دخپریدو نیټه : 2016-03-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
له مجرمینو سره توپیري چلند
ویښ افغان
موږ عجیب خلک یو د ژوند په هره برخه کې تبعیض راته ښه بریښي ژوندي خو څه چې آن د مړو په اړه هم توپیري چلند لرو. د یوه مړي د مړیني د کالیزې لپاره به دومره لګښتونه کوو چې که یې حساب کړو ممکن د خپل هیواد دازادي د نهه اتیا جشنونو په اندازه مو نه وي کړي. خو نور مو هیر وي. داسې کسان مو هم هیر وي چې زموږ د وطن په آبادي او د خلکو په راویښولو کې یې ډیره ونډه لرلې ده او چا ته یې هیڅ ضرر هم نه دی رسیدلی. لنډه داچې په هره برخه کې تبعیض وینو.
خو په دې وروستیو کې له بل عجیب تبعیض سره هم مخامخ شوو. هغه د ملي خاینینو یا مجرمینو په مقابل کې توپیري چلند دی.
له څه مودې راهیسې یو محدود شمیر داسې کسان پیدا شوي دي چې د وطن ملي ارزښتونو ته سپکاوی کوي. په دې منځ کې داسې کسان هم سته چې په افغانستان کې اوسي، په افغانستان کې کار او زده کړي کوي په افغانستان کې د ژوند له ټولو اسانتیاوو برخمن دي خو ممکن د نورو د خوشحالولو یا هم له چا نه د امتیاز ترلاسه کولو لپاره ځانونه افغانان نه بولي.
تر دې دمخه هم یو دوه داسې مجرمین و او نه یوازې په پټو ناستو بلکې په ځینو محافلو کې به یې هم همدا ډول خبرې کولې. ځینې خو د ټلویزیونونو په ګردیو میزونو کې د افغانستان د ملي ګټو پرضد خبرې کوي، یو شمیر چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د دښمني دعوې هم کوي، خو په عمل کې د هغوی په ګټه کار او څرګندونې کوي، داسې کسان شته چې په واز کومي د افغانانو له خوا د ډیورنډ د ټپل شوې کرښې د پیژندلو خبرې کوي او وایي چې لکه د پاکستاني مقاماتو په څیر دوی ته هم د ډیورنډ مسله یوه حل شوې مسله ده ، هغه هم د افغانانو په ګټه نه بلکې د پاکستان په ګټه.
خو له هغوی سره تبعیضي چلند وشو یعني د محاکمې میز ته راکش نه شول. لکه څنګه چې له نورو مجرمینو سره برخورد کیږي له دوی سره ونه شو. نو تر څنګ یې څو کسان نور هم پیدا کړل. بل اړخ ته ددې ډول ملي خاینینو په مقابل کې د ځینو غبرګون دومره احساساتي و چې نه یوازې د جرم مخه یې ونه نیوله بلکې په دې برخه کې یې د جرمونو کچه لوړه کړه او ملي خاینینو ته یې نور جرات هم ورکړ.
د افغان دولت اړوند عدلي او قضایي ارګانونه چې د هیواد د اساسي قانون پلي کیدل یې له مهمو دندو څخه دي هم د ملي خاینانو په مقابل کې چوپه خوله پاته شول.
د ځینو وطنپالو شخصیتونو له خوا د دې ډول پردي پالو کسانو دا ډول څرګندونې په علمي دلایلو رد شوې دي خو خلک له حکومتي مسولو ارګانونو څخه د جدي غبرګون غوښتونکي دي داسې چې ملي خاینین او مجرمین د محاکمې میز ته راکش کړي او قانون پرې تطبیق کړي.
بل خوا یوشمیر رسنیو هم د مجرمینو په وړاندې د تبعیضي چلند لوری نیولی دی. دوی پخپلو خپرونو کې ددغې قضیې اصلي محرکین او مجرمین نه بلکې هغه کسان غندي چې د ملي خاینینو په وړاندې یې جدي او تر یوه حده احساساتي غبرګون ښودلی دی.
دغه ډول پرديپالي رسنۍ چې له خدایه همداسې ورځ غواړي هیڅکله د هغو کسانو نومونه نه اخلي چې د هیواد ملي وثیقه اساسي قانون تر پښو لاندې کوي په ډیره بې شرمي سره د افغانستان پرضد تبلیغات کوي. بلکې هغه کسان ملامتوي چې د مجرمینو او ملي خاینینو په مقابل کې یې احساساتي غبرګون ښودلی دی.
چې دا یې یوه لویه بې انصافي ده او ددې ترڅنګ چې د هیواد ملي یووالي ته زیان اړوي خپله د رسنیو بې پري توب هم تر پوښتنې لاندې راولي.
هر وطنپال افغان ته نه خو د هغو کسانو څرګندونې د منلو وړ څه چې ټول د هغوی د ژرترژره محاکمې غوښتنه کوي بلکې د هغو کسانو څرګندونې چې د ملي خاینینو په مقابل کې په غبرګون کې احساساتي چلند کوي د نه منلو وړ دي.
د افغانستان دولت عدلي او قضایي ارګانونو ته په کار ده هغه څوک چې په ښکاره د اساسي قانون خلاف عمل کوي د محاکمې میز ته راکش کړي او نور په دې برخه کې تبعیضي چلند ونه کړي که حالت همداسې دوام وکړي یو وخت به زموږ وطن له داسې سختو ستونزو سره مخ کړي چې بیا به یې کنترول مشکل وي.