مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلوګر والي ته د يو ليسانس بيکاره او بې واسطې ځوان سرخلاصی لیک


 د لوګر والي صیب زه داسې يو ځوان يم چې يو کال مخکې مې تر لوړو زده کړو وروسته له پوهنتون څخه د فراغت سند تر لاسه کړ له فراغت بیا تر ننه هره ورځ يو بست ته خپله سي وي ورکوم، نه پخواني والي مقرر کړم نه هم ته غواړې ما مقرر کړې، ته چې لوګر ته راغلې په سر کې دې د خپلو کسانو مقررول پيل کړل، وياند، سکرتر، د دفتر مسول او...... تر ننه دې دا لړۍ روانه ساتلې هر سړي ته د دسيسې په فکر کې يي خو مخکې له مخکې دې کس هم ورته پيداکړی وي، که ستا خپلوان څوک په څرخ کې وتښتوي دستي دلته پرې سپين ږيري بنديان کوې، که دې څوک خپل ته کار ورنکړي دستي يي له پکتيا راولې او په لوګر کې د تلويزيون آمريت ورکوې، يو چاته مې په دې اړه وويل هغه رانه ستا سخته دفاع وکړه او ويل يي چې فدايي صیب تر شپږم بست پورته د چا د مقررولو حق نلري نو ما يي ځواب ډير لنډ ورکړ چې آیا د وياند، سکرتر او دفتر د رئيس بستونه هم شپږم يا اووم دي او که داسې وي نو موږ ولې په دې بستونو نه مقرريږو؟
 والي صیب زه پوهيږم چې زه به ستا تر دې شته ډلې څو بدګڼې و هغه دا چې یو شونې ده ستا په خوی بوی پوی نه يم او بل دا چې واسطه به نلرم يا به ته خپله راتلونکې په ما کې نه وينې ځکه خبر يم چې په کوټه سنګي کې دې مارکيټ نيمه کاره پاتې دی،کور او د زامنو د فيس لګښتونه دې هم ډير دي، له خلکو سره دې هم ځينې ژمنې کړي دي، د پیسو دومره مينه وال يي چې وايي په وردګو کې دې چیرته درې دیواله په شپږ نيم لکه افغانۍ جوړ کړي وو او د مڼو په هر پاکټ کې دې هم پنځه افغانۍ کميشن اخيست خو وردګ دې شکر وباسي که تا لوټل دوی فاروق وردګ، کريم خرم او... غوندې مشران هم لرل خو وای زموږ پر حال د نړۍ دوهم مفکر او د افغانستان ولسمشر خپل ټاټوبي او ولايت ته کميشن کار او داسې څوک رالیږلی دی چې په سي وي کې يي د کرزي د وخت د غلاوو تجربه له ورايه ښکاري او ان تر دې چې د همدې مفکر په کمپاين کې نورو له جيبه لګولې خو فدايي پکې د څارونکي او... پيسې هم جيب ته کړې خو بیا هم يو لوري ته بخت او بل لوري ته تخت ورسره دی او داده د مفکر د ټاټوبي والي شو او نن به دې همدې مفکر په ټاټوبي کې خپلې نيمه کاره پاتې پروژې هم بشپړې کړي. خو والي صیب زه بیا تر تا ډير ښه يم تحصيل مې په حلالو پيسو کړی، تر اوسه مې نه غلا کړې نه يي هوډ لرم، زما بچيان لکه ستا علي او ابوبکر نه حرامو منيو پيدا دي او نه په کور کې په دسترخوان کې ورته د مظلوم ولس غوښې پرتې دي، نه د مارکيټ لېوال يم نه هم ستا په څير د مزو او چړچو خو يوازې او يوازې د يوې ګولې حلالې روزي په خاطر کوښښ کوم هڅه وکړم، بل دا چې يو لوري ته د لوګر يم، بل لوري ته ليسانس يم او بل لوري ته هم ددې وطن يم که ماته څوک په بل ولايت کې يا کار نه راکوي يا مې په دولت معاش په لرې ولايت کې ګذاره نه کيږي ته ولې رانه دا حق اخلي؟
 آيا والي صیب تا کله له ځان سره دا فکر کړی دی چې ته څه کوې؟ زه پوهيږم چې ته په اسلام هم تر ما ډير ښه پوهيږې، زه باوري يم چې ستا قلم د يو خوار او يو کال بيکاره فارغ له قلمه ډير تيز دی، منم چې تر ما به دې پلويان، مينه وال، چاپړوسان، په خلاطونو روږدي،يو څه ته په تمه او يا په ګټو وټو شريکان ډير وي، زما لیک به ډيرو ته تريخ تمام شي خو زه اړ یم، زه ناهيلی يم، زه مجبور يم، زه هم کور، هيلې، راتلونکې او غرور لرم. له پرون را هیسې دوو کارونو ته اړ شوی يم، يو دا چې له ليسانس سند سره يو ځای يوه کراچۍ واخلم د ولايت مخې ته ټوله ورځ په مراجعینو باندې سګرټ، بسکيټ او... وپلورم او يا دا چې چيرې ملي اردو يا پولیسو ته ولاړشم خو کاش زه داسې پوی وی چې زه به د يو افغان او ليسانس په توګه په يو کال کې چيرې يو عادي مامور هم مقرر نشم لږ تر لږه خو به مې معده د ليلي په خرابه ډوډۍ نه زخم کوله له هم هغه وخته به ملي اردو ته تلی وی تر اوسه به یا مړ وی يا هم موړ او يا هم که مې چيرې تر اوسه کراچۍ چلولې وی لږ تر لږه خو به مې يو څو روپۍ حلاله روزي پيدا کړې وی.
والي صیب!
تا چې لوګر ته هرڅوک را وستي دي زما د ګران وطن وګړي دي حق لري چې کار وکړي خو زه تر دوی ډير مجبور يم دوی دې لږ تر لږه په میدان وردګو کې د راج چلونې ،ډالري او امتيازي معاشونو مزې څکلي دي تر دې مخکې ځينې درسره او د ځينو نورو وروڼه يا وریرونه درسره مقرر وو،خو ما نه په تیر کې کوم معاش اخیستی دی او نه مې هم اوس ورته تمه شته، زه چې هره ورځ کور ته ځم مورکۍ مې راته وايي چې زويه څه دې وکړل؟ زما ځواب ورته هره ورځ همدا وي: مورې نه واسطه لرم نه هم چيرې د زړه سوي مشر چې وظيفه راکړي بس ځم له خیره سره کومې خوا ته.
والي صیب ستا وياند، ستا سکرتر،ستا له لوري د وکيل، ولايتي شورا د غړي او مخور ټول لګول شويو کسانو نورې دندې هم درلودې زه به يي بیلګې درکړم: مقصود عزيزي اوس اوس په ولايتي شورا کې مقرر شوی دی خو ګوره والي صیب هغه په پژواک خبري آژانس کې تیاره دنده لري که له دوی سره انصاف نشته تاسو خو زموږ ټولو مشر ياست تاسو خو دلته د نړۍ د دوهم مفکر اشرف غني استازيتوب کوی تاسو ولې انصاف نه کوی، که د عدالت عبدالرحيمزي ورور په سولې شورا کې مقرروې نو ولې ما غوندې له کلونو را هیسې بيکاره، بې واسطې او بې زرو ځوان نه مقرروې، سوله خو تر عدالته زما په څير بې پرې او ايمانداره انسانان ښه راوستی شي ځکه عدالت طرف دی خو نه زه طرف يم او نه مې هم پلار طرف دی، که چيرې نورزی نومی کندهاری خپل سکرتر ټاکې په داسې حال کې چې تر دې مخکې د فواييد عامې په وزارت کې رسمي مقرر وو ولې ما رنګي در په در او خاورې په سر ځوانان نه مقرروې، که چيرې د خپل پخواني وياند ادم خان سیرت ورور سليم صالح خپل وياند ټاکې ولې په لوګر کې يو بل ځوان نه ټاکې آيا په لوګر کې لوستي ځوانان نشته، سيرت خو ښه دی چې له تا لاړ د ټاکنو کميسيون ډالرې ور سر شوې او چې له هغه ځايه يي د ميږو او غواوو په کيسو کې يي تاوان وکړ نو داده د ضياالحق امرخيل له دفتره د سوداګر، قاچاقبر او شتمن خلاطونه ور روان دي ،همداسې که چيرته دې خپل ورور خالد فدايي ته قراردادونه ورکوې ولې يي يو لوګري ته نه ورکوې چې ما رنګي ورسره کار وکړي او لږ تر لږه وچه ډوډۍ خو په ماړه نس پيدا کړو.
والي صیب!
خدای عادل ذات دی، زه باوري يم چې الله به ماته انصاف راکوي، زه عذر درته نکوم تر اوسه مې چې کومې خبرې درته وکړې دا يوازې ګيلې وې، زه د عذر زوی نه يم ما چې کله په نيم نس پوهنتون شروع کړ، مور په هګيو او د مستو په دوه درې سوو روپيو تر ليسانس پورې را ورسولم، پلار مې په دهقاني او بڼ کې ګوتې تڼاکې کړې او زه يي له پوهنتون څخه فارغ کړم بیا هم ژوند ته هیله من يم، ځکه پر ما ژوند فدايي يا اشرف غني نه بلکه الله لورولی دی خو افسوس په دې راځي چې ولې لوګر ته تل غل، بې سواده، عقده من، د ډلې ټپلې لرونکی او داسې خلک راځي چې ميم زرما ټول يي زما فکر لري.
والي صیب ته چې کله هم له دفتره د باندې را و وزې درسره روان ټولو ټليفونونه را ويستي وي څوک دې مستعارې ايډيانې چلوي او څوک دې انځورونه اخلي او په ټولنيزو پاڼو کې يي شريکوي او درګرده ستا صفتونه کوي، څوک دې ښه مدير بولي، څوک دې هم ښه مشر او ښه کلانتر...... خو کاش ته دا د قير سړک پر غاړه له پرتو پټيو يو ديرش متره مخکې هم تلی وی چې پته درته لګيدلې وی چې له يو سیره څو پتيرې پخيږي بس خروار ته ولاړې ولسوالۍ دې را بار کړه بل ځای ته، ازرې ته دې له خاک جبار څخه خيالي لار ور جوړه کړه، د لوګر مخور دې په يو او بل نوم تورن کړل او ټول دې له پل علم څخه بیزاره کړي، چې تاته چاپړوسي کوي هغه ښه سړی دی خو که سپينه خبره درته وکړي يا مدني شغال دی يا هم ستا په خبره سپی او ګيدړ بس نه پوهيږم پر لوګر به د الله لورينې همداسې وي ځکه په لوګر کې چې فدايي غل شو نو باوري يم که ولي او د کراماتو څيښتن هم ورته راشي نو غل به وي.
نو والي صیب تاته مې که نن ګيله په ليکلې بڼه وکړه همداسې ګيله به تر ولسمشر، ملي شورا،رسنۍ، مدني ټولنې، مخور، عالم او با نفوذه شخصيت پورې هم رسوم، ځکه زه شکر ده نه غل يم نه د غلو مل لوګر مې ولايت دی د ژوند تر څنګ د کار حق هم پکې لرم نو که دلته د ننګرهار، پکتيا، پکتيکا او.... ځوان پکې کار کولای شي زه يي باید تر دوی مخکې وکړم ځکه د دوی په ولايتونو کې دوی ته کار شته تر دې چې زما په ولايت کې د مظلوم ولس له وچو شونډو وچه ډوډۍ لوټي لاړ دې شي خپلو ولايتونو ته او هلته دې کار وکړي.
په درنښت
 بیکاره ، بې واسطې، مظلوم او د کړيدلي ولس
 يو ليسانس ځوان

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery