دخپریدو نیټه : 2016-02-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دسولې عالي شورا نوي رهبري او د ممکنه سولې څرک !
عبدالله میاخیل
افغان ولس له تیرو 30 کالو راهیسې د داسې یوې جګړې بیه ورکوي، چې پرې تپل شوې، او په دې طمع شپې ورځې سبا کوي چې ګوندې که خدای کول په هیواد کې به یې یوه ورځ د سولې ټغر خور شي. سوله هغه ورکه کوتره ده چې تردې مهاله یې هر افغان په غرو رغو، چمنونو او باغونو کې لټوي خو د حکومت د ناسمو سیاستونو او په حکومت کې د ننه د یو شمیر مغرضو کړیو په شتون کې یې دغه کوتره له خپلې ویرې ددې وطن په چمنونو او غرو رغو کې الوت نه شي کولی. له نږدې لسو کالو راهیسې له وسله والو مخالفینو سره د افغان حکومت خبرې بې پایلې دوام لري او په هیواد کې د سولې عالي شورا غړو یوازې د خپلو معاشونو اخیستو ته خوشاله دي. دا چې ولې په دې دومره موده کې په هیواد کې سوله تامین نشوه؟ افغان حکومت او یا هم په حکومت کې یو شمیر کړیو نه غوښتل چې دغه پروسه بریالۍ شي او که په رښتیا هم د سولې کیلي له امریکې او پاکستان سره ده؟ پدې اوس خبرې نه کوم، خو دا ښکاره ده چې یو شمیر ډلو نه غوښتل چې له وسله والو مخالفینو سره دې خبرې اترې وشي او د سولې پروسه په واقعي مانا بریالۍ شي ځکه دوی د سولې راوستل د خپل ستوري زوال باله او ښايي دغومره اراکاه بارکاوې یې بیا نه وې، او له دې بهیر څخه یې ویره درلوده. پخواني ولسمشر حامد کرزي سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې بولي خو اوسنی ولسمشر بیا وايي چې افغانستان له پاکستان سره په نااعلان شوې جګړه کې دی، چې تر ډيره یې دغه خبرې رنګ راوړ او نړیوال یې هم دې ته اړ کړل چې پر پاکستان فشار راوړي، څو دافغان سولې په پروسه کې مرسته وکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسیدو سره سم، پاکستان ته د سولې د خبرو اترو په موخه سفرونه پیل کړل خو کومه پایله یې ترلاسه نه کړه، پدې اړه خبرې ډیری لرم او نه غواړم چې اوس پدې موضوع خبرې وکړم اوس غواړم چې د حکومت له لورې د سولې د عالي شورا لپاره د نوي رهبرۍ پر ټاکلو خبرې وکړم. ویل کیږي د سولې دعالي شورا د مشري لپاره جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني ټاکل شوی، د پیر صاحب ګوند د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال په جهاد کې پراخه ونډه درلوده او د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته یې د کورنۍ جګړې پرمهال ځان څنډې ته کړ او ګوښه پاتې شو. محمد کریم خلیلي چې د پخواني ولسمشر دویم مرستیال وو، د سولې عالي شورا د لومړي مرستیال په توګه ټاکل کیږي، ښاغلي خلیلي په هزاره مشرانو کې تر ډیره معتدل او نرم شخص دی، په کورنیو جګړو کې هم بده څیره نه بلل کیږي نوموړی په سوله ایزه توګه د خپلو پلویانو د حقوقو غوښتنونکی دی. مولوي فضل احمد معنوي چې تمه ده د سولې عالي شورا د دویم مرستیال په توګه وټاکل شي؛ د دوی ټولو په پرتله یو عالم شخص دی او په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ځان د یوې معتدلې څېرې په توګه مطرح کړی. د سولې عالي شورا درېیم مرستیال به مولوی خیبر وي چې دی هم دیني عالم دی او تر ډېره اغیزمن ثابتیدلی شي. ډاکټر فاروق وردګ چې تمه ده، د سولې عالي شورا د درالانشا د رییس په توګه وټاکل شي؛ د سولې په برخه کې یو مجرب شخص دی، هغه تر دې وړاندې د نوي اساسی قانون د جوړولو د کمیسیون د دارالانشاء رئیس او تر هغه وروسته د لومړني اساسی قانون د لوئې جرګې د عملیاتی رئیس په توګه کار کړی دی. پر دې سربیره ښاغلی وردګ د هغو مسئولینو او کارمندانو د استخدام او روزنې دنده هم پر غاړه درلوده چې پدې بهیر کې د چارو د سرته رسولو لپاره وګمارل شو. همدارنګه نوموړی د نوی اساسی قانون د جوړولو لپاره دیوی پراخې عامه پوهونې، مشورې اخیستنی او ټول پوښتنې د ادارې مسوولیت هم په غاړه درلود، چې د بن د توافقاتو پر مهالویش د تضمین سره سم یې د 7.2 میلیونو افغانانو نظر او عامه ذهنیت را ټول او تحلیل کړ او په پایله کې یې د هغه په بنسټ د نوی اساسی قانون د متن مسوده بشپړه کړه. ښاغلی وردګ د 1382 کال د کب په میاشت کې د اساسی قانون تر تسوید او تطبیق وروسته (د ملګروملتونو او افغانستان د حکومت ګډ کار) په ترکیب کې د انتخاباتو د تنظیم د مشترک دفتر د دارالانشاء د رئیس په توګه وګمارل شو. د دې مهمې دندې په لړ کې یې د 140,000 مامورینو د ګمارلو، روزلو او همغږۍ چارې په ښه توګه اجرا کړې او د هغه لوی کمپاین مسئولیت یې پر غاړه وو چې د هیواد د جمهوری ریاست په لومړنیو ټولټاکنو کې یې د 11.5 میلیونو رایه ورکوونکو تر ثبت او راجستریشن وروسته نوموړی انتخابات په بریالۍ توګه سرته و رسول. ښاغلی وردګ د 1384 کال د سلواغې په میاشت کې د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشاء د لوی رئیس په توګه چې د افغان حکومت د همغږۍ اصلی مرکز ګڼل کیږی، وګمارل شو. هغه تر پارلمانی ټولټاکنو وروسته په 1385 کال کې د چارو د ادارې او د وزیرانو شوری د دارالانشا د ریاست د مقام ترڅنګ په پارلمانی چارو کې د دولت د وزیر په توګه هم دنده مخته وړله او د دولت په درې ګونو قواوو کې یې د اړیکو د جوړولو، ساتلو او ادامې د اداره کولو مسئولیت په غاړه درلود. ښاغلی وردګ د 1385 کال د تلې په میاشت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن د ګډې جرګې د تیاری د کمیسیون غړی او د دارالانشأ د رئیس په توګه وګمارل شو او نوموړې دنده یې د چارو د ادارې او د وزیرانو شوری د دارلانشأ د لوی ریاست او په پارلمانی چارو کې د دولت د وزارت د مقام سره یو ځای مخته وړله. ښاغلی فاروق وردګ د 1387 کال د تلې په میاشت کې د وخت د ولسمشر حامدکرزي له لوري د هیواد د پوهنې د وزیر په توګه و ګمارل شو او تر دې مهاله په هیواد کې د پوهنې د وزارت د مهم او ستراتیجک ارګان مسئولیت په غاړه لری. ښاغلی وردګ ته د پوهنې وزارت د مسئولیت سربیره د 1389 کال د وری په میاشت کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس له خوا د سولې د ملی مشورتی جرګې د جوړیدو لپاره د تیاری د کمیسیون د ریاست دنده هم و سپارل شوه او د ټاکلې موخې سره سم یې د نوموړې جرګې د ټولو چارو لارښوونه په داسې ډول وکړه چې د ټاکلی شوي مهال ویش له مخې د ټول هیواد څخه 1,700 استازی د همدې کال د غبرګولی په میاشت کې د سولې ملی مشورتی جرګې ته راغلل، دولت ته یې مشوره ورکړه او د سولې او ملي پخلاینې مهمه او تاریخی اعلامیه یې صادره کړه. د 1389 کال د لړم په میاشت کې ښاغلی فاروق وردګ ته د پوهنې وزارت پر مسوولیت سربیره د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جلالتمآب جمهور رئیس له خوا د سولې په عالی شوری کې چې د ملی مشورتی جرګی د سپارښتنو پر بنسټ جوړه شوی وه، د بهرنیو اړیکو د کمیټې د ریاست دنده و سپارل شوه . ښاغلی وردګ توانیدلی چې د پوهنې وزارت د اووه کلنې دورې په لړ کې په دې وزارت کې د کمی او کیفی اړخه د پام وړ پرمختګونه را ولی چې د پوهنې وزارت نه یوازې په ملی بلکی په نړیواله کچه لازمه وړتیا ترلاسه کړې چې په 1390 کال کې د پوهنې په نړیوال مشارکت کې د افغانستان غړیتوب یې غوره بیلګه ده. د دې لپاره چې ښاغلی وردګ خپله ټوله پاملرنه په هیواد کې د پوهنی د کمی او کیفی اړخ ښه والی ته را اړولې وی او د پوهنې د نړیوال مشارکت اهداف چې تعلیم ته د ټولو ماشومانو لاسرسی دی په ښه توګه رسیدګی کړې وی، نو د 1390 کال د مرغومې په میاشت کې یې د سولې د عالی جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې له ریاست څخه استعفی وکړه. فاروق وردګ د جرګو او مرکو په جوړولو او پرمخ وړلو کې بشپړه تجربه لري او کولای شي چې د سولې د دارلانشاء ریاست چې د سولې په برخه کې مهم پوست دی ښه رهبري کړي. په ملي کچه د نوموړي له پورتنیو لاسته راوړنو داڅرګندیږي چې د سولې عالي شورا نوي رهبري تر پخوا ښه ټاکل شوې او که د حکومت قوي عزم او اراده د سولې د راوستو لپاره وجود ولري د دوی په شتون کې امکان لري چې د وسله والو طالبانو سره د سولې روانه پروسه د کامیابۍ پړاو ته ورسیږي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني باید د سولې عالي شورا نوي رهبرۍ ته پوره وراک ورکړي چې د مرکچیانو او د جرګهمارو په څیر پر حکومت هم پر وسله والو مخالفینو انتقادونه وکړي او هم پدې توګه د منځګړي رول ادا کړي. داسې نه شي کیدای چې د سولي عالي شورا دې په بشپړه توګه حکومتي دستګاه وي او د حکومت فرمایشات دې پر وسله والو مخالفینو په یو اړخیز ډول وتپي، ځکه که داسې وشي خدای ناخواسته بیا به ددې شورا رهبري هم له ورته پخواني برخلیک سره مخ شي. ولسمشر غني باید په یاد ټیم پوره باور ولري او که سولې کیلي له پاکستان او یا هم له امریکې سره وي، باید په مستقیم ډول د سولې د عالي شورا له لورې ورسره مخامخ خبرې وشي ترڅو یوې نقطې او اصلي ټکې ته چې سوله ده ورسیږو ، مونږ افغانان سوله غواړو که له امریکا سره وي او یا پاکستان او یاهم چین سره، خو یو ټکې واضح ده چې وسله وال طالبان باید پدې پوه شي چې د سولې دخبرو اترو نه پرته بل هیڅ لاره نه لري او ددې شورا د اوسني ترکیب چې ډیر جامع او په یو شکل ملي یې هم بللی شو، ښّه ترکیب نه شي موندلی . که چیرې د سولې عالي شورا په بشپړ خپلواکي د سولي دغه ملي پروسه پرمخ یوسي نو شونې ده چې ان شاءالله یوه ورځ به مونږ افغانان ډیر ژر د سولې خاوندان ووسو، اوس حکومت او ولسمشر ته په کار ده چې په پوره قاطعیت ددې شورا د رهبرۍ څخه ملاتړ وکړي او ورته واک ورکړل شي چې د سولې خبرې له هرې ممکنې لارې چې وي، باید بریالۍ شي.