دخپریدو نیټه : 2016-03-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تروریزم او ناورين د يو بل لازم او ملزوم
عصمت الله افغان
که چیرته زموږ سياستونه سم، مثبت او د ټولنپوهنې له اصولو سره سم له کوره ټولنې ته ترزيق شوي وی موږ به تر تخريب خلکو ته هيلې ډيرې ورکړې وی، دا د هيلې ورکونکي چې د هرې ورځې په تیريدو سره کميږي ددې ستر لامل دادی چې دلته د مثبت فکر لرونکي او پر افغانستان مين پوړ ډير کم دی او يا خو داده چې دوی د ناورين د فلسفې پلويان دي او کوښښ کوي په يو ناورين کې تر ريښتوني کار ځان مخکې مخکې ته کړي لکه څنګه چې يو ترهګر ته د ډيرو کسانو مرګ ژوبله مهمه ده نو د ناورين پلوي سياستوال او دې ترهګر تر منځ هيڅ ډول توپير نشته يو يي وژني او بل يي تر وژنې وروسته پر سر له حکومت څخه امتياز غواړي يانې ترهګر او ناورين پالي سياستوال د يو بل لازم او ملزوم دي.
که چيرته وطن شي، وطني مسولیتونه شي باور وکړی دلته به هيڅوک د نظام د سقوط، تخريب او یا کمزورتيا وړاندوينې ونکړي بلکه برعکس دلته به هر سړی دا وايي چې حکومت باید په پوره زور سره ملي مسايلو او پروژو ته پاملرنه وکړي او ملت به يي په کلکه ملاتړ وکړي.
په تیرو ۱۴ کلونو کې تل يوه ستره ستونزه دا وه چې موږ هرڅه له حکومت څخه غوښتل خو موږ يوازې يو وړوکي کار ته هم زړه نه ښه کاوو، سړک حکومت جوړوي خو ساتل يي د ولسونو کار دی، ښونځی به حکومت جوړوي، ساتل او پکې په وړ ډول درس ويل او د خپل بچي ور ليږل د ملت کار دی، سیاست حکومت کوي خو نيمګړتياوو ته متوجې کول يي زما او ستا کار دی.
دلته ډير داسې خلک شته دي چې په خبري لحاظ پرې وطن ګران دی، خو که عمل ته راشي بیا يي هيڅ هم نه دي کړي، دلته ډير داسې خلک شته دي چې قلم له وطنه د دفاع په نوم د وطن د تباهۍ په خاطر ښوروي، دلته موږ باید ولس ته داسې څه و وايو چې لږ تر لږه ميليونونووګړي د مسولیت احساس وکړي.
وګورئ په هندوستان کې څو سوه ميليونه وګړي ژوند کوي، سل پکې ستر خدايان او مذاهب دي او واړه پکې تر حده ډير دي دا د سلو خدايانو لرونکي هر يو په مذهبي برخه کې خبل اصول لري خو کله چې خبره د هندوستان راشي د سلو خدايانو عبادت کونکي په يو غږ وايي:« هندوستان میرا جان» خو په افغانستان کې تر نهه نوي سلنه ډير وګړي مسلمانان او د يو واحد، برحق او لاشریک خدای جل جلاله منونکي دي، اسلام غوندې بشپړ دين يې مخې ته پروت دی، افغاني زرين تاريخ ورته له نيکونو پاتې دی په ديني برخه کې يي مخکې سره خولو يوه وه خو نن سبا يي دا خولو هم څو دانې شوي دي يانې دين د سياسي موخو ښکار شوی دی او افغانستان هم نن سبا ډير د يو واحد او منل شوي ارزښت په توګه نه مني، ځينې يي خراسان ته ميلان کوي، ځينې نور يي ایرانيزم او يا يو بل فاشيستي ادرس ته.
راځۍ له نورو زده کړو، راځۍ له هندوستان سره له لرونکې دوستۍ څخه له دوی څخه د وطن مينه هم زده کړو په هند کې ډير داسې خلک شته دي چې په ځنګله کې زيږي، په ځنګه کې ځوان کيږي او مري خو له پيدايښت تر مرګ پورې هندوستان ورته ارزښت دی، موږ تل د نورو د وطنپالنې صفتونه کوو او په نوره نړۍ کې چې افغانان پکې کډوال دي تر نورو ډير قانون ته ژمن او متعهد خلک دي خو په خپل وطن کې نه پکې د وطنپالنې حس شته او نه هم پکې لږ تر لږه د ترافيکي سرې او يا شنې اشارې درناوی يو په شنه ور روان وي او بل له سرې را تير شوی وي او دې قانوني را تیر شوي ته سترګې برګې برګې کوي.
وګورئ نن سبا په افغانستان کې رسنيز، فکري، سياسي او اقصتادي شرارت اوج ته رسيدلی دی، بهرنۍ استخباراتي شبکې له هرې شونې لارې سرباز ګيري کوي خو ولس، قلموال، سياسي شنونکی، د ملي شورا غړی، په غرونو کې ټوپک په لاس وسله وال مخالف او د نظام له کيښتې پاتې سياستوال هر يو په یو غږ دا وايي چې زه باید دا وطن وژغورم او دا شته يي نشي ژغورلی، دلته سیاسی اخلاق ډير کمزوري دي، دلته هر سياستوال د بل په زوره څنډې ته کول او ځان واک ته رسول غواړي، دلته هر سيآستوال تر کار او خلکو ته تر مثبت فکر پرته ډير کوښښ په دې کوي چې د حکومت منفي ټکي نقد کړي او بیا له دې لارې ځان بريالی وښيي.
په يو اروپايي او ډير پرمختللي هیواد کې ټاکنې وې زه په هغه ورځ له يو روزنيز سيمنار وروسته بهر را وتی ووم او د رايي ورکړې د مرکزونو سيل مې کاوو، ډير خلک په مينه په لیکو کې ولاړ وو، د وطن د ابادۍ لپاره يي دعاوې کولې هلته پکې سياسي ګوندونه ډير پياوړي وو خو ځينې ناپيلي خلک هم پکې نوماندان وو د يوې سيمه ایزې رسنۍ خبريال له خلکو کليپونه اخیستل زما بهرني ملګري ته مې وويل چې درځه هلته ورشو وګورو چې خلک څه وايي، يو ځوان د رسنۍ دې غږ او نظر اخیستونکي ته يو عجيبه خبره وکړه، خبريال ترې پوښتنه وکړه: ګوندي نوماند ته دې رايه ورکړه که خپلواک؟؟؟ دې کس ورته وويل ګوندي نوماند ته، ځکه چې ګوند خپل پروګرامونه ولس ته معرفي کړي دي،غړي او کړنې يي جوتې دي خو افراد کله معلوميدای شي نو ما ګوند ته ددې په خاطر رايه ورکړه چې د دوی ټولې موخې پيژنم خو دلته نه ګوندونو او ايتلافونو کې سياسي او ګوندي اخلاق شته اونه هم په خپلواک نوماند کې، يو ستر سياستوال او د يو حزب مشر را پورته شي غږ پورته کړي او په ډير وياړ وايي چې زه ځکه د حکومت مخالف شوم چې ماته يي وزارت رانکړ، يوه بله ډله بيا په کورونو او باغونو کې سره را ټول وي او ټول افغانستان په ځان، او خپلو تیرو کړنو خلاصه کوي.
راځئ سیاسي اخلاق تر سياست کولو مخکې زده کړو، راځئ له صادراتي افکارو تیر شو او ددې وطن لپاره حل لاره له کوره را وباسو، راځئ ددې وطن د دردونو او ټپونو درملنه له بدخشان، کندهار، ننګرهار،خوست او بلخ څخه را پيل کړو کنه په تشو خبرو خو که جوړيدای نن به افغانستان جوړ وی که موږ مثبت بدلون ته کار ونکړو، د حکومت او نظان ننګه ونکړو نو باور وکړی چې موږ به د هرې ورځې په تیريدو سره د تباهۍ کندې ته ولويږو.