دخپریدو نیټه : 2016-07-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د خلیلزاد افغان محوره هڅې
آغامحمد قریشي
ایا د زلمي خلیلزاد وروستیو افغان محوره هڅو پاکستان ننګولی؟ پاکستان له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته په سیمه کې د امریکا یو پیاوړی ملګری دی، اوس یې د ملګرتیا لسیزې وځي. د سړې جګړې پر مهال د پاکستان اهمیت د امریکا او په ټوله کې د غرب لپاره دومره زیات شو چې امریکا ورباندي د هند ملګرتیا ته هم شا کړه او د پاکستان دڅارګرو او اردو پر لاس یې د افغان جهاد بشپړ ملاتړ وکړ. پاکستان د دین د ساتني په پلمه، د خپل اردو د پیاوړتیا لپاره د امریکا ملاتړ کاوه، خو تر ننه یې دوه مخې لوبه روانه کړې او لا هم پکې لګیا دی. پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له نړیوالو اصولو او ډیسپلینونو هر کله غاړه غړولې او یا خو یې په وار وار نړیوال حیثیت تر پښو لاندې شوی. په ۱۹۷۰ز لسیزه کې له پاکستان څخه د ختیځ بنګلدیش جلا کېدل، له هند سره په درو واړو جګړو کې له سختو ماتو او بدنامیو سره مخ کېدل، د نړیوالو میثاقونو په خلاف د اټومي انرژۍ خپرول، په خپلو کې یو بل وژل، ۳۹ کاله پرې د دیکتاتورانو له لورې په زور واک چلېدل، په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کېدل، په دې وروستیو کې د ملا اختر محمد منصور هماغلته وژل کېدل؛ هغه څه دې چې نن یې دپاکستان اصلي څېره نړۍ ته ور ښوولې ده. له حامد کرزي او خلیلزاد وړاندي هم ځینو امریکایې ډيپلوماتانو پر پاکستان تورونه لګولي چې ګڼي له عبدالله عزام را نیولې تر ننه پاکستان د ترهګرۍ ټینګ ملاتړ کوي او په خپل کور دننه یې د نړیوال جهاد تر نامه لاندې هڅې د جنرال ضیاء الحق له وخته تر ننه جاري ساتلي.
د پاکستان له افغانستان سره د ډيورنډ کرغېړني کرښي، ستراتيژیک عمق او له هند سره د افغانستان پر ښو اړیکو لانجه ده. ددې درو اهدافو لپاره د پاکستان نظامي ادارې د افغانستان سره د پراکسي جګړې په جامو کې هیڅ وس نه دی درېغولی. پاکستان تل دا شعار ورکوي چې ګڼي د ترهګرۍ قرباني دی او پر وړاندي یې د امریکا ملګرتیا کوي. له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه یې له امریکا څخه په بیلیونونو ډالر اخیستي. جنګې الوتکې یې ترې اخیستې او له شوروي سره د افغان جهاد پر مهال یې هم د غرب مرستې د افغانستان، جامو او کشمیر د جګړې لپاره لګولې، خپل پوځ یې پرې تقویه کړی، مدرسې یې پرې جوړي کړي، ان اوس یې د مدرسو په نوم ترهګریزو مرکزونو ته په خپله ملي بودجه کې ځای ورکړی. پاکستان له افغانستان پرته د سیمې له نورو هیوادونو سره هم لانجه ده، د هند سره په دښمنۍ کې یې خپل بشپړ وس کړی. د وړوکې اختر یوه شپه وړاندي د روژې د ۲۹م روژه ماتي پرمهال د پاکستان په خېټه کې د ترویج شوي ترهګرۍ اور د اسلام دوهم ستر ښار مدینې منورې ته هم ورسېدی. برید پاکستاني وکړ او په تړاو یې هم پاکستانیان ونیول شوو. امریکا د نړۍ ستر قدرت دی، نن ور څخه د نړۍ مظلوم ملتونه د ترهګرۍ پر وړاندي د رښتیا مبارزې غوښتنه او تمه کوي. پر افغانانو سربیره د خلیلزاد وروستۍ افغان محوره هڅې چې دپاکستان په خلاف یې ږغ پورته کړی، د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې یې خلکو هرکلی کړی.
هغه افغان-امریکایې ډیپلوماټ چې امریکا ورباندي له ۱۹۹۰ز لسیزې وروسته پر نړیوالو سازمانونو سربیره په سویلي اسیا او منځني ختیځ کې حساب کړی، د امریکا په ملي او نړیوالو پالیسیو کې یې خولې توی کړي، له سپینې ماڼۍ تر کانګریس او ملګرو ملتونو یو پېژندل شوی باتجربه ډیپلومات بلل کېږي، هغه نن، د پاکستان په خلاف دمبارزې ږغ پورته کړی. که یې دا ږغ یو افغان محوره او په انساني حقیقي اراده ولاړو وي، باید په ملي او نړیواله کچه یې ملاتړ وشي. د امریکا تر څنګ یې د نړۍ ټول هیوادونه تر شا ودرېږي چې پاکستان مجبور کړي چې له خپلې ناروا او غیري مشروع پالیسۍ او ترهګرۍ لاس واخلي. د خلیلزاد وروستی اثر (استازی/Envoy) له واشنګټنه تر کابله ډېرو ډیپلوماټانو، پالیسي جوړونکو، ژورنالیستانو او ان عامو خلکو لوستی. په دې کتاب کې پر پاکستان سختې نیوکي شوي او د پاکستان له اصلي څېرې یې پرده پورته کړې. د پاکستان په خلاف د هغه وروستیو هڅو د نړیوالو رسنیو پام هم ور خپل کړی. د تورخم له نښتو وروسته پاکستان هڅه کوله چې پرې درسنیو، مدني ټولنې او ټولنیزو رسنیو فشار د قندی او مفتي د بې حیایی په پروژه باندي پیکه کړي، خو د خلیلزاد پیاوړی ږغ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلی او ښایې ملاتړ یې هم وشي. دا ډیپلوماټ د اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملګری دی. دوی دواړه د افغانستان په اړه یو ډول اند لري او اصل ستونزه یې درک کړې چې افغانستان ته د نیابتي جګړې اور د ډیورنډ له بلې غاړې راروان دی.
افغان ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت د پرانیستني پر مهال خپل بهرنی سیاست څرګند کړ چې پکې پاکستان ته په لومړۍ پوړۍ کې پیاوړی ځای ورکړل شوی و. د دواړو هیوادونو ترمنځ سفرونه وشوه، د کرکټ هغه دوستانه لوبه ترسره شوه چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشرانو یې له نږدې ننداره کوله، د افغان ملي اردو ځیني افسران اسلام اباد ته د روزنې په پار ولېږل شوو، لنډه دا چې اوسني ولسشمر له پاکستان سره د ډيپلوماسۍ د سالمو هڅو پر بنسټ خپل وس وکړ. که څه هم د ولسمشر له دې هڅو سره ډېر افغانان خلاف وو، نه یې غوښتل چې په افغان ډيپلوماسۍ کې دي هند منزوي شي، نن، څرګنده شوه چې ولسمشر پاکستان ته پیاوړی او اوږد فرصت ورکړی و، خو پاکستان په هغه فرصت چې د رښتینې ډيپلوماسۍ په جامو کې ورته مساعد شوی و ملنډې ووهلې او خپل شومو اهدافو ته یې ادامه ورکړه. اوس یې هغه فرصت نور له لاسه وتلی دی. نن یې افغان ولسمشر هم په خلاف دی او د پاکستان پر خلاف یې ږغ اوچت کړی دی.
تر هغه وروسته چې د هند صدراعظم ته ولسمشر غني وویل چې خپل دوهم کور ته ښه راغلې، پاکستاني رسنیو او سیاستوالو سخت غبرګون وښود. هند په افغانستان کې تر ټولو لوی بیرغ ځوړند کړ، پاکستان راته د کندوز جګړه پیل کړه. هند راته د سلما بند پرانیست، پاکستان راته په هلمند کې جګړه پیاوړې کړه. هند جنګي الوتکې راکړې، پاکستان راته دخپلې نیابتې جګړې په اور کې سوځېدلو او ژوبل شوو افغانانو د جسدونو د وړلو کباړ امبولانسونه راکړل. بیا په کوم دلیل پاکستان تمه لري چې د افغانانو عامه ذهنیت دي د پاکستان دوست ذهنیت اوسي؟ د پاکستان شومو هڅو ټول افغانان د هند پر لور ور مات کړي او ان که په کلي کې له ماشومانو هم وپوښتۍ دپاکستان په خلاف د هند په ملاتړ نظر ورکوي. د خلیلزاد او ولسمشر غني هڅې د ستایلو دي، باید پیاوړې، رښتینې او د ولس د ملاتړ څخه برخمني شي. پخوانی افغان ولسمشر کرزی هم له پاکستان سره په سمه لانجه اوښتی و. دوه ځله یې له پرویز مشرف سره دومره بده لفظي جګړه وکړه چې مشرف پکې ډیپلوماسي هم وشرمول. د ملي امنیت پخواني رییس امر الله صالح پر هماغه مهال په افغانستان کې د پاکستان د جګړې د ملاتړ سندونه وړاندي کړي وو، خو نه نړیوالو پرې سر وګراوه او نه هم پاکستان تر پایه ومنل چې په افغانستان کې مداخله کوي. د خلیلزاد او افغان ولسمشر له پاکستان سره د دریځ تر څرګندېدو وروسته د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم د پاکستان د څارګرو لمنه پر شا ور واړوله او د هغوی محرم اسناد یې پر رسنیو خپاره کړل.
د خلیلزاد اوسنی دریځ، د افغانستان ملي امنیت ته په لاس ورغلي سندونه، د اوسني افغان ولسمشر څرګند دريځ، دا ټول کولای شي پر نړیواله ټولنه فشار راوړي چې پاکستان مجبور کړي چې حقیقت ته غاړه کښېږدي او د ترهګرۍ له حمایت او پراکسي جګړې لاس واخلي. د ناټو د وارسا ناسته هم د افغانستان لپاره لوی ارزښت لري. پر لویو مالي امکاناتو سربیره وارسا ناسته کې د نړیوالو پر ذهنیت باندي ښه کار وشو. پر نړیوالو فشار راوړل شو چې نور افغانان د پاکستان له ناولې جګړې خلاص کړي. د ملي یووالي حکومت بهرنۍ پالیسي د اوس لپاره د پخوا په پرتله پیاوړې شوې او ډېر نړیوال ملګري یې موندلي. هیله ده ډیپلوماتیکې هڅې یې همداسي دوام پیدا کړي او د ډيپلوماتیک فشار په مرسته د افغانستان لانجه حل یا خو لږ تر لږه د پاکستان لاس دافغانستان څخه وکاږي.
د خلیلزاد او افغان ولسمشر محمداشرف غني د پاکستان په خلاف اوسنۍ هڅې باید نورې هم همږغي شي چې پر نړیوالو یې اثر زیات شي. ددې هڅو د لا پیاوړتیا لپاره باید مدني ټولنه، رسنۍ په ځانګړې توګه ټولنیزي رسنۍ د ملاتړ ږغ اوچت کړي چې د یوه ولسي فشار په قوت زموږ ډیپلوماتیک فشار پیاوړی او اغیزمن شي. د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې، د هغه استازی اثر، په وارسا کې د افغان ولسمشر د پاکستان په خلاف د ږغ اوچتېدل هغه څه دي چې له مخي یې پر افغانانو سربیره نړۍ او سیمې ته درې ګټورې پایلې لرلای شي.
لومړی؛ نړیوال به متوجه شي چې پاکستان په رښتیا هم د ترهګرۍ ملاتړ کوي، د سیمې او نړۍ لپاره د نړیوال جهاد د اجنډا سرداران همدا د پاکستاني پوځ جنرالان دي چې پرون یې اسامه بن لادن او نن یې پر حقاني شبکه سربیره پنځوس نورې ترهګري ډلې په خپله غېږ کي ساتلي.
دوهم؛ د پاکستان پر خلاف به د سیمې هېوادونه د چین او روسیې په ګډون څرګند دریځ ونیسي، ځکه روسیه او چین هم له داعش څخه ویره لري او فکر کوي چې د جګړې اور به د هغوی دروازې هم وسوځوي. د سویلي اسیا د داعش رېښي هم د پاکستان له پیسو او ملاتړه څخه سرچینه اخلي.
دریم؛ پر پاکستان له فشار سره به هغوی خپله نیابتي جګړه او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي له دې سره به په افغانستان او سیمه کې نسبي امن راسي، پر ناټو او امریکا باندي هغه نیوکې چې ګڼي په افغانستان کې یې ستونزه لا نه ده حل کړې، لیري شي.
پایله دا چې امریکا او د نړۍ نور ځواکمن دولتونه باید د خلیلزاد او افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ اندېښنې درک کړي او د پاکستان په خلاف فشار راوړي چې له سیمیزې نیابتې جګړې او نړیوالې ترهګرۍ لاس واخلي. اړیتا ده چې، د سیمې هېوادونه د سعودي په شمول د پاکستان مخالف دریځ ولري چې له مخي یې د سیاسي فشارونو ترڅنګ اقتصادي بندیزونه هم ولګوي چې پاکستان دې ته وهڅوي چې نور سالم سیاست ته مخه کړي. پاکستانی ملت او ملکي اداره هم باید د خلیلزاد او افغان ولسمشر غني نظرونه درک کړي او ملاتړ یې وکړي چې د خپلې نظامې ادارې په خلاف ږغ اوچت کړې چې نور یې ملک له موجوده نابودۍ، شاتګ او بدنامۍ څخه خلاص شي او پر ځای یې پاکستان کې ملکي اداره پیاوړې شي چې یو ځل بیا یې کورنی اقتصاد پیاوړی، معارف جوړ او روغتیا ځواکمنه شي. په سیمه کې د یوه سوله غوښتونکي هیواد په توګه ژوند وکړي. څنګه چې د ملي یووالي حکومت لومړی دریځ د پاکستان لپاره یو فرصت و، اوس د افغانانو لپاره د خلیلزاد دریځ یو ارزښتناک فرصت دی. اړتیا ده چې ددې ږغ ملاتړ وشي. د خلیلزاد روانو هڅو پاکستان ننګولی او باید له ددې ننګونو سبق واخلي.