مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایا د کورنیو چارو د وزارت لپاره تازه نومول شوی کس یو وړ کس دی؟

ډاکټر ګل مرجان منګل

 

 نه، نه ، بیا هم نه دا ځکه نوموړی کس (تاج محمد جاهد) پدي خاطر یو وړ کس نه دی چی مسلکی زدهکړی نه لری دا چی تیر کالونه یی د ظفر د قل اردو د قوماندنۍ دنده اجرا کړی ده هم د ملت پر وړاندی په ځانګړی توګه د ملی اردو سره خیانت شوی دی. یو لوی علت چی هر ورځ د ملی اردو په لسهاو سرتیری شهیدان کیږی علت یی همدغه دی چی بیسواده او په مسلک پوهه اشخاص په سمو پوستونو نه دی ګمارل شوی، پلان نه شی جوړولی، د وضعی تحلیل نه شی کولای د سوق او اداری چی په اردو کی یو مهم اصل دی نه پیژنی او نه یی شی کولای همدغه علت دی چی د غریبانو زامن لکه چرګی داسی وژل کیږی.
د دي په خوا کی دا چی افغانستان عملآ د ګرمی جګړی سره لاس او پنجه نرموی نه تنها د داسی یو وزارت لکه د کورنیو چارو لپاره مسلکی زړور او تکړه شخص پکار دی باید نوموړی شخص ساسی پوهه هم ولری د همسایه او لری هیوادونو نیتونه او پلانونه هم تحلیل او تجزیه کړلای شی. پس په اوس وخت کی ښاغلی تاج محمد جاهید د کورنیو چارو د وزارت لپاره مساعد نه دی باید وزیر نه شی.
دا اوس د ملی شوار په واک کی ده چی پر وړاندی یی څه عکسلعمل ښی ایا پیسی اخلی او د پیسو په مقابل کی په پورته ټولو نیمګړتیاوو سترګی پټوی او که نه د خپل ولس پر وړاندی خپله ایمانی او ویجدانی دنده اجرا کوی او تاج محمد جاهید ته چی یاد شوی پوست وړ نه دی د بی اعتمادۍ رایه وکوی.
موږ په کلکه د ملی شوا د ټولو وکیلانو عواړو چی بی دون له کوم تعصب د نوموړی شخص ټوله تارخچه سوابق مسلک او وړتیا په غور سره مطالعه کړی بیا ښاغلی جاهید صاب ته د اعتماد یا بی اعتمادۍ رایه ورکړی که وړتیا یی لرله وزیر د شی او که وړتیا یی نه درلودله نو ویجدانونه به نه خرڅوی چس سړی درڅخه وړاندی لاړ نه شی دا ځکه چی د هغه د بی کفایاتیو په صورت کی به هر ورڅ رموږ پولیس ژوند له لاسه ورکوی چی خون به یی د ملی شورا د وکیلانو پر عاړه وی.
مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery