دخپریدو نیټه : 2016-09-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د سولې نه بلکه د لوبي د بایللو پیلامه (۱۹۹۶ کال --- ؟)
سپین کانوال
وروستیو پیښو په ډاګه کړې چې زمونږ د ملت او هیواد برخلیک د نورو په لاسونو ټاکل کیږي. که دا جګړه یا سوله، د دولت او یا حکومت بڼه وي او یا کوم بله چاره. ډیر وړاندې نه، بلکه یوازې ۱۵ کاله شاته ته ځو او ګورو چې:
په یادو شوو ۱۵ کلونو کې د لومړۍ ورځې څخه رانیولې یعنې د بن کنفرانس، موقت او انتقالي دولت، ولس مشر، اساسي قانون او مدني قوانین، د نظام د بڼې غوره کول، کابینه جوړول او چارې پرمخ وړل، ډ ټاکنو پایلې، د جرګو جوړیدل او نور هر څه هر څه د بل په لاس کې او د بل چا په اراده او اداره تر سره شوي دي. لنډه دا چې په دې وروستیو کلونو کې یو کار هم د ملت شپه اراده نه دی تر سره شوی او ملت په هره چاره کې بلواکه او بیواکه دی. له شک پرته ټول کورني او بهرني اړخونه په دې خړو اوبو کې د خپل ځان لپاره - څوک غټ او څوک واړه ماهیان نیسي.
د قانون جوړونې، نظام جوړونې او غوراوی، د حکومت او کابیني جوړونې په ټولو بهیرونو کې د ملت نقش له صفر سره برابر دی. همدې ټول عام ناوړه او غیر مطلوب وضعیت ملت له محرومیت، بې واکۍ او بدمرغۍ سره مخ کړی دی. هر څه په پروژه یی توګه پرمخ ځي. فساد او زورواکي حاکم دي. سوله او امن نشته او خلک له یوې سیمې څخه بلې ته په ډاډه زړه سفر نه شي کولای، د نا امنیو له امله داخلي بې ځایه شوې کورنۍ خپلو جونګړو او کډوال خپل ټاټوبي ته نه شي را ستنیدلای، کار نشته تر څو خلک وکولای شي د هغه له لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیا رفع کړي، عدالت نشته چې حق حقدار ته وسپارل شي او دلته زور او زر حق ګڼل کیږي، عام ولس د ژوند د تیرولو د عادې شرایطو له درلودلو څخه محروم دی او ټول واک او اختیار او د ژوند مادي نعمتونه د یو څو محدودو اشخاصو او انحصاري کړیو تر منځ لاس په لاس کیږي او د ولس وګړی پر خپل ځای خوار او بې واکه پاته دی.
د یو نوي خبر په اړه دلته غواړم هغې یوې ژوندۍ کیسې ته چې ما ته په زړه پورې وه او هیڅکله مې له یاده هم نه وځي، اشاره کوم:
په ۲۰۰۳ کال کې د ولس مشرۍ د لومړي دور ټاکنو ته تیاری نیول کیده. ایتلافونه جوړیدل او جوړ جاړي کیدل چې پایله يې د واک پر ویش او انحصار ولاړ وه. پر همدې مهال د جنګیالي، اخواني او تاجک استاد رباني چې د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر وه او ډيری پلویان يې تاجکان وو او دموکرات، کپیټالیسټ او پښتون احدي تر منځ چې د افغان ملت ګوند د یوه اړخ مشر چې ډیری پلویان يې پښتانه وه، د ایتلاف خبره د کلید په اونیزه مجله کې خپره شوې وه. دا هم ډیره په زړه پورې ده چې نه د دې دواړو ګوندو پلویانو او نه هم کوم بل چا هغه مهال په دې اړه کوم غبرګون وښود. هغه مهال ما ته دا خبره د حیرانتیا وړ وه چې د رباني او احدي ترمنځ ایتلاف جوړیدل څرنګه ممکن دی؟ ځکه چې د دې دواړو سیاسي مشرانو او ور سره تړلو ډلو تر منځ سخت فکري او سلیقوي تضاد شتون درلود. د دې ګونګې پوښتنې د حل لپاره مې تل کوښښ کاوه. له یو څه وخت وروسته را ته یو فرصت برابر شو او هغه دا چې د کلید د مجلې خبریال یعنې هغه چا چې له دې دواړو ښاغلو سره يې مرکې تر سره کړې وې، مخامخ شوم. ما ته و ویل چې دا مرکه ده تیاره کړې وه. د رباني د نظر په اړه نوموړي خبریال را ته ډیر څه و نه ویل، خو نومړی مرکه کونکی وايي چې کله يې همدا پوښتنه له ښاغلي احدي څخه وکړه چې ستا او د استاد رباني تر منځ د ایتلاف جوړیدو مشترکه وجه څه ده، نو هغه را څخه غوښتنه و کړه چې زه باید خپله ثبتونکی آله خاموشه کړم. د ثبتونکي آلې د چپ کولو څخه وروسته ښاغلي احدي زما پوښتنې ته داسې ځواب را کړ چې امریکا را ته ویلي وه چې د رباني سره ایتلاف وکړه. ما ته د کیسې همدا برخه ډیره خوندوره وه او یو درس مې ترې زده کړ.
اوس یو ځل بیا لږ تر لږه ورته کیسه تکراریږي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون نهایي کړی او تمه ده چې تر اختر مخکې لاسلیک شي.
"د حکمتیار د شهادت خپرونې په خپله برښنا پاڼه کې لیکلي چې اسلامي حزب به د افغانستان له اسلامي دولت سره نن (شنبه) د سولې موافقه لاسلیک کړي. د ګلبدین حکمتیار په یوې لیکنې کې چې د فیسبوک له لارې د ده ملاتړیو خپره کړې ده لیکلي دي چې دی په افغانستان کې دی. البته په دې مقاله کې دا ادعا هم شوې ده چې د طالبانو د رژیم له ماتې را وروسته دی په ایران کې و او هلته ایران غوښتل چې دی امریکایانو ته وسپاري او بیا دی مجبوره شو چې افغانستان ته راشي او تر ننه په افغانستان کې اوسیږي. په دې موده کې د اسلامي حزب له لورې یو شمیر شرطونه د سولې لپاره وړاندې شول چې په دې شرطونو کې داسې څه نه تر سترګو کیږي چې د افغانستان د حکومت لپاره ستونزمن وي."
په دې لیکنه کې زیاته شوې چې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند پلاوی له څو میاشتو راهیسې کابل ته څو ځله ولاړ او بیرته پاکستان ته ستون شو. دلته هم داسې یوه پوښتنه پیدا کیږي چې که چیرې ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې وه نو پلاوی يې له خبرو ورسته بیرته پاکستان ته ولې ستنیده؟ دا د هغوی خپله خبره ده او کره والی يې څیړنو او باوري معلوماتو ته اړتیا لري.
د سولې لپاره د حکمیتیار لومړی شرط دا وه چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه څخه و وځي، زمونږ بندیان دې خوشي، زمونږ پلویانو ته دې ښارګوټي جوړ شي، او له سره دې عامو او رڼو ټاکنو ته لاره هواره شي.
له هغه دولت سره چې د پانگوالۍ نظام استازی دی او د پردیو پر لاس جوړ شوی دی، د حکمتیار په ژبه کفري دی ځکه چې د استکبار په لاس جوړ شوی او د هغوی دلاس آله دی؛ د سولې او جوړ جاړي امکانات نشته. نو اوس څنګه هر څه او ټوله فضا بدله شوه؟ آیا دا غوښتنې منل شوې او عملي شوي دي که نه کومه بله خبره رامنځته شوې ده؟ ویل کیږي چې د حکمتیار له لوري د سقاو زوی په ملاتړ کې لیکنو هم مرسته کړې چې له حکمتیار سره د سولې له بهیر سره په حکومت کې د سقاو پلوو عناصرو خواخوږي خپله کړي.
د پورته معلوماتو په رڼا کې دې پایلې ته رسیږو چې یو ځل بیا ورته پیښې تکراریږي او هغه دا چې د یو تکنوکرات چې د پانګوالۍ نظام استازی دی او یو ټوپکمار چې د فیوډالي نظام استازی دی، د کلکو فکري، سیاسی، اقتصادي او نظامي مخالفتونو د شتون سره سره بیا هم، پرته له دې د مخالف لورې ټول شرطونه ومنل شي، څنګه کولای شي په خپلو منځو کې د سولې لپاره تیار شي. کیدای شي د وخت په تیریدو سره حالات روښانه او پټې خبرې را څرګندې شي او مطرحو پوښتنو ته ځوابونه پیدا شي، چې کومې هغه پټې ژمنې تر سره شوي چې دواړه لورې یې یوې پریکړې ته سره نژدې کړي دي. د سیاست د کلاسیک فرمول له مخې چې دوستۍ لنډ مهاله او ګټې دایمي ګڼې دا هم امکان لري چې دواړه لورې يې سره نژدې کړې وي او دا چې یو څوک له ډیر فکر څخه وروسته ښايي دې پایلې ته و رسیږي او یو ځواب تر لاسه کړي چې: " ماران سره یاران". داسې هم کیږي چې د سطرنج د لوبې دواړه لوري لوبغاړي د ستر بادار په امر دې ته اړ ایستل شوي وي چې له یو بل سره په یوه میز خبرو ته کښیني او په یو ټغر او دسترخوان خواړه وخوري.
په دې منځ کې د عام ولس سره پوښتنه دا ده چې: "خلک بدل شوو که بدل شولو وختونه" او اندیښنه يې دا ده چې دا حرکت به د هغوی لپاره کومه ګټه ولري؟
سوله د افغان ولس یو ستر ارمان او اړتیا ده مګر د کابل د حکومت او حکمتیار په یو ځای کیدو او د دوی تر منځ په ډزبندۍ عادلانه سوله نه شي راتلای، تر حو چې ولس او یا د هغوی رښتیني استازي په دې بهیر کې را شریک شوي نه وي. دا همد یادونې وړ ده چې د عادلانه سولې پرته هيڅکله سوکالي، او ثبات نه شي را منځته کیدای او هر ډول پرمختګ ناشونی دی.
انتظار وکړئ او و ګورئ!
ځکه چې له یوې خوا ځینو ته د بادرانو له امره سرغړاوی ستره ګناه ده! اوله بله پلوه بلواکي او بیواکي ده.