مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له بي بي سي سره د علي احمد جلالي مرکه

سيد حسين پاچا

 

سرتاج عزيز :
هېواد يې هوډ لري چې د ډيورنډ پر کرښه تأسيسات جوړ کړي چې د اورپکو د تګ راتګ مخه ونيسي. پر کرښه به اغزن تار لګوي او د تورخم دروازې په څېر به ورته پر ياده کرښه نورې دروازې هم جوړې کړي

د لروبر افغان وينه به خامخا رنګ راوړي دا ځکه چې الله تعالی د شهيد وينه هېڅکله نه هدر کوي چې دا د الله تعالی تضمين دی. په دې هيله چې د اتوم په شتون کې يې ټوټه ټوټه ووينو او هره متجانسه ټوټه يې له خپلې اصلي ټوټې سره بيرته يوځای او سند وبلوچستان هم خپله خپلواکي ترلاسه کړي


نوټ :
په ۱۹۸۰ يمو کې چې ما د باړې په دارالعلوم هاشميه کې درس ويلو. ديکتاتور ضيار ژوند وو. داسې يوه هيله او پلان يې وو چې د وخت په تېرېدو سره سرحدات له قبايلي سيمو د افغانستان سرحداتو ته ورورسوي. په هغه وخت کې يې يوه لوبه دا وکړه چې له نړيوالې ټولنې په تېره بيا له امريکا نه يې ډالر په دې پلمه اخېستې وو چې زه به په قبايلي سيمو مارکېټونه او د چرسو او اپيونو کارخانې پاکوم، نو باړې ته يې ملېشه راواستوله او د باړې په کاريګر ګړهۍ او عالم ګودر کې چې د چرسو پايکوګانې وې او هلته به خلکو د چرسو د ميده کولو او پخولو کار اخېسته، نو ځينې کارخانې يې ړنګې کړې او په قمبرخېلو د شلوبر په قبيله، ملک دين خېل او سيپيا قوم يا قبيلو کې يې د ځېنو خلکو کورونه هم نيمکله وسېځل چې د هغې يې هم ورته له مخکې نه خبر او قيمت ورکړی وو، خو نړۍ ته يې يو ثبوت وړاندې کړی چې موږ د چرسو او اپينو کارخانې ړنګې کړې، خو بيرته ښه په درځ کې هر څه روان ول، خو داسې يوه پلان لا په هغه وخت کې وو چې د تيرا په ليرې پرتو سيمو لکه : د تيرا بازار زخه خېل قوم چې زموږ د شينوارو د دوربابا له علاقه دارۍ يا اوسنۍ ولسوالۍ تورې تيږې يا تبۍ کنډو سرحد ته وغځوي. همداسې د ميدان او هغسې له سدې نه زموږ د شينوارو هسکې مينې سپينې مورګې، کوټ و مامند او د نازيان تنګي لوري ته ځانونه راورسوي چې بيا په دې وروستيو يوه نيمه لسيزه کې يې د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره په باړه کې دوه پيران رامينځته کړل چې له هغې نه بيا په ترتيب سره د انصار الاسلام او لشکر اسلام په نوم د منګل باغ په نوم ډلې راوټوکېدلې او منګل باغ به په ښکاره زموږ د افغانانو پسې بد ويل او دا جنجالونه ورو ورو له پلان سره تيرا ته ورسېدل او له باړې نه تيرا ته لاړل او هلته يې يو بل ته مورچې ونيولې چې د وخت په تېرېدو سره دا دی نن منګل باغ او د داعش په نوم ډلې زموږ په ټوله شينواري سيمه فعاليت کوي او هلته يې قوي مرکزونه جوړ کړي او نن مو په خپل کور وکلي هم نه پرېږدي او خپلې چړې يې راباندې پسې کړې. دا خو لا څه ان چې په بمونو يې هم والوځولو، خو د اکوړې د بنسټګر مولانا سميع الحق له خولې تراوسه يوه خبره د خير وانه ورېدل شوه.
همداسې ورپسې لعلپورې، نواپاس آخوا ته تر کونړ بدخشان پورې او دې خوا ته له تيرا نه واخله تر ځاځيو، خوست، زابل او آخوا ته تر کندهار وهلمند ونېمروز پورې دا ټول سرحدي سيمه د پنجاب په پلان کې وه چې په يو او بل نوم يې لاندې او تر خپلې ولکې لاندې راولي. دا مسايل نه جهاديانو او نه څڼه ورو طالبانو درک کړه چې نن ترې دغسې ناخوالې پورته شوې. دا ځکه چې دوی د حکمتيار او له جهادي پيره همداسې اموخته شوي چې زموږ کورنۍ او بهرنۍ پاليسي کنترول او په خپل واک کې واخلي او له نړۍ او ګاونډيو سره د دوی په خوښه چال چلند وکړو او موږ ته لار راوښيي چې دا محاله ده او دا ارمان به يې هېڅکله پوره نه شي.

دويم دا چې د بي بي سي په يو مستند فلم ((Secret Pakistan يا پاکستان څنګه په دغه دوه مخې لوبه کې رسوا شو ؟)) کې چې د طالبانو سفير مولوي عبدالسلام ضعيف وايی چې ((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکا ته بل څه)) او همداسې مستند ثبوتونه شته چې پخواني ولسمشر پروېز مشرف امريکا او طالبانو دواړو ته دوکه ورکړه. ښاغلي بوش ته يې ويلي وو چې ((زه طالبان دېته قانع کولی شم چې اسامه تاسو ته تسليم کړي او له بل لورې يې بيا جنرال محمود ته ويلي وو چې طالبان يا د طالبانو مشر ملا محمد عمر له دې منکر کړي چې اسامه امريکا ته وسپاري، نو د همدغې موخو د ترلاسه کولو لپاره يې لومړی طالبان امريکا او هم يې خپل ځان ته blackmail کړل. له يو لوري يې د امريکا له پامه بد راوستل او له بل لورې يې داسې د ځان په کنترول کې راوستل چې احسان هم پرې د دوی بار وو او ډبله لوبه يې هم پر دوی وکړه. د ښاغلي کرزي د حکومت د کمزوري کولو او هم پرې له هند سره خپله نيابتي يا تپل شوې جګړه مخې ته يووړله او هم يې پرې له امريکا نه بېغمه يو ميليارد ډالره مالي او هم يې نظامي مرستې ترلاسه کولې تر دې چې دا ډبل لوبه بيا د ښاغلي بروسيډل په وسيله رسوا شوه چې :
بروسيډل :
د سي آی ای يو پخواني مامور بروسيدل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.
پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.
مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.
په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.
I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …
زما په اند دا موږ ته تر ډېره څرګنده وه چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي. ډېر هغسې چې يې ويل او يا يې کول د لويديزوالو د پام له امله يې کول او اصلي نيت يې دا نه وو

ټوني شيفر :
د امريکې مخبرانو په واڼه کې د ايمن الظواهري ځای ځايګی معلوم کړ. د امريکا د پوځي استخباراتو مامور ټوني شيفر :
We found out that Dr. Zawahiri was hanging out there and…

موږ داسې معلومات ترلاسه کړل چې ډاکټر ايمن الظواهري هلته په يوه کور کې دی چې د مرکز په توګه کارېده. دا معلومات مو له پاکستاني چارواکو سره شريک کړل چې پر ضد يې عمليات وشي. عمليات وشول، خو پايله يې نه درلوده. جنرال داود راجبود چې د عملياتو مشري يې پر غاړه لرله.
I was in Wana and I’m the one who carried out this operation, and once we …

زه په واڼه کې وم او ما دغه عمليات ترسره کړل. کله چې مو معلومات ترلاسه کړل، سهار وختي عمليات پيل شول. ځانګړي ځواکونه سيمې ته ورغلل، نښته وشوه. کله چې موږ ورسېدو، ځينې کسان وژل شوي وو او هغوی چې ژوندي باقي وو هغوی ښايي تښتېدلي وي.
خو ښاغلی شيفر وايی چې ايمن الظواهري ته څليريشت ساعته د مخه خبر ورکړل شوی وو چې ورباندې بريد کيږي او له سيمې بايد ځان ووځي. پاکستان دا تور ردوي او وايی چې ګوندې په لوی لاس يې الظواهري ته د تېښتې لاره پرانېسته.
خو امريکايان له دې امله پرې پوه شوي وو چې په دې ټوله موده کې پاکستان هغه طالبان ونه ځپل چې په افغانستان کې يې پر امريکايانو بريدونه کول. په همدې حال سي آی اي دا هم وموندله چې طالبانو ته په پاکستان کې ګڼ روزنځايونه جوړ شوي دي.

شېراد کوپر کول د برتانيا پخوانی سفير :
We did know I mean extraordinary things like corporations for people to go home back training courses to Pakistan. The Taliban were sending out instructions saying that the sensation cripple crumble making calls regular nominates never substantiated that ISI officers were with the insurgences.
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

لينک دلته کتلای شئ :
Secret Pakistan - Documentary by BBC Part 1
https://vimeo.com/128052683
Secret Pakistan Documentary by BBC Part 2 (Backlash)
http://www.dailymotion.com/video/x2avxx6_secret-pakistan-documentary-by-bbc-part-2-backlash_tv
Musharraf: Pakistan and India's backing for 'proxies' in Afghanistan must stop
https://www.theguardian.com/world/2015/feb/13/pervez-musharraf-pakistan-india-proxies-afghanistan-ghani-taliban

د وزيرستان د ضرب غضب په نوم عمليات هم د همدغو ډبل لوبو پايله ده چې هغه خپلواک پښتانه چې ځانونه په خټه پښتانه او افغانان بولي او لا تراوسه يې په حس و روان کې د افغانيت او پښتونولۍ احساس شته، بيا هم د امريکا په مالي مرسته او د لا نورو مډرنو وسلو د ترلاسه کولو په موخه يې دوی او کورنۍ، مېرمنې او اولادونه يې ورووژل او کورونه او د کاروبار ځايونه او مارکېټونه يې ور وران او وسځول. حال دا چې فتوی ورته هم د اکوړي مشر بنسټګر او نورو اسلامي ډلو نه اخېستې وه چې هلته ترهګر دي، نو د خپل يو پښتون بنسټګر له لورې د پنجاب د ناولو موخو ښکار شول. بدنام هم شول او له زنده ګۍ هم خلاص شول.

نتېجه :
په پای کې سرتاج عزيز بايد په دې پوه شي چې دی او حکومت به يې ترکله داسې لوبې په خپل لروبر لوی ټبر باندې کوي؟ سرتاج عزيز او حکومت به يې اول وي او که وروسته دا د پښتون د لروبر لوی ټبر د وينو پور کله اداء کوي؟ دروازې او اغزن تار لګول هسې يوه پلمه ده. پنجاب دې افغانانو ته لارښوونه نه کوي چې دا وکړئ او دا مه کوئ. يا دا کولی شئ او دا نه شئ کولی. سرتاج عزيز او حکومت يې بايد په دې پوه شي چې دلته خلکو وينه ورکړې او د خلکو د وينو قيمت به خامخا نتېجه راوړي او هغه دا چې د بوټو د وخت انګېرنه چې بوټو ته يې کړې وه هغه به کله هم له داسې فشار او غلطو لارو او پالېسيو نه هېڅکله سرته ونه رسيږي او د دې ملت وينې به خامخا رنګ راوړي او سرتاج عزيز او حکومت يا په ټوله کې پنجاب ته به لوی سردرد جوړيږي چې علاج به يې بيا نه له نظاميانو، استخباراتو، سياستوالو، ملايانو او رسنيو سره هم نه وي او دا وينه به خامخا رنګ راوړي. په دې هېله چې په خپل ژوند کې پاکستان ټوټې ټوټې ووينو چې هره ټوټه يې له خپلې ټوټې سره بيرته پيوند واخلي او د پنجاب د ددغه سياسي بقا او تضمين خوب هېڅکله ريښتينی نه شي چې د خپل اتوم په شتون کې ټوټه ټوټه شي او بيا يې څوک له شرمه نوم هم پر خولې وانه خلي. سرتاج عزيز او حکومت خو به يې خپل حراميتوب کوي، خو ته ګوره چې الله تعالی څه حالات وشرايط رامخته کوي. د لروبر افغان د وېښتيا په هيله! [آمين ثم آمين]

*** *** ***

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز ويلي دي چې هېواد يې هوډ لري چې د ډيورنډ پر کرښه تأسيسات جوړ کړي چې د اورپکو د تګ راتګ مخه ونيوله شي. ښاغلي عزيز دا خبرې په اسلام اباد کې د افغان وپاکستاني چارواکو ترمينځ غونډه کې د دوشنبې ورځ وروسته کړي چې په تورخم کې د دواړو غاړو ترمينځ د تېرې اونۍ له تاوتريخوالي وروسته ترسره شوې. خدای نور ناصر پرې له اسلام اباده ريپورټ لري :
د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار وزير له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه به اغزن تار لګوي او د تورخم دروازې په څېر ورته به پر ياده کرښه نورې دروازې هم جوړې کړي.
سرتاج عزيز د پاکستان له يو شخصي تلويزيونه له ما سره په يوه مرکه کې ويلي چې د يوولسم سيپتيمبر له پېښې وروسته کله چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو رژيم نسکور کړ، نو ټول وسله وال د افغانستان دې غاړې قبايلو ته راغلل او ورسره د دوی په هېواد کې هم ناامني خپره شوه. د ښاغلي عزيز په خبره اوس يې تر ډېره پورې قبايلي سيمې له همدې وسله والو پاکې کړي، خو که پر ډيورنډ کرښه د پولې نظام ښه نه شي دا وسله وال به بيا هلته پټنځايونه جوړ کړي.
موږ تراوسه پورې ډېرې قبايلي سيمې پاکې کړي او هلته مو د خپل دولت حاکميت دوباره جوړ کړی، خو که له افغانستان سره مو پوله همداسې خلاصه وي، نو بيا دا سيمه خوندي پاتې کېدلی نه شي او ځکه خو مو اوس د پولې د نظام د ښه کولو لپاره کار پيل کړی. او لومړی مو هم دا پرېکړه کړې چې په دې پوله به بې له قانوني اسنادو تګ راتګ بند وي.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو د سلاکار پر خبره د پاکستان له خوا پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار او دروازو لګولو افغان دولت اندېښمن کړی او هغه يې پر ضد دی چې د ده په خبره د همدې لپاره يې په دې وروستيو کې يې يو افغان پلاوي ته بلنه ورکړې وه. له همدې افغان پلاوي سره د ملاقات په هکله سرتاج عزيز وويل د دواړو هېوادونو د چارواکيو ترمينځ خبرې په ښه ماحول کې وشوې او دواړه لورې پر دې موفق شول چې د پولې د نظام د ښه کولو لپاره به يو مېکانېزم جوړوي.
خدای نور ناصر بي بي سي
*** *** ***

په همدې اړه په ريپورټ کې مو واورېدل چې د افغان حکومت له مخالفت سره سره په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز وويل چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې به د تأسيساتو جوړولو ته دوام ورکړي

پوښتنه :
په همدې اړه مې په امريکا کې د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير او د سياسي چارو يو شنونکي علي احمد جلالي سره خبرې وکړې او لومړې مې ترې وپوښتل چې د پاکستان پر دې خبرې څه نظر لري چې وايی د اورپکو د مخنيوي په موخه وويل چې د ډيورڼد کرښې په اوږدو کې به اغزن سيم او دروازې جوړې کړي.

ځواب :
اصلاً دا ټولې بانې (پلمې) دي. څوک ۲۴۰۰ کېلومتره سرحد نه شي تړلی او له بلې خوا هغه څوک چې غواړي چې له پاکستانه راواوړي او په افغانستان کې دهشت افګني وکړي او د ترورېزم اعمال ترتيبوي هغه نورې لارې پيدا کوي. دا ټولې بانې (پلمې) دي. پاکستان که غواړي دا کار وکړي يعنې د دې کار مخه ونيسي. بهتره دا ده چې د هغوی مرکزو ته ولاړ شي يعنې دوی د پاکستان په سرحد کې نه دي. که دوی اراده ولري او وغواړي کولی شي هغو ځايونو ته ولاړ شي چې دوی پوهيږي چې هلته د ترهګرو مرکزونه دي.
دوی په کوټه کې دي. دوی په کراچۍ کې دي. دوی په پېښور کې دي. دوی د پاکستان په خاوره کې دي. که دوی هغه منبع ته ولاړ شي د دې ضرورت نشته چې سرحد کې دوی اغزن سيم ولګوي.

پوښتنه :
تاسو وويل چې پاکستان هسې پلمې کوي، خو که دا راته ووايئ چې د دغو پلمو تر شا د دوی اصلي موخې څه دي؟

ځواب :
اصلي موخه د دوی دا ده چې دوی هغه خواهشات چې دوی يې په افغانستان کې لري پر افغانستان يې ومني هغه
نه دي ترسره شوي. له بلې خوا دوی داسې فکر کوي چې افغانستان له هند سره نژدې دی او پر همدې اساس دوی په دې باره کې يو عکس العمل ښوولی دی. پاکستان همېشه کوشش کوي چې له هغو وسايلو نه کار واخلي چې فکر کوي پر افغانستان باندې يعنې مؤثر واقع کيږي يا هغوی ته صدمه رسوي. دا ټول په هغه وخت کې چې د دوی دغه خواهشونه يې ونه منل شي دغه کارونه سرته رسوي او که نه څوک ترهګر وايی، ترهګر پر تورخم نه تيريږي. درې سوه نورې لارې لري چې تېر شي. که دوی اراده ولري نورې لارې شته چې دوی دغه کار په دې برخه کې وکړي. د دروازو جوړول د ترهګرو مخه نه نيسي. ترهګر کولی شي چې درې سوه لارې دي چې له هغې نه تېر شي. له دې سره به دوی فکر کوي چې افغانستان بايد له هند سره مناسبات قطع کړي او د دوی خواهشات ومني. حالاً کې د افغانستان خلک چې پاکستان ورسره ډېره مرسته کړې په تېر وختو کې، مګر اوس ويني چې له هندوستانه دوی ته کومکونه راځي، ملک ورته ابادوي او له پاکستانه ترهګر راځي، نو ځکه دغه د تأسف وړ خبره ده چې د دوه ګاونډيو په مينځ کې چې له ډېر پخوا نه مناسبات لري اوس دغسې يو عدم اعتماد رامينځته کيږي.


پوښتنه:
اوس خو جلالي صاحب دا د دواړو هېوادونو ترمينځ پر يوې لانجې باندې اوښتې. فکر کوئ چې د حل لاره يې څه ده؟

ځواب:
د حل لاره يې يو خو هغه مساله ده چې دوی فکر کوي چې ډيورنډ ده، خو د ډيورنډ مساله له ډېر وخت نه نه ده حل شوې او نه پر دې وړو خبر باندې حل کيږي. که چېرته د افغانستان وپاکستان ترمينځ مناسبات ښه شي او پاکستان واقعاً دغه مرسته وکړي چې دغه نااعلان شوې جګړه ختمه کړي او يا کومک په دې برخه کې وکړي.
که مناسبات ښه شي، نو بيا لارې د دې شته چې دا نور مسايل حل شي. اما نور مسايل د فشار لاندې لکه د ډيورنډ مساله يا د پښتنو د حقوقو مساله نه حل کيږي.

پوښتنه :
د پاکستان وافغانستان ترمينځ د ډيورنډ د کرښې په اوږدو کې د راټوکېدلې دغې جرړې په هوارۍ کې فکر کوئ چې نړيواله ټولنه څه کولی شي؟

ځواب :
دا د افغانستان وپاکستان ترمينځ خبرې دي. دوی يې په دوه اړخيزه شکل بايد دا حل کړي. که خبره بيا حقوقي مسايلو ته ولاړه شي بيا بين المللي ټولنه مرسته کولی شي. مګر په اوسني شرايطو کې که چېرته د پاکستان اعمال د ې سبب/ثابت شي چې د افغانستان امنيت ته خطر پېښ کړي او يا يې پرې کړی دی او يا مشخص حرکات رامينځته شي چې د پاکستان حکومت يې وکړي، نو په هغه صورت کې د ملګرو ملتونو د امنيت شوری کولای شي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

د افغانستان د کورنيو چارو يو پخوانی وزير او د چارو شنونکی علي احمد جلالي وو چې له امريکا غږېده.

په درنښت


بي بي سي، سهارنۍ :
http://www.bbc.com/pashto/bbc_pashto_radio/p03yd660


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery