دخپریدو نیټه : 2016-01-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د پاچاخان پر پوهنتون برید او د سولې برخلیک
سرلوڅ مرادزی
د پاچاخان پر پوهنتون له برید وروسته چې پکې یو زیات شمېر ځوان زده کوونکي او استادان شهیدان شول، شننونکي او څېړونکي په دې اند دي چې ښايي دا پېښه د سولې د روانو خبرو د شنډولو لپاره لکه د ملاعمر د وژنې پشان چې د راز په څرګندېدا يي په مري سیمه کې د سولې د پیل شویو خبرو لړۍ په ټپه ودرېده، د پاکستاني چارواکو بله ورته هڅه وي!
د پوهنتون له پېښې وروسته هغه غونډه کې چې د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف، د استخباراتو د مشر او د پوځ د ویاند جنرال عاصم باجوه په ګډون جوړه شوې وه، جنرال باجوه وویل چې ترهګر له افغانستانه د تورخم په لویلار راغلي وو او برید په افغانستان کې دننه پلان شوی وو.
پاکستان دا ادعا هم کړې چې په برید کې د ارتباط له پاره افغاني سیم کارډونه استعمال شوي، خو د پاکستان د مخابراتو ادارې ویلي چې افغان سیم کارډونه په پاکستان کې کار نه کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې چې د امریکا او چین د استازو په تضمین او ګډون ترسره کیږي د شپږ میاشتني ځنډ وروسته دوه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد او بیا په کابل کې پیل شوې.
ټاکل شوې چې د سلواغې ( دلوه) په اوولسمه يي دریمه غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي او د سولې په «لارنقشه» چې افغان حکومت چمتو کړې او تېره اوونۍ يی په کابل کې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړه، په تفصیل خبرې وشي، د سولې چاره د تشریفاتي او تشو خبرو او ژمنو له چوکاټه راووځي او د سولې په بسیا کې عملي ګامونه واخیستل شی.
افغانان چې د سولې په هغه ونډه کې چې د پاکستاني چارواکو پورې اړه لري، پرپاکستاني چارواکو بې باوره دي اواندیښنه لري، ښايی د پاچاخان پر پوهنتون برید پاکستاني استخباراتو پخپل لاس په دې لامل ترسره کړی وي چې پړه يی پر افغانستان ورواچوي او په دې پلمه، دا ځل د سولې« لارنقشه» تر نامالومه وخته برمته او یرغمل کړي!
پاکستان د سولې د خبرو د بریا او بسیا د مخنیوي لپاره، د ملا فضل الله په نوم یو سړی، له اوږد وخت راهیسې، پلمه ګرځولی دی.
له ملا فضل الله څخه، پاکستان د پیري پشان یو ناڅرګند او خارالعاده مخلوق جوړکړیدی. پاکستان کله د دې نالېدلي مخلوق په پلمه د کونړو ولایت هره دره او ولسوالي د توغندیو تر برید لاندې نیسي، کله د دې پیري پسې د کونړ ځنګلونه ته اور اچوي او کله بیا هم هغه د ننګرهار، پکتیا او پکتیکا په کلیو او بانډو کې لټوي او په پلمه يي د دې ځای ولسونه تر بمي بریدونو او چاودنو لاندې نیسي!
خو دا ځل د پوهنتون له پېښې ورورسته، د ملا فضل الله پسې د پاکستان د پروپاګنډې ژبه نوره هم اوږده شوه او غوښتنې يي زیاتې شوې.
د تاند بریښناپاڼې په وینا« د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له لارې د متحدو ایالتونو له چارواکو غوښتي چې د ملا فضل الله په وژلو یا نیولو کې مرسته وکړي. پاکستان وايي چې ملا فضل الله په افغانستان کې دی او د چارسدې د پاچان خان پوهنتون په حملې کې لاس لري.»
کېدای شي، پاکستان دا ځل د ملا فضل الله په نوم راپیل کړې ډرامه، د سولې « لار نقشې» په شنډولو کې د پلمې پتوګه وکاروي.
خو د فضل الله د غوښتلو او یا وژلو له ډرامې سره یوځای، پاکستان ځینې نورې پلمې هم زیاتې کړې او ورغبرګې کړې دي.
پاکستاني چارواکي وايی د پاکستاني طالبانو وسلواله ډله د افغانستان له خاورې کار اخلي.
«امریکايي چارواکو ته دغه راز ویل شوي چې دوی باید په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په وړاندې له جدیته کار واخلي ځکه چې د افغانستان حکومت د هند تر اغېز لاندې دی.»
بلخوا په پېښور کې محلي حکومت چې د وخت قیوم خان(۱) ، یانې د عمران خان د ګوند غړی، پرویز خټک يي مشر دی، په پښتونستان( پښتونخوا) کې افغان کډوالو ته په قهر دی چې باید له دې خاورې ووځي او افغانستان ته ولاړ شی. په دې توګه پرویز خټک په ناپوهۍ او یا په لویلاس دښمنۍ غواړی، د پاچاخان پر پوهنتون برید له افغان کډوالو سره وتړي.
د پاکستان مرکزي حکومت دا خبره هم اوچتوي چې دوی د ډیورنډ پر کرښه یو لک اتیا زره پوځ اچولی خو بیا هم پرکرښه د تګ راتګ مخه نه شي نیولای او باید د تګ راتګ لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پاسپورټ وکارول شي.
په دې ټولو پلمو او پروپاګنډه کې پاکستان د نورو غوښتنو تر څنګ، غواړی په لاندې درې څلور موخو تم شي او پر هغو ټینګار وکړي.
ــ د پاچاخان پر پوهنتون برید، د ډیورند کرښې په بره غاړه پر افغانانو وروتپي، چې دې خونړي برید کې ISI خپل پل ورک کړي او بلخوا کوز او بر افغانان خپلو منځو کې یو پر بل بې اعتماده کړي
خو یاسمین نګارخان چې د پاچاخان لمسۍ ده، وایي پښتانه هیڅکله هم د خان عبدالغفار خان سپکاوی نه کوي او چیرته چې د نوموړي نوم اخیستل کیږي هلته په ډیر درناوي له خلکو سره چلند کیږي.
هغې له هندوستان ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کې اسلام آباد تورن کړ چې دا برید یې قصدا په دې خاطر پلان او تر سره کړی چې پښتانه د یو بل پر وړاندي را وپاروي په خاصه توګه د افغانستان او پاکستان پښتانه چې د وروڼو په توګه ژوند کوي یو د بل اغیار وګرځوي.
ــ پر پوهنتون له بریده، په اسلام اباد کې د سولې د راتلونکو خبرو د ځنډولو او ناکامولو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کار واخلي. د سولې بهیر وځنډوي چې ژمی تېر شي، په پسرلي او دوبي کې د جګړې لپاره وخت سپما کړی
ــ په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو او مرکزونو څخه د کوزو پښتنو او نورو پاکستانیانو پام د افغانستان لور ته ورواړوي او په دې توګه په پاکستان کې د میشتو ترهګرو پل له سیمې او نړیوالو ورک کړي
ــ پر کرښه د پاسپورټ سندره د ډیورند تپلې کرښې د منلو لپاره بیا بیا تکرار کړي چې د پاکستانیانو په اند امریکا او لویدیځ اړیستل شي، پر افغانستان فشار راوړي چې پاکستان سره د ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني.
ــ افغانستان سره په هره خبره کې د هند په اړه په غږ جیګولو کې، پاکستان غواړی د افغانستان بهرني خپلواک سیاست تر څار لاندې ولري او په دې پلمه د سولې په خبرو کې په افغان واکمنۍ کې د خپلو ګوډاګیانو د ټومبله تمه ولري
البته که پاکستان، د افغانستان په اړه دا ناروا غوښتنې یوخوا ته پریږدي او د هغو پرځای ځینې نورې غوښتنې چې هغه د دواړو هېوادو د ولسونو روا غوښتنې او حق دی رامنخته کړی، افغانان به يي هرکلی وکړي.
په سوله کې ژوند، یو د بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، د ښه او ګټورو اقتصادي متاقبلو اړیکو رغول او پالل او د ترهګرو په وړاندې ریښتیني ګډه مبارزه او په کور د ننه د ترهګرو ځالې ړنګول د داسې غوښتنو او حقوقو په سر کې راتلای شي.
سوله کې ژوند د افغانستان او پاکستان د دواړو ولسونو حق دي.
هغوی چې دا حق له وسلونو لوټوي، د خپل ولس دښمنان هم دی!
يادونه:
(۱)کله چې انګریزانو برتانوي هند په دوه برخو وویشه او د اسیا په دې برخه کې يي د خپلو ستراتیژیکو موخو د پلیتوب لپاره د پاکستان په نوم هېواد رامنځته کړ، هغه مهال په پښتونخوا کې د خدايی خدمتګارو انتخابي حکومت واکمن و. د برتانوي پاکستان په رامنځته کېدو سره انګریز چې لا هلته واکمن وو، د پښتونخوا دا انتخابي حکومت يی په ناقانونه او غیر دیموکراتیکه بڼه او په زور سره ړنګ کړ او د هغه پرځای په پښتنو کې یو ګوډاګی د قیوم خان پنوم پر پښتنو واکمن کړ. وروسته بیا هغه ظلمونه چې قیوم خان د پښتونخوا پر پښتنو وکړل، جلا بحث دی چې د دې لیکني په غیږ کې نه ځاییږي.
د ۲۰۱۶ کال د جنورې ۲۳ مه