دخپریدو نیټه : 2016-06-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دزنځيري وژنو د دوام په پلمه ...
عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
دپکتيا قومي مشر او جهادي قومندان عبدالله مجاهد ديکشنبې په ورځ دپکتيا په مرکز ګرديز ښار کې ديوې بمي چاودنې ښکار شو چې دوجود ځېنې برخې يې دلاسه ورکړي دي ، عبدالله مجاهد داوخت دسولې دولايتي کمېټې غړی وو چې کومه بله رسمي دنده يې نه درلودله .
په همغه شيبه دسهيل ختيځ زون سل بستريز روغتون ته وليږدول شو او داوخت دهيواد پلازمېنې کابل په څلور سوه بستريز روغتون کې تر تداوی لاندې دی .
پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادر ګل ځدران چې دپېښې ځای ته يې ځان رسولی وو رسنيو ته پخپلو خبرو کې وويل چې دا يو ډول چسپکي ماين وو ، نوموړي زياته کړه چې مجاهد ددې وړاندې په يوه قومي غونډه کې حضور درلود چې په هغه ځای کې ورته دښمنانو په موټر کې ماين ځای پرځای کړی وو ،
ځدران وويل چې داپيښه به ترڅيړنې لاندې ونيسو که عاملين يې پيدا شول سخته سزا به ورکړو .
اوس خبره داده چې د ۱۳۹۵ کال دپيل راديخوا دالومړۍ چاودنه نده چې عبدالله مجاهد يې ښکار شو ، ددې وړاندې دپکتيا د ولايتي شورا ريس عبدالروف خان ځدران پر کور ډليز بريد وشو چې دولايتي شورا ريس او دوه تنه ساتونکي يې سخت ټپيان شول .
همدارنګه ددې وړاندې دپکتيا يو تن بل قومي مشر حاجي اسحاق ګرديزی ديوه تن ساتونکي او ډريور سره يو ځای دپکتيا په ګرديز ښار کې په ډزو سره ووژل شول چې تر ننه يې عاملين تري تام دي .
ددې وړاندې دپکتيا يو تن بل قومي مشر او جهادي قومندان حاجي صاحب نور دپټان په ولسوالۍ کې دچسپکې ماين پواسطه شهيد شو چې يو ورور يې هم تر دې دمه په روغتون کې دروغتيا تمې ته شپې او ورځې تيروي .
داهغه کسان دي چې په سيمه کې يې زه او يا نور خلک پيژني ، خو داسې لسګونه بيلګې نورې هم شته دي چې عام وګړي يا د موټرو راښکته شوي او يا په نورو بيلا بيلو بريدونو کې وژل شوي دي .
هغه چې دپوليسو په ليکو او يا مخالفو وسله والو ډلو کې جنګ کوي دمړو او زخميانو دقيقه شميرنه به يې ګران کار وي .
خو يوه يادونه داضروري بولم چې دوه اونۍ دمخه دميزکې او سيدکرم ولسواليو ترمينځ دپوليسو په يوه پوسته شديد جنګ وشو چې په پوسته کې ۷ اوه تنه پوليس مو شهيدان شول او دهغوی وسايط ، وسلې او نور تجهيزات دښمن ته په لاس ورغلل .
هغوی بيګناه پوليسو دمرستو چيغې دماسخوتنه پيل کړې وې خو داسې څوک پيدا نشول چې دهغوی لاسنيوی يې کړی وی ، دهر يوه جنازه خپل خپل کلي ته وليږدول شوه او په پلرنيو هديرو کې خاورو ته وسپارل شول .
خو دکلي خلکو داخبره کوله چې له يوې خوا دخاورې ساتنه فرض ده او له بلې خوا دحلال رزق پيدا کول فرض دي ددوی مرال دهيوادني احساس له مخې عالي وو خو ګيله ورسره داوه چې چايې پوښتنه هم ونکړه ، چايې فاتخه هم وانخيسته .
زه وايم چې که ولايتي چارواکو ددې اوه تنو سپيڅلو ارواوو ، شهيدو پوليسو په يوه ځای فاتخه خيستی وای نو دهغو پوليسو مرال به لاپياوړی شوی وای چې داوخت ددې خاورې ساتنه کوي .
همدا ډول دپکتيا دپټان ولسوالۍ دمقبلو په سيمه کې چې ددوه مياستو راديخوا جنګ روان وو ۱۸ اتلسو سرحدي او محلي پولیس شهيدان شول چې دهغوی پوشتنه هم چا ونکړه ، نه يې څوک کور ته ورغلل او نه يې چا دهغه حق پوښتنه وکړه چې په دولت او اړوندو ادارو يې درلود .
پوښتنه داده چې دافغانستان حکومت په بار بار غوښتنو کې ويلي دي چې افغانان دې له ګاونډيو هيوادونو بيرته افغانستان ته راشي مونږ هم ددې هرکلی کړی دی او دامو ويلې دي چې خپل وطن که هرڅومره بد هم شي بيا هم خپل دی خو کله چې دلته ګورو هره ورځ مو په لسکونو بې ګناه ورونه په وينو لت پت وي .
اوس مونږ ته ژوند مهم دی او ژوند کول يوه لويه مانا لري ، دافغانستان فرهنګيانو او شاعرانو هم پخپلو مقالو او شعرونو کې جنګ غندلی او سوله يې تر هرڅه قيمتي او غوره بللې ده ، اوس دلته کله چا داحمد شاه خبرې کړي دي ، ميرويس خان چا ياد کړی دی خو ددې خوار ولس سره اوس يواځې ديوې حلالې ډوډۍ او ارام ژوند هيله ده .
زما په اند زمونږ داخوبونه او داهيلې به هلته ريشتيا شي چې نړۍ افغان ولس هم دانسانانو په څير وګڼي :
ترڅو چې پردې ځمکه دخپل ځان خبرې کيږي
دا دا مانا لري چې په اسمان خبرې کيږي
ترهِغې به بشر ددې نړۍ نه وروسته کيږي
چې هسې په شعار دخوار انسان خبرې کيږي
که مونږ اتوم نلرو ، عصري وسلې نلرو او يا دنورو په څير نه يو ، نو بيا انسانان هم نه يو !
دلته زه دعامو وګړو خبره تاييدووم چې مونږ چاته ووايو ، مونږ چاته وژاړو ، زمونږ دزخمونو ملهم څوک دی ، زمونږ دفرياد کولو ځايګی چيرې دی ، اوس مالومه ده زه ديوه ليکوال په توګه دولس داغږ چاته رسولی شم ، څوک يې اوريدلی شي .
له پرديو خو ګيله ځکه نه کوو چې له اوله تر ننه مو وژني .
هغه دمطيع الله تراب دشعر يوه بيت :
چې دوی ځان ساتې که پرمونږه باندې ځان ساتې
چې مونږه ساتې او زمونږه په انګړ راخيژي
دا درک خو چا ونکړ چې زما غوښه په دومره غټ ځان دومره درد کوي نو دبل کمزوري ځان غوښه به څومره خوږيږي ، له ما تر ټولو ټيټ پوړي نيولې او اه تر هغه جګ پوړې پورې چې موقفونه مو نيولي دي يواځې دځان غم مو کړی دی .
مونږ هروخت هغو دوستانو ته ډډی ورکوو چې زمونږ نيمګړتيا ور مالومه ، يا ورڅخه کومه تمه لرو ، يا زمونږ لوی آمر دی او يا زمونږ موقف په خطر کې اچولی شي ، تراسه خو په داڅو کلونو کې مونږ داسې څوک ونه ليدل چې يوه غريبه کورنۍ يې ميلمه کړې وي او يا يې په ښار کې هغه ماشومان دعوت کړي وي چې دسوال لاسونه يې هر چاته نيولي وي .
يوه شاعر ويلي دي چې :
ماشومان که دشاعرب که دمغرب دي
دژړا اودخندا اواز يې يو دی
زما خو پدې شعر شک پيدا شو چې داځينې به اولادونه نلري ، ځکه نو ورسره دهغو ماشومانو او کورنيو غم نشته دی چې په سره ګرمۍ کې سوال کوي ، ترماښامه په سرکونو پراته وي پدې هيله چې څوک به د ډوډۍ روپۍ ورکوي .
امپرياليزم هغه نظام بيانوي چې يو لوی بحث پکې نغښتی دی خو تردې وخت داهم راشک ښکاريده اوس ورځ تربلې شک په ريشتيا بدليږي ، مونږ خو اسلامي فکر لرو ، په اسلام کې ژوند کوو ، اسلام منو او داسلامي عقيدې پيروان يو ، خو دلته داسې ښکاري چې زمونږ دلارې لارويانو اوس مسير دلارې تغير کړی دی په هغه لاره چې په يوه ځای روان وو او دکاروان لارښود مو هم يو وو اوس لکه چې کاروان بيل بيل شو او لارښود يې هم راته بيل بيل ښکاري .
که لارښود بيليږي دلته اسلام هم ويلي چې (( کوم وخت چې ستاسو آمر بله لاره غوره کړه او تاسو يې هم په غلطو لار سر کړی نو دهمغه آمر ، امر واجب نه دی )) .
زه وايم چې تير سپيڅلی جهاد چې هر افغان په سرښنده افغانستان وګټلو او مشرانو دهغوی قربانيو ته په نه پام ځان خواهي اختيار کړه انجام يې داسې وو :
غرور دې مات ، کبر دې مات خوصلې هم ماتې شوې
فکر دې مات شو، لاس دې مات قافلې هم ماتې شوې
ستا له بلا ويرې په ټول چم او ګاونډ بنديز وو
نظر دې مات ، ځان دې ټوټه دوه دې پښې هم ماتې شوې
که چيرې مونږ داوخت هم خپلو قرباني ته په درنه سترګه ونه ګورو او بيا دتير په شان ځان غوښتنه وکړه فکر کووم چې بيا زمونږ لاره غلطه وي او بيا به مو هم هغه فرصتونه دلاسه ورکړي وي چې اوس راسره شته دي .
بايد چې خپل مشران ، مشران وګڼل شي او کاملا يې احترام وشي ، دهغوی له مشورو او تجربو ګټه وايستل شي ، د ځوانانو او تنکيو ماشومانو په روح او روان باندې داسې فکر او کار وشي چې سبا زمونږ احترام وکړي او په هغه لاره قدم کيږدي چې سمې لارې دي ، دمشرانو ، ځوانانو او ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وشي چې دا زمونږ راتلونکی دی او زمونږ ملي ارزښتونه به په دوی کې نغښتي وي .