لیکوالان: لورینا وینویلا، نازنین برما، او الیزابت هایبنس
سریزه
زموږ ګران هیواد افغانستان چې له اوږده وخته راهیسې د بیوزلیو ترڅنګ اوږدې شخړې هم ورباندې راغلې د ماتیدونکو هیوادونو په کتار کې راغی. داچې هیوادونه څنګه دې حالت ته راځي، ستونزې او فرصتونه یې کوم وي، څنګه له دې حالت څخه خلاصون مومي د نن زمانې د پرمختیايي پوهې لپاره یوه ستره ننګونه ده.
دا کتاب چې ما یې ژباړې ته ملاتړلې ده، نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول، نومیږي. دا کتاب په ماتیدونکو او شخړو وهلو حالاتو کې د دولتي نهادونو د ظرفیت په لوړولو کې یوه نوې څیړنه ده. هیله ده چې زموږ د هیواد کدرونه به ورڅخه ګټه واخلي.
په دې کتاب کې په لمړي سر کې یو لنډیز وړاندې کوو چې، د کتاب موخې، د موضوع تشریح، د څیړنې میتود، ستونزې او ورڅخه هیلې او نور وړاندې پکې وړاندې کړو. په نورو څپرکو کې بیا د مختلفو ماتیدونکو او په جګړو کې ښکیل هیوادونو کې د بریالیو نهادونو په پالیسیو، تګلارو، ننګونو، او ورڅخه د وتو په لارو څیړنه کوو، او هڅه کوو چې پایلې داسې تشریح کړو چې د نورو جګړو ځپلو ملکونو لکه د افغانستان لپاره ګټورې تمامې شي او ورڅخه زده کړه وشي.
دلته ځینې ترمینالوژیگاني او مفهومونه کارول کیږی چې یو شمیر دوستانو به نوي وي. زه په لنډه توګه یو څو لږ څه تشریح کوم.
• ظرفیت (Capacity): زیات تعریفونه ورته کارول شوی دي. دلته دا تعریف په کاریږي: د افرادو، نهادونو، او ټولنې توان چې فعالیتونه ترسره او عیار کړي، ستونزې حل کړي، او په تلپاتې توګه ځانته موخې وټاکي او تر لاسه یې کړي.
• د نهادونو ظرفیت (Institutional Capacity): عبارت له توانمند کولو، تولنیزه پانګه، توان ورکوونکی چاپیریال او شرایط، او د قدرت اړیکې. د نهادونو ظرفیت په دې توګه، په ستر مفهوم کې عبارت له:تخنیکي مهارتونو، رهبرۍ، د سازمان مشروعیت، سیاسي ملاتړ، او مناسب او پوره توان بخښونکي چاپیریال (د مثال په توګه، قانوني چوکاټونه، او همغږي کولو ترتیبات).
• نهاد (Institution) : نهادونه، سازمانونه، او ټولنې چې د اړیکو، همکاریو او هماهنګیو په یوه مکانیزم، د لوایحو په چوکاټ او د قدرت د اړیکو په کانټیکسټ کې فعالیت کوي. هر یو د دې له یو بل سره د تړلو اجزاوو په توګه کار کوي، او که سم په کار واچول شي، مرسته ورسره وشي، د نهادونو د ظرفیت په ټینګښټ کې ونډه لرلای شي.
د کتاب لنډیز
د بریالیو عامه دولتي نهادونو جوړول او فعالول ان د ملکونو په غوره او عادي شرایطو کې یوه دوام لرونکې او اږدمهاله ننګونه ده. د دې ننګونې پیچلتیا د هغو بې ثباته شرایطو له کبله چې په ماتیدونکو او جګړو ځپلو ځایونو کې چیرې چې بشري امنیت، ټولنیز پیوستون، سیاسی ثبات، او اقتصادي فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي وي، لانور ستونزمن اړخونه پیدا کوي.
د ماتیدونکو او جګړو ځپلو ځایونو (ټولنو) په هکله اکادیمکي لیکنې د نهاد جوړولو له ننګونو، خنډونو او په اخري تحلیل کې له ناکامیو ډک دي. خو بیا هم، له زیاتو ستونزو سره سره ځینې عامه نهادونه په ماتیدونکو او جګړو ځپلو شرایطو کې کولای شي چې ریښي وځغلوي او په اغیزمنتیا سره لاسته راوړنې ولري او بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي. دوی کولای شي د خپل ملک د خلکو په منځ کې مشروعیت ترلاسه کړي، او په یوه بحراني کاري حالت کې په ځان ویسا او د ننګونو سره مقاومت پيداکړي. مشاهده یوه تحلیلي معما ده چې دا څیړنه هڅوي. موږ د بریالیتوب د کیسو په یوه نمونه باندې تمرکز کوو، او ځکه نو د نهادونو هغه کړنې او پروسې ځانګړې کوو کوم چې په نامناسبو شرایطو کې توان لرونکي او بریالي نهادونه په ګوته کوي. د څیړنو دا لاسته راوړنې د ماتیدونکو او جګړو ځپلو حالاتو په هکله په لیکنو او تحلیلي موادو کې یوه خورا مهمه تشته ډکوي. همدارنګه، داکار د هغو پالیسي جوړوونکو کسانو لپاره یو ښه رهنما رامنځته کوي، چې د لږ ظرفیت لرونکو ملکونو د عامه سکتور د نهاد جوړونې په هڅو کې بوخت دي.
نهاد جوړونه په هر ځای کې یو اوږ او پیچلی کار دی، خو په تیره بیا به ماتیدونکو او شخړو وهلو شرایطو کې هغه ننګونې چې باید ورسره مقابله وشي په خاصه توګه زړه وهونکې دي. ماتیدونکي او جګړو وهلي ملکونه د سترو او عمده ننګونو سره مخ وي، زیات وختونه اوږدمهاله، ټولنیز، سیاسي، او جغرافیايي پیچلتیاوې لري. هلته سیاسي-ټولنیز حالت زیات وختونه بې ثباته او د سترو او وړاندوینو څخه بهر بدلونونو سره مخ وي. زیات وختونه دولت تر پلازمینې ور اخوا کمرنګه حضور لري او نارسمي نهادونه د خلکو په ژوندونو کې تر رسمي هغو زیات حضور لري. خپلوي پالل او پراخه ځاني ګټې لټول او فساد عام وي. دولت د خلکو په سترګو کې لږ مشروعیت لري. د دولت او ټولنې ترمنځ قرارداد خورا کمزوری وي. په هغو ملکونو کې چې غوره اساسي قوانین لري د ملت او دولت ترمنځ یو ټولنیز قرارداد شتون لري. په بل عبارت دولت د قانون په چوکاټ کې حاکمیت لري، قانون پلی کوي، ټولو خلکو ته یو شان خدمتونه وړاندې کوي او مشروعیت له خلکو اخلي. په مقابل کې بیا خلک هم وجایب او مسوولیتونه لري، د دولت په اعمالو نظارت کوي، کمښتونه سموي، خپلې وظیفې او مکلفیتونه په ځای کوي او په دې توګه دواړه خواوې و دې ټولنیز قرارداد ته ژمن وي. خو په پورته ټولنو کې دا ټولنیز قرارداد له ستونزو سره مخ وي. نړیوال پرمختیايي همکاران حالاتو ته په ځواب ویلو کې ډېر د اعتماد وړ نه وي او بدلیدونکې پالیسۍ لري. له یوې خوا، هغوی له غیرفعالو نهادونو سره کار پریږدي، له بلې خوا، بیا زیاتې خو نامنظمې مالي زیرمې په ناڅاپي توګه له تاوتریخوالي وروسته ملک ته را وړي.
موږ مومو چې نهادونه په داسې خصمانه چاپیریالونو کې هغه وخت بریالي کیږي کله چې هغوی وتوانیږي چې د ځیرکانه مدیریت تګلارې د پیژندل شوو ګډو وسیلو او اصلاحاتو له لړۍ څخه جوړې او په سمه توګه یې پلې کړي. همدارنګه، په موازي توګه د دوی تکتیکونه چې له ستر سیاسي-ټولنیز چاپیریال سره په کوم کې چې دا ادارې واقع دي، سمون ولري. زموږ په نمونه کې، داسې کوم روښانه وړاندویونکي نشته چې وښيي کوم نهادونه او سکتورونه به بریالي شي. هغه سکتوري نهادونه چې په یوه ماتیدونکي او جګړو ځپلي ملک کې بریالي کیږي په بل ورته هیواد کې کیدای شي پاته راشي. خو له دې څخه یوه اړیکه او طرح رابرسیره کیږي. هغه داچې بریالي سازمانونه په نتیجو باندې د تمرکز او په عین حال کې د مشروعیت په رامنځته کولو سره داخلي موثریت او له سازمانه بهر عامه ملاتړ ترلاسه کوي. دا پخپل وار سره د سیاسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره زیات اړین څیز وي. دا ټول په ګډه د هغه اړین مقاومت او توان تر لاسه کولو او ساتلو لپاره کوم چې، په هغه بدلیدونکي سیاسي-اقتصادي چاپیریال کې اړین وي. پراخه ټولنیز ملاتړ دا نهادونه او کارونه یې د سیاسي نظره و مطرح سیاسي لوبغاړو ته په زړه پورې کوي، چې له اصلاحاتو څخه ننګه وکړي او د زیاتیدونکو سیاسي مداخلو مخه ونیسي. په ټولو حالاتو کې، د تخنیکي رهبرانو او کارکوونکو یوه شبکه یوه بریالۍ کړنلاره او مسیر رامنځته او تلپاته کوي.
هغه ادارې چې په دې څیړنه کې تر غور لاندې نیول شوې دي راز راز شکلونه او جوړښتونه ښيي. هغوي د خپلو وړو سازمانونو تګلارې له یوه سیاسي-ټولنیز چاپیریال سره نښلوي. ځینې شکلونه دادي: (۱) ځینې نهادونه د ټولنې د وتلو او نخبه کسانو د مرستو او د ادارې د پالیسیو ته د ژمنتیا له کبله بریا مومي، (۲) ځینې نور بریالي نهادونه د هغو فرصتونو څخه کار اخلي، اصلاحاتو ته ځان وقف کوي او د عملیاتي صلاحیتونو څخه مخکې له دې چې سیاسي تعادل بدلون ومومي اړینه ګټه پورته کوي، او (۳) همدارنګه، نورې ادارې د شریکباڼو او عمده ذینفعانو له پراخه ملاتړ څخه ګټه اخلي. کله کله خو د یوه مخالف سیاسي چاپیریال په شتون کې، له نظرونو پټ ځینې اصلاحات او مثبت نتایج لاسته راوړي او وروسته بیا له مطرح سیاسي لوبغاړو څخه حمایه تر لاسه کوي. د نهادونو د بریالیتوب لپاره په دې پورته دریو لارو کې د نهادونو بریا له سیاسي هڅونو، اړتیاوو او یا د حالاتو څخه ځانته د سیاسي اهمیت موندنې لپاره شرایط برابروي. خو بیا هم دا ټول شکلونه او نقشې د ملي- سیاسي او د نهادونو په وړه کچه تګلارې په داسې لارو ترکیبوي چې نهادونه وتوانوي ریښي وځغلوي او بریا ته ورسیږي. د پام وړ خو داده چې، د تګلارو هغه ډولونه چې دا ادارې او نهادونه یې کاروي په غیرعادي توګه په مختلفو لارو کې ورته والي لري.
موږ خپل استدلال په دې توګه جوړوو. لمړی، موږ د دولت ظرفیت په ننګوونکو چاپیریالونو کې د ملي-سیاسي کانټیکسټ (مفهوم ) او فرصتونو او د وړو نهادونو د انتخابونو او تګلارو په ګډ ټکي کې د یوه مسوولیت په توګه چوکاټ بندي کوو. دوهم، موږ د نهادونو بریا تعریفوو، ترتیب شوې، متمرکزه مقایسوي متودولوژي چې په څیړنه کې کارول شوې چوکات بندي کوو او د بریالیو ادارو خپله نمونه تر بحث لاندې نیسو. وروسته موږ و تجربوي موندنو ته ورګرزو چې، د نهو عامه بریالیو ادارو د خاصو څیړنو څخه په ګمبیا، د لاوس د خلکو په دیموکراتیک جمهوریت، سیرالیون، او تمور لستو کې رابرسیره شوي دي. دریم، موږ د نهادونو د بریالیتوب لپاره دری متبادلې لارې تشریح کوو. څلورم، موږ په لنډ ډول د نهادونو د هغو وسیلو او تګلارو لړۍ چې بریا په ټولو راز راز ادارو کې مهمه بولو او په ټاکلو برخو یې ویشو. او پنځم، موږ له خپلو څیړنو څخه د پالیسۍ رابرسیره کیدونکې اغیزې وړاندې او تشریح کوو. په نتیجه کې، په لنډه توګه زموږ کلیدي موندنو او وړاندیزونو ته بیا کتنه کوو او په موضوع باندې د لانورو څیړنو د امکاناتو وړاندیز کوو.
د اړوندو کتابونو بیا کتنه: په ننګونکو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړونه
پرمختیایي ټولنه په دې یوه خوله شوې چې هغه ننګونې چې ماتیدونکو او جګړو ځپلو دولتونو ته پیښې دي تر ډېرې زیاتې کچې په دې کې پرتې دي چې د هغوی نهادونه ظرفیت نه لري. په ماتیدونکو او شخړو وهلو شرایطو کې نخبګان باید د نهادونو دوه اړخیزه ظرفیت (وړتیا) ته انکشاف ورکړي ترڅو وتوانیږي په اغیزمنه توګه د دولت او ټولنې ترمنځ د قرارداد په هکله، په هر شکل چې وي، لاسته راوړنې او نتیجې ولري. د دولتي ظرفیت (وړتیا) لمړی اړخ د یوه جدي ظرفیت هغه عناصر دي چې د «ویبرین» په نامه یادیږي او د عامه یا دولتي ادارې په داخلي خود مختارۍ باندې ولاړ دی (نړیوال بانک ۱۹۹۷). د نهادونو د ظرفیت دوهم اړخ عبارت له «توکویویلین» عنصر څخه دی چې د جدي ظرفیت عنصر دی، او د دولت او ټولنې په اړیکو تمرکز کوي او ورسره تړاو لري. په لنډه توګه، بریالۍ دولتي ادارې له داخلي سازمان څخه غواړي چې خپل کاري صلاحیت تعریف او ورباندې عمل وکړي او هغوی باید بهرنۍ اړیکې داسې مدیریت کړي چې ټولنیزې اړتیاوې پوره او په بریاليتوب سره په سیاسي-ټولنیز کانټیکسټ (شرایطو) کې حرکت وکړي.
ستر او ملي اړخ: چې له سیاسي-ټولنیزو شرایطو سره اړخ ولګوي
د نهادونو ظرفیت جوړونه او د اصلاحاتو نوښتونه، د دې لپاره چې د مدیریت وړ، تلپاتې، او مشروع وي، نو د ملک له ټولنیز او سیاسي جوړښت سره حتما باید اړخ ولګوي. د پالیسي جوړوونکو او پلي کوونکو له غوښتنو او هیلو سره برابر وي، او د ملک د ټول نفوس هر اړخیز پراخه ټولنیز شرایط یې په نظر کې ساتلي وي. د نړۍ د ۲۰۱۱ کال پرمختیايي راپور داسې یو ښه مناسب، د هڅونو سره برابره فلسفه وړاندې کوي، استدلال کوي چې، د نهادونو اصلاح اړتیا نلري چې په ماتیدونکو او جګړو ځپلو شرایطو کې بې عیبه وي; بلکه، هغه باید د ملک له سیاسي کانټکسټ (شرایطو) او غوښتنو سره په هر وخت کې سر وخوري.
نور بیا....
دیوه په پښو ولاړ، خپلواک او هوسا افغانستان په هیله