حديث بايد له محدثه زده شي، نه له واعظه، ځکه چې واعظ په تعليل د احاديثو نه پوهيږي
پر خلکو د کافر يا بيدينه حکم کول يو ستر دروند دنيوي واخروي مسووليت دی، ځکه خو محدثين پکې احتياط او موعظين پرې بېمسووليته وردانګي
پر پروفيسور رباني دې الله تعالی ورحميږي، په جهادي پير کې يې په بيت الله الحرام کې د سهار لمونځ ونه کړ
نوټ : زما لپاره فهيم کوهدامنی مدار د اعتبار نه دی، ځکه چې د حکم مستحق ((اهل)) نه دی. کلام پاک موږ ته له داسې خلکو د جروبحث نه د ځان ليرې ساتلو او د بښنې غوښتلو سپارښتنه کړې.
مرحوم پروفيسور استاد رباني :
مرحوم پروفيسور استاد رباني په جهادي پير کې په مکة المکرمة کې له بيت الله سره خوا هوټل کې د سهار لمونځ ونه کړ. شاوخوا نهه – نهه نيم بجې راويښ شو. مخ وخوله يې پرېمينځل او له هغه وروسته يې خپله سهارنۍ وخوړه او بس. دا هغه وخت وو چې زموږ جهادي مشران د اتحاد ((يووالي)) لپاره بيت الله وړل شوي وو.
زما ښه پر ياد دي زه د دارالعلوم هاشميه په کتابخونه کې ناست وم چې هسې د استادانو په مينځ کې زموږ د جهادي مشرانو پورې د دوی د بدبختۍ ناخوالې رايادې شوې چې له ډوډۍ خوړلو وروسته پرې د چای څښلو په وخت کې هم ډېر بحث وشو. دا خبره د سيد نور الله عماد [چې د جمعيت اسلامي د استاد رباني مرستيال وو] د خولې خبره ده چې خپل يو باوري کس ته يې کړې وه.
مولوي عبدالرحمن هراتی چې د سوات په بحرين کې اوسېده او بيا وروسته په دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک کې مدرس شو. له هغې وروسته بيا زموږ په دارالعلوم هاشميه کې مدرس شو. زموږ د لرې پښتونخوا دوه نامتو منطقي يعنې د علم فنون نامتو ملايان مولوي محمد امين او مولوي سيد قريش هم مدرسين شول او مولوي سيد يعقوب د لغمان چې په مردان کې مدرس وو. مرحوم سيد عبدالستار پاچا دوی ټول خپلې مدرسې ته په راوستي وو او مدرسه ښه په جوش کې روانه وه. کشری مولوي صاحب تره خېل، مولوي نور محمد ثاقب ((دولتزی)) د کابل د شېوه کيو د طالبان د وخت د سترې محکمې رئيس او مولوي عبدالغفور د زرمت او عرب مولوي صاحب زموږ د جلال اباد د سراچې له عربانو نه په دارالعلوم هاشميه کې مدرسين ول. مولوي نور محمد ثاقب زما هم په شرح جامي مبني او نورو کتابونو کې استاذ کيږي.
مرحوم پاچا خان هم په دغه کال د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. دغو دواړو مولوي صاحبانو به پاچا خان ته دستر مبارز او ستر مجاهد ((مجاهد کبير)) خطاب کولو او ان تر دې چې طالبانو ته به يې د هغه د درناوي توصيه کوله او ويل به يې چې تاسو بايد دی وپېژنئ چې دی څوک وو او څومره سختې او ستونزې يې د فرنګيانو له لاسه نه يوازې خپل قوم ته، بلکې دې ټولې سيمې ته يې ګاللي. کله چې پاچا خان وفات شو، نو دواړه مولوي صاحبان د دوه لاندې باندې ډکو بسونو سره د پاچا خان د جنازې د وړلو لپاره د جمرود په تخته بيګ کې له ټول روان کاروان سره يوځای شول او جلال اباد ته ولاړل او بيا بيرته له هغې مخې راغلل.
زموږ د پيښې د اچين ولسوالۍ اوسيدونکی ښاغلی مولوي شيرشاه حنفي او د طالبانو د وخت د ننګرهار والي او تنظيمه رئيس او د طالبانو د مشرتابه شوری غړی مولوي عبدالکبير هم شاګردان وو. دوی دواړه د مدرسې د خورا ډېرو تکړه او ممتازو شاګردانو له جملې څخه وو چې هر يو به بيا د مولوي صاحبانو له تدريس وروسته نورو طالبانو ته د ورکړل شوي درس تکرار کولو او طالبان به ترې راټول وو. ما په دې وخت کې په ((وفا)) کې له مرحوم پرفيسور رسول امين سره کار کولو او زلمی هېوادمل د ښاغلي کرزي د فرهنګي چارو مشاور وزير زموږ د نشرياتو مدير وو. د کابل د سروبي د وکې د کلي اوسيدونکی مولوي جلال الدين حقاني هم ناست وو او ځينې نور مشران استادان لکه مولوي تره خېل او داسې نور هم ناست ول چې دا خبره راياد شوه او استادانو پرې خواشينې وښووله چې ګوره دوی ته خلک د مجاهدينو او د مجاهدينو د مشرانو په سترګه ګوري او دومره درناوی ورته کوي، خو دوی بيا لږه تر لږه هغه قضايي هم نه کوي. د تګاب د مشهور شيخ المشايخ مياګل صاحب زوی حاجي آغا هم راغلی وو.
پاتې دې نه وي چې کشری مولوي صاحب تره خېل چې د مولانا نصيرالدين غرغشتوي او د مولوي حبيب الله د مارتون چې په مارتون مولوي صاحب باندې مشهور له پياوړو شاګردانو څخه وو. د مولانا تقي عثماني، مولانا محمد شفيع او د مولانا عبدالله درخواستي له شاګردانو نه هم کېده. مولوي صاحب تره خېل بيا زما او هم مې د استاذ استاذ کيږي له خپل مشر ورور مولوي تره خېل سره چې دواړه وروڼه په شيخ الحديث باندې مشهوره ول له خپل مشر ورور سره د حزب وجمعيت پر سر د مړي و ژوندي شکولې وه او تګ وراتګ يې ورسره پرېښی وو او دا خلک يې نه خوښېدل او د دوی راتلونکې يې د هېواد لپاره ګټه وره نه بلله. ان تر دې چې کشری زوی يې مړ شو او مړي يې ته خپل ورور راونه غوښت چې بيا وروسته زموږ د مرحوم سيد عبدالستار پاچا په منځګړيتوب سوله وشوه. پاچا صاحب د دواړو شاګرد وو او په تفسير، صرف ونحو، صرفمير او ترکيب ځنځيري کې زما استاد هم وو.
له حديث نه روښانه ده چې هلته يو لمونځ يو پر يو لک ثواب لري او په مدينة المنورة او مسجد الأقصی کې بيا يو لمونځ يو پر پنځوس زره ثواب لري، خو له دوی بيا په هغه ځای کې هم ناغېړي شوې وه.
زه پرې حکم نه شم کولی، بس الله تعالی دې پرې ورحميږي. کېدای شي چې لمونځ يې کړی وي او د لمانځه وروسته اوده شوی وي، خو ما دغسې اورېدلي وو، هسې مې له تاسو او لوستونکيو سره شريک کړل. والله اعلم. ښه خبره نه ده چې له سړي نه په بيت الله الحرام کې د سهار لمونځ ترک شي. تاسو ته پته ده چې څوک د سهار وماسخوتن لمونځ په جماعت اداء کړي، نو هغه د الله تعالی په ذمه ((ذمة الله)) کې وي. په بله مانا هغه د الله تعالی په تضمين وحفاظت کې وي.
ښه مولوي صاحب،
که تاسو ته راشم چې امان الله خان لومړنی پاچا وو چې ږيره يې وخرييله او خلک يې بيدينۍ ته هڅول. که دا درسره ومنو، نو امان الله خان و رباني دواړه اوس زموږ ترمينځ نشته، نو استاد خو ږيره هم درلوده، نو ولې يې د سهار لمونځ په مکه مکرمه کې له بيت الله سره نژدې په څنګ هوټل کې ونه کړ؟
دا به ستونزمنه وي چې ووايو چې امان الله خان دې څوک له لمانځه نه منعه کړي وي. اګر چې هغه خو په فزيکي لحاظ اوس نشته او نه يې روح څوک له لمانځه نه منعه کولی شي، خو شيطان هر وخت دا کار کولی شی او دا يې له لاسه پوره دي چې يو څوک له سمې لارې منحرف کړي. الا ما شاء الله.
*** *** ***
اوس به راشم اصل موضوع ته، دا چې تاسو ويلي او د غازيخېل د ځواب په باره کې مو د فهيم کوهدامني پرځای خپله ځواب ته رادانګلي چې دا زما حق دی او زه ورته ځواب وايم.
[[خبرنګار :در مورد قتل های که اکنون صورت ګرفته که اقای غازي خيل اشاره ای داشت.]]
[[کوهدامنی :ببينيد، قتل يک موضوع ستيزه جويي است. ببين قتل و/تا دين ستيزي فرق ميکند.]]
[[خبرنګار : اقای غازي خيل شما ګپ مولوي صاحب را چه جواب ميدهيد؟]]
[[غازي خيل :امان الله خان په دې خاطر هېڅوک نه دي وژلي چې هغه دې مسلمان وي. هېڅ ثبوت نشته.]]
[[مولوي عبدالصبور :ما ايرا جواب ميدهيم. ما ميدانم، اين حق ما است.]]
[[کوهدامنی : بلی، يکی ای است که يک انسان يک کسی را قتل ميکند که اين ګناه است.ويکی انسان از دين خطا ميکند که اين خطرناک است.]]
ښه مولوي صاحب،
که تاسو وپوښتل شي چې تاسو دا تنظيمي شخړې څنګه توجيه کوئ؟ دا خو فردي شخړې نه، بلکې ګروپي و حزبي يا تنظيمې شخړې دي چې په دسته جمعي يا په ټولي توګه يوه جبهه د بلې په مقابل کې، يوه ډله د بلې ډلې په مقابل کې، يوه حزب يا تنظيم د بل حزب يا تنظيم په مقابل کې د تعصب له نګانه د ژبې، سمت، قوم او هم له شعوري ومذهبي لحاظه يو د بل په مقابل کې د همدې حزبي وتنظيمي وګروپي وجبهه يې مشرانو په لارښوونه ان د بهرنيو څارګرو ادارو په لارښوونه جنګيدلي، نو دېته څنګه ته د يو انسان يا فردي ګناه بڼه ورکوې؟
له جهادي پيره راواخله د مجاهدينو تر حکومت او ان تر ننه پورې دا فردي قتلونه ((وژنې)) دنه دي، بلکې په لوی لاس هم پخپله او هم د نورو ګاونډيو او بهرنيو نړيوالو قوتونو په لاسوهنه او نغوته دا جنګونه او هدفي وژنې شوي چې دا د يو انسان د بل انسان په وژنه يا بله مانا فردي قتل کې نه راځي، بلکې اجتماعي قتلونه دي. ستاسو له انده لکه چې دا ولس احمق دی او تاسو دانا ياست، که څنګه؟
د بېلګې په توګه :
کله چې روسان ووتل، امريکا د مجاهدينو او نه يې د حکومت جوړونې دومره مخالفه نه وه، بلکې جنرال اختر عبدالرحمان ورته وويل چې : ((تاسو نور کار مه لرئ. موږ پوه شه او دوی))، نو هماغه وو چې امريکا بيا زموږ د مجاهدينو له ملاتړه لاس واخېست او افغانستان يې هېر يا شا ته کړ.
جنرال ضياءالحق به ويل چې :
د افغانستان مساله بايد داسې عيار يا وساتل شي لکه جوش شوې اوبه چې خوټيږي چې تاو يې وي او سړښت يې نه وي. په بله مانا يعنې د افغانستان ستونزه بايد درد ولري، خو رغښت ونه لري. دا ډول قصد وعناد د يو مسلمان له شان سره نه ښايي. دا چې نن ورته ځينې ځينې لروبر اسلامپال د شهيد جهاد افغانستان لقب ورکوي، نو دا به د دې خاورې د ټولو تبعه وو په حق کې زياتی وي. د مرد حق و مرد مؤمن لقبونه او د يو مجاهد ملت سره پټه و ښکاره دښمني سره په ټکر کې دي. موږ څنګه چا ته د شهيد جهاد افغانستان لقب ورکړو چې ګران هېواد افغانستان او افغانان يې په لوی لاس په ستونزو کې راښکېلول. زموږ يو سرتنبه ځوانکی جهادي مشر يې په داسې اسانه دوکه کړ لکه ماشوم ته چې څوک خواږه په لاس کې ورکړي او پر سر يې ورته لاس راښکي او نور ترې خپل مطلب وکړي.
ښه مولوي صاحب،
له موږه زموږ خپله خپلواکي او سياسي واک په ډېره ساده توګه واخېستل شو چې لا پاکستان تر ننه هماغه خوبونه ويني او زموږ د سولې خبرې په يوه او بله پلمه سبوتاژوي. هم مو سولې ته رابولي او هم د سبوتاژ هڅې کوي چې دا نن د پاچا خان پر پوهنتون بايد بريد يې تازه بېلګه ده.. دا ځل يې د اسلامپالو پرځای د لرې پښتونخوا ملتپاله مشران راجرګه کړل، خو ښه شوه چې د سولې خبرو په جريان کې يې د باچا خان پر پوهنتون باندې بريد له مخکې نه يوه پلان شوې دسيسه وه چې په دې پلمه يې غوښتل لروبرو خپل پښتانه وروڼه يو د بل په مقابل کې وجنګوي او په دې پلمه خپلې ناولې موخې ته ورسيږي، خو په دې هم بريالي نه شول.
ښه مولوي صاحب،
دا چې تاسو ته به هم پته وي چې زموږ د سولې هڅې درې ځلې د خپلو مسلمانو سُني وشيعه ګاونډيو له لاسه سبوتاژ شوې.
لومړی زموږ د جهاديانو يعنې مجاهدينو په وخت کې د حزب اسلامي د مشر په وسيله د خپل ختيځ ګاونډي له لاسه د ((شهيد جهاد افغانستان)) په لمسونه سبوتاژ شوې.
دويم بيا زموږ د جهاديانو يعنې تش په نامه مجاهدينو يا په بله مانا د ماويستانو، ستميانو، جمعتيانو او کارمليانو له لاسه د لويديځ ګاونډي د داسې چا له خوا سبوتاژ شوې چې د ((لا شرقية – لا غربية)) نارو سورو يې ټوله نړۍ په سر اخېستې وه، خو بالاخره هماغو بيا روسانو ته خپل سرونه ټيټ کړل او نن هغه دی چې هم له غرب سره پالي او هم يې له شرق سره پالي. ان تر دې چې د طالبانو په راپرزونه کې همدې لويديځ ګاونډي برخه لرله او د هغوی د نظامي اهدافو ټولې نقشې او کورديناتونه يې ورته ورکړل چې هماغه وو چې د طالبانو لومړۍ ليکه يې ماته او ورپسې يې واخېستل.
درېيم بيا زموږ طالبانو له لاسه د ختيځ ګاونډي په لمسونه چې ښاغلي بُش له مشرفه غوښتي وو چې طالبان دېته قانع کړي چې اسامه وروسپاري او مشرف ورته د هغه د سپارلو سينه وهلې وه او له بل لورې يې بيا جنرال محمود ته ويلي وو چې طالبان له دې غوښتنې منکر کړي. جنرال محمود چې کندهار تللی وو، نو طالبان يې له د هغه له سپارلو منکر کړل. دا داسې يو دام وو چې طالبان يې هم پر امريکا وځپل او هم يې پخپله او هم يې د خپل لاس لاندې ذليل ومختاج وساتل. برناحقه يوه نيمه لسيزه خپل تپل شوې جګړه يې راباندې له سياسته ناپوه څڼورو طالبانو په نوم راوتپله تر څو مو دېته روادار کړي چې د دوی ټولې ناروا غوښتنو ته غاړه کښېږدو او هم مو داخلي وبهرنۍ پاليسي وخپلواکي کنترول او هم مو ودې وپرمختګ پرېنږدي او هم مو د يوې ښې اردو له لرلو او هم له زده کړې نه مو خلاص کړي
د مولوي عبدالسلام ضعيف د خولې خبره ده چې د مرموز يا پټ پاکستان ((Secret Pakistan)) په يو مستند راپور يا فيلم کې کړې چې :
((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکا ته بل څه)).
د مولوي صاحب د خولې خبره ده چې د طالبانو د راپرځولو وروسته يوه ورځ ورته جنرال محمود تيلېفون وکړ چې غواړم له تا سره له نژدېنه ووينم. ما ته يې وويل چې ((تاسو مه خفه کيږئ. موږ له تاسو سره مخکې هم په جهاد کې وو، بيا به هم يو)) او له بل لورې بيا د امريکا د يو متحد په توګه له هغوی سره ولاړ وو او د همدوی په ځپنه کې يې ورته خپلې هوايي، بحري او زمکنۍ لارې ټول په واک کې ورکړي وو. دا فردي ورکړه نه ده، بلکې دولتي وحکومتي ورکړه ده او مشرف د خپل هېواد په استازيتوب دا کار کړی دی.
ښه مولوي صاحب،
که له تاسو وپوښتل شي چې تاسو امان الله خان په دې ملامتوۍ چې خلک يې له دينه خطا کول، نو دا يوه محضې ((تشه)) ادعا ده چې سياسي وعنادي انګېزه لري، خو دې تېروتنو او خطا کولو ته څه وايی؟ دا ډول تېروتنې او خطا کونې څنګه توجيه کوئ؟
مولوي صاحب،
غواړم چې ماغزه دې درخلاص کړم. د قتل مساله عادي خبره نه ده. تاسو ته پته ده چې په دې کې څلور مواعيد ذکر دي چې : تل جهنم (۱)، غضب يا قهر (۲)، لعنت يا د الله تعالی له رحمته لرېوالی (۳) او سخته دردناکه سزا (۴) چې دا څلور مواعيد بيا د جمعې ورځې په رسمي کونه کې نشته.
مولوي صاحب،
تاسو ته پته ده چې د مکې مشرکانو کله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژلو لپاره راټول شوي وو او د هغه مبارک د وژلو په باره کې هر چا خپل خپل وړانديز کولو او شيطان ((ابليس)) هم هلته ناست او د دوی وړانديزونو ته يې غوږ نيولی وو. بالاخره پرېکړه په دې وشوه چې د عربو له هرې قبيلې نه به خلک راځي او پر هغه ((مبارک)) باندې د تورې ګوزارونه کوي. اګر چې مفسرين دا وايی چې شيطان ((ابليس)) د سراقه بن مالک په بڼه د بني کنانه قبيلې په استازيتوب راغلی وو، خو قرآن ښکاره وايی چې ((واذ زين لهم الشيطان اعمالهم ...)) دوی يې ولمسول چې تاسو به بريالي کيږئ او هېڅوک ستاسو مخه نشي نيولی. ان تر دې چې سيد قطب هم همدې د ((واذ زين لهم الشيطان اعمالهم )) قول رااخېستی.
مولوي صاحب،
تاسو له جهادي پيره تر دې دمه دغه د اسلام په نوم تپل شوې جګړه چې پخوا د مجاهدينو، بيا د طالبانو او اوس بيا د داعشيانو په نوم جنګونه چې شا ته يې ناولې سياسي، اقتصادي وستراتيژيکې موخې پرتې دي چې بلهاريان يې لروبر پښتانه او په مجموع کې ټول افغانان دي، خو ګټه يې د نورو ده تاسو څنګه توجيه کوئ؟
مولوي صاحب،
تاسو ته به پته وي چې جنرال حميد ګل ويلي وو چې ((درست ده چې جنګ به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې ټوله زما وه)). بيا وايی چې حکمتيار وحقاني زما غوندې سوچه پاکستانيان دي. اګر چې زما وطندار قريب الرحمن سعيد صاحب پرې ليکنه وکړه چې په رسنيو کې خپره شوې ده، ولې موږ لا تراوسه د دواړو له لورې کوم غبرګون وانه ورېده. ښاغلی حکمتيار خو ژوندی دی، خو حقاني له نړۍ کوچېدلی دی، خو ورثه وو يې هم غبرګون ونه ښووه.
مولوي صاحب،
تاسو چې کوم کتابونه مخې ته اچولي دي، تاسو خو يوځل د نورو کتابونه هم وګورئ او مطالعه يې کړئ چې پوه شئ. د ډګروال يوسف، احمد رشيد، زرملوال او د نورو کتابونه هم وګورئ چې سترګې مو وغوړيږي. ډګروال يوسف هغه څوک دی چې زموږ په دغه ټول جهادي مسير کې د اختر عبدالرحمن د لاس لاندې سړی تېر شوی او د هغه ټول اسرار ورسره خوندي دي. ته خو به لا د ډاکټر حسن کاکړ او د نورو خبره کوې، خو ولې چې سړی د ډګروال يوسف کتابونه ولولي، نو سړي ته دا پوښتنه پيدا کيږي چې موږ څنګه د خپل هېواد ورانولو ته او د خپل ولس وژلو ته جهاد وايو. درست ده چې روسان راغلل چې دا يې يو اړخ د قضيه دی، خو بل لور ته زموږ شا ته څوک ول او څنګه زموږ د جهاد لارښوونه د نورو په لاس کې وه. که نه وه، نو بيا ولې جنرال حميد ګل د دې جګړې د لارښوونې امتياز د ځان ګڼي؟
دلته خو حقوقي وشرعي واسلامي پوښتنه راپيدا کيږي چې ولې زموږ د يو ګاونډي هېواد د استخباراتو ((څارګرې ادارې)) مشر زموږ د دې روانې جګړې مشري ولارښوونه کوله؟
که دلته د بهرنيو د راتګ مساله وه، نو بيا خو کشمير چې دوی يې د ځان حق بولي، هم بهرنيو اشغال کړی دی، نو بيا ولې هلته داسې په زغرده د جهاد فتوی نه سپورټ کېدله؟
هغه حکمتيار چې جنرال حميد ګل د ځان غوندې يوه سوچه پاکستانی ګڼلو، ولې له رسنيو نه پټ دی؟ ولې رسنيو ته لاسرسی نه لري؟
ښه مولوي صاحب،
ښاغلی زلمی خيلزاد له امريکا غږ سره د مرکې د يوې پوښتنې په ځواب کې داسې وايی :
پوښتنه :
بښنه غواړم، بيرته دې پوښتنې ته ورشم چې دا بُعد يې راته تشريح کړئ چې تاسو يې سوله اصلي علت ګڼئ، [هو]. ولې سوله د دې هېوادونو په کومک نه شي تامين کېدلی؟ يو؛ دويم دا چې د افغانستان له نظره پاکستان د دغې ناامنۍ اصلي عامل دی چې کولی شي سوله کې کومک وکړي. ولې پاکستان بالاخره څه غواړي؟ ولې نه شي کولی يا نه غواړي چې دلته سوله راشي؟
دا يې هغه حياتي سوال همدا دی چې د پاکستان هدف څه دی؟ څه غواړي؟ ما پخپله له مشرف سره بحث درلوده په هغه وخت کې چې زه په کابل کې سفير وم [او هغه هلته ولسمشر وو]، هو. دوی رښتيا نه وايی. ممکن دوی کوم شی وغواړي چې نه شي کولی واضح ورباندې خبرې وکړي، ځکه د شرم خبرې به وي چې دوی وغواړي چې د افغانستان ځينې مناطق (سيمې) بايد زموږ د ګروپونو چې موږ د هغوی طرفدار يو، لکه د حقاني ګروپ بايد د هغه تر تصرف (ولکې) لاندې راشي. يا دا چې افغانستان بايد خپل خارجي (بهرنی) سياست بايد د اسلام اباد تر کنترول لاندې راوړي، يا دا چې افغانان دا ډيورڼد ورسره رسمي کړي. دوی نه شي کولی چې رښتيا ووايی غواړي تر هغه پورې چې د دوی اهداف څوک ومني غيرمستقيم هغه خپل جاسوسان چې په افغانستان کې دي ختماً چې د دوی لپاره هلته کار کوي په قدرت راوړي چې د هغوې له لارې نه هغه خپل اهداف مستقيم ووايی. امريکا هم اوس دېته ته متوجه شوې ده او دوی غواړي چې د پاکستان له خوا نه دا واوري چې دوی په افغانستان کې څه غواړي؟ تراوسه پورې امريکا هم نه پوهيږي چې دوی څه غواړي؟
که تاسو دا رسنۍ تعقيب کړئ، نو په ډېرو کې همدې ته ورته اشارې شوي.
ښه مولوي صاحب،
که له تاسو وپوښتل شي چې ځه امان الله خان ږيره وخريېله او خلک يې بيدينۍ ته رابلل او زلمی خليلزاد هم ږيره نه لري. له اسلامپالو او ملايانو پرته د پاکستان زياتره ملکي ونظامي مشران، د څارګرې ادارې مشران او سياستوال يو هم ږيره نه لري. مشرف يې هم نه لري، شريفين يې هم نه لري، سرتاج عزيز او داسې نور مشران يې هم نه لري. ځه په کابل کې خو په هغه وخت کې امان الله خان ږيره وخريېله او خلک يې بيدينۍ رابلل، نو پاکستان خو په هغې کې لا نه وو او نطفه يې لا هم نه وه شاربل شوې، نو بيا محمد علي جناح له کومه ږيره خريېلی راوستل شو؟ داسې ويل کيږي چې هغه د خنزير غوښه خوړله او شامپين يې څښل او لمونځ يې هم نه کولو، نو هغه ته څنګه د قايد اعظم لقب ورکړل شي؟
ښه مولوي صاحب،
که له تاسو وپوښتل شي چې له قرآني اړخه خو ((انما الخمر ...)) او ((... او لحم خنزير فانه رجس)) د دې باوجود ولې ملايان او سياستوال چوپه خوله دي او نن هغه ته له دې ټولو مسايلو برائت ورکول کيږي او پر امان الله خان باندې بيا ستاسو غوندې د ملايانو له لورې د بيدينۍ تورونه لګول کيږي، نو تاسو خپله سوچ وکړئ.
دا چې فهيم کوهدامنی د خبرنګار د پوښتنې په ځواب کې وايی چې :
((کوهدامنی : ببين، هر کسی که با يک لغت از قرآن کريم مخالفت بکند کافر است. دراين هېچ شکی نيست که امان الله خان کافر نبود)).
نو بيا دغه پورته احکام لکه چې له قرآن کريمه نه دي که څنګه؟ ولې هغه ته مسلمان او امان الله خان ته د حجاب په ليرې کولو کې د کافر وبيدينه حکم کيږي؟ نننی د کاليو فېشن خو په هېڅ يو اسلامي هېواد کې د شريعت مطابق نه دی. تاسو به ليدلي وي چې اوس خو ښځې پړونی د نارينه وو غوندې پر اوږو اچولی وي او مخکې و وروسته ترې ځوړند وي او سر يې هم ورسره لوڅ وي، نو داسې پړونی هم موږ په حجاب يا جلباب کې وشمارو. نقاب خو د فرهنګ وکلتور خبره ده. له اسلامه مخکې هم په عربو کې نقاب عام وو. په کلام پاک کې د حجاب وجلباب خبره ذکر ده چې په جلباب کې بيا د علماو ترمينځ اختلاف نظر شته. ان تر دې چې په دغه پورته ټکي کې ستاسو د فتوی يا رايې او د هغه د مطلق حکم ترمينځ ټکر دی. تاسو يې کافر نه بولئ او بيدينه يې بولۍ او هغه يې مطلق کافر بولي. تاسو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره درې احاديث راوړئ، خو هغه څه راوړي؟ چې په دې به زه ان شاءالله په راتلونکو ليکنو کې وضاحت وکړم.
ښه مولوي صاحب،
که له تاسو وپوښتل شي چې ستاسو په خبره هغه خلک بيدينۍ ته رابلل او هغه لومړنی پاچا وو چې بيديني يې رايج کړې او بيديني يې نافذوله او بې پرده ګې يې راوستله، نو تاسو بيا د شرابو څښل، د خنزير غوښه خوړل او لمونځ نه کول څنګه توجيه کوئ؟
هسې که له تاسو ملايانو نه وپوښتم چې که هلته هغه مشرتابه چې په دغو بدو اوصافو تورن دی د دې سره سره بيا هم ورته د قايد اعظم خطاب کيږي. په رښتيني قايد اعظم خو بل څوک يعنې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم دی چې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رااستول شوی، نو محمد علي جناح خو روښانه ده چې چا رااستولی او د څه موخو لپاره يې رااستولی دی؟ هيله ده چې تاسو لږ د هند تاريخ ته هم مراجعه وکړئ چې هلته د ازادي غوښتونکو چې مسلمانان وهندوان وسيکان ټول پکې وو او ټولو په شريکه د انګليس له استعماري قوته ځان خلاصولو. که تاته اګاهانه يا نااګانه پته نه وي، ولې د افغانستان د پارلمان د نوې ودانۍ د پرانيستنې د مراسمو په وخت کې ښاغلي مودي همدې ټکو ته اشاره وکړه. تاسو د پارلمان د ودانۍ د پرانيستنې په وخت کې چېرې وئ؟ که هلته نه وئ، نو لږ تر لږه به مو په تلويزيون کې ليدلي وي او يا به مو له راډيو اروېدلي وي، که نه وي، نو په ځينو رسنيو کې يې د انګليسي، پښتو او پارسي درېواړه ژبو باندې ليکنه او ژباړنې شته. مهرباني وکړئ هغه ولولئ.
په درنښت
دوام لري ....