مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملا اختر محمد منصور ولې په نښه شو؟

حکمت الله نوري

 له کله نه چې ملا اختر محمد منصور د وسلوالو طالبانو رهبري په غاړه واخیسته، د افغان چارواکو یو څه تمې پیدا شوې او داسې یې انګیرله چې منصور ښايي د جګړې په ځای سولې ته میلان وښيي، خو دا انګیرنې منعکوسې راووتې. په افغانستان کې جګړه توده شوه، وسلوال طالبان په دوو لویو ډلو له ویشل کیدو سره سره په افغانستان کې په ډيره ځمکه واکمن شول. منصور فکر کاوه چې له یوې خوا باید د جنګیدونکو طالبانو زړونه تر لاسه کړي او د دې ترڅنګ که د سولې د خبرو په موکه سلا شول، نو مقابل لوري ته به خپلې لاسته راوړنې د چنو وهلو لپاره له ځان سره یوسي. په دې موده کې د سولې څلور اړخیزې غونډې او د تاوتریخوالي او سخت دریځې پر خلاف د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره د ولسمشرغني منډې ترړې روانې وې. ملا اختر منصور چې د مال او پیسو څښتن و، تر دې وخته یې خپل تمرکز د جګړې ډګر تود ساتلی و او د سولې څلور اړخیزو غونډو ته یې چندان ارزښت نه ورکاوه. منصور له یوې خوا د خپلمنځي شخړو او جګړو کې برلاسی را وخوت او له بلې خوا فکر کیده چې داعش به د وسلوالو طالبانو لیکې یا د زور او یاهم د زر له لارې ماتې کړي، په دې ډګر کې هم د نړیوالو او تحلیلګرانو د تحلیل خلاف بریالی را ووت.کله چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستو پروګرام عملي کاوه، نو په ښکاره یې وویل چې له دې وروسته امریکا افغان طالبان خپل دښمن نه ګڼي. په دې موده کې طالبان د پرمختګ په حال کې وو او پاکستان د نړیوالو تر سخت فشار لاندې ساه اخیسته. دا نو هغه وخت وو چې منصور هم په دې فکر کې شو چې د ځان لپاره سیمه ایز ملګري پیدا کړي. چانس هم ور سره یاري کوله، ځکه چې روسیه او ایران په لویدیځ بې باوره وو چې له داعش سره ريښتوني مبارزه نه کوي بلکي د لویدیځ سیاست داسې تدوین شوی چې په داعش مرکزي اسیا نا ارامه کړي. له طالب چارواکو سره د روسانو لیده کاته هغه څه وو چې د داعش په خلاف یې د دوی ګټې سره شریکې کړې وې. ایران هم په ورته معامله کې له منصور سره په یوه کاسه ډوډې خوړله. دیخوا ته پاکستان د انزوا په خوا روان و، امریکا د اف شپاړسو جنګي الوتکو معامله و ځنډوله او شرایطو په کتو یې خپله پالیسي بدله کړه. افغانستان ته یې تازه دمه سرتیري را ولیږل چې په سویل او ختیځ پخوانۍ مورچلې کلکې کړې. امریکا ویره احساس کړه چې ښايي لوبه یې له منګولو د وتو په حال کې ده نو ځکه یې له پاکستان سره یې د یوې بلې معاملې فصل پرانیست. هلته په امریکا کې ولسمشرۍ ته د دموکرات او جمهوري غوښتونکو کاندیدانو تر منځ سیالیو هم اوباما ته نقل ورکړ چې معامله همدا اوس او باید توده په توده وشي او د خپلې او ګوندي واکمنۍ په تاریخ کې د اسامه بن لادن د وژنې سربیره یوه بله معما هم ثبت کړي. پاکستان تیار معاملې ته تود ناست چې ځان هم شهید او هم غازي کړي. پایله دا شوه چې ملا اختر محمد منصور ته دام کيښودل شي او ظاهرآ د بې پیلوټه الوتکې برید ته برابر شي. زیاتره دغه ډول معاملې چې کیږي هر چا ته پکې خپلې هیوادنۍ او لویې ګټې تر هر څه مخ کې وي. په دې معامله کې د تیر په څير بیا هم معامله ګرو ته ښايي د افغانستان ګټې هیڅ مطرح نه وې. اوس چې وسلوال طالبان یو ځل بیا یتیمان شوي، افغان حکومت ته په کار ده چې په دغه ایجاد شوي حالت کې د هیواد، خاورې او ملت په ګټه د ښه تدبیر او پلان له مخې پر مخ ولاړ شي. لوستونکو ته په یاد وي چې د اسامه بن لادن د وژنې وروسته داسې فکر کیده چې لویدیځ او په ځانګړې توګه امریکا به په پاکستان خپل فشارونه زیات کړي، ځکه چې د نړۍ په کچه تر ټولو مهم سړي ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی و. هغه سړی (اسامه) چې په امریکا د سپتمبر په خونړیو بریدونو تورن و، خو د معاملې وروسته پاکستان سرې سترګې ګرځیده او ان چې له هغه وروسته یې د امریکا میلیاردونه ډالره مرسته تر لاسه کړه. د منصور په وژنه پاکستان امتیاز واخیست او بیا به سرې سترګې ګرځي خو دا چې افغانستان ته به د منصور وژنه څه ورکړي او ایا افغان وژنه به ودریږي او که نه! د هیواد په رهبرانو پورې تړلې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery