مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-06   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دمبارکی پيغام

دښځو دنړيوالې ورځې په مناسب په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې دمبارکی پيغام ! نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون جشن فرخنده وخسته باد۸ مارچ روزجهاني زن په افغانستان اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقونړيوال سازمانونه د ښځو سره د زورزياتي اوټو لنيز تاوتريخوالي له کبله ژوري اندېښنې څرگندوي . اوددې ترڅنگ په منځني ختيځ ،او افغانستان کي دجگړې ناخوالوچې گټه يې ددې هيوادونوبهرنيودښمنانوته رسېږي په سلگونو زره انسانان دخپل مورنی ټاټوبي پرېښېدوته مجبور اودژوندپه قيمت چې په زرگونوئې اروپاته درسېدوپرلار خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی داروپا پرلور راروان دي .ددې سياسی لوبی په قربانۍ کښي ميندی اوماشومان ترهرچازيات دي . ددې ټولو سيمه ايزواونړيوالو ناخوالو سره په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اوغړي دگران هيواد افغانستان اوټولي نړۍ ښځوته دمارچ داتمې دښځودنړيوال پيوستون دورځې له امله دزړه له کومی مبارکی اونېکې هيلې وړاندي کوي . پدې باوريو چې دهيواد اونړۍ ښځې به دقربانيو په منلو سره يوه ورځ دخپل انسانی حق څښتنې اودوي ته به هم لکه يوه نارينه ته ددرنښت اوبرابرحق درلودونکی انسان په سترگه وکتل سی . دمارچ داتمي تاريخي ورځ ډير پخوانۍ اودردونکی تاريخ لري چي ددې ورځي دياد اودرناوې نه اوس نږدې ((۱۵۹)) کاله تاريخ لري .پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو، سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي په يادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقوغوښتنه اوملاتړکړی دی . په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې دنړی پوره نيمايي اوياتر هغه زيات وگړی په يو شمير هيوادو کي په لويه کچه دډيرو اقتصادي ،سياسي ستو نزواوکلتوری دود اوعنعنودناخوالوسره لاس په گريوان دي،په اسيا ،افريقا او لاتينه امريکا کښي اوس چي ديويشتمې پيړۍ دوهمه لسيزه نيمایي سوېده متاسفانه ښځي لا په دوهمه اويادريمه کټگوری کي راځی .داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي مرستودنشتوالي له امله خپله اوياد ماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی ۲۵ په سلوکې ميندي اوماشومان دخوراک هيڅ توکی نلري . په نړيواله کچه تر ۶۵ په سلوکې زياتي ښځی دسوادله نعمته محرومي اود تورو ديوالوشاته شپې او ورځي سباکوی . په نړواله کچه کورنی اوټولنيز تاوتريخوالي خپلو ورستيو کرښوته رسېږي . همدا اوس په سوريه ،عراق ، يمن ،افغانستان،فلسطين اويوشمر افريقايي هيوادوکي هر ورځ ميندي اودهغوي ماشومان دجگړي داورپه لمبوکي سوځي اوخپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي. په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيو دود اودستور هره ورځ په خپلو منگلو کي رانغاړی ،هلته پېغلواوکونډو په زور ودول،په بديو کي ورکول،خرڅول، وهل اوپه عامه توگه سنگسارول ،سوځل ، ښونځيو اوکار ته نه پريښودل ،جنسی تجاوز ډيري لوړي کچي ته رسېدلی دي . داناورين پداسي حال کي جريان لري چې دا شپاړس کاله پدې کوچنۍ هيوادکې نږدې (( ۴۷)) هيوادونه په پوځې اويا سياسی شتون لري اوپه ميليارډونو ډالر په مختليفو نومونو ولگېدل، له بدمرغه تر اوسه لا افغان ميرمن اوپېغله ځان ددې هيواد په برخليک ټاکلو کي شريک نه بولی اونه هم څوک ددودې انسانی اوافغاني حق ته پدرنه سترگه گوري . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه پر افغان چاروکواو نړيوالو سازمانويوځل بياږغ کوي چې په افغانستان کي بايد دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وسی . موږپدې باوريو ي چي په افغانه ښځه،ياپېغله بايد دبنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له توروزندانونه راووزي او ديوي باشرفه ،سپيڅلي ،افغاني او مسلماني افغانی په توگه دهيواد په بيارغاونه اوسياسی ،ټولنيز ژوندکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه فعا له او برابره ونډو ولري . دادوي ملې،انساني،اخلاقي اواسلامې حق دې، ددغه حق نه ورکول بشری سترجرم اودبشر پرحقوقو بربنډ تيری دۍ . موږ دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مبارکی په څرگندولوسره په افغانستان ،سيمه اونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل ملاتړ اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانو،سياسی گوندونواوفرهنگی ټولنو څخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوونا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي . تل پاتې دې وې دافغانې او نړۍ والو ښځو ددپر حق مبارزواو قهر مانيوخاطره . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب . حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery