مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پـښتـون- ضـد احصایـو څـڼـډې (دوهمه برخه )

ډاکټر رحمت ربی ځیرکیا ر،

       10,100,000 ÷ 18,400,000= 0.5489=55% Pashtuns
نور خو لا څه کوئ چې د امریکې د مرکزي قواو جنرال ټامي فرانکس چې په اکتوبر ۲۰۰۱ کې  د افغانستان او په مارچ ۲۰۰۳ کې د عراق د یرغلونو مشر و، په خپل کتاب کې په «اکثریتي پښتنو»( میجوریټي پشتـونز) غـږیـږي(لاندې ووینئ).
اوس به یو څو فرانسوي چینو ته هم وکسو: په« اینسیکلوپیدیا دې لاګورا» (۲۰۱۳) کې پښتانه ۳۸٪، پښتو ژبه ۳۵٪، تاجک ۲۵٪، «افغان فارسي»(دري)  ۵۰٪، هزاره ۱۹٪، ترکمن ۱۱٪ اټکل شوي دي. په «لی پیتیت لروس» (۲۰۱۱) کې پښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۰٪ ګڼل شوي دي. په «لا روس اینسیکلوپیدیک» (۲۰۰۷) کې هم پښتانه ۴۰٪ کڼل شوې دي. د «و.ن.ګ.» د پروګرام (د سبا افغــانستان) له مخې چې په ۲۰۰۱ کې رامنځته شوی و، پـښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۲٪،ا و هـزاره ۹٪ اټکل شوی وو. په «اتلس ایکونومیک موندیال» (۲۰۰۰) کې پښتانه ۳۸٪، تاجک ۲۵٪، او هزاره ۱۴٪ اټکل شوی وو. زه (زیرکیار) له ډاکتر عثمان روستار تره کي نه منندوی یم چې زما سره یې د پورتنیو فرانسوي چینو وګړ شمیرنې شریکې کړې(۱۳ مارچ ۲۰۱۳). د افغانستان د قومي او ژبنی  جوړښت  د شمیرنو لپاره د فرانسې په  دریځ باید نوکې رڼـــا واچـــوم: دغــه شمــیرنې په افغانستان کې د یوې  پښـتون- ضد ډلګــۍ او د هغــې د تـش پــه نامـه« افــسانوي» کوماندان مسعود  سره د فرانسې د حکومت کلک تمایل ښئ. د افغانستان لپاره  په پورتنیو  فرانسوي احصایٔـیو کې هغه پښـتون- ضـد دریځ څـرګندیـږ‎ي چې د۱۹۹۲ له  جولای را هیسې د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو په کلني کتاب کې یې تنسته غځول شوې ده. د دغــه ورته والــي دلیــل دادی چې پخــوانئ ښکیلا ک ګره (استعماري) فــرانـسه او اوسنــئ امپریالیستي امریــکه دواړه د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ګډ مخــرج لــــري:  سیـاسي ګـوډاګـی احمد شاه مسعــود. نــوموړي د دې جـرأت لاره چې په  ښکیلاکګــرو او امپـریالیسـتي قـدرتــونو (شوروي اتحاد/روسیې، فرانسې، او امریکې)  او پـه فارسي- ژبــي ګاوڼـډي  ایـران بانـــدې  بې لــه کـوم  تبعــیضه د افغــانستان خــپلواکي، حاکمــیت او د خــاورې بــشـپـړتیا لــیلام کــــــړي.
زما په اند، له ۱۹۹۲زییز وروسته به بـرتانوي او جرمني چینو هم د افغانستان د ټولنیـز- ژبني ترکیب لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو احصایٔیوي قالب کارولی وي
د دې لپاره چې په افغانستان کې  راتوږل شوې (مصنوعي) وګړشمیـرنې ناچله وښیم، دیته اړتیا لرم چې «دافغانستان لپاره د واک موسسې»  مفصله څیـړنه او معلومات وړاندې کړم. دلیل یې دادی چې تر اوسه پورې د وګړشمیـرنې او قومي ترکیب  د شننې (تحلیل) او سروې  دې پروژې په افغانستان کې خورا معتبر او  اصیل سند وړاندې کړی دی

د افغانستان د قومي او ژبنیو ډلو لپاره د واک موسسې احصایٔـیې

د لاسـوند(سند) په څیر، «دافغانستان قـومي جوړښت» هغه ۲۵۵- مخیز کتاب دی چې  د شپـږ کلنې څـیـړنې اوسروې د پروژې په اوږدو کې رامنځته شوی دی(اپریل ۱۹۹۱- جولای ۱۹۹۶). د غــه تحقیقي او څیـړنیزه پروژه په پـیښور(پښتـونخوا )کې د تاسیس شوې « واک مـوسسې» په لارښودنه بشپـړه شوه او نتیجه یې په ۱۹۹۸ زییز ( ۱۳۷۷لمریز) کې خپره شوه. واک موسسه په مالي لحاظ په ځان متکي ( سیلف فنـډینګ)سازمان دی. انجنیر محمد انعام واک چې  د واک موسسې موسس او مشردی ، په خټه تـریـن- پښتون افغان دی، د ننګـرهار ولایت د سره رود  په سیمه کې  په ۱۹۵۴زییزکې زیـږیدلی دی، او د کابل پـوهنتون د جیالوجۍ له پوهنځي نه فارغ شوی دی. محمد انعام واک څوکتابونه په خپله مورنئ ژبه پښتو کې خپاره کړی دي. هغه مهال چې په ایران کې یې کار کاوه، هلته یې  دوه کتابونه په فارسي هم خپاره شوي دي. «په افغانستان کې د قومي جوړښت » کتاب تر نن پورې  د احصایٔیوموثـق او معـتبر اثر دی
په ۲۰۱۲ زییز(۱۳۹۱ لمریز) کې په کابل کې «اریانا دایرة المعـارف» د قـومي جوړښت شمیرنې خپرې کړې چې د واک موسسې د شمیرنو سره یې اړخ لګاوه: پښتون دوه شپـیته عشا ریه درې اویا سلنې(۶۲،۷۳٪)، تاجک دولس عشاریه اته دیرش سلنې (۱۲،۳۸٪)، هزاره نهه سلنې (۹٪)، ازبک شپـږ عشاریه لس سلې (۶،۱۰٪)،ترکمن دوه عشاریه نهه شپـیته سلنې (۲،۶۹٪)، او نور. مـیـرمن ثـریا پوپل چې اوس په کابل کې  د علومو د اکاډیمۍ مشره ده، پورتنئ قـومي  جوړښت یې په ولسي جرګه کې اعلام کړی و. په اریانا دایرة المعارف کې داسې راغلي دي: «دافغانستان ملی اتنیکی جوړښت چې په دې وروستیو کې څرګند شوی او په لاندې ډول وړاندې کیـږي: پښتانه ۶۲،۷۳،  تاجک ۱۲،۳۸ ،هزاره ۹،۰۰، ازبک ۶،۱۰، ترکمن ۲،۶۹، ایماق ۲،۶۸ ....»، اریانا دایرةالمارف، مخ ۴۵۵

د واک مـوسسې د  طریقه پوهـنې(میتودولوجي) اعـتبار

د واک موسسې د تحقیقاتو اعتبار په مفصلو او دقــیقو هڅــو ولاړ دی. د افغان ټولنې د کلتوري نازکیو اود ټولنیـز- قومي نظم پـيژنـدنه، او د  کافي وخت لرل  چې نتیجې لاسته راوړي د دغې تحــقیــقي پــروژې ځانګــړ تیا وې دي.
له څـیـړنې نـه وړانــدې  د افغـان پـوهانــو،روڼ انــدانو، عـزتمندانو، پخوانیو دولتي مامورانو، ښوونکو، او دیني او ولسي مشرانو سره د پروژې په اړه مشورو،  بحثونو او د هغوی نظریو ته غـوږ نـیول د پــروژې د بــریالــیتوب په لوري  مهم ګام و.  دغو بحثونو، نیـوکو او لارښودنو د تحقیقاتي ټـیم د غـړو افـق ارت کړ چې د ځاییزو ټولنو ټولنیزو- کلتوري معیارونو(نورمونو)  ته درنـــاوی وکــړي او د اعتماد په چاپیـریال کې خپله تحقیقي پروژه پـرمخ بوځي. د تحقیقاتي ټـیم غړي د مسلکي کسانو/چارپوهانو له خو روزل شوي وو. سر بیره پر دې، د ۱۹۹۱ ‎زییز په پیل کې سریزه (مقدماتي) سروې په ایران (تهران او مشهد) کې او د پښتونخوا په پیښور او کویټه کې د کــډوالــو افغانانــو په منځ کې پلې شــوې وه. دغه ډول سریزې/ازمایـښتي مرکې د ۱۹۹۱ په لومړیو وختونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې د پـوهـو خلکو سره هم شوې وې. دا سروې د حـوزې په کچه پـیل شوه او ښکته کلي ته ور وغځیدله. واقعي سروې په افغانستان کې په غـټه کچه  د ولــسوالۍ په ســویه خو په ځینو ځایونو کې د کلي په سویه هم پلــې شوه ( مې ۱۹۹۱ تر سپـتـمــبر ۱۹۹۶).  د واقعــي سروې په مهال، د تحقــیقاتي ټـیــم ځینې غړي په ۱۹۹۵زییز کې روسیې او د مرکزي اسیا هــیوادونو ته لاړل. د دغه سفر موخه(هدف) دا و ه چې هلته د میشتو افغانانو سره د افغانستان  په شمالي ولایتونو کې د مقدماتي سروې معلومات (ډاټا) شریک کړي  او نظر یې معلوم کړي. ځینې مرکې چې د مرکزي اسیا په هیوادونو کې د میشتو افغانانانو سره شوې وې،  واک مــوسسه په دې  قانــع کــړه چې د افغانستان په ځــینو شمالی ولایـتـونو (لکه بغلان، سمنګان او بلخ)کې خپله سـروې تکـرار کړي. د ۱۹۹۶ په لومـړیو کې  د  دغـو ولایتونو  په  یو څو ولسوالیو کې  سروې(څیـړنه) بیـا اجرا شوه
نانــسي هاچ دوپـرې (چې  د امریکې د یو نامتو افغانستان پیـژندونکي پخواني  پــوهــاند لویٔــیس دوپــرې مـیر من ده) د واک موسسې له خــوا« د افغانستان د قـومي جوړښت» د کتاب (۱۹۹۸= ۱۳۷۷لمریز) په اړه په  خپله بـډیـره (تقـریظ، حمایت) کې داسې لیکلي دي:«ډیـر لږ لیدل شوی چې افغانانو به د دغسې اریـانوونکې موضوع سره عـلاقــه ښودلې وي.» له همدې امله میـرمن دوپرې محّمد انعام  واک ته شابسی وایي چې«په دې مهمه هـڅه کې مخکښ دی»( ۱۱ جون ۱۹۹۸، یونیورسټي ټاون، پیښور). په پښتو کې  دغـه ۲۵۵- مخیز کتاب په لڼډه بڼه  په انګریـزي ژبه کې په پـــیښــور کې خــپــور شو (جــولای ۱۹۹۹) چې وروستنئ نسخه یې د میرمن نانسي دوپـرې لــه خــوا کتل  شــوې(ایـډیټ) وه
 
د محّمـد انعام  واک د وژنې هـڅه: ۱ جون ۲۰۰۰

د واک موسسې اغیزمنتیا ته  د  دوه رژیمونو دسیسه سازانو دخطر په سترګه وکتل: په کابل کې دمسعود- رباني رژیم او په پاکستان کې پنجاب – مسلط  حکومت. د دې لپاره چې د دغې مهمې موسسې زړی وچ کړي، د پاکستان  پنجاب- مسلط  حکومت او په کابل کې  د مسعود- رباني رژیم به د واک موسسې د موسس او مشر محّمد انعام واک د وژنې هڅه کړې وي
پــه ۱۹۹۸زیـــیز(۱۳۷۷لمریـــز) کې   په پښتو کې «د افغانستان قومي جوړښت» له چــاپیــدا (زییز۱۹۹۸=۱۳۷۷لمریز) نه وروسته، په جولای ۱۹۹۹ کې په  دغه سرلیک کتاب په لـڼـډه انګریزي بڼه هم خپور شو. د واک دریم کتاب «فدرالیزم په افغانستان کې»په ۲۰۰۰زییز کې خپور شو. په دې  کتاب کې لیکوال د غیرقانونی، بې اتباره او نامشروع «ډیورند لایـن»(۱۸۹۳) په دواړو خواو کې د پښتنو د یووالي  موضوع راولاړه کړې وه. په پیـښور کې میشتې افغان چینې په دې باور دي چې درې ذکر شوو کتابونو د پاکستان استخبارات او مسعود قهرجن کـړي وو. د شمالي ټــلوالې مشر مسعــود درې شیان نــشو زغــملی: (۱) د افغانستان پښتون هویت، (۲) په افغانستان کې د پښتون وګــړو اکثریتي شمیر (څه د پاسه ۶۲ ٪)، او (۳) د ویـشل شـوو پښتنو یووالی ته اړتیا. د پښتنو د یووالي استدلال د پاکستان استخباراتو ته کړاو راپورته کړې وه. د دغه ډول دریځــونـو په رڼا کې ســړی داسې استــدلال وړانــدې کولی شي چې د محّمد انعــام واک  د وژنې پــریکړې ته بــه د ده درې ذکــر شوو کتابونو لارپرانستلې وي. د کار لپاره له خپل اوسید ځای نــه د وتلــو په مهال، د ۲۰۰۰زییز د جون په لومړۍ  په واک  باندې په پیښور کې د خپل اوسیدځای د دړې (دروازې) په مخکې د نامعلومو ټـوپکیانو لخوا برید وشو: دوه مړدکي یې په کـیڼ مټ او یو یې په خیټه ور ننوتل. واک دوه سړي د خـپل استوګنځي په دوه مخکې ګــوټـونو کې ولیدل. کله چې په پیښور کې  له روغـتون نه رخصت شو، ناروې لومړئ هیواد و چې واک د کــډوال په څیــر ومنــي
          د محّمد انـعام واک د وژنې په هـڅه کې د پاکستان د استخباراتو په کچه د مسعـود د لاس  لـرنې احتمال غـټ دی. سربیره پر دې، د پاکستان استخبارات مسلکي قاتـلان لري او دوی ځانونه ډاډه کوي چې په نخښه شوې انسان ژوندی پاتی نـشي.  دا واقعیت چې محمد انعام واک   د ټوپکیانو له بـرید نه ژوندې راووت، د مجـرمانو (ټوپکیانو) بیـړه په ډاګه کوي چې په ګړندي ډول وتښتي  د دې لپاره  چې ځایـیز پولیس یې ونـشي نیولی. که چیرې دغه مجـرمان د پاکستان د استخباراتو سړي وای، هغوي به ځانونه ډاډمن کړي وای چې د محّمد انعام واک ژوند پای ته ورسوي مخکــې له دې چې د جنایت له صحنــې نه ووځي ځــکه د دې پـروا  یې نـه لــرلــه چې ځایـیز پــولیس بـــــه یـې ونیســي

واک مـوسسه تـیرې وګـړشمیـرنې د نیـوکې لانـدې نـیسي

د دې واقعیت پر بنسټ چې افغاني ټولنه ګـډوله( نامتاجانسه) ده، واک موسسې په لاندې دلیلونو د تیرو وګړشمیرنو را ټولـونې د نیوکې لاندې نیولې دي
لومړی، په افغانستان کې په تیرو وګړشمیـرنوکې  د قومي او ژبنیو ګروپـونو تر منځ توپیر نه و شـوی. د بیلګې په ډول، په هرات کې فارسي(دري)ژبي پښتانه د تاجکانو په تول کې تلي وو.  فارسي ویونکي هزاره ګان په قـومي لحاظ هزاره ګان دي، نه تاجکان. په افغانستان کې د شاهي کورنۍ غړو به په خپله راشه درشه کې فارسي(دري) کاروله، خو هغوی به محّمد زایي پښتانه ګڼل کیدل، نه تاجکان. پښتني ټولنه په غټه کچه قـومي ده اوپیـژاند یې هم په غټه کچه د قوم  له لارې خوندي کیـږي. که موږ افغـان ټولنه  د یو نارنج سره پر تله کړو، ژبه د نارنج د پوټکي  په شان ده، خو د پوټکي په منځ کې خـوندي شوې برخې بیلا بیلې دي او بیلا بیل قـومونه او قـبیلې  تمثــیلوي. په افغا نستان کې د ژبني پیژاند (هویت) او قومي پیژاند د ګډولو (مخلوطولو)  له لارې  د قومي سلنو (فیصدیو) ټاکل د دې مشکل سبب ګرځي چې د  قـومي پیژاند اندازه وټاکل شي. د دې  مانا داده چې تاجک قـومي پـیژانـد  نه دي، بلکې یـو نا مشخص ژبـنئ پیـژاند دي( ډیفالټ لــینګـویــستیک آیـډنـټـيـټي). پایله  داه چې په پښتو نه پـوهیدونکي/یا پښتــو نه ویــونکي پښــتانه، د تاجــکو په تـول کې تلـلی وو. فارسي/دري ویونکـو پښتنو خپل کلـتوري پــیژانــد  د نـږدې اته ســلنو (اووه عشاریه درې اویا سلنو/فیصده: ۷،۷۳٪) په کچه تاجکانو ته پریښود. په بله وینا، په افغانستان کې په سلو کې نـږدې اته پښتانه فارسیوان/تاجکان شوي دي یا فارسیوان/تاجکان پښتانه  دي. پښــتانه په قــومي لحاظ، د افغانــستان د وګــړو دوه شـپیـته عــشاریه درې اویــا ســـــلنــې (۶۲،۷۳٪) جــوړوي، خــو په ژبـني لحاظ پنځه پنځوس سلنې (۵۵٪). بیا هم  وینو چې پښتنو د واک موسسې  د وګړشمیرنې د سروې د بشپـړیدا په کال (۱۹۹۶) کې  په قـومي لحاظ او دغه شان په کلتوري لحاظ هم  د افغانستان د ټولو وګړو (۱۷۹۱۸۴۵۴) اکثـریت جوړ کړی دی
دوهم، کوچني قومي- مذهبي لږکیان(اقلیتونه)  لکه اسماعیلي تاجکان او شیعه قـزلباشان د هزاره ګانو په تـول کې تللي دي. په دې  ډول، د هـزاره ګانو شمیــر جګ شو.  د افغانستان پـه اکــله د امــریکي نامتو متخصص پـوهاند لویس دوپـرې (۱۹۸۹-۱۹۲۹ زیـیر) تـیمـنیان په ایماقـو کې شمیـرلي دي. خو هغوی اصلاَ پښتانه دي، نه ایماق. دغه  شان،  په هـرات کې  د فــارسیــبانـانو (فارسي- ویونکو خلکو) ستره برخه پښتانه دي، او یو څه یې ایماق دي
دریـم، په افغانستان کې د ژبې او قـوم  ګـډوله کول( مخلوطول) دوګـړشمیرنې لپاره روغ کار نـه دی. دا روغه ده چې افغان فارسي(دري) د تاجکانو ژبه ده. خــو دا د دې مانــا نــلـري چې ټـول فارسي- ویونکي افغانان دې په هـډ تاجکان وي. په دې اړوند کې  کوټلې پوښتنه داده چې ولې غـیر- تاجک افغانان دیته ترجیح ورکوي چې په خپله راشه درشه کې دې له  فـارسي(دري) نـه کارواخلي؟ د دې وضعې غټ دلیل دادی چې فارسي(دري) د دربار، ادارې، تجارت، مطبـوعاتـو ، او دغــه شان په غــټه کچه د  ښــوونې او پـوهــنې ژبــه وه
څــلـورم، پښتو ژبه په خپل هیواد کې له ټولنیز اتبار او شهـرت( سوشَل پریستیـژ) نه محــرومـه وه، ځکه چې په هـډ پـښتنه شاهي او واکمنه کورنۍ هڅه ونکړه چې پښتو زده کړي، ویې لیکي، ویې لــولي او پرې وغـږیـږي. له همدې امله پـښتو یوه هــیره شوې، غـفلت وهلې  دوهمه درجه ملي ژبـه شــوه. که پاچــا اود کــورنۍ غــړو یې په پښتو کې راشه درشه نه کــوله، ولــې به د  دولت لــومړي وزیر، وزیران، د پوهــنتون استـادان ، د پارلمان غـړي، جــنرالان ، دپــلوماتـان ،والــیان، مطـبوعات ، تجارت،...او عــوام دیته اړتیا ولري چې پښتو د راشې درشې د   لــوښـي (وسیلې) پـه څــیر وکاروي. عـملاَ، پښتانه د دې ارمان له ډکولو نه محروم شوي وو چې په خپل هیواد افغانستان کې د قدرت مقامـونو ته ورسیـږي، خـو داچې فارسي/دري یې زده کـړې وي او لیکل او لوستل پرې کولی شي. په عمل کې د پښتو مخه نیول شوې وه چې ټولنیز اتبار او شهرت  یې په برخه شي او د سیاسي اقتصاد قلمرو ته ورننوځي. پښتو خپل ټولنیز اتبار او شهرت ته د رسیدلو لپاره له- پاس- نه- کښته حل(ټاپ- ډون  سولوشن) ته کلکه اړتیا لـرله او لـري یې. د غه ډول حل پښتوته د دې زمینه برابروي چې د سیاسي اقتصاد په چـوکاټ کې یو اغـیزمن شـریک  شـي. پښتون شاعـرـ فیلسوف ګل پاچا الفت(۱۹۰۹- ۱۹۷۷زییز) په خپل یو بیت کې د پښتـو مخ په ټـیټـیدو ټولنیـز اتبار ته داسې ګوتـه نیـولې وه
سر او کار د خلکو دې د ژبې د سرکار سره               کـله به غـریبه پښتو ژبــه د سرکار شي
[د لته باید په لڼډ ډول د ‎ژبې سیاسي اقتصاد  معــرفي کړم: پښتو ژبــه د افـغانستان د دولـت پــه عـملیاتو( قوانیو، لایحو، راپورونو، تړونونو،... اعلامــیو) کې برلاسې نه وه، او دغــه شــان د اقتصاد په ډګـر کې هم د اموالود تولید، توزیع آو استهلاک په عملیو کې نه کارول کیدله. په بــله وینا، پښتو نه د دولت په عملیاتو کې او نه په اقتصادي عملیاتو کې د روزۍ د ګټلو لوښی و].
پـنـځـم، فارسي/دري  د مطبوعاتو او زده کــړو غــټه ژبه وه. په خورا ډیرو ښونځیو او تقریباَ د لوړو زده کړو په تقریبَا ټولو موسسو کې فارسي کارول کیدله. دغه شان، په جوماتونو او مدرسو کې  د دیني زده کړو په نصاب کې فارسي د  درنې برخې خاونده وه: د دیارلسمې زییزې پیـړۍ د فارس [اوسني ایران] د لیکوال او شاعر سعدي شیرازي په دوه کتابونو (بوستان او ګلستان) کې د ده صوفيانه، ټولنیز او اخلاقي فکرونه انځور شوي وو، او له دې امله په جـوماتـونـو او مدرسو کې تدریس کیدل. [ دغه شان، «پنج ګنج» چې د غټ صوفي استاد شیخ یعـقوب صرفي کشمیـري (۱۵۹۴-۱۵۲۱)  کتاب دی، د اوسنیو طالبانو په تعلیمي نصاب کې نیول شوی دی: دطالبانو دتعلیم او تربیې دکمیسیون مشر الحاج مولوي محمد اقبال د الاماره ویب پاڼي سره په  «اوږده مرکه » کې داسې ویلــي دی: تر څــو چـې په « اطرفو او کلیوالي سیموکې ...د ابتدایي ضروري دیني تعلیماتو لپاره....یو ټاکلی نصاب جوړیـږي... مروج دیني مضامین لکه قاعده، قرآنکریم، شروط الصلات، قدوري، پنج ګنج او د مجاهدینو د وخت د مکاتبو د لومړنیو  درېو صنفونو کتابونه ورته ویل کـیـږي.» - ایمیل  جولای ۲۰۱۳
  له ۱۹۳۵زییز  راهیسې ایران او پخوانی فارس او ژبه یې فارسي لــه پیـړیــو راهسې په بـین المللي سویــه په فـارسي(پرژن) شهـرت لاره، نه په «ایــراني». د یـو قـدرتمــن ګاوڼـډي په څیر،ایران په افغانستان کې ژورکلتوري نفوذ لاره. د دې لپاره چې د لویدیز کلتوري تـولیدات د ایــراني کـلتور د  خیالونو سره اڼـډول (تعـدیل، برابر)کړي، فـیلتر(صاف) یې کــړل  او پــه مناسب چـوکاټ کې  یې بــرابــر کړل.[ د ایران په شاهي دوره او له ۱۹۷۹ راهیسې د ایران په اسلامي جمهــوریتي دوره کې د ایــران کلتوري او مذهبي تولیداتــوپه افغـانسـتان کې د دریمې سـقاوۍ ( د ۲۰۰۱ له اکتوبر)  را هـیسې پـام وړ غـلبه کړې ده].
 دري/فارسـي عـملاَ د افغانستان د ټولو دولتي  مامــوریـنو لپاره اجـباري  ژبـه وه. پښتانه او نور غیـر- تاجک ګروپونه بــه چې کابل ته  د زده کــړو، تجارت او کار لپاره لاړل، بــله لار یې نـه لرله، خو دا چې د فــارسي لا ر ونــیسي.   پــــه افغانستان کې معتبر اخبار (انیس) به په فارسي کې خپریده. د افغانستان په پــلازمینه (کابل) کې د ښځیـنه پښتــوـ ژبـــو لپاره یــو ښوونځی نه و جوړ شوی. په کابل کې یوازې دوه لیسې ( های سکــولز)  د نارینه پښــتو ژبو لپاره جــوړشـوي وو(د خوشحال بابا او رحمان  بابا لیسې).‎‎ « بــې پښتــوارګ د پښتنو ارګ دی»- دا زما زیرکیار چغه وه). د ژبې د اهمیت د شننې(تحلیل)  لـپاره ولـــولئ: زیرکیار،۲۰۱۰ دســمبــر= زییز ۱۳۸۹لینده
ژبې یوا ځې د پوهاوي- را پوهاوي( افهام او تفهیم، ارتباط ) وسیلې نه دي، بلکې  د نفـوذ، قدرت او پـیژاند (هـویت) وسیلې هم دي – په ځانګـړي ډول په سیاسي  تـنظیم شوې ټـولنه  یـانې  ملي دولت کې. تـر هغه مهاله چې په نړۍ کې ملي دولـتونه شتـه وي، هلته به ملي ګټې او ملي ژبــې  هــم شته وي. ژبې د ملي او کلتوري پیژانـد لپاره بنسټـیز ارزښت لـري. د انسان راتـلونکی  په کلتوري پـیژاند او کلتوري تنـوع کې خوندي شوې ده: زیرکیار،  دسمبر۲۰۱۰=۱۳۸۹زییز

په افغانستان کې قــــومـــي او ژبــــنــئ ســـلنـــې (فـیصدۍ)، واک موسسه: ۱۹۹۶-۱۹۹۱        Wak Foundation Research and Survey1991-1996
                  
                       
 Number       Major Ethnic Groups               Ethnicity %                     Language %
 ګڼه             غټ قـومي ګروپونه              ٪  قومي سلنــې                 ٪ ژبنئ سلنې                                  
     ۱                        Pashtun                               62.73                                     55
     ۲                          Tajik                                 12.38                                      33
     ۳                         Hazarah                               9.00                                      00
     ۴                           Uzbek                                6.10                                   5.80
     ۵                          Turkman                             2.69                                    1.4
     ۶                          Aimaq                                 2.68                                     00
په افغانستان کې د وګړو د شمیرنې د معلوماتو لپاره واک موسسې  اووه(۷) سیمې په لاندې ډول ټاکلې وې
For collecting  demographic data in  Afghanistan, seven regions were determined by the
Wak Foundation  as follows:
 (۱)    شمالي سیمه: سمنګان، بلخ،جوزجان، او فاریاب ولایت
 (۲)    شمال- ختیزه سیمه: بدخشان، تخار،کندوز، او بغلان ولایت
 (۳ )   شمال- لویدیزه سیمه: غور، بادغیس، هـرات او فـراه ولایت
 (۴)    ختـیزه سیمه: پکتیا، ننګـرهار، کونـړ او لغمان ولایت
 (۵)    ختیزه- مرکزي سیمه: غزنی، لوګر، وردګ، کابل، کاپـیسا، پروان او بامیان ولایت
 (۶)    سهیلي سیمه: نیمروز،هلمند، کندهار، زابل، پکـتیکا او ارزګان ولایت
 (۷)    کــوچــیــان
1. Northern Region: Samangan, Balkh, Jozjan and  Fariab province.
2. North-Eastern Region: Badakhshan, Takhar, Konduz and Baghlan Province
3. North-Western Region: Ghor, Badghis, Herat and Farah Provice.   
4. Eastern Region: Paktia, Nangarhar, Kunar and Laghman Province.
5. East-Central Region: Ghazni, Logar, Wardag, Kabul, Kapisa, Parwan and Bamyan province.
6. Southern Region: Nimroz, Helmand, Kandahar, Zabal, Paktika,  and  Orzgan.
7. Nomads   
Ethnicity-Based Percentage of Major Ethnic Groups in Seven Afghan Regions
د  افـــــغـــــــانـــستان د ســــیـمــــو پـــــه کــــچ  د غــټـــــو قـــو مـــــونـــــــو  ســــــلـنـــــــــــې  ٪   
ســــیـــمـــې         پـښتـون                تـاجــک                هـــزاره               ازبــک
Northern               684,532                148,191                253,756                 765,708
                               30%                          6%                       11%                       33%  
North-Eastern      711,194                  981,807                  89,605               283,916
                                33%                          45%                      4%                     13%
North-Western      1,115,037              154,912                  27,166                  6,071
                                  59%                       8%                          1%                      0%
Eastern                   1,994,275               18,237                      879                      0
                                    90%                       1%                           0                       0
East-Central             2,907,405             912,454                 1,000,495          37,388
                                     58%                    18%                        20%                   1%
Southern                    2,047,679               2,812                   239,959               447
                                          87%                   0%                           10%               0%  
Nomads                     1,780,000                  
                                        89%                      0%                            0%              0%      
Total                         11,240,122           2,218,413             1,611,860      1,093,530      
                                       62.73%              12.38%                    9%             6.10%

Considerable  Minorities            Total                   Small Minorities
کوچني لـږکیان/اقلیتونه                         ټـول             پـام وړ لـږکـیان/اقـلیـتونــه    

 ایماق                تـرکمن                                                                              ټولټال/ګرینډ ټوټل
1,305                   378,797             2,232,289                  61,345                  2,293,634
 0%                        17%                     97%                          3%
                             35,149               2,101,671                  71,285                 2,172,956
                                2%                       97%                         3%
478,825                 49,046               1,831,057                   53,053               1,884,110
 25%                         3%                      97%                          3%                 
                                                        2,013,391                   200,462             2,213,853
                                                             91%                          9%  
                              18,694                 4,876,436                 119,535             4,995,971
                                 0%                        98%                           2%
                                                           2,290,897                  67,033             2,357,930
                                                                97%                          3%   
                                                           1,780,000                  220,000          2,000,000
                                                                89%                          11%
 480,130             481,686                   17,125,741                792,713         17,918,454
 2.68%                  2.69%                       95.58%                    4.42%           
اوس نــو بــایـد د شمالي ټــلــوالې د مشــرانــو پــه خــواصــو بـانــدې  یــو څه رڼــا واچــوم
د شـمالي ټـلوالـې  غــټ لــوبغـاړي  د امریکایي جنرالانو او استحباراتي مامورانو په قضاوت کې

 دا مهمه ده چې د شمالي ټـلوالې د مشرانو صداقت او اعتبار راوسپـړو او ګوته ورته ونـیسو ځکه چې د پښتنـو د وګړشمیـرنو په ټګمارۍ کې د دوی مغرضانه او بې شرمه فعالیت د دوی د کـرکټر څرګــندوی دی. لانـدې کرښې د شمالي ټــلوالې د غـټانـو په هغه ارزونې را څرخي چې د امریکې د استخبارتي او پوځي  مامورینو په اقـتباسـونـو ولاړه ده
د ۲۰۰۱ زییز د سپتمبر د نهمې نیټې (۹۱۱) له بخولې نه دوه ورځې وروسته، د امریکې د ملـي امنــیت د جــرګې په غــوڼـډه کې  (۱۳ سپتمبر ۲۰۰۱) ولسمشر جورج ډبلیو بوش غوښتل چې د ســي.آې.أې  د مشرتابه له خولې د شمالي ټـلــوالې د مشرانو په اکله وپــوهيـږي. کوفـر بلک ( په سي.آې.أې کې د ټـروریزم – ضـد مرکز مشر) ورغبرګه کړه: « د [شمالي] ټلوالې یو مهم جنرال عــبدالرشید دوستــم د هـرچا معــاش خــور دی ـ  د روسیې، ایــران، او پاکـــستان»(د اقتباس لپاره ولولئ :وُډوارډ، ۲۰۰۲، مخ ۵۳). وُډوارډ  د  دفـاع وزارت د استـخباراتي ایجـنسۍ (ډي.آې.أې) د « ډیـر پـټ یاداشت» (هایــلي کــلاسیفایــــډ مـیمو) له مخې پــوهـیده چـې په دغــه یاداشت کې «په غــټـه انــدازه په جنـرال فهیــم پـــړه اچــول شــوې وه، اساســاً یــو ډارن ســړی چې ږغــیـږي او ږغیـږي بــه، او بیا د جنـګ ډګــر ته نـــه راوځي»  (مخ ۲۶۸). د امریکې د ملي امنیت د جــرګې پـه ذکــر شوې غــوڼـډه کې د سي.آې.أې مشر ټینـیټ وویــل چې : « د سي.آې.أې. پــه ټـیم او پــه ټـنــونــو پیســو[ شمالي] ټلواله په یوه منسجمه جنګي قـوه اوښتلی شي»(۵۱مخ)
دامریکي د مرکزي قدرت د مرستیال مشر کوماندان جنرال مایکل دیلانګ په وینا ، د شمالي ټلوالې غټ کوماندانانو ( دوستم، خلیلي، فـهیم، او اسماعیل خان) به« بې له پـښیمانۍ جګړه او وژنه کوله» او دا «د هغـوی لپاره د ژوند یـوه لار وه». جنرال دیلانګ زیاتـوي چې د هغـوی «هـر یـوه شخصـا تر  پنځـوس تنو وژلي وو»، او د ۹۱۱ له بخولې(فاجعې) نه وروسته به هغوی «په نظري توګه»  هغه جنرالان وي چې د امریکي د مرکزي قدرت د مشر کوماندان ټامي فـرنکس لپاره بـه په افغانستان کې جنګـیـږي( دیلانګ  د نواه لوکمَن سره، ۲۰۰۴،مخونه ۲۴ـ ۴۷). دغه شان جنرال فـرانکس پــه دې واقعیـت پـوهــیده چې« شمالي ډلــې [ شمالي ټلوالـــه] د اکثـریتـي پښتنــو په ضد جنګـیږي» او دغــه کار بــه په افغانستان کې بل داخلي جنګ راولاړ کړي (  د جنرال فــرانکـس  د ویــنا لپاره ولــولــئ: بیرنتسین، ۲۰۰۵، مخـــونه۲۹۲-۲۸۹). بیرنتسین چې په افغانستان کې د امریکې د مرکزي استخباراتو عملیاتي کوماندان و، د شمالي ټلوالې په اکله زموږ سره خپله تجربه داسې شریکوي: «زه د خپلې تجربې له مخې پوهـیـږم چې ایرانیان او د دوی افغان کاکازي ټول د زړه له کومي غالۍ/قـالین پلورونکي دي». په ضمني توګه، بيرنتسین په دې عقیده و چې د شمالي ټلوالې ټول کوماندانان به افغانستان د یوې غالۍ په شان خرڅ کړي. د ۲۰۰۱ زییز د اکتوبر په ۳۰، د امریکې د مرکزي قواو غـــټ کوماندان ټامي فرانکس تاشکند ته راورسید(دلته ورته فهـیم او دده د خـزانې مــشر عــارف منـــتظر وو). لــه غــوڼــډې نه لـږ وړانـدې، جــنرال فرانکــس د سي.آې.أې.  ایجــنټ  بیرنتسیــن ته داسـې وویل: « د دې وخــت رارسیـدلی دی چې د قالــینــونــو پـه قـیمــت [د شمالي ټــلوالې د دوه مشرانــو ســره]  وغــږیـږو». کــله چې فهــیم ډیــرې پــــیسې وغـــوښـــتلې، جنــرال فرانکـــس د فهــیم دغــه هـڅــه «بــولشـیټ» (چټـیات، مـزخـرفات) وګڼله ( فــرانکـس، ۲۰۰۴،مخونه: ۳۱۱-۳۰۹). زما (زیرکیار) په دې څيـړنه کې لــه ټـــولو وړانــدې شـوو حــقیقـتونو، مفکــورو او خیالونـو نه بـاید لانــدې نتیـجـه راووځي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery