مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښادمن افغانستان

میرویس پوپل


د افغان ولس سره د امریکا د مرستو راوروسته د ګوتو په شمیر افغان تجاران وو چي دا ولس یې په غیږ کي ونیوۍ او د هر دنیایي مشکل او الهي افت په صورت کي يې د افغانستان په ډیرو لیرو مناطقو کي خپلي بیړنۍ مرستي ورسولې او هغوئ ته یې لاس ورکړ.
افغان تجار حکمت ښادمن هم د خپل ژوند د سرمایې یوه برخه ځان ته ګرزولې او نوري ټولي یې ددې هیواد د ځوانانو په تعلیم ، د مریضانو په شفا ، او د هیواد د کلتور ساتلو په موخه مصرف کړې ملي او انساني رسالت یې پر ځای کړی .
د امریکا د خوا پر حکمت ښادمن تورونه او د هغه د نیولو امر په دې معنی دی چي لا اوس هم زموږ د نظام قضایي برخي د سفر سره مخ وي ، پدې معنی لکه دلته چي هیڅ نظام وجود ونه لري ، او په دې معنی چي افغانستان یو بې خطیبه هیواد وي.
مګر نه !
دلته هم قضا سته او هم نظام لري او هم خطیب لري ، ولي ددې مهمو او لوړو قوو فرمانونه یو بل ته د منلو نه دي .
محمد اشرف غني زموږ ولسمشر دی ، د هیواد ټول صلاحیت یې په لاس کي دی ، د هري پریکړي حق لري ، او د هري پریکړي د نتیجې ارزیابي د ښاغلي د کار دفتر ته استول کیږي .
حکمت ښادمن پدې تورن دی چي رشوت یې ورکړی، امریکا او د افغانستان دولت پر دې تفاهم ته رسیدلي چي د فساد پر ضد به هر ډول مبارزه کوي او څوک چي فساد کوي هغه باید مربوطه ارګان ته وسپارل سي او حساب ورسره وسي .
کله چي یو وخت داسي وو چي هر هیواد ځان ته مستقل حکومت درلودی او د یو هیواد او بل هیواد په منځ کي نه د حقوق بشر اعلامیه وه ، نه د نورو هیوادونو د همکارئ لاس بل هیواد ته ورکول کیدئ ، ځکه هلته هر هیواد ویل چي موږ ځان ته پالیسي او حکومت لرو.
وروسته تر دې د انسان او هیواد په اړه یې نړیوال سازمانونه جوړ سول ، د بشر حقوق معلوم سول ، هیوادونو ته اعلامیې واستول سوې او هر هیواد ته خپله پالیسي او اختیارات ورکړل سول.
که د حکمت ښادمن پر قضیې څیړنه کیږي نو ولي یې د افغانستان حکومت نه کوي ؟
او که په 2016 کال کي د حکمت ښادمن د 2007 کال د رشوت خبره څیړل کیږي او بیا د امریکا په غوښتنه د حکمت د نیولو امر کیږي او هغه امریکایي محکمې ته سپارل کیږي او د امریکا غوښتنه دا وي چي ښادمن دي موږ ته وسپارل سي او زموږ محکمه دي حساب ورسره وکړي .
پوښتنه دا ده چي حشمت غني د ولسمشر اشرف غني ورور هره شپه په کورنیو او بهرنیو ټلویزیونونو کي داسي وایي چي اجمل د ولسمشر د کورنئ سره تړاو نلري مګر تر ټولو لوی پروژې یې د رشوت په بڼه تر لاسه کړي او د افغانستان او ځینو هیوادونو تر منځ تړونونه کوي ، او د ولسمشر د کورنئ له نامه څخه استفاده کوي ، ایا دا رشوت ندی او که د ولسمشر د ورور خبري خپل ورور او دا دولت نه اوري؟
که دلته نظام د عدل وي نو بیا تر ټولو ښه عدالتي فیصله د ولسمشریزو ټاکنو یو مثال دی .
که دلته د چا سره حساب کیږي نو لومړی د هغو خلکو سره ولي نه کيږي په یو وزارت کي د پیسو په سیالي یو بل مقرریږي.
که دلته نظام د عدل وي نو چا چي مړه کړه ، څوک چي یې مړه کړه او یو امریکایي سرتیري د کندهار په پنجوایي ولسوالي چي 15 تنه لومړی ووژل او بیا یې اور ورواچوئ ایا هغه په افغانستان کي محکمه سو او که امریکا محکمه کړئ ؟
او که دلته نظام د عدل وي نو د کندهار د ښوونځیو پر 10 نجونو تیزاب وشیندل سول ، یوه نجلئ د هلک سره د لیدلو په تور په غرونو کي په کاڼو سنګسار کړل ، څلور برخي خلک د هیواد د کور کرایه ورکوي یوې برخي خلکو د پنځه خلکو حق مځکي غضب کړي دي .
ښادمن خلک نه دي وژلي ، ښادمن هغه چیغي ندي وهلي چي لاس مي له وینو پاک دی ، ښادمن د هر دردمن درد دوا کړی.
د ښادمن د پتو مرستو له حاله څوک خبر ندي مګر هغه خپله سرمایه د وطن پر استادانو او زده کړیانو خلاصه کړې ده.
قاتل ښادمن دی او که پورته ذکر سوي ښاغلي قاتلین دي ؟
د ټولني 50 فبصده برخه د دولت سره تجاران مخ ته وړي ، او دولت خپله غوښتنه کوي چي تجاران دي د وطن په ډیرو مسایلو کي ونډه واخلي او د خلکو لپاره دي د کار زمینه برابره کړي .
د ښادمن او دولت تر منځ فرق دومره دی چي له دولت څخه کندز ونیول سو او ښادمن کندزیانو ته مرسته ورسول.
د افغانستان کلتور پیښوري او هندي فلمونو له منځه وړی ، خو ښادمن یې د ساتلو او ژوندي کولو لپاره په زرهاوو خلک راټول کړل او د خپل دود ټول اړخونه یې په نمایشي ډول وښوول چي ګواکي موږ ژوندي یو او کلتور مو درلودی .
په الهي افتونو کي د دولت دنده ده چي تر هر څه لومړی ځان ورسوي او بیړنئ مرستي وکړي مګر د بدخشان په پیښه کي لومړی ښادمن بدخشان ته ولاړئ او درې سوه کورنیو ته یې عاجله مرسته ورسول .
استادان د ټولني بنسټ جوړوي زده کوونکي روزي دولت د مځکو وعده ورکړل چي تر ننه ورځي یې په تشو وعدو ستړي کړي مګر ښادمن د استادانو د مشکلاتو د حل کولو لپاره په لکونو ډالر ددوئ لپاره ځانګړي کړي او مرسته ورسره کوي .
هر څوک په یو ډول تر خپل مقصده رسیدلی او زیار یې ایستلی ، چا دلته پیدا کړې او نور هیوادونو ته یې انتقال کړې ، مګر ښادمن دلته پیدا کړې او دلته یې مصرف کړې .
ایا ښادمن قاتل دی ؟
ښادمن ددې وطن او خلګو سره بد کړي ؟
او که د ښادمن ګناه دا وي چي رشوت یې ورکړی امریکا ته دي وسپارل سي او حساب دي ورسره وسي نو بیا د ښادمن تر مخه په دې هیواد کي دومره مجرمین دي چي په نوم لیکلو به یې ستړي کیږو .
قضاوت تاسو وکړئ چي قاتل او ددې وطن په ضرو څوک دی ؟

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery