مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فساد لاهم د هیواد اساسي ستونزه ده

بریالی «نایاب»


بریالی «نایاب»
فساد که اداري وي او که اخلاقي د ټولنې د بربادي او تباهي سبب کیږي، د اسلام دین هر هغه کړنه چې د انسان د ژوند لپاره مضره وي نفی کړې او هغه یې  مردوده ګرځولې ده نو فساد چې په ټوله کې د انساني ژوند د تباهۍ اساسي لامل کیدلی شي هم حرام ګرځول شوی ده.
پدې لیکنه کې هڅه شوې ترڅو په ځانګړی ډول د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چې د هیواد د هستې مفهوم ورکوي په آړونده برخو کې د فساد په هکله شته ګونګوسې چې ډیرې یې ښکاره هم دي معلومات وړاندې کړو په تیرو څوارلس کلونو کې نه یوازې د فساد د مخنیوي په برخه کې کوم اساسي ګام وانخیستل شو بلکی د فساد د عامولو او رایجولو لپاره د ډیرو چارواکو له لوری ډیر داسې کارونه ترسره شول دبیلګې په ډول د فساد په وړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ پخواني ولسمشر حامدکرزي وویل:[ پیسه بزنین اما بیرون نبرین همینجا سریش کاروبار کنید] داسې خبرې کول د یو ولسمشر له لوري ډیرې ویجاړونکې پایلې لري او مفسدینوته جرئت ورکوي چې داده نن یې ښه مثال په ټولنه کې  بیکاري، بهر ته غیر قانوني مهاجرتونه د جګړو زیاتوالی په ټولنه کې نا آنډوله اقتصادي رشد دي او داسې نور تر سترګو کیږي.
په کورنیو چارو وزارت کې د ولایتونو ، زونونو ،  ولسوالیو ، د ګمرکونو له آمنیه قومندانانو او حوزو آمرینو له مقرري شروع تر ډیرو وړو ګمارنو پورې پیسې اخیستل کیږي، د کورنیو چارو وزارت ډیري منصوبین وایي چې اکثره ګمارنې په څو معیارونو ولاړې دي هغه چې پیسې ورکوي، هغه چې سیاسي ملاتړ لرې، هغه چې قومي اساس ولري خو تر ډیره څوکۍ د زرهاو ډالرو په بدل کې پلورل کیږي، داچې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت ولې دومره جنجالي دی موږ نه پوهیږو، که هیواد ته خدمت کول د چارواکو مرام وي نو بیا که په هره برخه او هره څوکۍ کې چې کار وکړو زما په آند چې خدمت بلل کیدای شي داچې د دې ترشا څه راز پروت ده معلومه خبره ده چې د رشوت اخیستو او ونډو ویشلو ځای په کورنیو چارو وزارت کې همدا معینیت دی ، د یاودنې وړده چې د آیوب سالنګی لرې کول او پرځای یي د یوبل کس ګمارل هم نشي کولای یاده ستونزه حل کړي، د آیوب سالنګي دوره هم د نورو چارواکو په څیر خپل د فساد رنګ له ځانه سره لاره، داچې له څو کلونو راهیسې د کورنیو چارو وزارت په امنیتي معینیت څوکۍ کې یوځل منیرمنګل، عبدالرحمان رحمان او آیوب سالنګي او داسې نور دنده ترسره کړې ده په یاد معینیت کې فساد پخپل حال پاتې دی او هیڅ بدلون پکې نده راغلی که څوک پدې هکله سترګې پټوي دابه هم له ملت سره د خیانت ترڅنګ ستره جفاوي ، یادو کسانو د کورنیو چارو وزارت په امنیتي معینیت کې د فساد مخنیوي په موخه هیڅ ګام نده اخیستي په ډیرو مواردو کې له لوړ پوړو چارواکو څخه د دوي له لوري پیسې ترینه غوښتل شوي دي .
په کورنیو چارو وزارت کې یوه څانګه ده د پیژندتون په نامه چې دې ادارې هم د فساد په رایجولو کې خورا رول آداکړی، په یاده اداره کې هیڅ وخت د هیڅ صاحب منصب لپاره خالي بست نه موندل کیږي یوازې په نا امنه ولایتونو کې خو هغه کس چې پیسې ورکوي کولای شي د خپلې خوښې سره سم په هغه ځای کې چې غواړي په دنده وګمارل شي خالي بست موندلی شي او یاده اداره یوازې داکار د رشوت اخیستو په موخه کوي.
بل خوا په ځینو وزارتونو کې بیا داسې وي چې رشوت له مراجعینو څخه ډیر اخیستل کیږي خو په کورنیو چارو وزارت کې زیات رشوت د یاد وزارت له منصوبینو څخه اخیستل کيږي چې هغوي بیا دا ورکړې پیسې په سیمه او ولایتونو کې له خلکو اخلي پدې سره ویلی شو چې فساد په لوړه کچه موجود ده.
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست: دلته د نوي رئیس په راتلو سره یوڅه شکایات کم شویدي خو که په عادي جریان دکار فکر وکړو لا هم فساد ته زمینه برابره ده هغه کسان چې نه واسطه لري او غواړي په عادي ډول پاسپورټ ترلاسه کړي کیدای شي د یوې یا یوې نیمې میاشتې په موده پاسپورټ ترلاسه کړي خو که چیرې د پاسپورټ ریاست کارکوونکو او یاهم د دې ریاست آړوند کمیشن کارانو ته کار ورکړې د یو پاسپورټ په بدل کې ۳۰۰ یا ۴۰۰ امریکایي ډالره اخلي د دوه یا درې ورځو په موده کې پاسپورټ اخیستلای شي چې دا پخيله د فساد ښکاره بیلګه ده.
د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست: دلته هم د پاسپورټ ریاست په څیر د عادی وګړو کار ممکن څو ورځې واخلې خو که د یاد ریاست مربوط کمیشن کارته چې د یاد ریاست په انګړ کې ګرځی کار وسپارې او ۴ یا۵ پنځه زره افغانۍ ورکړې ممکن کاردې په دوه یاد درې ورځو کې خلاص شي کیدای شي سوال دا پیدا شې چې کمیشن کار ته کار سپارل دولتي کارمند ته څه ګټه رسوي باید وویل شي چې کمیشن کار  دولتي مامور ته معلومې پیسې ورکوي او خپل کار پرې کوي.
د کورنیو چارو وزارت د ګمرکونو دمخافظت قطعه: دلته هم د نورو ادارو په څیر بی کچې فساد ستون لري دا اداره چې د ګمرکونو د معینیت او لوی ریاست د تاسیساتو او کارکونکو څخه په کابل او لایتونو کې ساتنه کوي په خورا فساد کې ښکیل دي، دیادې قطعې له منصوبینو څخه ډیر ځله داسې شکایتونه اوریدل کیږي چې په زوره له بار وړونکو موټر څخه پیسې اخلي چې په دې آړه څوځله ملی سوداګرو هم شکایتونه کړيدي خو تر دې دمه یې مخه نده نیول شوې د ترخم په وارداتي لارې څو ورځې وړاندې هم د سوداګرو شکایت رسنیو خپور کړ.
د کورنیو چارو وزارت په اداري فساد کې دپارلمان د وکیلانو ښکېلتیا، د کورنیو چارو وزیر چې دپارلمان رایو ته آړتیا لري نو په راتلو سره آړ دی ترڅو د ډیرو کیلانو ملاتړ ترلاسه کړي او د هغوي هر ډول غوښتنې ومني چې بیا وکیلان خپل خپلوان د قوماندانانو په توګه ګمارې او له هغه لارې غیر مشروع پیسې ترلاسه کوي او د هغه قوماندان مخه هم بیا څوک نشي نیولی دګمرک یو قوماندان ویل که چیرې زه یو پولیس په ګمرک کې له یوې پوستې څخه بلې ته تبدیل کړم نو سمدستي راته د پارلمان د وکیلانو زنګونه راشې او وایې چې ته څه کاره یې چې هغه پولیس له خپل ځایه لرې کړی فساد تر دي کچې رسیدلی ډیر وکیلان چې په سیستم برابر خپل خپلوان نلري بیا نور کسان لیږي او له هغونه میاشتنۍ معلومې پیسې اخلي داسی قوماندانان هم وکیلانو ګمارلي چې د میاشتې شل زره ډالره به یې ورکول او داکار لاهم دوام لري، که د پارلمان د وکیلانو لیست را واخلې نو هر وکیل به یو یا ډیر کسان داسې ګمارلي وي چې دا پخپله د امنیت په خرابیدو کې مستقیم لاس لري یاد قوماندانان چې په سیمه کې هرڅه کوي څوک ورته څه نشي ویلاي.
په تیرو څوارلس کلونو کې هغو کسانو چې د کورنیو چارو وزارت په روغنیاتو کې په دنده مشغول وو نن ښه کاروبارونه لري او بنګلې یې له ورایه معلومې دي فساد تور وي که سپین، د کورنیو چارو یوه وزیر چې لڼده موده په څوکۍ کې پاتې شو وروسته له دې چې له دندې ګوښه شو یاور یې د دوه میلیونه ډالرو په شاوخواکې پیسې ځینې وتښتولې او لادرکه شو داشو سپین سپیڅلي وزیران.
داچې د اداري فساد د له منځه تلو په موخه ولې ریښتینی تعهد نشته پخپله د هیواد په اوسنیو شرایطو، ملي او سیاسي ثبات بې باوري ښیي ، د ملي ګټو په هکله د خلکو عامه پوهاوی خپله ستونزمن ګام دی او باید چې پدې برخه کې آړین اقدامات ترسره شي.
انسان چې یو ټولنیز موجود ده که په هر لوري وهڅول شي او لارښوونه ورته وشي او په لوري کې ورته د هغه ګټې وښودل شي خو چې خطر ورته متوجه نه وي په ډیره کمه اشاره ځان هغه مسیر ته چمتو کوي او رسوي. د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ د نظام رامنځته کیدل چې پکې ډیری ګمارنې پرته له مسئولیت په تنظیمي او قومي اساس ولاړې وې، ګمارل شوي کسان نه قانون ته ژمن وو او نه هم ملي ګټو ته او نه یې هم خپله راتلونکې په هغو څوکیو کې لیدله چې لاسته ورغلې وې هغوی هم چې میدان شغالي ولید له وخت څخه یې ګټه پورته کړه او په رسمي چور او تالان یې لاس پورې کړ داسې بیسارې غلاوې وشوې که یوکس په کلونو کلونو سړک هم نیولی وای شونې نه وه چې پدې کچه پیسې ترلاسه کړي.
که پدې موضوع په لویه کچه نظر واچوو د کرزي حکومت په رامنځته کیدو سره د هیواد شتمني او هغه بهرنۍ مرستې چې راتلې د څوکسانو ترمنځ ویشل کیدې هغوي چې ډیر ځله د مخالفینو ترڅنګ د حکومت د راپرځولو ګواښ کوي همدغه په فساد کې ښکیل کسان دي چې تر دې وړاندې یې هیڅ هم نلرل، همدغه په فساد کې ښکیل کسان لا هم هڅه کوي ترڅو قانون حاکم نشي او د تل لپاره دوی د قانون د پلي کیدو او نه پلي کیدو واکداران وي او په بیلابیلو نومونو د ډلو ټپلو په جوړولو ځان ښودنه کوي له دې لارې غواړې ځان ته برائت ورکړي او کړو غلاو ته قانوني بڼه ورکړي .
که په منطقي ډول د بحث موضوع وڅیړو موږ په خدای(ج) باور لرو او آیمان مو پرې راوړی خو موږ پخپلو سترګو خدای(ج) نده لیدلی خو په قدرتونو یې پیژنو که چیرې موجوده نظام هم پدې تمه کښیني چې په مفسدینو کره آسناد او شواهد لاسته راشي  او لاس په لستوڼي په فساد کې ونیول شي خوګمان کیږي چې خطا وتي دي د دوي وخت به هم تیرشي او افغانستان به لاهم د اداري فساد په نړیوال ریکارډ کې لومړی یا دوهم ځای ولري.
د فساد په هکله یوه نړیواله څیړنه ښیي چې په اداراتو کې کارکوونکي سړي ترښځو ډیر په فساد کې ښکېل دي او ښځې له نارینه و کم فساد ته زړه ښه کوي، نو دولت ته پکار ده چې د ستونزې د حل په موخه پدې هم فکر وکړي په هغو ځایونو کې چې اوس ترې زیات د فساد شکایتونه رارسیږي ښځینه کارمندانې وګمارل شي.
د ټولو دولتي او غیر دولتي کارکوونکو په هکله چې لاهم په فساد کې ښکېل دي له دندې لرې او څارنوالۍ ته دې ور وپیژندل شي، د هغو کارکوونکو په هکله دې ه پلټنه وشي چې په لږ وختکې ډیري زیاتې پیسې ترلاسه کړي وي.
د فساد د مخنیوي په موخه دي د کارکوونکو مالي لارې چارې وڅارل شي، د هغوی د دارایانو پلټنه دي وشي وړاندې تر دې چې په دنده وګمارل شي ، د ندې په جریان او هم له دندې څخه د ګوښه کیدو په وختکې.
که چیرې افغان حکومت په ټولو وزارتونو او ریاستونوکې لکه څنګه یې چې ژمنه کړې ده د فساد د مخنیوي په موخه پراخ کمپاین پیل نکړي ښایې په بدنامي سره د دوی دوره هم پایته ورسیږي، د کورنیو چارو وزارت د هیواد د هستې په معنی ده که حکومت د فساد په وړاندې له دغه ځایه پیل وکړي ډیره به ښه وي څو مو ستونزه په کرار کرار له منځه وړي وي. 
په ټوله کې هیواد له قومي، سمتي او ژبنیو تعصبونو څخه وژغورئ او دراتلونکي نسل ژوند مه بربادوئ.  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery