مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-20   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ډير زورونکی او شرمونکی خبر !

حبيب الله غمخور
پرون مي دډله ايزو رسنيو له لاري دا شرمونکی خبر تر لاسه کړ ، دولتی چارواکي چي په هيوادکي دسولی اوثبات وعدي یې خلکوته ورکولې او س یې گورو چي دهيواد يوشمير ولسوالی دخپلي امنيتی او سياسی ناتوانۍ له امله دښمن اوپاکستاني اجنټانوته سپاری . دتاند ويب پاڼي دخبر له مخې،افغان امنیتي ځواکونه له موسي کلا ولسوالي ووتل . , د۲۰۱۶ ز کال دفبروري ۲۰ تاند- افغان امنیتي ځواکونو له څو میاشتې خونړۍ جګړې وروسته له موسي کلا ولسوالۍ په بشپړ ډول ووتل. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې افغان چارواکو نن /شنبه/ وویل چې دولتي ځواکونو په موسي کلا ولسوالي کې خپله اډه پرې ایښې دی . وسله والو طالبانو څو میاشتې پخوا پر موسي کلا ولسوالي بریدونه پیل کړي وو. په هلمند کې د افغانستان د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان محمد معین فقیر وویل، پوځیانو ته امر شوی چې د موسي کلا له روښان برجه ووځي.د روښان مخابراتي شرکت د برج په نوم سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو اصلي اډه موقعیت لري. د دې ولسوالي اکثره برخې د اګست په میاشت کې وسله والو طالبانو ونیولې خو لږ وروسته بېرته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې طالبان په شا وتمبوي . ده دا هم وویل چې له نوروسیمواو پوستو هم غوښتل شوي چې ووځي او پر ځای یې د ګریشک د لویې لارې، چې کابل ته غځېدلې ده، امنیت ټینګ کړي .افغان امنیتي ځواکونه په مارجه او سنګین کې هم تر فشار لاندې د ی . اوس تاسو فکر وکړی چې د موسي کلا ولسوالي کي دعام ولس عادی ژوند بڼه به څنگه وي ؟ او اشرف غني پدې ډول حرکتونو څنگه اوپه کومه ژبه خلکوته دامنيت اوسولی دتامين ډاد ورکوی . موسي کلا په ولسوالی کي همدا اوس ټول هغه هيوادوال چې عادی ژوند لري دطالبانو لخوا ددولت سره دهمکاری په نوم تر تېغ ايستل کيږي .خو غني ورته دسولي او ارامی راوستلو خبري کوي . دا طبعی ده چې ملت داشرف غني په يوه خبره باور نه کوی او وايي ،هغۀ يوازې بې ځايه او بې مفهومه څېغي وهی دکار درک یې معلوم ندی . ملت ديو عجب بل سوی اور په لبوکي سوځې خو اشرف غني پر ستېج بې ځايه چغې وهی ا گوتې ښوروي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery