادي دوران کې موږ ته هم د الله تعالی کلام مخې ته پروت، خو يو بل مو په کفر تورن کړل. هرې ډلې ځانته د علماو خپله اتحاديه درلوده، خو تر ننه پورې موږ له ځانه د جهاد يا د تپل شوې جګړې مخه ونه شوای نيولی او د بل په نغوته مو سره ووژل چې لا تر ننه دا لړۍ روانه ده. نن يې نه يوازې په وژنه بسنه نه کوو، بلکې د خلکو په مخ کې يې د تکبير ((الله اکبر)) له کليمې ويلو سره حلالوو. د قربانۍ وقصابۍ ډنګر او چرګان هم څوک داسې نه حلالوي لکه موږ چې انسانان حلالوو. په پخوانيو خپلمنځي تنظيمي جګړو کې به هم انسانان حلالول بيا به يې پر مړو سره تېل اړول او ترپکو ته به يې خوشالي کوله. چورتالان، غصب، جنسي تيري خو لا څه ان چې د ښځو سينې غوڅي او تيونه يې پر خلکو وخوړل شول. معصيت تر معصيت توپير شته. موږ خو لا خلک اپارتايد ته هم هڅوو چې دا هم يو غيراسلام عمل دی.

د مولوي صاحب ((رأيه)) او د فهيم کوهدامني ((مطلق حکم)) سره په ټکر کې دي. مولوي صاحب وايی چې دا زما ((فتوی)) نه، بلکې زما ((رأيه)) ده چې امان الله خان بيدينه وو. دا ما مخکې هم ويلي وو، اوس يې هم وايم او پينځه کاله روسته يې بيا هم وايم، نو مولوي صاحب دې د خپلې ((رأيې)) او ورسره خوا کې د مغرض کوهدامني د ((مطلق حکم))  تعريف وکړي. که مولوي صاحب اهل رأيه وبولو، نو کوهدامنی خو د داسې ((مطلق حکم)) اهل ((مستحق)) نه دی.  په بله مانا، نااهل دی، نو بناءً د کوهدامنی دا ډول يو مغرض، عنادي وحسادي حکم سياسي انګېزه لري چې له يورې د شمال ټلوالې او نورو جهاديانو له ټولو بشري جناياتو نه دفاع او نارواوو ته يې مشروعيت ورکړي او له بل لورې بچه سقاو ته له تور تاريخي داغه برائت ورکړي او تاريخ ته يې سپين ثابت کړي او هم د اسماعيل يون هغه کتاب ((دوهمه سقاوي)) ته چې د شمال ټلوالې او نورو جهاديانو پر جناياتو يې ليکلی پر فتوا ((رأيه)) او ((مطلق کافر حکم)) کولو او ښکنځلو ځواب ورکړي او هم پر هېواد مشر غني سياسي فشار راوړي چې هغه د ناروا قراردادونو دوسيې چې د څېړلو لپاره د هغه پر مېز پرتې دي د څېړلو مخه ونيسي او هم يې بيرته په حکومت کې شريک کړي. دا ډول ګوتڅنډنې مخکې هم د ځينو ځينو له له کورونو نه د استاد د ږيرې لاندې شوې وې او اوس يې خبره بيدينۍ او کفر ته واړوله. ديني عالم بايد عامه مساله بيان کړي، د بل په نغوته مشخص څوک د خپل وعظ هدف ونه ګرځوي چې دا له اسلامي واخلاقي ارزښتونو او هم د وعظ له ادابو سره سمون نه خوري.

مولوي صاحب په ډېر مهارت سره د داخلي معاندو او متعصبو کړيو په وسيله ښه ملا ((brain washed)) شوی چې سيمه ييز او نورو نړيوال اړخونه هم لري. دا ډول مغرضې رأيې، مغرضې فتواوې، مطلق حکمونه او خبرې ورته افغانستاني والاوو ((پدراميانو))، ماويستانو ((شورای نظاريانو))، ستميانو ((جمعيتيانو)) او کارمليانو په مغز او غوږو کې ورته اېښي او په خوله کې يې ورته ورکړي دي. د مولوي صاحب ((رأيه)) او د کوهدامني ((مطلق حکم)) هېڅ شرعي صحت نه لري. دا يو سياسي - تاريخي پروپاګند دی او پروپاګند نه په ((رأيه))، نه په ((فتوی)) او نه په ((مطلق حکم)) کې راځي. مولوي صاحب دې ((رأيه)) او پروپاګند يا بېځايه ((اتهامات)) تعريف کړي. ماويستان، ستميان او افغانستانيان دې د رباني غوندې د ږيرې لاندې نه ساتي.

سيد حسين پاچا :
کله چې امان الله خان وملکه ثرايا د ۱۹۲۸ ز د مارچ په ۲۳ مه دلته د اکسفورد پوهنتون ته راغلي وو او دلته يې ورته اعزازي يا افتخاري ډيګري هم ورکړه. له هغې وروسته بيا دوی دلته Gloucester Street کوڅې ته راوتلي وو او په دې کوڅه کې روان وو چې ډېر زيات خلک يې ليدو او نندارې ته ولاړ ول او عکاس ورپسې وو، نو هغه په دغه کوڅه کې په کوم ځای کې چې برابر شوی د ملکې ثرايا د مخ عکس يې اخېستی. دغه وخت په نړيوالو رسنيو کې د مونتاژ خبره نوې راوتلې وه، نو دوی بيا د هغې عکس د تياتر له يوې هنرمندې ((ممثلې)) سره مونتاژ کړی وو چې سر د ملکې ثرايا او تنه يې د بل چا ده، نو دا لومړنی مونتاژ وو چې د څه هدف ((موخې)) لپاره د دوی عکس يې اخېستی وو او رسنيو ته وسپارل شو او دغه نړيوال نوی مونتاژ لومړی پر دوی تطبيق شو. سره له دې چې خپله ملکه هم Dover ته مخې ته ورغلې وه، خو له بده مرغه چې پاچا امان الله خان يې له ښې مېلمپانۍ او درناوۍ سره سره يې په خپل کور کې تورن ((بدنام)) کړ.

ډاکټر سيد وقار شاه چې اوس په لاهور کې د محمد علي جناح پوهنتون کې استاد دی. يو څه وخت مخکې له بي بي سي سره د باچا خان په تړاو مرکه درلوده چې دلته د ټولو خلکو ځای شته، خو باچا خان ته ولې څوک ځای نه ورکوي؟ دلته يې په اکسفورد پوهنتون کې يې ډاکټري کوله. د Gloucester Street  کوڅه او اړونده ځايونه پوهاند مجاور احمد زيار ته دلته ښوولې وې چې پاچا امان الله خان پکې ګرځېدلی وو.

د اروپا له سفره مخکې خو هغې هم ښې جامې ((لباس)) اغوستې او دلته هم يې بېمناسبه لباس ((جامې)) نه دي اغوستي او دا يوه هسې ادعا ده چې د هغې پسې کيږي او اوس ترې ځينې مغرض کسان ناوړه ګټه پورته کوي. اوس هم دلته ځينې بوډاګان انګرېزان شته چې هغه صحنه يې لا ياده ده. حتی پروسږکال د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار له مېرمن سره يو بوډا انګرېز مخامخ شوی وو چې له دې نه يې پوښتلي وو چې د کوم ځای يې؟ نو دې ورته ويلي وو چې د افغانستان، نو بيا يې د امان الله خان او د مېرمن يې هغه خاطره ورته ويلې وه چې دوی دلته پوهنتون ته راغلي وو او موږه يې سيال وليدو ته ورغلي وو. د شاه او ملکې ډېره ستاينه يې کړې وه.

*** *** ***

نوټ : مولوي عبدالصبور د تاريخي کتابونه درست نه ده. درست ده چې ډاکټر حسن کاکړ يو تاريخپوه دی، خو کله چې نوموړی هلته په هغه بل ختيز بلاک يا د سوسياليستي نظام خوا کې وو، نو داسې خبرې خو يې هلته نه کولې. ځکه امان الله چې کله ازادي واخېسته، نو لومړی روسيه دی په رسميت وپېژنده. دی خو د امين په وخت کې غلی وو چې بيا ډاکټر نجيب الله يې په راخوشې کېدو مرسته وکړه.
اوس چې دلته غرب ته راغلی، او د چا خبره اوس دلته د غربي بلاک يا په بله مانا د پانګوال نظام په خوا کې ولاړ دی، نو د دوه مخۍ شک پرې کيږي. دلته په انګليستان کې پر ده باندې هم په ادبي بانډارونو او نورو ډېرو ځايونو کې پرې بحثونه شوي، نوموړی د سياست وږی هم دی.
دا چې نوموړی له کابل پوهنتون وروسته همدلته زده کړې کړي او وايی چې ما دلته د برتانيا په ټولو اسنادو کې داسې څه ونه موندل چې وښيي چې انګرېزانو د امان الله په پرځولو کې لاس لرلو، نو لومړی خو انګرېزان دېته مجبوره نه ول چې ده ته هغه محرم اسناد په واک کې ورکړي او محرم اسناد کله څوک چا ته په لاس کې ورکوي؟ څه ثبوت شته چې ده ته دې ټول اسناد په لاس کې ورکړل شوي وي او داسې نور.
د مولوي عبدالصبور د فتوی يا د ((رأيې)) پر استناد هغه خو هم ګيره نه لري، نو څنګه د اعتبار وړ شي؟ تداوم پر لمانځه او له مشروباتو نه تزکيه يې بله مساله ده. که ترې پاک وي، خو درست ده، کنه، نو بيا ...؟
ډاکټر صاحب بايد دېته هم وګوري چې هندوستان په هغه وخت کې د دوی ترټولو غټه مستعمره وه او انګرېزان پر دې خوښ نه ول چې دا دې د دوی له لاسه ووځي. د هند د ازادۍ پاڅونوالو ته د امان الله خان پناه او ترې سياسي ملاتړ دا اندېښنې له ځانه سره لري  چې د همغې په ټس کې يې پخپل کور کې تورن کړ. څه د امان الله خان خپله تيزي (۱)، څه د انګرېزانو هوښياري (۲) او څه زموږ د ملايانو غوغا (۳).

د سټيوارټ مساله هم ورته ستونزه ده. چا ورته پوره اسناد په لاس کې ورکړي او يا نه؟ د چا په مخکې دا ټول اسناد کتل شوي؟ کله څوک چا ته خپل ټول محرم اسناد په واک کې ورکوي؟ له هغې خو د کاناډای الاصلې آغلې ليزدوسيټ د بي بي سي خبرنګارې خبرې نوې او تازه شننه ده چې د مارشال صاحب پر مرګ يې له بي بي سي نه نشر کړې چې ((Marshal Fahim is Marshal Fahim)). د ښاغلي کرزي د وخت هغه جريان ښيي چې هغه هلته په خوا کې له هغې سره پر يوه ناست وو او دی هلته د هغې په مخکې د هغه پر څوکۍ ناست وو چې هغې ته لږ شانې حيرانوونکې برېښېدلې وه چې موږ دلته ناست او هغه هلته له اجازې پرته د هغې پر څوکۍ ناست وو. هغې ترې پوښتلي هم وو چې نور څوک هم دا کار کوي؟ نو کرزي ورته ويلي وو چې نه، يوازې دی يې کوي. ان تر دې ويل کيږي چط هغه دغه د مارشالۍ څوکۍ پخپله ځانته انتخاب کړې.

د کاکا خېل خبره هم همداسې درواخله، قاضي حسين احمد د درملپلور په بڼه د څارګري موخو لپاره رااستول کېده او خپله يې دا خبره د استاد رباني پر مرثيه باندې کړې ده. دا چې کاکاخېل د پينځه زره ټوپکو خبره کوي چې انګرېزانو ورته د پاڅونوالو د ځپلو لپاره ورکړي وو، نو دې پاڅونوالو ته وسله چا ورکړې وه؟ زموږ ځينو روحانينو به خلکو ته ويل چې ما خوب ليدلی دی او د فلانۍ ونې لاندې دومره وسله ده.
له قرآني اړخه موږ دوه ثبوته حضرت موسی عليه الصلاة والسلام ((من وسلوی)) او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د بدر په عزا کې ملايک د ملاتړ د رغب و ترهيب لپاره رااستول شوې وې. همدارنګه حضرت عيسی عليه الصلاة والسلام د ((المآئدة)) غوښتنه کړې، خو الله تعالی يې غوښتنې ته مشروط ځواب ورکړی او همدارنګه يې مور د طعام ((رزق)) خبره. زموږ روحانيون وعلماء خو په دغه مرتبه کې نه دي. عجيبه خبره ده چې هغوی هېڅکله دغسې خوبونه نه دي ليدلي او زموږ روحانيون يې بيا د ونو لاندې د وسلو خوبونه ويني.
پوښتنه دا ده چې قاضي حسين احمد له اسلامي علومو سره سره د نورو لپاره استخباراتي دندنه درلوده چې زموږ د جهاديانو او د پاکستان د نظاميانو او څارګرو ادارو ترمينځ د وساطت وسيله وه، نو مؤرخ کاکاخېل به څنګه چې خپله انګرېزان په سيمه کې وو، څنګه به له داسې يو شکه خالي پاتې شي چې هغه به د امان الله خان د بدنامولو هڅه نه وي کړي؟ والله أعلم.
زموږ جهاديان هم په پيل کې منکر ول، خو بابر خپله روښانه کړې چې :
The Five Evils who destroyed Afghanistan

Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

فقهاء دا وايی چې که يو څوک له تاسو کشر هم وي، خو د منصب ((مقام)) درناوی به يې کوې. له اجازې پرته به يې پر ځای يا څوکۍ نه کښېنې. په قضا ((محکمه)) کې قاضي ته د ګواهۍ په صورت کې ښځه مخ لوڅې وي. که مخ پټې وه، نو قاضي به ورته حکم وکړي چې مخ دې لوڅ کړه. مولوي صاحب ته به دا مساله روښانه وي.
راغلم د فهيم کوهدامني په اړه چې سباب المسلم فسق د نامسلکه او نااهل مطلق حکم مدار د اعتبار نه دی. هر نااهله او نامسلکه د فتوی او مطلق حکم مستحق نه دی. همدا پخپله له اسلامي ادابو او ارزښتونو او له اخلاقو نه د عاريتوب په مانا دی چې په عربي کې ورته قليل الادب وعارية الاخلاق وايی.

*** *** ***

له مولوي عبدالصبور سره مرکه چې عاميانه پارسي او پښتو واي :
بې پرده ګي اوبې حجابي دا د امان الله له وخته په افغانستان کې شروع شوې ده. د امان الله خان دوه حيثيته دي :
• يو حيثيت يې د اروپا له سفره مخکې دی
• او بل يې له سفره روسته دی
د اروپا له سفره مخکې چې امان الله خان څه ښه کارونه کړي دي، اقتصادي اصلاحات يې کړي، تعليمي اصلا حات يې کړي، اساسي قانون د هغه په وخت کې جوړ شوی، د هغې موږ تاييد کوو او تصويب يې هم کوو او اداري اصلاحات يې هم کړي. هو، فی الجمله موږ د هغې تاييد کوو، که څه شيانو کې د هغه اختلاف وي هغه کېدای شي. ولې ...
کله چې هغه له اروپا نه راغی، دا زموږ د افغانستان ټولو تاريخونو دا ليکلي چې دا درې زما په مخکې پراته دي چې هغه ډېر مغرورانه او په کبر کې راغی. اروپايانو هغه ته د پيتر کبير لقب ورکړ. هغه چې کابل ته راغی،  هڅه يې وکړه چې  بې پرده ګي مروجه کړي. وو چې پښتون تاريخپوه  حسن کاکړ په خپل تاريخ کې دا ليکلي دي چې پاچا دافغانستان له گوټ گوټه دوه سوه (۲۰۰) علماء په کابل کې  راجمع کړل او ورته يې وويل چې تاسو دوو سان يئ (ياست). او زه به دا بې پرده ګي او بې حيايي په ) په زور باندې به يې خوروم ( خپروم).
د امان الله خان ښځې د کابل  له معارف سره منسلکې او متعلقې (تړلې او اړوندې) ښځې په يو مجلس (غونډه) کې راجمع (راټولې) کړې او هغوی ته يې وويل چې تاسو به ...

خبرنګار : اين بحث تاريخي است.
خبرنګار : خو، عبدالصبور، ما ميفهميم که فقط همين مساله را بپرسم که بحثی که ما وشما همين امان الله خان را متهم به بيديني کرديد، به خاطری ازينکه ريش نداشت. اصل همين مساله است؟
مولوي عبدالصبور : دا چې هر چا ويلي دي دا بالکل غلطه خبره ده.
خبرنګار : در صفحات اجتماعي شما پخش شده.
مولوي عبدالصبور : اين ګپ بالکل در کليپ ما نيست. کليپ کې دا خبره ده چې په افغانستان کې د بيدينۍ اساس امان الله خان اېښی.
خبرنګار : شما ګفتيد، اولين کسی که ريش نداشت امان الله خان بود.
مولوي عبدالصبور: تو جنجال نکن، يک دفعه ګپ ما را ګوش کن. ما ګفتم، ما وويلې چې هغه خو د بيلګې په توګه ما وويلې چې اولنی بادشاه وو چې امان الله خان ږيره وخرييله. دا اولنی بادشاه وو چې په افغانستان کې يې بې پرده ګي راوسته. دا سيکولريزم يې راوست. هغه خو په ډېرو کارونو کې يو کار وو، خو يو تنها د ږيرې په مساله باندې هغه نه وه.
خبرنګار : شما ګفتيد که بيدين بود.
مولوي عبدالصبور : ما ګفتم که بيدين بود. حالاً هم ميګويم که بيدين بود. يک پنچسال پس هم ميګويم که بيدين است. به بيدين چې معنی دارد؟ بيدين معنی ای کافر ندارد.
خبرنګار : شما ګفتيد که ريش معيار دين است.برای شما؟
مولوي عبدالصبور : ما ريش را يک ضمنی چيز را ذکر کرديم. ما ميګفتيم که بې پرده ګي اين چيز را همو مروج ميساخت. ما ګفتم، زنش ګفت، که شما پرده نکنيد به زنها ګفت. اګر شوهر تان منع ميکند ما تفنګه ميدهيم که او را بزنيد.
خبرنګار : تشکر.
مولوي عبدالصبور : در واتهای کابل لوحه ها را نصب کردند بودند که ميګفتند که اينجا زنها با پرده آمده نميتوانند. ما به اين ګفتم، پرده يکی از احکام اسلامي است. پرده يکی از احکام قرآنی است. شما ... ګپ را ...، به مساله ای ريش ميايی.
خبرنګار : اقای عبدالصبور، شما اين حق را از لحاظ علمی داريد که فتوی صادر بکنند به بيدينی بودن يک کس؟
مولوي عبدالصبور : ببين، يو فتوی ده او يو وعظ دی. دا ما په وعظ کې ويلي دي، دا فتوی نه ده. زما رأيه ده. دا فتوی نه ده. دا رأيه ده. بيدين مانا، بيدين چه، بيدين څه معنی؟ بيدين دا مانا، يو کافر دی او يو بيدين دی. بيدين در حديث امده که : ((لا دين لمن لا عهد له)).
يو سړی چې پر خپل عهد باندې وفا نه کوي، نو هغه بيدينه دی.
حديث کې راغلي چې ((لا ايمان لمن لا امانة له)).
چې يو سړی امانتداري نه لري، هغه ايمان نه لري.
دا حديث کې راغلي دي چې ((لايزني الزاني حين يزني وهو مؤمن)).
زنا کار چې کله زنا کوي، نو دا مؤمن نه وي.
خبرنګار : تشکر!
مولوي عبدالصبور : مراد له بيدينۍ نه دا دی چې دلته بدعملي، فسق، فجور، څه نور.
ما امان الله خان ته کافر نه دي ويلي، خو زه نه دا حق لرم چې ((چا ته د اسلام سرټيفيکټ ورکړم او نه دا حق لرم چې چا ته د کفر سرټيفيکټ ورکړم)).
خبرنګار :تشکر!
مولوي عبدالصبور : ما بيدين په دې معنی باندې ويلي چې بدعمل د فاسق، فاجر حکمران په طور باندې، هغه دی او زه له خبرې نه په دې کې ولاړ يم.
تشکر!

خبرنګار : خو، اقای غازي خيل، شما شنيدی که امير امان الله يک پادشاهی بيدين بود، که مثليکه اقای عبدالصبور ګفت.
غازي خېل : سلام ټولو ته کوم مولوي صاحب ته او تاسو ته.
خبره دا ده چې امان الله خان څومره مينه له وطن سره درلوده، څومره يې د ترقۍ سره درلوده، څومره يې له پرمختګ سره درلوده. فکر نه کوم چې په تاريخ د افغانستان کې دې بل پاچا دغسې ولري. خو مولوي صاحب د سيکولريزم خبره وکړه، ښه، هغه سيکولر نه وو. يعنی که سيکولر وو، سيکولر مانا دا چې دين وسياست دې سره جلا وي. کله هم د افغانستان په تاريخ کې دين وسياست سره جدا نه وو. مولوي صاحب وايی چې د افغانستان ۹۹ فيصده لکه خلک مسلمانان دي. زه دا وايم چې د افغانستان ۹۹.۹۹٪ فيصده خلک مسلمانان دي. يو فيصد هم پکې تقريباً بيدينه يا غير مسلمانان پکې نه راځي. مطلق اکثريت خلک د افغانستان مسلمانان دي.
ايا بې پرده ګي څه ته وايی؟
ګوره، اوس ازادي لرو مونږه ، خير دلته اختلاف د علماوو ترمينځه شته دی. څوک وايی چې په اسلام کې ديموکراسي نشته او څوک وايی چې ديموکراسي اسلام نفی کوي. ښه، دا اوسنی نظام زموږه څنګه دی؟ دا شرعي نظام دی او که دا غير شرعي نظام دی؟ خو ازادي ده. ازادي دا مانا چې اوس نکټايي، دريشي اغوستل کفر دی. ذاکر نايک د اسلام يو ستر عالم دی هغه پخپله نکټايي اچوي. ايا دا يو کفر دی؟ دا بيديني ده؟ په ميليونونو خلک ورته ناست وي.

خبرنګار : خو شما مخالف ازين استی که امان الله خان شخص بيدين نبود؟
غازي خېل : زه وايم هغه مسلمان وو، هغه کافر نه وو، هغه بيدنه نه وو، هغه يو مسلمان وو. او ګوره ازادي په اسلام کې شته دی کنه نشته دی؟ امان الله خان هغه څوک وو چې د انګليس نه يې ازادي اخېستې ده. د افغانستان ولس يو مسلمان ولس وو.

خبرنګار : خو دلايل را واضح کرده که درمورد جمع آوری ای ...
غازي خېل : اجازه راکړئ، امان الله خان هېڅکله چا ته دا نه دي ويلي چې تاسو فساد وکړئ، تاسو کميس وباسئ، تاسو دا وکړئ يا دا وکړئ.
اجازه راکړئ، ګورئ، يو تلويزيون دی، څوک ملا دی هغه په کور کې تلويزيون نه پرېږدي، خو له تلويزيون نه څو رقم استفاده کيږي کنه، که ته ووغواړې يا ونه غواړې ستا ماشومان به تلويزيون ته ضرورت لري. که نن ورته هم رقم ټکری وراغوندې له ټيکنالوژۍ سره خو جنګ نه کيږي، له ټيکنالوژۍ سره خو ضد نه کيږي. که نن نه وي سبا به وي، که سبا نه وي بل سبا وي. مولوي صاحب وويلې چې ما د کفر فتوی نه ده ورکړې، ما فقط دغه خبرې کړي دي، هغه ده تشريح کړله چې بيدينه چا ته ويل کيږي؟ ښه، موږ داسې اورېدلي وو چې دوی د کفر فتوی ورکړې وه، خو دوی رد کړله. خو په ټوله کې امان الله خان يو مسلمان وو، وطن ته وفادار وو، متعهد وو، اخلاصمند وو، صداقت يې درلوده، او دا چې هغه به سهوې به يې کړي وي انسان هم سهوه کوي، مولوي صاحب سهوه کوي، موږه به هم کړې وي او ټولو به کړې وي. د دې مانا دا نه ده چې هغه دې بيدينه وو.

خبرنګار : تشکر!
خبرنګار : اقای فهيم کوهدامنی، همين مسايلی که مولوي عبدالصبور اشاره کرد، واقعاً دليلی برای بيدينی ای فرد ميشه که ايشان ګفتند؟
بسم الله الرحمن الرحيم
سلام غرض ميکنم به جناب مولوي صاحب وخدمت غازي خيل صاحب، وشما وتمامی بيننده ګان محترم تان،
مرا بابت تاريخ يک علم است، تمام مکاتب فکری واعتقادی نګاه شان وتاريخ علم دقيق ميباشد. مثلاً مارکسيستها به تاريخ يک نګاه ميبينند، کپيتاليستها با ديګر نګاه ميبينند، اسلام هم با يک ديد ديګه. ما به عنوان مسلمانها هم در مورد تاريخ کشور خود ما، هم در مورد تاريخ کشورهای منطقه ديدګاه بخصوص داريم. امان الله خان امانګر ميشه در دوره ای خودش. ما ولی يک کسی را که خود را ادعا دارد که ما داکتر استم ما به زور مياريم کنه تو داکتر نيستی، تو انجنير بکن.
امان الله خان اولين شاهی بود در افغانستان که خودش که مرا ديګر امير نګوئيد. قبل از او شاهانی که بود پدرش امير حبيب الله، امير عبدالرحمن خان، کل ازينها با پيشوند امير شروع ميشد، که اين خودش ګفت که من پادشاه تان استم.
رخصتی را که در تمام کشورهای اسلامی روز جمعه است از روز جمعه تغيير داد. تمامی مسلمانها رسم شان هنګام ديدنی يکی ديګر مطابق سنت پيغمبر پيام اکرم صلی الله عليه وسلم با همديګر سلام عليک ميکنند. او ګفت اګر تمام مردم بايد کلاه شپو داشته باشد وطوری طوری کلاه شان بپوشانند. تمام اراکين بلند رتبه ای حکومتی که پارتی های ميګرفتند ويا شب نشينهای که ميګرفتند شاه با ملکه ثريا يکجا ميامدند. ملکه ثريا سرش لچ بود، ملکه ثرايا ګريبانش لچ بود، ملکه ثريا تنبان نميپوشيد، سر ای يک مملکت که اکثريت مطلق مردمش مسلمان است. وببينيد تمام اراکين دولتی را وادار ميساخت که اين کار را بکنند. وقتی که قاضي عبدالرحمن که ...

خبرنګار : برای مورد شما اقای کوهدامنی، کوتاه بګوئيد که شخصی بيدين بود، که نظر اقای غازي خيل را هم بګيريم. اشيای ای که اقای کوهدامنی اشاره ميکنند که اين اصلاحات نبود، بلکه بيشتر از خواندن اعمال غيراسلامی بود.
غازي خېل : بلی، اين ادعاهای استند ثبوت نيستند  ببين يعنی دريشی پوشيدن، کلاه پوشيدن اين جُرم نيستند.
مولوي عبدالصبور : همين را به زور رايج ميکردند.
غازی خيل : اين ادعای که شما داريد همين حالاً دريشی ختمی است، ...
کوهدامنی : ما خودم را دريشی پوشانيدم،
غازي خيل : اجازه بدهيد ګف ما را بشنويد.
کوهدامنی: دريشی پوشيدن تا اين که با يک کسی که ګريبان برهنه، با بدون تنبان با مجالس ميارد، تمام اراکين بلند رتبه ای حکومتی را وادار ميسازد که شما هم زنهای تان را بياريد. تا وقتی که قاضی عبدالرحمان شهيد که در مورد کشف حجاب مخالفت ميکند قاضی عبدالرحمن شهيد ...
مولوي عبدالصبور : قاضي عبدالرحمن در همين وقت قاضي ای مملکت بود.
کوهدامنی : بلی، قاضی ای مملکت بود تاييد ای که بر مورد حجاب کرد ميبرند وزير وپايش به لغت ميزند وقرآنکريم که در دست بود باز هم همين قرآن کريم باد باد ميشه اجازه بدهيد که کلمات دريشی ای خود کمکی ګستاخی کنم.
جناب حضرت مولوي صاحب بزرګي کردند که کمتر اشاره کردند. ما ميګويم دقيقاً امان الله خان کافر بود، امان الله خان به تحقير همين ثقافت وکاخ ايران ...  خبرنګار : (تشکر)
که يک کشوری که در مسير سيکولريزم سوق باشد هم ...(تشکر) اما اينکه مردم افغانستان با مردم ترکيه وايران متفاوت بودند (تشکر) وجنبش های اسلامی در افغانستان نقش داشته، شما ببينيد که يک حکومت دعويدار که سر لچ زن خود وتنبان نبودن که به مخالفت همين ارزشهای اسلامی سرش بلوا شدند.
خبرنګار : تشکر!

خبرنګار : خو، اقای عبدالصبور شما ګفتيد که ما صلاحيت سرټيفيکټ اسلام بودن به يک کس نداريم، ببينيد که شما شايد صلاحيت ازين را نداشتيد که يک کس را بيدين خطاب بکنيد.
مولوي عبدالصبور : بيدينی يک چيزی است در درون انسان. ما از دل انسان خبر نداريم. د چا له زړه نه زه خبر نه يم.
خبرنګار :اما از دل امان الله خان هم شما خبر نبوديد، که او را بيدين ميګوييد؟
مولوي عبدالصبور : يک شيبه شما باشيد، که پس توبه کشيده، درست شده، غلط شده از اين چيزها انسان خبر نداشته. خو زه چې امان الله خان ته بدعمله، فاسق، فاجر او ناکاره حکمران وايم، په دې حساب يې وايم چې هغه بې پرده ګي، بېحيايي او برهنه توب په افغانستان کې قانوناً نافذولو.

خبرنګار : اما مردم افغانستان که برای امان الله خان به چشم غازی وبانی ای ازادی ای افغانستان ميبينند، چګونه ميتوانی که توهين برای مردم افغانستان وقانون اساسي افغانستان بکنی؟
ما خبر نيستم.
خبرنګار : ما خو خبر استم. چطور از احساسات مردم خبر نيستی؟
مولوي عبدالصبور : ما خو که خبر استم مردم پس امان الله خان قيام کردند، از شينوار قيام شد،از جنوبي قيام شد.
خبرنګار : نه، در مورد استقلال افغانستان؟
مولوي عبدالصبور : در مورد استقلال افغانستان، او خو ګپ سابقه بود. ما خو کس ...
خبرنګار : استقلال افغانستان خو امان الله خان ګرفته.
مولوي عبدالصبور : او خو خوب کرده که ګرفته. ما خو سر ازين اعتراض نداريم.
خبرنګار : چطور وقتی که او استقلال افغانستان ګرفته وشما منحيث يک عالم او را بيدين خطاب ميکنی؟
مولوي عبدالصبور :
چا چې د دې وطن استقلال اخېستی ولې هغه د تنقيد نه بالاتر شو؟ هغه له انتقاد نه بالاتر شو؟ پر هغې انتقاد نه کيږي؟ ولې هغه که بې پرده ګي وبيديني رايج کوي هغه ته به موږ بد نه وايو؟ دا کوم پرنسيپ دی ؟ دا کوم اصول دي؟ که کسی که استقلال را ګرفت، خلاصه او که هر چيز ميکند من او را تاييد کنم.
خبرنګار : نه.
خبرنګار : اقای عبدالصبور، شما به عنوان عالم زير بيرق کدام کشور زنده ګي ميکنيد واستقلالش امان الله خان ګرفته وبانی ای استقلال افغانستان شما بيدين خطاب ميکنيد؟
مولوي عبدالصبور :
زه په افغانستان کې اوسېږم. رياست، سټيت دولت ته وفادار يم. د افغانستان دولت ته، سټيټ ته، رياست ته او اساسي قانون ته وفادار يم. اشخاصو ته وفادار نه يم. اشخاصو ته زه وفادار نه يم. پر اشخاصو باندې زه د انتقاد حق لرم، د يو شخص يا شهروند په حيث.

خبرنګار : اقای غازي خيل، اقای کوهدامنی ګفت واقای عبدالصبور هم. اقای کوهدامنی به الفاظ صراحت ګفت که امان الله کافر وبيدين بود.
غازي خيل :
زه نه پوهېږم مولوي صاحب ته په دې کې معلومات دی چې يو مسلمان ته بل مسلمان د کفر فتوی ورکړي هغه څنګه دی؟ او مولوي صاحب خپله ښه ټکي ته اشاره وکړه چې دی د چا له زړه نه خبر نه دی او الغيب عندالله. په دې باندې خدای پوهيږي. موږ يې بايد سليقې ته ونه ګورو چې د چا دريشي ده، د چا کالي دي او که يو څوک ګيره وي، نو هغه دې مسلمان وي. ډېر داسې خلک شته دی چې هغه به لونګۍ به وهي، خو چې ويې ګورې هغه به بيدينه وي. ښه. دا قضاوت بايد موږ ونه کړو.
ولې امان الله خان هدف دی؟
دا اولين ځل نه دی چې پر امان الله خان باندې دغسې تور لګيږي. ښاغلي پدرام هم دا خبره کړې وه او نورو خلکو هم دا کړې وه. ځکه چې امان الله خان له انګليسه ازادي اخېستې وه. د دې تر شا د چا لاس دی چې امان الله خان هر وخت هدف ګرځي؟ په دې خاطر باندې چې امان الله خان د افغانستان يو ليډر وو، د افغانستان يو غازي وو، د افغانستان د خلکو له خوا ده ته د غازي لقب ورکړل شو، او دا چې دا غزا کړې ده، ده چې دا ازادي اخېستې ده د ملايانو په اجازه يې اخېستې ده. له هغوی سره يې مشوره کړې ده. نو يو ادعاوې دي چې د داسې ادعاوو هېڅ يو ثبوت نشته، نو خلک دې ثبوت وړاندې کړي.

خبرنګار : اقای کوهدامني : شما ګفتی که کافر است، که فتوای کافر بالای مسلمان شما خودش ميدانيد وهمچنان است که اقای غازي خيل ګفتند.
کوهدامنی :
ببينيد، جهاد مردم افغانستان در مقابل انګليسها مردم افغانستان به رهبري ای رهبرهای جهادی دولت افغانستان کرده وعلمای که در آن وقت بود [مولوي عبدالصبور : در شور بازار] در آن زمان علما وبزرګهای جهاد افغانستان خيلی مشخص است. همين را امان الله خان را يا همين را ...

خبرنګار : نه، بحثی که شما ګفته که امان الله خان کافر بود، کوهدامنی : [بلی، بلی]
کوهدامني : هر کسيکه منکر فرائض ديني شود، جناب مولوي صاحب هم اينجا نشسته،

خبرنګار : ايا امان الله خان منکر فرائض دينی بود؟
بلی، با حجاب مخالفت علني داشت، روز جمعه رخصتی ايش را لغوه کرد، قرآن کريم را به لغت زد و ورقهايش پاره پاره شد، وده ها ادم را به شهادت رسيدند به جرم مسلمان بودن به شکل مشخصی قاضي عبدالرحمن شهيد ...
خبرنګار : يعنی شما همين را فتوای کفر بالای امان الله خان ميدانيد؟
کوهدامنی : ببين، هر کسی که با يک لغت از قرآن کريم مخالفت بکند کافر است. دراين هېچ شکی نيست که امان الله خان کافر نبود.
خبرنګار : همين امان الله خان با يکی از لغات قرآن کريم مخالفت نکرده شما چطور ...
کوهدامنی : مخالف حجاب بود وباورش چه بود، هر کسي که زنش با حجاب ميګردد او يک ادم متحجر است. آنها ملا ها را به بهانه ای
مولوي عبدالصبور : آن مردم را بر ضد فرضه ای ديني به جرم ميطلبيدند. شما ببينيد که مردم را به جرم ميطلبيدند.
کوهدامنی : حجاب بودن يک جرم بود در آنزمان، حتی هر کسی که معتقد بر اين باشد ...
خبرنګار : بلی.
کوهدامنی :
شما ببينيد، هر کسی که به اين معتقد است که بی حجابي پيشرفت است، ترقي است به نظر من آن يک ادم عقبمانده است خودش. علماء نشسته خودش. يک ادم است متقابل به يک نقطه ای ارزشهای دينی.
فکر کنيد که تا هنوز شما پيشتر ګفت که مردم افغانستان  چند نفری که در شهر ميګردند همين نيستند. اين افغانستان يک کشوری است که ۳۴ ولايت دارد. اکثريت مطلق مردم، مردم دهات استند، در دهات ما همين کسانی که طرفدار امان الله است همينها برايش پينشهاد ميکنم که يک نام بګيرد مثلی خانواده ای امان الله خان، همين ازادی برای مردم کابل ميګرفتند به خانواده های حاضر استند همين را ...
خبرنګار : تشکر،
کوهدامنی : من يک غرض ميکنم همين حال هم کسانی است که هنوز هم امان الله خان را تاييد ميکنند، يا سابقه ای...را دارند، يا پرچم استند، يا خلقي يا ...
خبرنګار :تشکر.
خبرنګار :ياد تان باشد اقای کوهدامنی در پاسخ تان ...
کوهدامنی : يعنی کلی همين جريانات که جريانات ضد اسلامی بودند وضد جهادی بودند وتنها ازادی ګرفته اين خو کافی نيستند.
غازي خيل : دغه تنظيمونه چې جوړ شوي اوس جوړ شوي دي. امان الله خان دغې ته يو منسوب سړی نه وو. هغه يو ازاديخواه سړی وواو دا د افغانستان ...
ښه، راځو دېته چې امان الله خان هېڅکله څوک وژلي نه دي. که د وژلو خبره شي نو استاد هم څومره خلک وژلي دي. امير حبيب الله خان چې د سقاو په بچي مشهور وو هغه هم ډېر خلک وژلي دي. مرحوم احمد شاه مسعود هم ډېر خلک وژلي دي بيا هغه کافر شو؟
خبرنګار :تشکر.

خبرنګار : بفرمائيد اقای کوهدامنی، ببينيد، وقتی که جناب غازي خيل صاحب، وقتی که او کس نکشته به کدام دليل او را غازي ميګوييد؟
غازي خيل :انګليسها را کشتند. به انګليسها جنګ کردند ...
کوهدامنی :اين مجاهدين افغانستان شما ببينيد آنها هم روسها کشتند  آنها هم دشمنان افغانستان کشتند.
غازي خيل :شما يک دفعه تاريخ را مطالعه کنيد، افغانستان ازادي از انګليس ګرفت يا از مجاهدين ګرفت؟
مجاهدين ومردم افغانستان به رهبری ای غازي امان الله خان از انګليس ګرفت، نه از مجاهدين. مجاهدين خو مردم افغانستان بودند.
ببينيد، جناب غازي خيل صاحب، در مقابل انګليسها مردم افغانستان ميجنګيدند. من ګپ شما را شنيدم. من فقط نام يک چند نفر را برايت ميګويم نام وزير اکبر خان را شنيديد، شما نام امين الله لوګری را شنيديد، شما نام ملک مشک عالم را شنيديد، شما نام محمد عالم ...  را شنيديد. آنها آن وقت رهبرهای جهاد بودند، نه امان الله خان. امان الله خان بچه ای امير حبيب الله خان بود، نواسه يې دوست محمد خان بود. از سلسله ای فاميلش خبر استم.
غازي خيل :بلی،
خبرنګار : تحت کي بود؟
کوهدامنی : مردم تحت رهبری ای علما بودند، نه امان الله خان. نه، نه، اين تاريخ خيلی مردود است. اين کاملاً مشهور است.
خبرنګار :خو، مولوي عبدالصبور، شما امير امان الله خان را متهم به بيديني کرديد واقای کوهدامنی هم به کفر. فکر نميکنی که شما از اصول دين عدول ميکنيد؟
مولوي عبدالصبور : نه، نه من از اصول دين عدول ميکنم. تاسو د افغانستان ټول علماء راجمع کړئ، ټول علماء، حکومت دې يې راجمع کړي. که زما خبرې ته علماو غلطه وويلې، نو زه ديته تيار يمه چې زه دې اعدام شم او که زما خبره ټولو علماو تاييده کړه. دا اوس زه د علمای تنسيق علمای افغانستان ميټينګ ((غونډې)) نه راووتلم او چې راوتم علمأ پاسېدل او ما ته يې دوعا وکړه او ويې وويل چې د مرګ تر حده پورې موږ له تا سره ولاړ يو او ستا دا خبره بالکل ديني وعلمي خبره ده. دا اوس ټول د افغانستان نماينده هيئت د رهبري ...

خبرنګار :اما فکر نميکنيند که يک موج از واکنشهای تندی مردم هم شما همراه خود داشتيند؟
مولوي عبدالصبور : ما خو دا خبره وکړه چې ما دا خبره د فتنې او د شر د ايجاد لپاره نه ده کړې. دا پينځه کاله يا څلور کاله چېرته زړه خبره ده او د يو سوال په ځواب کې ضمناً شوې وه. خو زه په خپله خبره باندې پښېمانه هم نه يم. امان الله دلته د بيدينۍ او د سيکولرېزم او د لا دينيت رمز دی. علماو ته په کار دي چې دا بُت مات کړي. او امان الله خان ته چې کوم وخت کې خلکو غازي ويلو هغه د اروپا له سفر نه مخکې وو.
خبرنګار : يعنی شما هم به مردم ميګويد که اين بُت شکسته شود؟
مولوي عبدالصبور : يک دفعه ګوش شود. امان الله د اروپا د سفر نه مخکې به خلکو ته د غازي او د څه شي او څه شي خطابونه کړي وو، ډېرو خلکو ته خلکو خطابونه ورکړي دي، [تشکر] د اروپا د سفر نه پس څنګه هغه په يو لوی جلوس له کابل نه وشړل شو. هغه د ملت حمايت له لاسه اخېستی وو.
زه نه پوهېږم چې ده ته د غازي خطاب بيا وروسته چا ورکړی دی؟ او بيا ده سمبول چا جوړ کړی دی؟ دا د سيکولرانو سمبول دی. دا د ليبرالانو سمبول دی. دا د ازاديخواهانو سمبول دی. د افغانستان د علماو، مجاهدينو د صلحاو او د فقهاو او محدثينو لپاره يوه منفوره څيره ده.

خبرنګار : خو، اقای غازي خيل، همچنان که اقای مولوي عبدالصبور ګفت که اين بُت بايد شکسته شود، خيلی کوتاه.
غازي خيل :ښه، په ټول په احترام زه د دوی له نظر سره مخالف يم. ټول خلک چې دي يو ملي رهبران لري. دوی ليډران لري. تاسو وګورئ پاکستان يو اسلامي هېواد دی. قائد اعظم هلته د دوی قائد دی. د دوی مشر دی، ولې په داسې وخت کې چې د هغه پر مسلمانۍ باندې هم ځينې کسان شک لري، حتی تر دې پورې ويل کيږي چې هغه په اردو هم نه پوهېده، مګر هغوی نن يې په پيسو کې د هغه عکس چاپوي، څومره احترام ورته لري. د درناوي سر ورته ټيټوي، خو نن داسې يو چا ته چې هغه موږ ته ازادي اخېستې، له انګليسه يې اخېستې ده. د امان الله خان سپکاوی کول د افغانستان د ولس سپکاوی دی. دوی ورسره په ازادۍ کې وو او ټولې پرېکړې يې چې کړي دي د ولس په خوښه باندې يې کړي دي. په دې کې د هغه څه ګناه ده؟

خبرنګار :  خو، اقای کوهدامنی ميګويد که جهاد امان الله خان نه کرده، بلکی مردم افغانستان کرده.
مولوي عبدالصبور :...
غازي خيل :امان الله خان نه غوښتل چې خپل ملت ووژني. هغه نه غوښتل چې يو کس دې ووژل شي.
مولوي عبدالصبور :علماء يې وژلي. قاضي عبدالرحمن يې وژلی. قاضي عبدالحی پنجشيری يې وژلی.
غازي خيل :دا په خپل مرګ مړه شوي دي.
مولوي عبدالصبور : علما يې زير باران کړي دي. ګوره دا تاريخ څه وايی؟ علما يې وژلي، خلک يې وژلي دي. وس يې نه کېده. ملت يې په مقابل کې ودرېده.
غازي خيل : ښه، ګورئ، اوس دغه ناحق شو.

خبرنګار :اقای عبدالصبور : اجازه بدهيد! پيشتر شما به اين باور داشتيد که استقلال افغانستان امان الله خان ګرفته واکنون ميګوييد که ...
مولوي عبدالصبور :در اين ګپ استقلال من ګپ نزديم. ما ګفتم در استقلال يک رهبر سمبوليک بود، ليکن قرباني خو از قوم بود، خود را ...
خبرنګار : رهبري ای همين استقلال همو کرده يا قوم ؟
مولوي عبدالصبور :او برادر اينجا بسيار مردم لقب ها را ميګيرد حتی رئيس جمهور.
خبرنګار :در آن زمان همين قوم را کی رهبري ميکردند؟
مولوي عبدالصبور :رهبري خو يک چيز است که يک نفر ميکند که ؟؟؟
خبرنګار : ...
مولوي عبدالصبور :در کله ګي خو رهبري همين امان الله خان ميکردند.
غازي خيل : ...
خبرنګار : از اين خو معلوم ميشود که رهبر کله ګي همين امان الله خان بود.
مولوي عبدالصبور : ته ګوره، ته زما له خولې نه خبرې مه وباسه!
خبرنګار :من همين را ميخواستم که رهبر کله ګي امان الله خان را ميدانستيد يا نه؟
مولوي عبدالصبور : ما ميدانم، ولی ما ميګويم که ...
خبرنګار :خو، مورد بيديني اش چه است؟
... غلط ميشه، خطا ميشه. از راه خدا مينګردد، منحرف ميشه وبيديني واين فساد را ترويج ميته، بايد ما انتقاد نکنيم، چرا که در يک وقت رهبري ای جهاد کرده اند وهمين مردم که از امان الله خان دفاع ميکنند. همين مردم با استاد سياف دو مېزنند، مسعود دو ميزنند، به رباني دو ميزنند، [تشکر]، [او بچه باش!] به حکمتيار دو ميزنند، به ملا عمر دو ميزنند. همين کل شان در مقابل روس جهاد کرده. ولی ما انتقاد نکنيم؟
خبرنګار :خو، ميايم به اقای غازي خيل ....
کوهدامنی : ببينيد، انسانها معصوم نيستند. شما مطابق باور ديني ای ما به اين باور استيد که پيام اکرم صلی الله عليه وسلم را محکوم بوده. هر کسی ديګر ميکند که مرتکب خطا واشتباه شود وحتی مرتد شود، ما وشما در تاريخ از اين ګپ ها زياد بوديم. يکی از همين کمونستهای افغانستان که پيش ميشه که دو به روسها بزنند. همه ازينها از خانواده های مسلمان بودند ببرک کارمل، ډاکټر نجيب ديګه اش ديګه ايش هد کدام ازين ..
امان الله خان در اين شکی نيست که شهروند افغانستان بود.
خبرنګار :در مورد قتل های که اکنون صورت ګرفته که اقای غازي خيل اشاره ای داشت.
کوهدامنی :ببينيد، قتل يک موضوع ستيزه جويي است. ببين قتل و/تا دين ستيزي فرق ميکند.
مولوي عبدالصبور :ما ايرا جواب ميدهيم. ما ميدانم، اين حق ما است.
کوهدامنی : بلی، يکی ای است که يک انسان يک کسی را قتل ميکند که اين ګناه است.ويکی انسان از دين خطا ميکند که اين خطرناک است.
خبرنګار : اقای غازي خيل شما ګپ مولوي صاحب را چه جواب ميدهيد؟
غازي خيل :امان الله خان په دې خاطر هېڅوک نه دي وژلي چې هغه دې مسلمان وي. هېڅ ثبوت نشته.
مولوي عبدالصبور : ما ميفهمم.
غازي خيل : دا خو يو ادعا ده. ثبوت دې وښيئ، اسناد دې وښيئ. داهسې يو ادعا ده. داسې څه ثبوت نشته چې امان الله خان دې څوک وژلي وي.

په درنښت
سيد حسين پاچا

https://www.facebook.com/AfghanTrendSetter/videos/924709900916306/

نوټ : ان شاءالله زه به د دوی پر دغو څرګندونو په نورو ليکنو کې شننه وکړم. د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې به يې غوږونه خلاص کړم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery