شېر علم امله وال (ننګرهار)
له ډېرو پخوانيو زمانو راهيسې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د کوکنارو کر سره اشنائي لري ، ځينې يې درمل او ځينې نور يې د نشه ييزو موخو (مقاصدو) لپاره ترې استفاده کوي ، چې ددې بوټي څخه استفاده او پېژندنه تر ميلادي پيړۍ له مخه پېل شوى.
تارياک (اپيوم) د لمړې ځل لپاره د ميلاد څخه مخکې مصريانو ، پارتيانو ، چينايانو ، دوخيانو او جاپانيانو د مخدره موادو په توګه وپېژندل . په نهمه ميلادۍ پيړي کېعربي طبيبانو ، اپيوم ، په درملو کې استعمال کړ او پر ١٢ م پيړې چين او قرمز کېد تارياکو استعمال دود شو . ورو ، ورو يې انحصار ايراني پاچايانو لاس ته ولوېده ، چين خپل سرحدونه دې زهري مادې لپاره خلاص پرېښودل او له همدې ځايه ټولې نړۍ ته ليږديدل د سايکالوژيکو تاثيراتو بنسټ د اروپايانو له خوا په چين کې اېښودل شوى ، تارياک پر 1493 م کې سويس ، انګلستان ، المان او فرانسي د درمل لپاره تر مطالعې لاندي ونيول ، سرتونر Sertuner الماني درملګر (فارمسست) له تارياکو څخه الکولوئيد مورفين جلا کړه ، د مورفين کشف سره د تارياکو سوداګرۍ زياته وده وکړه . او اسيا ته تارياک د پرتګاليانو ، هالنډيانو ، هسپاناويانو او انګليسانو له خوا راوړل شوې ، څرنګه چې تارياک په درملو کې استعماليده خوب راوړونکى او ارام راوړونکى اغيز يې درلود هماغه وو، چې بشر نشه ييزو مقاصدو لپاره استعمال کړ .
د مخدره موادو مارکيټ ، بازار ، غوښتنه او تقاضا د نړۍ په پرمخ تللو هېوادونو کې ده او سستو سوداګر يې هم هملته په لويو هېوادونو کېدي ، چې٣٠ کاله وړاندې د افغانستان په لرو پرتو سيمو ، غرو ، رغو کې کوکنار کرل کېده خو د جګړو او مهاجرتونو له امله چېد افغانانو په اقتصادي ، سياسي ، کلتوري او ټولنيز ژوند او چار چاپيريال کې ژور بدلونونه راغلل او د افغانستان د وخت دولت د حاکميت ساحه ورو ، ورو تنګېدله او په سيمو کې د دولت مخالفو قوماندانانو واک پراخېده قوماندان د بهرنيو د سياسي ، مالي او پوځي ملاټړ څخه برخمن وو ، څرنګه چې مخکې يادونه وشوه په غرو ، رغو او لري پرتو سيمو کېد کوکنارو کر موجود وو، هغه سيمې به چې د قوماندانانو تر ولکې لاندې راتلل کوکنارو کر زياتېده پدې ډول ددې بوټې کراو تجارت زيادښت ومونده چې څومره به د قوماندانانو د واک ساحه پراخېدله هومره د کوکنارو کر او سوداګري ډېرېده آن تر دې چې دولتي واک قوماندانانو لاس ته ورغي د کوکنارو کر عام او حتمي شو .
افغانستان د نړۍ د تارياکو توليدونکو هېوادونو په سر کې ځاى پيداکړ . د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د ملا عمر د فرمان له مخې د کوکنارو په کر بنديز ولګيد ، خو تجارت يي لا ازاد روان وو د ملاعمر تر مشرې لاندې طالبانو تحريک منظم او مذهبي شکل درلود د مشر تابه اوامرو ته په شايد او بايد ډول غاړه اېښودل کېده بله وجه يې مذهبي اثرورسوخ ګڼل کيدي شي خو کله چې پخواني جنګسالاران يو ځل بيا سياست ډګر ته راوستل او د قدرت واګي ورته وسپارل شول يو ځل بيا د کوکنارو کر کيله عام او زيات شو ، د يوې نړيوالې سروي له مخې چې په ٢٠٠٤ م کال کې د نړۍ ٨٧ % اپيوم په افغانستان کې شوې وو او په اروپا کې استعماليدونکى هيروينو ٩٠ % د افغانستان د کوکنارو څخه شميرل کيږي .
څو کاله وړاندې کروندګرو ته د يو جريب کوکنارو په بدل کې٣٥٠ امريکائي ډالره ورکول کيدې ، څخه چې دا مرستي د سيمه ئيزو قوماندانانو او چارواکو له لارې ويشل کيدې اړو او مستحقو دهقانانو ته ونه رسيدې او يا هم تر اوسه چې کومې وړې او غټې پروژې د کوکنارو د له منځه وړلو په منظور تر سره شوې اغيز من نه دي ثابت شوي .
اوس بيا د افغانستان دولت ، امريکا متحده ايالات ، انګلستان او نور مرستندويه هيوادونه د کوکنارو پر ضد مبارزي ډګر ته راوتلې چې له ځينو خنډونو او چلنجونو سره مخامخ دي . غواړم پدې ليکنه کې هغو لاملونو او خنډونو ته اعشاره وکړم چې تر اوسه موجود دي او همدارنګه د دې ستونزې د حل لپاره ځينې وړاندېزونه وړاندې کړم .
لاملونه يا علتونه :
۱ د کرنېزو مځکو نشتوالى او لږوالي ،د افغانستان ٨٠ % ساحه غرونو نيولى ٥ % زراعتي ځمکه او ١٥% شاړي او دښتې دي .
۲ د اوبو خور منظم نظام نشتوالى
۳ څوکلنه دوام داره وچکالي
۴ په هېواد کې د بيسوادۍ د کچې لوړوالى
۵ بي کاري او بي روزګاري
۶ د نشه ئي توکو له بهرنيو قاچاقبرو سره د افغانانو اشنائي .
۷ نورو زراعتي محصولاتو لپاره په نړيواله کچه د مارکيټ نشتوالى.
۸ د نفوسو زياتوالى
دا خو هغه لاملونه او علتونه دى چې تر اوسه طبعي ډول پدې هېواد کې موجودې دې او يا هم د چارواکو د نه پاملرنې له امله د زياتېدو په حالت کې قرار لري خو ترڅنګ يې نور خنډونه او چلنجونه هم شته چې بايد ترې يادونه وشي ، چې د مخدره موادو په کر او سوداګرۍ کې ځانګړى اهميت او اغېز لري
خنډونه يا چيلنجونه :
۱د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد په ټولو برخو کې نه حاکميت او لږ اغېز
۲د ملي پوليسو او ملي اردو د روزنې او جوړونې د بهير سستوالى او لږ والى .
۳په دولتي ادارو کې د اداري فساد زياتوالى
۴د دولت پروګرامونو ته د دولتي چارواکو نه هوډ منتيا نه ژمنتيا او بي وفائي .
۵له قاچاقبرو سره د دولتي چارواکو لاس
۶کروندګرو ته د بل بديل فصل نه وړاندې کول .
دا يوه ستونزه ده ، داسې هم نه دى چې هېڅ د حل لاره نلري که واقيعا د افغانستان دولت او ورسره نړيوال مرستندويان غواړي چې په نړيواله کچه د تارياکو سوداګري او کر بند کړي لمړې دې بايد هغه لاسونه لنډ کړې چې دا توکې په ګرانه بيه رانيسي او بيا يې اسيائي ، اروپائي او خليجي هېوادونو ته لېږدوي او هلته يي ورته ښه ګرم بازار او مارکيټ جوړ کړى دى په بل عبارت بايد د تارياکو تقاضا له منځه ويوړل شي ، کله چې تقاضا له منځه لاړه شي عرضه پخپله له منځه ځي ياني دا چې د نړيوال مافيا جرړې دې له بېخه وويستل شي .
عجيبه او حيرانونکى خو داده چې نړيوال سازمانونه او د افغانستان دولت بار ، بار اعلان کوي چې د مخدره موادو په قاچاق کې سيمه ييز او لوړ پوړې دولتي چارواکي واليان او آن وزيران لاس لري خو تر اوسه يو وزير ، والي او يا هم بل کوم سيمه ييز واکمن پدې تور ونه نيول شو له دندي ګوښه نشو او نه هم سزا ورکړ شو زما له نظره د هېواد په ټولو برخو د مرکزي حکومت نه کنترول او د دولتي چارواکو له خوا د مرکز اوامرو ته نه غاړه اېښودل دى .
هيله ده چې ښاغلى حامد کرزى چې يو ټاکل شوې ولسمشر دى د هغه چارواکو لست ولس ته وړاندې کړې او هم هغو دولتي چارواکو ته سزا ورکړې چې د مخدره موادو په قاچاق کې ککړ دي تر څو د ولس ريښتينى باور پر دولت نور هم زيات شي په بې ځايه وعدو ، غورځو ، پرځو هېڅ هم نه کېږي همدا ډول ددې ستونزې سره د مبارزې لپاره د افغانستان دولت او نړيوال مرستندويان لاندې وړاندېزونه په نظر کې ونيسي .
وړاندېزونه
۱ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت (مرکزي دولت) د هېواد ټولو برخو ته د حاکميت پراختيا
۲د مسلکي ملي پوليسو د شمېر زياتوالى
۳ له دندو څخه د جنګسالارانو ګوښه کول ، ټوپکواکى پرځاى د قانون واکمنۍ ټينګښت لپاره عملي هلې ځلې .
۴په ټولو ملي او سيمه ييزو دولتي ادارو کې د رشوت او اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه او له منځه وړل .
۵ د نړيوالو خيريه موسسو او نادولتي کورنيو (انجوګانو) له کارونو څخه څارنه او کنترول
۶ د بيان ازادى ته درناوى او د سالم انتقاد منلو سياست عملي کول
۷په واقعي شکل مسلکي او اهلو اشخاصو په دولتي پوستونو کې ټاکل .
۸ سرکونو جوړول او پخول .
۹صنعتي فابريکو جوړول او فعال ساتل .
۱۰بريښنائي سيستم رغول ، جوړول او د هېواد ټولو برخو ته د بريښنا رسول .
۱۱د اوبو خور منظم نظام جوړول د شاړو دښتو او زمکو ابادول .
۱۲د زراعتي فارمونو ، نهرونو ، کانالونو رغول او جوړول .
۱۳د نورو ګټورو زراعتي فصلونو لپاره په نړيواله کچه مارکيټ پيدا کول .
۱۴ښوونې او روزنې سيستم ته زياته پاملرنه او د ولس د سواد کچې لوړول
۱۵روغتيايې برخې رغول او جوړول
او داسې ورته نورې غټې پروژې دې تر لاس لاندې ونيول شي او هم دې ،ددې توکې پر ضد مبارزې لپاره له تبليغاتي وسايلو لکه اخبار ، مجله ، راډيو ، تلويزيون ، ډرامو ، عامه پوهاوي غونډو ، ورکشاپونو ، سيمينارونو او اعلانونو له لارې دې ورته منظم پلان جوړ او ددې توکې د ناوړو اغېزو په باب چې د ټول بشريت ګډ دښمن دى پراخ تبليغاتي کمپاين تر سره شي، او په ټوليزه توګه د دوام داره او ټول ګټو اوږد مهالو پروژو عملي پيل او ولس ته د کار د زمينې برابرولو په صورت کې به د کوکنارو کښت په تدريجې ډول لږ او له منځه لاړ شي .
د کروند ګرو باور پرحکومت هله راتلای شي چې عملي کار شروع او ولس ته کار پيدا شي او هم دارنګه کومې مرستې چې له دهقانانو سره کېږي بايد دې په مستقيم ډول له هغوي سره وشي نه د قوماندانانو او ملکانو له لارې په دې ډول به د کوکنار پر ضد مبارزه خپل اصلي هدف ته ورسېږي نړيوال او افغانان به ددې نيشه يې توکې له شر څخه خلاص شي .