دخپریدو نیټه : 2016-03-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په بولدک کي د فساد پر ضد مبارزي څه راکړل ؟؟؟
سیداحمداغا عثماني
د افغان مجاهد ، باغيرته ، او زوريدلي ولسه : مالي ځان ويوه لوي مسئوليت ته مخامخ کړي:
تر هر څنه مخکښي دبينوا ويب پاڼي و هيواد پالني او هغه خدمت چي زموږ سره يه پدي لويه او ستومانه دوره کښي وکړي الله ج دي دهمدي هيواد پالني غوض ورکړي او په حقيقت سره يه وطن پرستي منو او په حقيقت کښي يه مننونکي يو : .
هيواد والو تاسي به ښه خبرسوي ياست چه ماولي داسي يو غير قانوني کړني ته مخه کړه : چه په هغه کښي مي ځان ددولت مسئول : او دخپلي کورني غړي او ان دخپل ګران محبوب ورور سپارل وطالبانوته او دخپلوټولوکورونو داسي چوريدل چي حتى قسم په خداي که يه د ويده کيدو يو بالښت هم راته پاته سوي دي : او د خپل ټاټوبي (سراي ) له لاسه ورکول په همدي ستره مبارزه کښي مي مخکي لا منلي وه :
د هغه علــــــــــــــــــــــــــــــــــــــت څه وه
لمړي : تاسي ته بهتره معلومه ده چه زموږ په دي زوريدلي هيواد والو باندي اوس يوځل هغه ښاماران چه زموږ باغيرته ولس د خپلو شمولپاره زوري او دهغوي څخه له دي لاري خپل جيبونه ډکوي : چه دهغوي دجملي څخه يوه هم دافغانستان بانک اداره وه چه ما په همدي اداره کښي تقريبا ١٣ کلنه کاري تجربي څخه ډير ناخوالي وليدلي :
ددي کار دتر سره کيدوڅخه مي مقصد څه وه :
مقصد مي داوه چه په دي مخامخ عمل سره هغه پټي او دپر دو تر شاه ناخوالي وټوله افغان ميړني ولس ته ښکاره کړم چه څه روان دي او څه کول غواړي : چه ګوندي ولس مشر ددي کاردتر سره کولو څخه ددي زوريدلي ولس ږ غ واوري او ددي ناخوالي پيديه پر ضد راسره په دي سپيڅلي مبارزه کښي خپل پوره همکاري ښکار او زموږ دازوريدلي ، پاک ولس له دي خدايه او بندګي نعلت دشر څخه خلاص کړاي شو .
کله چي مي داکار تر سره کړ دخپل لوي څښتن په ملتيا اودهغه سره په هغه وعده چي لمړي ورځ مي له خيل خداي ج سره وعده وکړه چي ته مي ملتياوکړي اي الله ج زه بيه دخوړلو اراده نه لرم که مي چيري اراده بدله سوه نو تمي اي الله ج نابوداو تباه کړي . خو شکر الحمد الله تر خپل هغه مطلب چي دلوي څښت سره مي کړي وه هغه سي مي وکړل :
څنګه اودچاپه مرسته داستر امانت مي دوباره وخپل پاک اوسپڅلي ولست ته ورسوي :
دخپل سفر پر ١٠ ورځ مي د بينواويب پاڼي سره پر ليکه اوهغوي مي هم اواز پورته کړي چه دامهال د ډيورنډکرښي په بله غاړه کښي وم : چه دامهال هم ددولت اوهم دطالبانو اوهم دپاکستاني حکومت لټون په پراخه پيمانه روان وه خو زه به په خپل رب سره قسم اخلم چي ما تر اخيره نه ځان پټ کړي اونه مي هم داستر امانت له ځانه څخه د ٥ متر په اندازه لير ي کړي يدي . ځکه ما وعده کړي وه چه لمړي به مي ټوله کورني له منځه ځي اوبيابه ودي امانت ته زيان رسيږي .
کله چي مي خپل اواز ددي سپيڅلي ويب پاڼي له لاري خپورشو نو راته صرف اوصرف يواز جنډرال صاحب عبدالرازق بله راکړه او ان داسي بلنه چي دبلني تر څنګ يه هرکلي هم وه چه زما زړه ته يه دونده قوت راکړي چه هلته مي دوښمن چي څونده وه راته هيڅ معلوميدي : ان دي خبرو لږ تر لږه ٢ مياشتي دوام وکړي اوما هم په هغه خاوره کښي ددښمن سره پوره مقابله کوله دسر اومال په ساتنه : اوپدي وخت کښي راته ډيري په زړه پوري بلني د يو ي او بلي خواڅخه راکول کيدي خو زما خبرو د جنډرال صاحب عبدالرازق سره صرف مثبت پر مخ تګ کړي وه نه دافغانستان بانک داداري سره او نه هم دهغه جمهوري رياست سره چه د څوکيو پر سريه سره شخړه روانه وه :
څنګه اوکله دوباره خپل هيواد ته راستون شوم :
کله چي به د بينوا ويب پاڼي محترم مسئول راسره په اړيکه کښي سو ويل به يه چي افغان دولت په هه بله خواکښي خبروته ځان نسي اماده کولاي که چير امکانات وي تاسي وافغانستان ته راستانه شي :
چي په دي برخ کښي بياهم جنډرال صاحب عبدالرازق خپل وطن پرستي ، بشردوستي ،مسلماني ، ښکاره کړه او ودريم کړي ته يه وويل چه هر چيري وي زه يه مرسته کونکي يم او زيه دوباره خپلي خواري ته په رستندوکښي مرستي ته حاضر يم : خوموږ هغه وخت داخبره ونه منل ځکه ډير کسانو پدي وخت کښي دبهرنه راسره په تماس کښي وه هغوي ويل چه ته څه ناڅه صبر کړه چه جمهوري رياست هم په جريان کښي دي چه ايا وطن پرستي يه معلوميږي که يواځي د جنډرال صاحب وطن پرستي په ډاګه سوه : خو متاسفانه تر اخيره پوري هم د بلي کومي اداري بلنه نه سو معلومه :
نو دخپل لوي څښتن په ملتاي مي دوباره دستر امانت سره دهيواد په خوا حرکت وکړي چه ان پدي ستومانه لاره اومزل کښي مي دخپل کورني دوه کوچني بچيان دډيري سختي ګرمي له کبله له لاسه ورکړه او خپل هغه مشرورور مي هم له لاسه وړکړي : او ځان پنځه کورني مي دډيرو سختيو څخه وروسته دخپل باغيرته اوپاکي خواري ته ورسوي .
دچاله طريقه مي دپيسو دسپارلو مشکل حل کړي :
کله چي وافغان خاوري ته راغلم دبينوا ويب پاڼي سره مي ټليفوني اړيکي وي هغو به راته کوښښ کوي چه بايد ډير په ديقت سره پر مخ ولاړسي چه خداي نخواسته دهغ اشخاصو په منګولوکښي ونه لويږي چه هغو ي وطن پرسته نه بلکي دهمدي ناروا کړني عاملين دي : مايه ددي نظره هر کلي کاوه : خو ما وجنډرال صاحب ته ډټليوفون له لاره وويل چي زه سيداحمد اغا يم وافغانستان ته راستون شوي يم څنګه وکړم خو هغه ماته په خپل نامه نه بلکي په يوه ډير احترامانه توګه يه وويل اغاصاحب هيڅ مشکل نسته که چيري مشکلات درته پيداسوه زه دي تر څنګ يم ماته دي ځاي وښيه : خومايه هرکلي وکړي او قسم په خدي که مي ورته ځاي ښودلي وي :
پدي وخت کښي مي د شمشاد درسيو له طريقه د ولايت دمقام سره هم اړيکي ټنګي سوي او دوالي صاحب مرستيال راسره دټليفون له طريقه هم کوروداني ووايه او هم يه راته وويل چه انشاالله تاسي ته کومه ستونځه نسته خو بياهم څه ناڅه تاسي خپل ځان وساتي زه احوال درکوم .
چي بياهغوي راته دملي امينت دمرستيال په وسيله ټليفون وکړي اوهغوي راته زما ديوه نمايده سره دليدني غوښتنه وکړه او ماهم خپل يوکس دخبرولپاره ورته وليږي چه دهغوي دډير ښه سلوک او ډير ښه وطن پرستي نه يه ډير خوشحاله سوم خو متاسفانه چي دوالي صاحب کار تقريبا ٣ هفتي په بر کښي ونيولي او زه داقتصادي او امنيتي ستونځوسره مخامخ وخ :
چه په دي وخت کښي دسپين بولدک سپيڅلي ،مجاهد ، باغيرته ولس ته خبر رسيدلي او هغوي زمادليدني ډير ارمان درلودي ځکه ماهغوي ته خدمت کړي او هغوي زما دراسته لاس په څيروه :
چي پدي وخت کښي مي دهغوي دقومي مشرانو سره ليدنه وسوه او پدي وخت کښي هغوي هم دجنډرال صاحب نه دليدني غوښته وکړه او ټوله يو ځاي دحنډرال صاحب ليدني ته ولاړو:
لکه چي مو هغه مخامخ وليد چي تر دي مهاله ما هغه مخامخ نوه ليدلي نو دامي لمړي ځل وه :
نوراته يه په ورين تندي سره هر کلي اوبيايه زما ودي ستري مبازري ته دوباره هرکلي وکړي او شه په ځير سره يه زما ټلي ناخوالي او دخپل سپيڅلي ولس ونياوي اوهغوي زما کړني وته بيان کړي نو ناڅاپي دده د هيواد پالنو سترګوکښ اوښکي راغلي اوبياهم ماته هغه خپله وعدچه ده کومه کړي وه هغه تکرار کړه او راته يه وويل چي خپلوکورنوته ولاړسي :
خوپدي وخت کښي دولس دمشران لخوڅخه يوه غوښتنه داوه چه هغه امانت به څنګه سي ده وويل چه اغاصاحب دي خپله وساتي تر زه دهغه خبري پر مخ بوځم نو زما او ددي ملت دمخورو اوسپيڅلي ولس دمشرانو په غوښته مو دهغه څخه يو اطاق تر لاسه کړ: اودهغه کيلي هم دوباره وماته وسپارل سوي خو داطاق دباندي حفاظت بيا جنډرال صاحب پر غاړه واخستي او دڅه مودي نه ورسته هغه امانت د ټوله ادارواو رسنيوپه وړاندي و بانت ته وسفارسو .
دپيسودسپارلونه ورسته زموږ عواقب څنګه سوه :
کله چي موپيسي سپارلي دبانک ناوړي اداري امر په عام محضر کښي داسي ددرواغو وعده وکړه چي زه به هغه مجرمي چه تاسي يه پوره اسناد لري ژرترژر وڅارنوالي ته معرفي کړم :
اوتاسي به خاماخا دوباره وخپلي دندي ته ولاړسي : خو متاسفانه هغه ټولي د اوبوپر سر ګرښي او دخپل جيب اوهغ کسانو چي دي يه پد ډالر په مقابل کښي ودي دندي ته ګماري وه دجيبونه څه ناڅه دهغوي رشوت خورو له طريقه ورته ډک کړه :
اود دوالي صاحب هغه خبري چي ويل يه زه يه خاماخا دقانون منګولوته سفارم نو لکه چي دقانون منګلي پوڅي سوي دي ځکه ، هغه فاسدين تر اوسه دهغه سپيڅلي ولس څخه خپلي ريمانه پريکړي په ښه او هوساينه توګته ترسره کوي ايا د ولس اواز راسره اوريدلي سي کنه :
اوبل کومي وعدي چه زموږ سره سوي وي هغه بيله دي چه يواځي اويواځي دجنډرال صاحب عبدلرازق وعده تر اوسه سته ځکه که هغه نه واي دهغه غلو پر ځاي به اوس موږ ددي تر بي رحمه اوبي وطن پرستي عدالت لاندي خپل ژوند په تورو شپوکښي تر سره کولاي ځکه هغو راته په ډاکه وايه : چه غواتوره اوشيدي پيني دي نو موږ ته معلومه سوه چه ته پ رحق خو موږ هم يو څه ته اړتيالرو :
اوبل دپيسو دسپارلو په ورځ د هغه غلو کومي پيسي چه زموږ سره وي په هغه کښي چي سرغچ (سر بنډلي ) يه هم وه ٢١٥٠٠٠ - افغاني کمي راغلي دبانکودامر له طريقه راته وويل سوه چه داڅه مشکل نه دي تاسي يه تشويش مه کوي ټوله زه درته حل کوم ځکه دهغوي په ١٠٠٠ ګونونوټو کښي ١٠٠ اوپه ٥٠٠ ګونوټوکښي کښ ٥٠ دهيئت په حضور کښي راووتي .
خو څورځي ورسته دامر له طريقه هغه هم پر موږ باندي تحويل کړاي سو . ځکه هغو ي خو دخپل جيب غم وخوړي
کله چي موږ داکارسرته ورسوي دولس زموږ پدي کارسره د خپل دولت نه څونده اميد وه :
کله چي مي دالوي امانت تسليم او پدي وخت کښي راته هغه سپڅلي هيواد وال کوم چي يه زماخدمت په خپلو سترګوليدلي اوزما په راتګ سره دخپلو سپڅلوسترګوڅخه اوښکي راتويدي په ډير لوي زړه سره راغلل او راته يه وويل چه انشاالله ستاسي په دي لوي قرباني سره به په دي هيوادکښي د رشوت (اداري فساد ) سره يوه لوي مبارزه شروع شي اوشروع کونکي (بنسټ ايښودنکي ) به يه هم ستاسي کورني اوستاسي دکورني دغړو قرباني به وي .
ځکه ولس مشر هم وايه جه زه داداري فساد سره مبازره کوم :
خومتاسفانه هغه زموږ اودولس خوبونه سرچپه سول دددي پر ځاي چه هغوي ته سزا ورکړلاي سي : دهغه اورپه لمبوکښي موږ او زموږ هغه زوريدلي کورني اوس هم هره ورځ ځوريږي .
اوهغ بي ګناه کسان چي شپي شپي يه په زندانونو کښي تيرکړي هغه لکه همايون جان دامر يت لمړي مرستيا ل او عبدالصمد اغا د امريت کارمند تر اسه پر خپلو کورنو زموږ غوندي بيله سرنويشته پاته دي او هغه کسان چي دازوريدلي او خوار هيواد وال به يه شکول اوس هم پر خپلو دندو خپلي حرامي پيس جمع کوي او دهغوي جيبوته يه ليږي تر څوزموږ دوسيه راته خرابي اودخپلي ناروا کړني سزا پر موږ باندي وترپي :
ولس دهر څه اسناد مي بياهم دبينوا ويب پاټي ته ورکړي چه دټولو ويډيوګاني هم سته که يه څوليدل غواړي او دپوره معلومات لپاره موږ دهغوي په چوپړکښي يو :
بياهم دبينوا ويب پاڼي دوطن پرستي نه مننه ٠٧٠٠٣٣٨٣٣٨: ٠٧٨٦٣٣٨٣٣٨ osmnay.agha@gmail.com
ورسره مل دهغه ويډيوګانو نه يوڅوانځورونه :