۸ سپتمبر ۲۰۱۶=۱۸ وږی ۱۳۹۵
: امریکا
zirakyar1234@yahoo.com
سي. آې. أې. ته د ځیرکیار وړانـدیـز: ۱۱ نومبر ۲۰۱۵/۲۰لړم ۱۳۹۴
ما ځیرکیار یوه څیـړنه تقریبَا دوه نیم کالونه وړاندې د ۲۰۱۳د اپریل په ۶ (وری ۱۳۹۲= جماد لاولی ۱۴۳۴) په اِیـنـټـرنیټ کې په دې سرلیک خپره کړې وه:« د سي. آی. أې. د حـقایقـو د کتاب څیـړنه: د پښتون- دښمنې دسیسې څـڼــډې». بیا مې دغه څیـړنه د امریکې یو سناټـور ته ولیـږله چې له ډیر وخت راهیسې مې ورسره په امریکا کې د ټولنیزعدالت په اړه لیکلي تماسونه نیولي وو. دغه شان ما له دغه سناټور نه لیکلې هیله کړې وه چې د خپل دفتر له لارې زما د ۲۰۱۳ اپریل/وری ۱۳۹۲پورتنۍ څیـړنه د امریکې د ولسمشر بارک اوباما، د سي. آې. أې. او د امریکې د نورو استخباراتي سازمانونو سره شـریکـه کړي – د دې لپاره چې د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې د امریکې د حکومت له خوا د پښـتنو په ضـد بـې عدالتي او جمعي جزا په بل مخ واړوي. ما نـن (۳۱ اګیست۲۰۱۶= ۱۰ وږی ۱۳۹۵=۲۷ ذولقاعده۱۴۳۷) د سي. آې. أې. د احصائیو پاس ذکر شوی کتاب(سي. آې. أې. وَرلـډ فَـکـټ بُوک) بیا ولوست، او هلته مې په افغانستان کې د قـومي احصائیو په عـوض دا «یـــادښـت» ولوست: «نـوټ: په افـغانستان کې د قـومونو د احصائیـو د حساسې موضوع په اړه اوسني احصائـیوي اطلاعات نشته، او د نظر پلټنې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمپَـلونو(نمونو) اتکا د قومي احصائیو د معلـوماتو لپاره ډاډ وړ لار نه ده.» اوس نو بایـد زه ځیرکیار دا موضوع راوسپـړم
د لوستونکـو بـاید دیـته پام وي چې سي. آې. أې.( د امریکې مرکزي استخباراتو) د افغانستان د قومي جوړښت په اړه د ۱۹۹۲ له جولای (چنګاښ ۱۳۷۱لمریز=محرم ۱۴۱۳) راهیسې د پښتنو او د هغوی د ژبې احصائیې ډېـرې ټـیـټې ښودلې وې. د سي. آې. أې. دا پـریکړه چې لومړی( په ۱۹۹۲ جولای/چنګاښ۱۳۷۱کې) د پښتنو قـومي احصائیې ډیرې ټـیټې و ښئ او بیا پخپله د پښتنو په شمول د ټولو قـومي احصائیو له ښودلونه ډډه وکړي، دوه نتیجې لري: لومړی دا چې دټولو قومي احصائیو نه ډډه کول، په افغانستان کې د قـومي احصائیو په اړه زما ځیرکیار د ذکرشوې څیـړنې (اپریل ۲۰۱۳= وری۱۳۹۲) حقانیت غښتلی کوي. دوهم دا چې سي. آې. أې. د نړۍ د واقعیتونو په کلني کتاب کې په څنګن (ضمني) ډول د ۱۹۹۲ زییز له جولای راهیسې په افغانستان کې د قـومي احصائیو دروغ مني، هغـسې دروغ چې د پښـتون – افغان مـلت د راتـلونکی لپاره جـدي عـواقـب لـري
په افغانستان کې د ژبو احصائیې په غیر عادلانه ډول د پخوا په شان د سي. آې أې. د واقعیتونو په کتاب کې همغه شان ښودل شوې دي لکه د ۱۹۹۲زییز له جولای(چنګاښ ۱۳۷۱لمریز) راهیسې چې ښودل شوې وې! په دې موضوع کې سي. آې. أې. پاتی راغلې ده چې خپل منطق تعـقـیب کړي، او په افغانستان کې د قـومې شمیرنو په څیـر یې باطلې وګـڼـي. که د سي. آې أې. د دریځ له مخې، واقعاَ « د نظر پلټې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمـپَـلونو (نمونو) اتکا د قـومي احصائیو لپاره ډاډ وړ لار نه ده» ، نو بیا خـو به د ژبو ښودل شوې احصائې بل شی نه وي خو دا چې د جواب ورکوونکو په شخصي او ذهني معلوماتو ولاړې وي! که سي. آې. أې. غواړي چې واقعاَ ناپیـیلې وي، نو باید چې په افغانستان کې د ژبو ذکر شوې احصائیې د خپلو حقایقـو په کتاب کې ( سي. آې. أې. وَرلـډ فیکـټس بوک) کې خپرې نـکـړي.
د ۲۰۱۵ د نومبر په ۱۱نیټه، ما ځیرکیار یو افغان دوست ته چې د ډاکتر اشرف غني په اداره کې (۲۰۱۴تـر اوسه) د اعـتبار وړ مقـام لري، داسې لیکلې هیله ورولیـږله: «منلي...صاحب
ته سلامونه استوم! لطفا لاندې دواړه متنونه په ملي ژبه پښتو او انګریزي ژبه ولــولۍ او د اشـرف غنـي سره یې شریک کړئ. ما د سیاسي علومو د څیـړونکې په څیر خپل علمي او ملي مسئولیت سر ته ورساوه. اوس د نړۍ د دوهم مفکر اشرف غني ملي مسئولیت دی چې یوه دقیقه وخت زما د لیکنې په لوستلو ولګوي او د امریکې د حکومت سره په افغانستان کې د پښتنو د قـومي او ژبنیو احصائیو موضوع په جدي او رسمي ډول مطرح کړي. که ماته د ۲۰۱۵د دسمبر د ۱۸نیټې پورې ستاسې څر ګند لیکلی دریځ را ونه رسـیـږي، زه به دا هـیله خپره کړم.... په ورورۍ، رحمـت ربی ځیـرکیار. ۲۳ نومبر ۲۰۱۵= ۲ لیـندۍ/قــوس ۱۳۹۴لمریزهجري.» زما منلي دوست ماته په یو لـڼـډه جمله کې داسې لیکلي وو:«هـر څه چې د پښتـنو دپــاره ښه وي، هـغه وکـړئ.» زه د منلي دوست له لڼـډ او غیر توضیحي ځواب نه داسې پوه شوم چې د غنـي فکر او اراده یرغمل شوي دي او یو تش په نوم ولسمشر دی، او زما له منلی دوست نه هـم لکه چې (خدای مکړه) د پښتو او پښتون وژونکي نظام جوټه خور جوړ شوی وي؟
وایي اغـیار چې د دوزخ ژبه ده ..... زه به دوزخ ته د پـښتو سره ځم- امیرحمزه شینواری بابا
په جنوری ۲۰۱۷کې چې د امریکې نوې اداره رامنځته شوه، بیا به دا لیکنه اړوندو مقامونــو تــه وړانـدې کړم.
سـریـزه
دا زموږ قسمت دی چې په وينو کې مزل وهو
يو قدرت چې ووهو، بيا بل وهو، بيا بل وهــو
پورتنی پښتو بيت په شمال کې د امو او په سوېل کې د اباسين تر منځ د غځېدلي لرغوني پښتون ملت قسمت ته ګوته نيسي او د تاريخ په اوږدو کې د سوداګرۍ او اشغال لارې منعکسوي. د پخواني وریـښمستان او د اوسني پايپ لاينستان تر منځ جګړه اوس د پښتون برخليک ټاکي. پښتانه د سمسمکي (مساوات- طلبه) شعور اود پاڅونیز کولتور زبرځواک څښـتنان دي .دوی د دغه ظرفیت په مټ د پوځي زبر ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي چې د دوی د خپلواکۍ فطري انساني غوښتنه په ډاګه کوي. د امريکا پخواني ولسمشر رونالډ رېګن (۱۹۸۸-۱۹۸۰) د پخواني شوروي اتحاد د «شيطاني امپراتورۍ» پر ضد افغان پـاڅون ته د « ازادۍ لپاره د تر ټولو لوړ انساني الهام بخښونکي خوځښت » نوم ورکړ. همدارنګه ریګن پخواني مجاهدين د امریکې «د بنسټ ایښودونکو پلرونو د معنوي سيالانو » په توګه وستايل. خو دسپتمبر د ۱۱مې تراژيدۍ په پايله کې، په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره بريده دافغان وګړو د بشري حقونو د تامین په بهانه پلې شوې ده ، په دې نامه چې غیر- پښتانه د طالبانو له واک او پښتون اکثريت څخه ازاد کړي. د سپتمبر د ۱۱ مې له ناورين څخه شاوخوا ۹ کاله پخوا « د سي. آی. أې د حقايقو کتاب »(جولای ۱۹۹۲=سرطان ۱۳۷۱لمریز)په افغانستان کې داکثریتي پښتنو احصاييې راکمې کړې. زه به په لاندې شننه کې د دغې ستراتیجې جرړو ته ورننوځم.
نـنـتوځ
د پښتنو خپلواکي- طلبه او مساوات- طلبه فطرت د پښتون ملت لپاره داسې پايلې لرلې چې مخه يې نشوای نيول کېدای. د دوی په خودارادیت ولاړې روحیې د تېر وخت له استعماري ځواکونو او د نن ورځې له زبر ځواکونو سره ټکر خوړلی دی
د افغانستان په دننه کې او د برتانيې د تپل شوې ډيورنډ کرښې ( ۱۸۹۳) ها خوا په اوسني برتانوي پاکستان، او هند کې پرته شاوخوا ځمکه کې نږدې ۶۰ ميليونه پښتون توکم هغه ځواک دی چې تل يې نړيوال ځواکونه له ځايي او سيمه ييزو اجنډاو سره ویرولی دي
په پایله کې د پښتنون غلیمانو د ځايي لـږکیانو د کارولو له لارېپښتنو ته دسيسې جوړې کړې دي. په شلمه پـیړۍ کې چې پاچا امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) واک ته ورسېد، برتانيې د تاجک اقليت يو غلواک ( بچه سقاو )تـه زمینه برابره کړه چې خپلواکه افغانه واکمني له مینځه يوسي او په اغېزمنه توګه هغه امیدونه او پلانونه شـڼډ کړي چې وروستـه پاتی افغانستان یې د پرمختـګ په لار سـیخـولی شـو
څه د پاسه شپیته کاله وروسته په ۱۹۹۲زییز کال کې، افغانستان يوه بله سقاوي وليدله (په افغانستان کې سقاوي د بشـپړې ګډوډۍ، بې نظمۍ اوغلواکۍ په معنا ده): د شوروي پلوي حکومت له پايته رسېدو وروسته ، د شمالي ټلوالې افغان لږه کيو د دروغ جوړونې د يوه ناوړه کمپاين په پيلولو په بیـړه لاس پورې کړ. د مسعود ـــ رباني رژيم د ملګرو ملتونو انتقالي پلان له منځه ويوړ او يوه انارشي يې منځته راوړه. دا د بې نظمۍ او بې قانونۍ يو داسې حکومت وچې د سمسور افغان په کتاب کې «دويمه سقاوي» وبلل شوه. د مسعود- رباني ررژیم ته له شوروي اتحاده يوه پښتون ضد رهبري په ميراث ورپاتې شوه چې له احمد شاه مسعود سره يې د سولې يو جوړ جاړی درلود( وګورئ، ريچارډسن). کېدای شي چې مسعود به د ۱۹۸۰ کلونو په مهال د شوروي نیواک پرمهال د پښتانه توکم د کمزوري کولو هڅه کړې وي. په پای کې کله چې په ۱۹۹۲ کې برهان الدين رباني او د هغه شاګرد کوماندان مسعود وا ک ته ورسېدل، په رسمي ډیریو(دوسیو) کې د پښتون ولس د توکميزې نقشې د بنسټيز بدلون لپاره يو ډېر بې وجدانه او بدنېتی کمپاين پيل شو
د دغه بدنیتي او کرکجن کمپاين لپاره دولتي ميکانيزم وکارول شو او په هغه کې یې د پښتنواحصائیې راټیټې کړې او زرترزره یې د(سي. آی. أې د حقايقو د کتاب ) په ګډون له نړيوالو ادارو سره شريکې کړي. د دغه پښتون دښمنه پلان موخه داوه چې په هر ډول راتلونکي جيو پوليټکي وېش او معامله کې د افغان اقليتونو دريځ پیاوړی کړي. په پای کې ، د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې ، کله چې امريکا پرافغانستان بريد وکړ، د شمالي ټلوالې غړو چې د تاجکانو د تیر حکومت(۱۹۹۶-۱۹۹۲) ناستنان (وارثان)وو ، د امريکا لېوالتيا ته خدمت وکړ او هغه مصنوعي احصاييې يې په ۱۹۹۲زییز کې وکارولې چې اکثریت پښتون قوم اقلیت ته راټیټ کړي او خپله قضیه پرې جوړه کړي
د نولسمې زییزې پیـړۍ مسلمان، متنفذ او ښکېلاک - ضد عالم سيد جمال الدين افغان ، پخپل کتاب ( تتمة البيان فی التاريخ الافغان) کې دې ته پام اړولی و چې پښتانه د افغان ټولنيز جوړښت يو برلاسی عنصر دی ( پوهاند صديق الله رښتين ، نوې څېړنې، پېښور پښتونخوا، ۱۹۷۹، ۹۸ مخ)/ ( د افغانستان قومي جوړښت لپاره د واک فاونډېشن شپږ کلنه سروې او څېړنه[ ۱۹۹۱تر۱۹۹۶]، ۱۳۷۷/۱۹۹۸، ۱۱مخ
هغه سنجول شوې پلان چې د پښتانه توکم د اکثريت د راټيټولو لپاره د مسعود ــ رباني رژيم (۱۹۹۲ــ۱۹۹۶) لخوا ترسره شوی و، ژر تر ژره د سي. آی. أې د نړيوالو حقايقو په کتاب(۱۹۹۲ جولايي) کې راڅرګند شو. ددغه تاکتيک موخه څه وه؟ دغه کار د پخواني شوروي اتحاد (داوسنئ روسیې)د سیاسې نقشې د خصلت سره ژورې اړيکې لري. د دغه پلان له مخې يې په افغانستان کې د ملي سیاست د زپلو لپاره د اقليتي توکميزو سياستونو ملاتړ وکړ. د افغان پښت يو ټولنيز سياسي شنونکی او ښه ليکوال ، چې په امريکا کې يې تحصيل کړی دی، ډاکټر ستانېزی دی. ده په لنډ ډول په افغانستان کې د شوروي اتحاد ستراتيژي څېړلې ده. زه به دده څېړنيزه کړنلاره په شپږو ګامونو کې وړاندې کړم
لومړی ګام: شورويانو/روسانو د « خورا زيات مقاومتي » قومي ګروپ (پښتنو) راټیټولو ته پام واړاوه ځکه چې دوی عموماٌ د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې مخکښ ګروپ وو: پښتانه د افغان ملي مقاومتي تنظيمونو په منځ کې اکثريت و او د افغانستان د ملي هويت کولتوري زړی و. د خپلې خبرې د روښانولو لپاره ډاکټر ستانېزی ليکي چې دمقاومت د«جوړجاړی » نه منونکی قوماندان ذبيح الله مجاهد هغه يواځينی غير پښتون و چې شورويانو «مړ غوښت» او کېدای شي چې د خپل « نه تسليمېدونکي دريځ»خوند به یې څکلی وي
دويم ګام : شورويانو/روسانو د پښتنود نفوسو د ځواک پر راټیټولوو کار وکړ. دوی د افغانستان په سوېل کې پر پښتني سيمو خپل پوځي عمليات او هوايي بمبارونه وغځول، په داسې حال کې چې غير پښتني سيمې يې « نسبتاَ ارامې » او « روغې » پرېښودلې. په حقيقت کې، يو وخت شورویانوغوښتل چې پلازمېنه له کابل څخه په شمال کې د افغانستان دويم ستر ښار مزار شريف ته ولیـږدوی ،نه کندهار ته چې اصلا دوهم غټ ښار و خوپه کنډواله اوښتی و
درېيم ګام: په کال ۱۹۸۹م ، شوروي ځواکونه د دوه حقايقو له امله ، د افغانستان له شمالي پولو څخه هاخوا بېرته پر شا لاړل: یو داچې د جنګ په مهال یی د پښتنو پاڅون په« پوره »اندازه کمزوری کړی و تر څو په دوی پسې تر مرکزي اسیا نشوای ورتللی. دوهم داچې د هغه وخت امريکايي ولسمشر جورج ، اېچ ، بوش غوښتل چې «مهربان او مخ پر ځوړ» شوي شوروي اتحاد ته د جوړجاړی لاس وروغځوي
څلورم ګام: د شمال غير پښتانه اقليتونه په شمالي ټلواله کې تنظيم شوي وو( چې اصلي نوم يې د شمالي سيمو څارونکې شورا يا شورای نظار صفحات شمال و). دا د اقليتونو يو متحد محاذ و چې «د پښتنو د ژوند له ټولو اړخونو» سره وجنګيږي. ډاکټر ستانېزی ليکي:« په دې ډول د ډيورنډ د استعماري تړون « د سليزې په ماښام» چې افغانستان يې پر ۱۸۹۳ م کال سره ووېشه، دافغانستان په « توکميزــ ژبني غولي کې» يو ژور چاود رامنځته شو
پنځم ګام: دمقاومت پر مهال د شورويانو او د هغوی د پخواني افغان ځواکمن کمونيست مشر ببرک کارمل د جنرالانو په ملاتړ ، د شمالي ټلوالې مشر مسعود د ۱۹۹۲ م کال په اپرېل کې په کابل کې فتحه اعلان کړه او د کارمل د وارث پښتون توکمي ډاکټر نجيب الله پر ځای کېناست. سوبه په شمالي ټـــلوالـــه پورې وتړله چې کارمل ورسره توکمیزه اړیکـه لــرله. مسعـود دغه دغه عمل چې د «تاجک په لوړوالي» راچاپیرو په قومي سياسي ډګر کې سمبوليک و، په داسې حال کې چې پښتون اکثريت يې کمزوری کاوه، په نښه کاوه او محروماوه. د مسعود تر مشرۍ لاندې شمالي ټلوالې د « بې له پښتونه» اجنډا پلې کوله. مسعود له دوو مياشتو وروسته يو تش په نامه مشر، صبغت الله مجددي، په زوره له دفتره وايست او پر ځای يې يو تاجک توکمی برهان الدین رباني کښیناوه
شپږم ګام: د مسعود ـــ رباني د ډلې په لاس د جوړ شوي تاجک حکومت له پيل سره سم ، یو پښتون- دښمنه فعالیت پیل شو. موخه (هدف) یې دا و چې د پښتون قوم سره چل وکړي، یانې پښتون له خپل پیژاند نه غافل کړي او د دغه پلان په پلي کیداکې له خپل دولتي او موسساتي ميکانيزم نه ګټه واخلي. د بيوروکراتيک چل ول او زور له لارې په افغانستان کې دننه او له پښتونخوا(پخوانی شمال لويديځ سرحدي ايالت۱۹۰۱ــ ۲۰۱۰) څخه د راستنېدونکود يوې لويې برخې پښتنو ته نوې پیژاند پاڼې (تذکرې) ورکړل شوې چې دوی يې پکې تاجکان ښودلي وو. دا د مسعود- رباني د رژیم د هغه حساب شوي کمپاين برخه وه چې د پښتنو اکثريتي مقام راټیټ کړي او په مقابل کې په تقلبي ډول د تاجکانو سلنه (فیصدي) جګه کړي. نورو اقليتي ډلو د زور زياتي او ترهې اچولو له لارې پښتانه په نښه کړل. د بېلګې په ډول ، هزاره ځواکونو د پښتنو کورونه په نښه کړل او له پښتنو کورنيو سره يې زور زياتی وکړ ، تر دې چې دوی یې په زور سره له خپلو کورونو وشړل ـ په ځانګړي ډول دغسې زورزیاتی د کابل ښار په دريمه او څلورمه ناحيه کې تر سره شو. دغه شان ازبک ملیشو هلته په هغو سیمو کې چې په غټه کچه پښتانه پکې استوګن وو تالان جوړکړ تر هغه مهاله چې خپل کورونه یې پریښودل او د هیواد په دننه او بهر کې کډوال شول. په «ملي» سویه د« قومي تصفیې عملیات په شمال کې پیل شول او د پښتنو ټـول کلي د ترهه ګرۍ د عملیاتو له لارې تش شول. د شورویانوسره د مسعود د زیاتو اړیکو په اکله ولولئ د افغانستان په اکله د دقیق او باورمن امریکایي څیـړونکي ، لیکوال او ژورنالست ریچارډسن لیکنې. نوموړي ا فغانستان ته په ۱۹۸۶، ،۱۹۸۷ ۱۹۹۰، ۱۹۹۱ او ۱۹۹۷کې سفرونه کړي وو
په پایله کې د مسعود- رباني په مشرۍ تاجک حکومت نوې احصایٔیې راو توږلې: په دې ډول چې په سلو کې له نږدې ۶۳ نه ۳۸ ته د پښتنو شمیر راټیټ کړي، د تاجکانو شمیر په سلو کې له ۱۲ نه ۲۵ ته جګ کړي او له دې لارې د افغان ټولنې په واقعیتونو کې لاس ووهي. د کابل رژیم دغه تحریف شوې شمیرنې د رسمي معلوماتو په څیر بین المللي سازمانونـو تـه ولیـږلې. ډاکتر ستانیزي دغه معلومات له ارواښاد اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد [۲۰۰۴-۱۹۲۱]نه لاسته راوړي وو، له هغه چا نه چې په کور کې یې شخصي کتابتون د شمالي ټلوالې د جنګسالارانو له خوا تالا شوی و. پورتنئ تحریف شوې وګړ شمیرنې په ګړندي ډول د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو په کلني کتاب (سـي- آې ـ أی ورلډ فکټـبوک: د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو کتاب) کې د ۱۹۹۲ په جولای کې خپرې شوې، او په غټ احتمال سره یې له دغې چینې نه «نیشنل جیوګرافیک ورلډ اتلس» او «ورلډ المنک» ته لار مینده کړه .د امریکې استخباراتو د دغو معلوماتو ټیکلي(سیـډي ) روسي کتابتونونو ته لیـږلي وو( یو افغان چې په روسیه کې استوګن و، هغه مهال یې دغه معلومات د لویدیزې اروپا په چاپي افغاني میډیا کې خپاره کړي وو). د پورته ذکر شوو شپږ ګامونو په اکله د زیاتو معلوماتو لپاره د ستانیزي لیکنه (۱۶ دسمبر ۲۰۰۹) ولولئ. نوموړې د افغاني او اسلامي چارو یو دقیق سیاسي څیـړونکی دی
ما ته نن(۲۵ اپریل ۲۰۱۳) د بروس ریچارډسن یوه مهمه لیکنه راورسیده. نوموړی واقعا یـو «پـښتون پیرئ لیکوال»(پشتون ګوست رایـټـر) نه دی، بلکې د افغانستان د موضوعاتو په اکله یو ارت معلوماته او صادق امریکایي ژورنالیست، لیکوال او چارپوه دی. په ۲۰۰۳ زییز کې د شمالي افغانستان د تخار ولایت د مرکز د تالقان په غوڼډه کې په پښتون- ضد پـړپـړه (دسیسه) خبرې وشوې. ښایـې د غه غو ڼـډه د هغې پـړپـړې په موازاتو کې روانه وي چې د امریکې د مرکزي استخباراتو په احصایًیو کې پکې د ډیرکیو پښتنو شمیر تر ټولو غټ لږه کیانو(اقلیت) ته راټیټ شوی و. دغه پلان موږ ته هغه پـړ پـړه را په زړه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد مشر بریـژنیف په ۱۹۸۱ کې د افغانستان په ویشلو راڅرخولې وه. دلته وینو چې د تالقان پلان د امریکې د شخصي امـپـریالیـزم او د روسې ( د پخواني ټولنیـز امـپریالیزم د ناستنې) په واسطه را منځته شوی و. په افغانستان کې د داخلي جنګ د پـیر(۱۹۹۶-۱۹۹۲) تاجک واکمن برهان الدین رباني د تالقان په غوڼـډه کې ګډون لاره. دامریکې د واکمن جورج ډبلیو بوش (۲۰۰۹-۲۰۰۱) د ادارې د پښتون- ضد دریځ په چوکاټ کې، د تالقان کنفرانس د معلوماتو له مخې په ۷۵ ملیون ډالرو تمویل شو. د تالقان په غوڼډه کې« د شمالي ټلوالې ټولې ډلې حاضرې وې د کمونیسټي جنرالانو د ډلګۍ په شمول، خو هلته د اکثریتي پښتنو «استازولي[نمایندګي] محرومه شوې وه».
د سي. آې.أې دحقایقو په کتاب کې د افغانستان قومي او ژبنئ وګړشمیرنې
زییز۲۰۱۲-۱۹۸۱ = ۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز
د امریکې د مرکزي استخباراتو په وینا، د دغه سازمان د نړئ د حقایقو کتاب چې هر کال دجولای په میاشت کې چاپیـږي د د درې ډوله «بشپـړ شوو استخباراتو» (فینیشد اینټیلیجنس)یو ډول دی په دې مانا چې د «استخباراتي دورې» (سایکل) وروستنی تولید دی. له دغې دورې نه مطلب یوه عملیه ده چې معلومات پکې (۱) رارسیدلی دي، (۲)د استخبارتو په شکل تصفیه( څیـړل شوي او تفسیر) شوې دي، او (۳) سیاست سازانو ته وړاندې شوي دي.د بشپړ شوو استخباراتو دوه نور ډولونه دادي: د ولسمشرلپاره ورځنئ لڼـډیز(ډیلي بریف) او د« ملي استخباراتو اټکل»( نیشنل اینټیلیجنس ایسټیمیـټس). د استخباراتو پخوانی افسررابرټ ل. سیوټینګر وایي چې د ملي استخباراتواټکل «ناچاراَ د حدس قلمرو ته اوړي». په ۲۰۰۲ کې د عراق د وګړیزې تباهۍ د وسلو په اکله استخبارات ډیر زر د دروغو په لړه بدل شول. له دې جنګ نه وروسته، د امریکې او برتانیې مشرانو خپل جنګ ته د مشروعیت داسې پرتوګ ورواغوست چې د صدام حسین د جنګي ظرفیت د ثبوت پر ځای یې د هغه په شخصیت او خصلت (کرکټر) زور واچاوه. د انګریزانو مشر وینسټن چرچل شوروي مشر جوزیف سټالـین ته د تهران په کنفـرانس کې په ۱۹۴۳ کې داسې ویلي وو: «د جنګ په مهال حقیقت دومره ارزښتمند دی چې باید تل د درواغـو د محافظ له خوا وڅارل شي».
د ټولنیزو او سیاسي علومو پوهاند او په ۲۰۰۱ کې د امریکې د سیاسي علومو د ټولنې مشر رابرټ جرویس داسې لیکلي وو: « موږ ته ډیر ځلې ... استخباراتي اټکلونه ډیر په حکومت کې د قدرتمندو ډلګیو د ګټو او د بهرني سیاست د میلونو په اکله غـږیـږي نسبت دیته چې مقابل اړخ کومه اراده او[عسکري] ظرفیت لري». د «تمدنونو د ټکر» په ډکون (متن) کې کولی شو هغه ژبنئ او قـومي وګړ شمیرنې (احصا یٔیې) د څیـړنې لاندې ونیسو چې د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا غـوره شوې دي.
لاندې جدول له ۱۹۸۱ نه تر ۲۰۱۲(۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز هجري) پورې د افغانستان د قومي او ژبنیو ګروپونو اټکل شوې احصایٔیې ښئ. له ۱۹۹۲زییز راهیسې د پښتنو او د دوی د ژبې سلنې ( فیصدۍ) په پام وړ کچه د امریکې د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو په کتاب( سي. آې. أې. ورلډ فکټـبوک) کې را ټيټې شوې وې. د زییز۱۹۹۲ په جولای کې چې د امریکې مرکزي استخباراتو د پښتون ولس او د ملي ژبې(پښتو) احصائیې راټيټې کړې، دغه عمل یې په افغانستان کې د مسعود – رباني د تاجک-پلوه رژیم د پیل سره همـمهال و، هغه رژیم چې د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان یې ړنګ کړی و
د سي آې أې د حقایقو په کتاب کې دافغان ټولنې وګـړ شمیرنې۲۰۱۲-۱۹۸۱
Afghan Demographics in CIA World Factbook 1981-2012
Year Ethnic Group Percentage Language Percentage Total Population
Estimates Estimates Estimates اټکل
کال دقومي سلنو اټکل د ژبنیو سلنو اټکل ټول وګړي
1981(1360) Pashtuns 50% Pashto 50% 15,193,000
Tajiks 25% Farsi(Persian) 35%
Hazaras 9% Uzbeki,Turkmeni 11%
Uzbeks 9% all other languages 4%
All others 7%
1990(1369) Pashtuns 50% Pashto 50% 15,862,293
Tajiks 25% Farsi 35%
Hazaras 12%-15% Uzbeki,Turkmeni 11%
Uzbeks 9% all other languages 4%
All others 3%-4%
1991(1370) Same as above Same as above 16,450,304
1992(1371) Pashtuns 38% Pashto 35% 16,095,664
Tajiks 25% Farsi 50%
Hazaras 19% Uzbaki,Turkmeni 11%
Uzbeks 6% all other languages 4%
All others 12%
2001(1381) Pashtuns 38% Pashto 35% 26,813,057
Tajiks 25% Farsi 50%
Hazaras 19% Uzbaki,Turkmeni 11%
Uzbaks 6% all other languages 4%
All others 8%
2006-2012 Pashtuns 42% Pashto 35% (31,056,997;
(1385-1391) Tajiks 27% Farsi(Persian) 50% 31,889,923;
Hazaras 9% Uzbeki & Turkmeni 11% 32,738,376;
Uzbeks 9% all other languages 4% 33,609,937;
All others 13% …………………………. 29,835,392;
July 2012 estimates…. 30,419,928;
August 2016 estimates…. 32,564,342).
Data collected and organized from the “CIA World Factbook” by Rahmat Zirakyar
اوس نو دا پوښتنه په ځای ده چې آیا د سي. آې. أې. د حقایقو په کتاب(۲۰۱۲-۱۹۸۱) کې د پښتنو وګړشمیرنې راټـیټـول د امریکې لپاره ځان- ګټې جنبه لري، یانې د پردې شاته د ۹۱۱ له بخولې(فاجعې) راوروسته په افغانستان کې د اقلیتي واکمنۍ لپاره د واشنګټـن په ملاتړ راڅرخي؟
د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو د کتاب په احصایو رڼا اچول
دې ټکي ته باید ګوته ونیسو چې په اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې قوم ویشـنه لومړی په روسـیه کې (قـفـقــاز او مـرکزي اسیا)کې د واکمنۍ د چلونې لپاره وکــارول شــوه. د افغانستان د نیـواک پـه مهال (زییز۱۹۸۹-۱۹۷۹) شورویانو هڅه وکړه چې هلته د ډیـرکیو(اکثریتي) پښتنو احصایٔیوي اهمیت راټیټ کړي. د څه لپاره؟ د دې لپاره چې افغانستان ویشنـې ته چمتو کړي. دې موخې (هدف) ته د رسیدا لپاره، شوروي پوځي عملیات په غټه کچه د پښتنو په خوارولو او راټیټولو باندې راچاپـیر وو،خو په عین حال کې یې غیر- پښتون مسعود، دوستم او نور استخدام کړل چې په شوروي نظام کې د افغانستان د شمالي سیمو د خوندي کیدا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. دې موخې ته د رسیدا لپاره دوه لارې شته وې: د افغانستان ویشل، یا یې د مرکزي اسیا په سوشلیستي جمهوریتونو کې ورننویستل- دا هغــه جمهوریتــونه دي چې د افغـان تاجکـو، اوزبکـو او ترکمنـو قـومیان پکې استوګن دي .
د افغان کمیونیست ببرک کارمل(۱۹۹۶-۱۹۲۹) نوم د شوروي پوځونو له خوا د افغانستان د نیواک(اشغال: ۱۹۸۹-۱۹۷۹) سره هم مانا دی. د ده د واکمنۍ په مهال (۱۹۸۶-۱۹۷۹) پـه افغانستان کې د وګړشمیرنې کمـپین پیل شو د دې لپاره چې د پښتون ولس په وګړشمیرنه کې تقلب وکړي. د دې لپاره چې په اسانۍ سره په وګړیـزواقعـیتونو کې لاسوهنې وکړي، ډیر ځلې به یې له وګړو نه دا پوښتنه کوله:«به کدام لسان مسلط استید؟»( شــخصي معــلومات چې دهغــه مهــال د واکــمن سازمان « د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګـوند» د مرکزي کمیټې یو غـړي را سره شـریک کړي وو- زیرکیار). ډیر پښتانه په پښتو او دري(فارسي) غـږیـږي او دغه کفایت پر ځان د پښتنو اعتماد منعکسوي. پورتنئ پوښتنې ته(به کدام لسان مسلط استید؟) د پښتنو جوابونه چې په ځان اعتماد پکې پـروت دی، په ماهـرانه ډول داسې کنټرول شوی وو چې د پښتنو واقعي شمیر پټ کـړي او د دغــه چل ول لــه لارې پــه افغانستان کې د تاجکـانـو شمیر جـګ کـړي. پــه دې ډول ، د شــوروي - طلبه کا رمل د سرشمیـرنې ټـیمونو د پښتنو قـومي هویت یرغمل کړ. د کارمل د ډلې جنرالانود احمد شاه مسعود پلویان شول او مرسته یې ورسره وکړه چې د ۱۹۹۲ زییز په اپریل کې یې د قدرت په ګدۍ کښینوي او له دې لارې په اغیزمن ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان شـڼـډ کړي. په پایله کې، دې ماهرانه غبرګون ( ایتلاف) چې په قـومي او ژبني هویت را چاپیر و، «دوهمې سقاوۍ» ته لار پرانستله چې په انارشۍ (ګډوډۍ) او داخلي جنګ(۱۹۹۶-۱۹۹۲) چلیدله.
په دې پوهیدل مهم دي چې د بین المللي اړیکـو او نړۍ وال سیاست اکاډیمیک منظره یقیناَ د اساسي شکلي بدلون سره مخامخ شوې ده. بلاخره شوروي اتحاد د مړینې په کټ کې پروت و او باید یو نوې تنظیم را پورته شي ، د دې لپاره چې رامنځته شوې اوښتنې توضیح کړي او د راتلونکو سیاست سازیو لپاره مخلید انځور کړي. کله چې د ۱۹۸۹ په فبروۍ کې له افغانستان نه شوروي پوځونه ووتل،د دې سره جوخت د اسلام او منځني ختیځ د تاریخ د نامتو پوهاند برناډ لویس له قلم نه په ۱۹۹۰ کې «د مسلمانانو د غضب جرړې» په سرلیک لیکنه راووتله او ورپسې په ۱۹۹۳ کې د سیاسي علومو د وتلي پوهاند سامویل هنـټیـنګټـن لیکنه(«د تمدنـونو ټکر»)راووتله چې درې کاله وروسته په ۱۹۹۶کې په عین سرلیک د کتاب په بڼه خپره شوه. عموماَ لویدیز اسلام (رسماَ افراطي اسلام) د «نوي کمیونیزم» په بڼه ومیند. د دغه ډول سیاسي ذهـن په ډکون کې، د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا د نړۍ والو حقیقتونو په کتاب کې دافغانانو په قـومي او ژبـنیو احصایٔیو کې لاس وهنې تفسیرولی شو.
د امریکې مرکزي استخبارات د هر کال په جولای کې «د نړۍ د حقیقتونو کتاب» خپروي. زه غواړم چې د پښتنو او د دوی د ژبې د احصایٔیو موضوع توضیح کړم. لکه چې پوهیـږو، پښتون- دښمنه شمالي ټلواله د پرچمي ببرک کارمل د کمونستانو په مرسته، د ۱۹۹۲ په اپریل(۱۳۷۱ثور) کې په کابل کې قدرت ته ورسیدله. له دې پیښې نه څه کم درې میاشتې وروسته، د امریکې مرکزي استخباراتو خپل د نړۍ د حیقتونوکتاب د جولای په میاشت کې خپور کړ. په دغه کتاب کې د لومړي ځل لپاره د اکثریتي پښتنو او د دوی د ژبې شمیرنې په ارته کچه رالویدلې وې: ( له ۵۰ ٪ وګړو نه ٪۳۸ وګړو ته) او د پښتوژبې سلنې له ۵۰ ٪ نه ۳۵٪ ته راټيټې شوې وې. ولولئ:
Zirakyar, 2009, and Richardson, 2009, p. 275
د سي.آې.أې له خوا په افغانستان کې دغیـر- پښتون لږکیانو د وګړو د شمیر پـړسول او په مقابل کې د ډیرکیانو پښتنو د شمیر راټیټول څه هدف لري؟ د امریکې د مرکزي استخباراتو او د شمالي ټلوالې تر منځ غځیدلې او پالل شوې اړیکې په دې دلالت کوي چې دواړه خواوې د پښتنو او د دوی د ژبې د احصایٔیو په راټـیټـولو کې د یـوبل همکارۍ تــه اړتیـا لـري. د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو له خــوا دا سنجول شوی او ځان- ګټی کوښښ چې د ډیــرکیانو پښتنو ټـولنیزـ ژبنــئ شمیرنې راټیټې کړي د عامه اړیکیو(پبلیک ریلیشنـز) د چل(دسیسې) څرګندوی دی – دهغه چل چې د ناروا جنګ په ملا تړ راچاپـیـر دی، او د مشروع جنګ پرتوګ وراغـوندي. په بله وینا، د دغه چل تنسته داسې غځول شوې ده چې په افغانستان کې اکثریت(یانې غــیر- پښتون اقــلیت) د اقلیت(یانې پښتون اکثریت) له تش په نامه ستم نه خلاص کړي. دې ډول احصایٔیوي- روحي عملیاتو د واشنګـټن سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې اکثریتي پښتون قوم محروم او اجنبي کړي. په دې ډول د امریکې د مرکزي استخباراتو(سي.آې.أې)« د نړۍ دحقایقو په کتاب» کې یې په افغانستان کې د پښتنو د شمیر کچه له اکثرتي مقام نه غټ اقـلیتې ګروپ ته راټیټه کړه.
دوه ډاډوړ افغان پوهانو چې د نومونو ښودل یې لازم نه دي، ما(زیرکیار) ته وویل چې درې سـړي د پښتنــو د احصایٔیو د راټیــټولو په عملیه کې «دخـیل» وو، یانې لاس یې پکــې لاره: دوه تــنه(ر.ف. او ا.ا.) غیر-پښتون افغانان دي چې هر یو یې د داکترۍ علمي درجه(پي. ایچ. ډي) په ژبـپوهنه کې لاسته راوړې دي. دریم سړی(ی. ت.)د افغانستان په چارو کې یو امریکا یي چار پوه دی چې د « زل» سره ښې اړیکې لری. په دوه غیر-پښتون افغان ژبـپوهانو کې یو یې (ا. ا.) د امریکې په دفاع وزارت کې ژباړن او د (فارسي؟) ژبې ښوونکی دی او هغه بل یې د افغانستان په پخوانیو حکومتونو کې یو لوړ رتبه مامور و. دواړو د مسعود- رباني د رژیم (۱پریل ۱۹۹۲-سپتمبر ۱۹۹۶) سره ډیرې ښې اړیکې لرلې. دا معلومات یو ځل بیا زما ادعا کوټـلې کــوي چې تور بي بي (سي.آې.أې) او د مسعود- ربانــي رژیــم د ډیره کیانو(اکثریتي) پښتنــو د شمــیرنو پــه راټيـټولو کې د یو بل همکارۍ ته اړتیا لرله. مسعود او د ستمي ممبر خادمانو یې له پښتنو نه، په تیره له پښتو ژبې نه کرکه لرله، ځکه چې پښتو د دې جوهر لري چې د یو دولت او یو هیواد په څیر د افغانستان ملي پـیژاند (هویت) خوندي کړي. په يو پښتو متل کې راغلي دي چې :ملــنــګ مـــه وژنــه، کچکــول ور نــه واخـــله
ښکیلاک (استعمار) نه یوازې ښکیل شوی ولس د خپل برلاسي ښکیلاکګـر کلتور د اداره چیانو له لارې په ولکه کې ساتي، بلکې په غیر مستـقـیم ډول يې د ښکیل شوي کلتور د مطیعـو غړو د استعمالولو له لارې هم څارنه کوي. کلونیالیزم او امپـریالیزم دواړه په غټه کچه یو بل ته ورته دي، بلکې یو بل پیاوړی کوي هم: د دواړو شاتـه هڅه ونکې قوه داده چې له ښکیل شــوو یا په ولکــه کې ساتل شوو ولسونو نه ګټه واخلي. مسعود د مشکل کـــشا په څــیر پــه افغــانستان کې د شــوروي اتحاد،ایران، او دامریکې د سیاسي اجندې لپاره کار ورکړ
په امریکه کې زیـږیدلی ایریک مارګولیس یو تجربه کار ژورنالیست، لیکوال او معتدل جمهوري پـلوه سړی دی چې په غټه کچه د منځني ختیز، سهیلي اسیا او اسـلام په اکله لیکنې خپروي. پــه ۲۰۰۹ کې هغه دې پایلې ته ورسید چې امریکه په افغانستان کې سوله او استحکام نشي تامینولی خو داچې ډیرکي پـښتانه (۵۵٪) په خپل هیواد کې د حق څښتنان شوي وي، یانې «د طالبانو سـره دې» چې د «پښتون ولس یو برخه ده نیغـه معامله وشي».
لانــدې لښتـلـیک ( جــدول) په افغانستان کې هغـه قـومي او ژبنئ شمیرنــې ښــئ چــې ارواښــاد اکاډ یمیـسن عـبـد الشکور رشـاد د خپل عکس العمل په څیـر د سي.آې.أې. دحقایقو د کتاب د شمیرنو په ضد راټــولې کړې او خپرې کړې وې، ځکه چې هلتــه د سـي.آې.أې په ذکــر شــوو شمیرنـو ( ۱۹۹۲په جولای) کې د لومړي ځل لپاره دپښتنو احصائیې له اکثریت نه غـټ اقلیت ته راټیټې شوې وې. جولای ۱۹۹۲ هغه مهال و چې نږې درې میاشتې وړاندې د همدغه کال په اپــریل کې په کابل کې تاجک – طلـبــه رژیــم رامنځته شــوې و. د اکاډیمیسن عبد الشکور رشاد لښـتـلیک پـه لانــدې ډول دی
Title of Book
د کتاب سر لیک Author
د لیکوال نوم Date and Place of Publication
کال او خپـریـد ځای Percentage of Major Ethnic Groups
د غـټـو قـومونـو سلــنې (٪)
Pashtun
پښتون Tajik
تاجک Hazara
هزاره Uzbek
ازبک
Afghanistan Prof. M. Ali 1955 Kabul 60 20
Afghanistan Max Clumborg 1960 60 30 3 3
The National Languages of
Afghanistan Prof. Aslanov 1964 USSR 60
The World of Geoethnology M. Mahjub Yawari 1987 (5th Ed.) Iran 60 20 5 5
World’s Largest Languages McKenzie 1987 Europe 55-65
History and Establishment of
Afghanistan Abdul Azim Walyan 1987 Iran 70 13
Fundamentalism Reborn?
Afghanistan and the Taliban William Maley 1998 London 62.73 12.4 9 6
Afghanistan Federal System M. Enam Wak 2000 Pakistan 62 12 9 6
The World Almanac Primedia 2000 USA 38 25 19 6
Copyright www.hewad.com
سمـون
له کیڼې خوا نه د پورتني لښتلیک په دوهم لړ کې دوهم نوم ته پام وکړئ: د افغانستان په اړه د جرمن- ژبي اطریشي چار پـوه فامیلي نــوم (تخلص) سـم نه دی ښودل شوی(کلَمبورګ). روغ شکل یې (کلیمبورګ) دی. مَکس کلیمبورګ خپلې لوړې زده کړې د هنر په تاریخ او قوم پوهنه کې بشپـړې کړې دي. ما (زیرکیار) نږدې ۴۰ کلونه وړاندې د مَکس کلیمبورګ یو وتلی کتاب په دې سرلیک لـوستلی و
Max Klimburg, Afghanistan: Das Land im historischen Spannungsfeld
Mittelasiens, 1966.
زه پــه دې ډیــر ډاډه یم چې دا بـه هغه کتاب وي چې په پـورتني لښتلیک کې یې لـڼـډ سر لیک راغلی دی. اوس به نوروهغو لویدیزو چینوته راوګرځم چې د افغانستان وګړشمیرنوته پکې ګوته نـیول شـوې ده
په نورو لویدیزو چینو کې د افغانستان د قومي شمیرنو اټکلونه
ګل جانان ظریف د خپلې ډاکترۍ په علمي کتاب کې (۱۹۷۲) دیته ګوته نیولې چې له ۱۱ تر ۱۲ ملیون افغانانو نه د نږدې نهه میلیونو مورنئ ژبه پښتو ده. ایچ.ایف شورمن اټکلوي(۱۹۶۲) چې پښتانه لږ تر لږه د افغانستان دوګړو نیمایي بره خه جوړوي. دغه شان ډي.اِن. ویلبر لیکي(۱۹۶۲) چې پښتانه د افغانستان د وګړو( ۵۰٪تر۶۰٪ ) جوړوي. د افغانستان لپاره د سیمې په کتاب کې( ایریا هنډ بُک فور افګانستان، ۱۹۷۳، څلورم چاپ) له ۱۶ میلون افغانانو نه له « اته میلون» نه زیات یې پښتانه دي. د مګنوی او نبي(۱۹۹۸) د کتاب له مخې، په افغانستان کې پښتانه « خورا مهمم او ښایي خورا غټ قومي ګروپ جوړوي....معیاري اټکل دا دی چې [ دافغانستان] د وګړو ٪۴۰ تر ٪۵۰ » پـښتانه دي. د نړۍ د کلتورونو پوهـنامه(دایــرت المعارف، دریم ټوک، ۱۹۹۲)داسې اټکلوي چې پښتـنو له جنګ نه په وړاندې افغانستان کې«٪۵۰تر ٪۶۰» وګړي لرل. دیـربشایر او دیربشایر(۱۹۹۶) کاږي چې پښتانه د افغانستان« د ټولو وګړو ۵۴سلنې[۵۴٪] جوړوي». د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري« یا فارسي» دي چې « په ترتیب سره د وګړو ۵۲٪ او ۳۰٪ پرې غږیـږي.» فرید زکریا د په امریکه کې په سي.اِن.اِن. نومې ټلویژن کې د بهرنیو چارو مهم اووه نیز پروګرام چلوي چې جي.پي.ایس.(نړۍ وال عامه واټ) نومـیـږي. زکریا په افغانستان کې د ملګروملتونود پخوانی استازي پیتر ګلبرست سره په خپله مرکه کې وویل چې پښتانه د افغانستان دوګړو «اکثریت، ۵۰٪» جوړوي( ۱۱ اپریل ۲۰۱۰). ارنولډ هغه امریکایي استخباراتي مامور و چې په افغانستان، جرمني، سویډن، برما، جاپان او انګلستان کې موظف شوی و، او بیا په ۱۹۷۹ کې متـقاعد شو. دغه امریکایي استخباراتي مامور په خپل کتاب(۱۹۸۳:مخ ۲) کې لیکي چې پښتو په افغانستان کې « د نـږدې ۵۵٪ وګــړو اصلي، بــومي ژبه ده.» خو سره له دې، ارنــولډ په افغانستان کې یــو بــرلاســي او« نااشنــا» واقعــیت ته زموږ پام راګرځوي چې په خپل هیواد کې:«که څه هم پښتانه د وګړو لـــه نیمایي نه غــټه برخه جــوړوي، ژبـــه یــې مغـلوبه ده».
نیراپ او سیکیـنس(۲۰۰۱) کاږي چې په افغانستان کې وګړشمیـرنې پــه غـټه کچه پـه اټکلونو ولاړې دي. په افغانستان کې لومــړئ او «خــورا علمي دمـوګرافـیک[جمعیتي] څــیـړنه» پـــه ۱۹۷۴-۱۹۷۲ زییز کې تر سره شوې وه. دغې سروې(څیـړنې) چې دافغانستان د حکومت په هــمکارۍ سره د امریکې د بـین المللي پرمختیا د ایجنسۍ لپاره د نیویارک د دولتي پوهنتون له خــوا پلې شـوې وه، لس عـشاریه آتـه(۱۰،۸) میلیون ځای په ځای شوي(مقیم، دایمي)وګړي يې اعـلان کړل. خو د کوچیانو شمیر یې ونه ښود. د کوچیانو شمیر ځانله څه د پاسه یو ميلیون اټکل شــو(مخ ۹۹). په همــدغه مخ کې راغلي دي چې په ۱۹۹۵ زییز کې د افغانستان د وګړو شمیر اتلس عـ-شاریه څلور (۱۸،۴) میلیون اټکل شوی و. یـو څو مخونه وروسته، موږ په ۱۹۹۶زییز کې د وګـړو دشمیر یو بل اټکل لوستلی شو: «نـږدې» څلویـښت سلنې(۴۰٪) افـغانان پښتانه وو. پــاتي نور په پـرله پسې ډول ۲۵،۳٪ تاجکان، ۱۸٪ هزاره ګان، ۶،۳٪ ازبکان، ۲،۵٪ ترکمنان وو، اود نــورو پاتی ډیــر کوچنیـو قـومي ډلو انـدازه ټول ټال اووه عشاریه نهه سلنو(٪۷،۹) ته رسیدله چې یوه سلنه (۱٪) قـزلباشان هم پکې راغلي وو( مخ ۱۰۴). په همدې مخ کې د ۱۹۹۵ زیـیز لپاره د پښتنو د شمیر یوې بلې اندازې ته پام وکړئ:د «خورا ستراو رواجاَ په سیاسي لحاظ خـورا قــوي قومي ګروپ»یانې د پښتـنو شمیر په ۱۹۹۵ کې «په اټکل سره لس عشاریه یو» (۱۰،۱) میلیون و(مخ ۱۰۴). که موږ دغه اټکل شوې شمیر(۱۰،۱میلیون) د ټولو وګړو په شمیر یانې په ۱۸،۴ میلیون وویشو، د پښتنو شمیر به نـږدې ۵۵٪ ته جګ شي
10,100,000 ÷ 18,400,000= 0.5489=55% Pashtuns