دخپریدو نیټه : 2016-02-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دپاکستان ضد اتل تر څهرې لاندي
هادي
دلقمان کهاله کلی د ډیورند پر کرښه د سپین بولدک د دروازی غرب ته په افغانستان کي دننه موقیعت لري .
ددغه کلي لږ څوکه په چمن او پاته لویه برخه چي پنځه کیلومتره بر او لس کیلو متره اوږدوالی لري چي ټول بنځوس کیلومتره مربع کیږي دافغانستان په اوسني تمامي عرضیت کي داخل ، او دهیواد دسپیڅلي حریم برخه ده !
دغه کلی د سپین بولدک ولسوالی لویه ګڼ میشته سیمه بلل کیږي چي تقریبان درې زره کوره پښتانه پر اباد دي .
کله چي څو کاله مخکي پاکیستان حکومت د ډیورند پر صفري نقطه پوستي پوله ، جر اوباره جوړه ول نو د کرښي دې غاړه کي دبولدک طرف ددغه پنځوس کیلومتره مربع کلي څخه زموږ سرحدي قومندان جنرال؟ رازق دپاکستان حکومت سره د یو پټ تړون پر اساس خپلي ټولي سرحدي پوستې را شاته کړې او دا ساحه ئې ایله پریښودل !!!!
که څه هم پاکستاني پولیس تر اوسه مخته نه دي راغلي او دغه مهمه سیمه لا د افغانستان برخه ګڼل کیږي خو دې سیمي ته دغه جنرال ؟ بغیر دقاچاقبرو دموټرو څخه نور موټران او حمل ونقل بند کړي دي، او نه هم خوراکي توکي او نور دژوند ضروري شیانو ته اجازه سته چي پیاده خلک ئې د ځان سره یوسي .
دغه کلي ته یوازي په رسمي ورځو کي د سهار د اوو بجو څخه بیا دماښام تر شپږو بجو پوري د پیاده تګ اجازه ورکول کیږي وروسته پر هر قسم تګ راتګ بندیز لګول کیږي .
حتي په دغه کلي کي د افغانستان د پوهني وزارت او یونسف ادارې لخوا د مکتبونو دجوړولو سره زموږ دغه جنرال ؟ او دده ورور تادین سخت مخالفت کړي او نه پریږدي چي دغه سیمه کي افغاني نصاب تدریس سي .
بر عکس دغه کلي ته په لوی لاس زمینه برابریږي ترڅو خلک ئې له پاکستان سره وصل سي ، پاکستاني نمبر پلیټ موتړونه دچمن لوري په ازادانه ډول تګ راتګ پکښي وکړي . اوسیدونکي ئې د ژوند ټول ضروري توکي د چمنه راوړي . ماشومان ئې په پاکستاني نصاب زده کړي وکړي ، او پاکستاني تنظمونه پکښي پراخ نفوذ پیدا کړي .
دغه کلي ته پنځه کاله وړاندي د پاکستان واپډا د بریښنا مزي (خادې ) او ټرانسپرمرانراوړل او پکښي نصب ئې کړل .
هر کال د پاکستان حکومت ورته راشن رالیږي .
دپاکستان حکومت پکښي په ښکاره شناخت کارډونه توضیع کوي .
په دغه کلي کي یوه عیدګا او نولس جامع مسجدونه دجمعې لونځ کوي خو شرعي اجازه د چمن د قاضي او محکمې څخه راوړي .
ددې سمي خلک له بولدکه قصدا دونه جدا ساتل سوي چي ان اختر او روژه هم دپاکستان سره نمانځي.
د هیواد دغه برخه مو په لوی لاس پردی سوې ده !
ددغه ستر خیانت په بدل کي دا اته کاله کیږي چي پاکستان د رازق د ورور تادین قاچاقي موټرانو ته اجازه ورکړې چي پرته له ګمرکي څاره پاکستان ته داخل سي او هم د دروازې هغي غاړي ته د موټرانو د پارکینګ او چالان نیمي پیسې تادین ته ورکوي .
زموږ دغه جنرال د ډیورڼد پر صفري نقطو د پاکستان سره داسي ډیر پټ تړونونه لري چي لمخي ئې ده او دده ورور خپلي شخصي ګټي پکښي پالي او د هیواد دحریم مهمي سیمي او خلک دټوپک په شپیلي مجبوره کوي ترڅو پاکستاني لوري ته واوړي . او دې ته زمینه سازي کوي چي پاکستان ئې په راتلونکي کي په ډیره سپین سترګي سره دعوې ته راودانګي .
افغانان مو ددغه ستر دښمنه د بولان او اباسین دعوې کوي خو زموږ دغه پاکستان ضد جنرال؟ اتل؟ لا نور هم خپله سپیڅلې خاورې باندي پلوري