دخپریدو نیټه : 2016-04-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دولتونه څنګه ځواکمن کیدلای شي
حکمت الله رښتین
د دولتونو په ځواکمنتیا کی شپږ فکتورونه ډیر زیات رول لري چی افغانستان هم د همدغو فکتورو په سم استعمال کولی شی د بریا تر څوکو ځان هسک کړي.
همدغه فکتورونه په لاندی ډول دي.
۱ـ جغرافیایی موقیعت ۲ـ د نفوس کمیت او کیفیت ۳ـ طبیعی زیرمی ۴ـ اقتصادی ځواکمتیا ۵ـ نظامی ځواکمنتیا ۵ـ سیاسی مشرتابه
خو د ټولو فکتورونو سر یی سیاسی مشرتابه دی . چی د اخرنی فکتور په حیث د مقالی په اخر کی تشریح کیږي. خو پیل یی له جغرافیایی موقیعته کوو:-
د نړی هغه هیوادونه په نړیوالو سیاستونو کی زیات رول لوبوي کوم چی د نړی په ستراتيژکه برخه کی موقیعت ولري. که چیری له یوه روسی جیوپلتیکی کارپوه څخه وپوښتی چی ستاسی سرسخت دښمن څوک دی. شاید د کوم چا نوم درته وانخلی ٬ خو ځواب به یی دا وي ٬ چی زموږ جغرافیاوی موقیعت زموږ دښمن دی . ځکه همدغه محصور او راګیر موقیعت موږ له خپلو سیالانو څخه وروسته راوستی یو موږ نه شو کولای د هغوی سره د منجمد شمالی بحر په ګاونډيتوب کی څنګه چی موږ غواړو سیالی وکړو.
که هند ته مخ ورواړوو هند داسی هیواد دی چی دری طرفه څخه له بحر سره تړلی دی٬ هغوی سرشاره طبیعی جغرافیه لري ٬ انګریزانو هند د خپلی امپراطوری د پایښت لپاره د شیدو غوا بلله. نن هم د هند د پرمختګ یو علت د هغوی ښه جغرافیاوی موقیعت دی.
افغانستان هم مهم ستراتيژک موقیعت لري٬ افغانستان پخوانی د وریښمو لار وه د منځنی او جنوبی آسیا د تړل کیدلو جغرافیه ده٬ د افغانستان د ستراتيژیک موقیعت ارزښت پدی خبره کی ښه رانغښتی دی چی تاریخ ذکر کوي د افغانستان څخه تر اوسه ۲۶ امپراطوران تیر شوي دي. دا خبره دا په ډاګه کوي چی موږ که اوس هم هڅی وشی په تجارتی څلورلاری بدلیدلای شو.
د هیوادونو د پرمختګ او ځواکمنتیا دوهم فکتور د نفوس کمیت او کیفیت دی. کمیت پدی معنی چی نفوس باندی دومره ونه اوسی ٬ چی د دولت د اوږو بار شي. دا د دولت دنده ده ٬ چی له دموګرافیکی لحاظه د هیواد اتباع د جغرافیی د مساحت مطابق وویشی. څرنګه چی پخوا کلونو کی ویل کیدل چی د افغانستان نفوس که د افغانستان په جغرافیه تقسیم شی په هر کیلو متر کی به ۴۱ افغانان ژوند ولري.
د نفوس په چوکاټ کی بل مهم بحث د نفوس کیفیت دی څرنګه چی یوه کارپوه ویلی وو چی د یوه هیواد ښه تبع د هیواد په ښه والی او د هیواد بد تبع د هیواد په بدبختی کی لاس لري. دولت دنده لری ترڅو په خپل نفوس پانګه اچونه وکړي. تر څو د بدبختیو اندازه راکمه کړي. که چیری خلک مصروفه وی او فکرونه یی د علم په ګاڼه سمبال وي٬هیڅ وخت به د وطن د بربادی لامل نه شي.
دریم فکتور د هیواد طبیعی زیرمی دي چی د هیوادونو په ځواکمتیا کی بی ساری رول لري. هغه هیوادونه ډير ځواکمن دی ٬ چی هم یی موقیعت ستراتیژیک وي او هم یی طبیعی زیرمی بی ساری وي. که چیری طبیعی زیرمی راوسپړل شي د هیواد اقتصاد پرمختګ کوي. کله چی اقتصاد پرمختللی شو کولای شو د منظم نظامی قوت په جوړولو کی تری کار واخلو. ځکه چی د نظامی قوت د ملاتیر ښه اقتصاد تشکیلوي. په نړیوالو سیاستونو کی هغه هیوادونه زیات رول لري چی د ښه نظامی قوت نه برخه من وي.
څلورم فکتور د اقتصاد قوت څخه عبارت دی چی اقتصاد له سیاست او سیاست له اقتصاد سره مستقیمه اړیکه لري قوی اقتصاد د قوی سیاست لامل ګرځي او قوی سیاست د قوی اقتصاد په منځ ته راتګ تمام کیدلای شي.
پنځم فکتور نظامی قوت دی چی پورتنی څلور فکتورنه د نظامی قوت په منځ ته راتګ کی مهم رول لوبوي.نظامی قوت تش د عسکرو د تعداد په زیاتوالی او کموالی پوری تړلی ندی. نن ورځ شاید د هغی عسکری جینی مورال تر هغوی سلګو زرو نارینه عسکرو زیات لوړ وي کومې ته چی د اتومی بم د استعمال دنده ورسپارل شوی.
شپږم فکتور د دولتونو په ځواکمتیا کی ترټولو اړین دی او د نورو پنځو فکتورو درست استعمال په سیاسی مشرتوب پوری اړه لري. د هیوادونو جغرافیو ته که د کښتیو مثال ورکړو٬ د همدغو جغرافیاوی کښتیو چلوونکي ٬ سیاسی مشران دی. که چیری د کښتی چلوونکی له سمندری طوفانونو٬ د نهنګانو د حملو او نورو ګواښونو په مهارولو پوهه وي . کښتی تر خپلی ټاکلی موخی رسیدلای شی کنه نو د خوږ وطن افغانستان په شان به یی پورتنی فکتورونه د سیاسی قیادت ښکار وي.