مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حکومت او ملت ترمنځ واټن په ډیریدو که ورکېدو؟

بریالی نایاب

 

ښه حکومت دیوه هیواد د امنیت ، پرمختیا ، ترقۍ ، دخلکو تر منځ د نیکو اړیکو ، تحصیل ، صحت ، زراعتي ودې ، او د همسایه ګانو سره د انډول ساتلو یو مهم جز یا مهم ارګان شمیرل کیږي او په نړیواله کچه  ښه حکومت د ملی او بین المللی اړیکو او فیصلو او تصامیمو په نیولو کې خورا لوی او مهم نقش لوبولای شي.
داچې افغان ولسمشر پخپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د ډیرو نورو ژمنو ترڅنګه داهم ژمنه کړې وه چې د حکومت او ملت ترمنځ رامنځته شوی واټن به له منځه وړي ویلی وو، خودایې نه وو ویلي چې کله او څنګه د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سره ورځ تربلې دا راغوړیدلې هیلې مخ په رژیدو دي او پدې اړه هیڅ کار هم ندی تر سره شوی بلکې  نوره هم دا ستونزه مخ په ډیریدو ده ، د بیلګې په ډول په هغو ملي مسایلو کې د خلکو نه ښکیلتیا چې په ټولو وګړو پورې تړلې وي د خلکو نه ګډون ښکاره نښه ده .
داچې ملت ولط له دولت څخه واټن اخیستو ته مجبور شوی غواړم پدې برخه کې یوڅو د ګوتو په شمار بیلګې پدې لیکنه کې له دوستانو شریکې کړم .
بهر میشتي افغانان پر دندو ګمارل:
داچې د افغان حکومت ډیری لوړ پوړي چارواکي د ولسمشر په ګډون له بهر څخه راغلی او په هیواد کې د واک پر ګدۍ ناست دي ملت د دې کړنې پر وړاندې ډیر حساسیت ښودلی او تل یې پدې کار نیوکه کړې ده، په هیواد کې روان اداری فساد هم د همدې بهر میشتو افغانانو یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او پدې باور دي چې که چیرې په هیواد کې حالات خرابیږي او یاهم هیواد له اقتصادي او نورو بحرانونو سره لاس او ګریوان کیږي دوی چې د بهرنیو هیوادونو پاسپورټونه په جیب کې لرې پرته له کومې ستونزې خپل ځان له خطرناکو حالاتو څخه ژغوري نو بیا هم په کور دننه افغانان دې چې زوریږي او د هیواد درد او تکلیف ګالي، همدا بهر میشتي افغانان دې چې په اداري فساد کې تر نورو ډیر ښکیل دي او د خلاصون خورا ډیرې عصري لارې چارې ورته معلومې دي، د دې بهر میشتو افغانانو په راتلو سره په کور دننه د کار زمینه نوره هم له ګواښ سره د هغه چا لپاره مخ کیږي چې په کور دننه د کار پوره وړتیا اوتوان لري همدې کار د ملت او حکومت ترمنځ د واټن د رامنځته کیدو ستر ګواښ پیداکړی او خلک خپل ځان په حکومت کې نه ویني او حکومت پرځان یو ډول تپل شوی او د زور واکداري ګڼي.
په حکومت کې د اداري فساد له وجهې خلک دیته آړ ویستل شول ترڅو خپلې حقوقي او جزایي دعوې مخالفو وسله والو ډلو ته وړاندې کړې چې یوازیني لامل یې هم پخپله د مفسدو دولتي چارواکو شتون وو او ده په عدلي او قضایي نظام کې د فساد ګرم بازار ملت تر دو سپږمو را رسولی او داغوره ګڼې چې خپلې ستونزې یا پرځای پریږدی او یایی هم د وسله والو ډلو په منځ ګړیتوب حل کړي.  
بل خوا د امنیت په برخه کې په ټول هېواد په تېره بیا پلازمینه کې د جنایی پېښو له حده زیاتېدو هم له یوې خوا د هېواد په اقتصادي، ټولنیز او سیاسی امنیت منفی اغیز کړی له بلې خوا یې عام خلک وارخطا کړی او په نظام او امنیتی ځواکونو یې بې باوری زیاته کړې ده.
د سیمه ئیزو پولیسو جوړول:
د سیمه ییزو پولیسو  تشکیل په لومړیو میاشتو کې د هغوی پر کړنو له عامو افغانانو نیولې تر مدنی ټولنې او چارواکو پورې غبرګونونه وښودل شول، د اکثرو سیمه ییزو پولیسو پر ضد، چې د ګڼو بې ګناه وګړو، مېرمنو او ماشومانو په وینو یې لاسونه ککړ بلل کېدل، همغه وخت خورا جدی غږونه اوچت شول؛ مګر د مخنیوی لپاره یې هېڅ ډول ګام پورته نه شو او د هغوی پر جنایتونو سترګو پټولو، عام افغانان مرکزی دولت ته له شکایت کولو ناهیلی کړل چې همدا سیمه ئیز پولیس د وخت په تیریدو سره معلومه شوه چې یوه ستره تیروتنه وه او دولت یې د غیر قانوني کړنو په مهارولو کې پاتې راغی، په د کندز ولایت سقوط او په دیرو شمالي ولایتونو کې د جګړو د میدان را ګرمیدلو لامل هم سمیه ئیز پولیس بلل کیږي.
.
د واک غیر قانوني ویش په ډلو ټپلو:
د ملی مصلحتونو او ملی مشارکت تر پلمې لاندې د واک پر سر په نظام د معاملو پایله دا وه چې امنیتی سکتور تر ډېره په تېرو جګړو کې د مطرح لوبغاړو لاس ته پرېوځی، په واک کې د یوې قبیلې او یوه قوم څو معلوم الحاله سیاسی ټیکه داران راتلل او د هیواد د نورو ټولو وګړو حقونه تر پښو لاندې کول، پر امنیتي او دفاعي سکتور د یوې سیاسي ډلې حاکمیت د هیواد د سیاسي ثبات د ګواښل کیدو لامل شو ، په امنیتي ارګانونو کې ګمارنې ټولې په تنظیمي ،سلیقوي او شخصي روابطو ترسره شوې چې دې کار هم ملت له دولت څخه آړ ویست ترڅو واټن واخلي که په ښکاره ډول وویشل شي په کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست کې د جمعیت او په ځانګړي ډول د پنجشیر ولایت مشرتابه او خپلسري ډیري خلک دیته اړ کړل ترڅو واټن واخلي او خپلې ستونزې د دې پرځای چې دولت ته راجع کړي د مخالفو وسله والو ډولو مشرانو ته ورغلل، د دولتي آرګانونو له لوري د بی ګناه افغانانو نیول او د پیسو په بدل کې خوشې کیدلو هم د مخالفینو لپاره د جلب او جذب زمینه برابره کړه.
د کار موندنې پروسه په ټپه درول :
داچې د ملی وحدت حکومت څومره کاري بوختیاوې رامنځته کړې پخپله د ناروین رامنځته کیدوسبب شوي دي په هیواد کې په اوس وختکې د ۵۱۰۰۰ په شاوخواکې حکومتي پوستونه خالي دي او تر دې دمه څوک ندي ګمارل شوي او یاهم یوځل ګمارل شوي او بیا لرې شوي دا پخپله د سوال وړ موضوع ده اوباید چې دولتي چارواکي دې موضوع ته ځواب و وایي او په اړه یې جدي ګامونه پورته کړي، د ګمارنې په پروسه کې پراخه درغلي او اداري فساد د دې لامل شوې ترڅو ډیري خلک هغه چې واسطه ونلري هیڅ دولتي پوست ته ځان نه کاندیدوي، په اداری اجراتو کې د خیشخوري مسایلو خلک ډیر زور ولي او د واټن رامنځته کیدو اصلي لامل بلل شوي دي، په هیواد کې نا امنې اوس هم د دې لامل ده ترڅو په کور دننه او بهرني پانګوال د شته ویرې له وجهې په افغانستان کې پانګونه وکړي افغان حکومت د سوداګرو او پانګوالو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلی په هیواد کې د پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې تیر میلادي کال د هیواد د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره له ننګونو او ستونزو ډک کال اعلان کړ او د راتلونکې لپاره یې هم ګواښ کړی که چیرې دولت رغنده ګام پورته نکړی داسې څرک نه تر سترګو کیږي چې دوی ډاډه و اوسي. د کورنیو صنعتي فابریکو لپاره د بریښنا نه شتون ستره ننګونه په ګوته شوې او د دې لامل شوې چې ډیرې صنعتي فابریکې په ټپه ودریږي او یاهم ډیري پانګوال له پانګونې څخه لاس په سر شي.
په صنعتي پارکونو کې د صنعتي فابریکو لپاره د ځای په ویشنه کې د مور میرې سلوک بل لامل ښودل شوی چې د کار موندنې د زمینې برابرولو مخه ونیسي او د کار نشتون ملت له حکومت څخه لرې کوي او که چیرې جکومت په دې وتوانیږي ترڅو ډیر کاري فرصتونه پخپله او یاهم د بهرنیو مرسته کوونکو هیوادونو په مرسته او همکاري رامنځته کړي نو ملت به پخپله له دولت سره په چارو کې ښکیل شي او د واټن رامنځته کیدو مخه به ونیول شي.
  
اصلي خبره داده چې په نن زمانه کې کله چې جګړې، ورانۍ، بیسوادي، بیوزلي، د ملي او دولتي نهادونو شړیدلی حالت، د قانون نه حاکمیت او نورې دربدرۍ د لسو په شاخوا کلونو لپاره دوام وکړي نو دیته ښه زمینه برابریږي چې خلک له حکومتونو څخه په آساني سره جلا شي او په غیر قانونی لارو رهبري شي د هیواد د تباهي او بربادي لپاره ښه وکارول شي، داچې جګړې هر څومره چې اوږدیږي په همغه کچه د هیواد بیا په پښو دریدل ېې ورځ تربلې سختیږي. دا ځکه چې کله د یوه ملک دولتي اوملي نهادونه، د قانون حاکمیت، د بیوزلۍ کمول، کلتوري پرمختګ او د سواد عامول لسیزې غواړي هغه هم چې پکې سوله او آرامي وي. زموږ همسایه او ځینې نور لګیا دي دا خبره یقیني کړي چې موږ په لسیزو له هغوي وروسته پاته شو او نه پریږدي چې زر موږ د ځان جوړولو موقع ومومو او پخپلو پښو ودریږو.
زما ښه په یاد دي چې د یوه بل ملک یوه دیني عالم خپل فزیک پوه د خپل ملک بلکه د ټولو مسلمانانو قهرمان بللی و، خو زموږ لپاره یې دفزیک او کیمیا او نورو ورته علومو زده کړه ناروا کار بللی و، دلته پوښتنه داده هغه چې ځان د اسلام ټیکه دار بولی او پخپل هیواد کې داسې غیر اسلامي شعار پلی کوي او  وایې چې ترهر څه وړاندې لومړی زموږ هیواد بیا اسلام او هیوادوال هغه زموږ د ړندې ټولنې رهبرې کوي هغوي ترځان ډیر پرموږ جنت پیرزو کوي او ترځان وړاندې موږ جنت ته لیږي.
د یو افغان په حیث د ټولو شته ستونزو حل په سوله ئیزه مبارزه کې وینم او په ټولو ځوانانو غږ کوم  چې راځئ د یو ریښتیني او سپیڅلي هدف لپاره چې هغه د دې هیواد او زموږ د دین ساتنه ده مټې را ونغاړو  دتیرو په نوم جهادي ټیکه دارانو په منګولو کې ونه لویږو او د هغوی د سیاست ښکار نشو  خپل هدف ته ځان په روښانه لار ورسو د دې مظلوم ملت د ښیرازۍ لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړو.
غواړم دا لیکنه د پښتو د ستر تصوفي شاعر رحمان بابا پدې بیتونو پایته ورسوم
حق باطل کا باطل حق کا
په سبب د روی ریا
ګوش اوهوش یې هرګزنه وي
د مظلومو په ژړا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery