دخپریدو نیټه : 2016-09-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
بون او د ملي وحدت "هوکړه لیک" دوې کرغېړنې پرېکړې!!
عبدالرحمن فرقانی
که یوه لور ته په افغانستان کې دجګړې د تداوم لپاره بهرنۍ استعماري او استخباراتي کړۍ داسې مرموز سیاستونه خپلوي، چې د کشالو او شخړو د حل پر ځای د کړکیچ د دواړو اړخونو تر منځ توازن ساتي، د جګړې دواړو لورو ته تجهیزات او وسلې ورکوي، د ترهګرۍ د ودې لپاره زمینه برابروي، د نظامونو د تضعیف لپاره هلې ځلې په لاره اچوي، د ثبات او ټیکاو د رامنځته کېدو فرصتونه ګواښي، کله په مستقیم او کله په غیر مستقیم ډول د شخړو د رامنځته کولو لپاره سیمې ته رادانګي.. بل لور ته په سوله ییز ډول د ثبات او ټیکاو د ټینګښت په موخه د دېموکراسۍ د پروسې د پلې کېدو په لړ کې نړیوالې ټولنې او یا په تېره بیا د ډیموکراسۍ ټېکداران( امریکا، انګلستان، فرانسه ..) هم د افغانستان د کړېدلې ملت سره لویه جفا تر سره کوي. سره له دې چې په افغانستان او ګڼ شمیر اسلامي هېوادونو کې بحرانونه په خونړیو او ورانونکو جګړو باندې بدل شوي دي، خو په نړیواله تولنه کې اغیزناک اړخونه لکه (امریکا، اوروپا او روسیه) د دغو جګړو او بحرانونو څخه د خپلو ګټو په اړوند اندېښمن نه ښکاري ؛ بلکې خپلې ګټې د دغه راز حالت په واکمنۍ او تداوم کې ګوري، د هوایی بمبارد څخه نیولې د دښمن تر ملاتړه او د متبادلې ترهګرۍ تر هڅونې پورې، هر راز زیار په کار اچوي او آن تر دې چې د نړیوال قانون د ارزښتونو اړوند هم متناقض سیاستونه خپلوي او ډیموکراسۍ د اصولو او معیارونو خلاف حکومتونه را منځته کوي او عجیبه دا چې بیا همدغه حکومتونو او جوړښتونو ته د مشروع حکومتونو نوم هم ورکوي، څرنګه چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د هوکړه لیک په سریزه کې راغلي دي !. دا په داسې حال کې چې د افغانستان او اسلامي نړۍ په ګڼ شمیر هېوادونو کې د بحرانو نو او کړکیچونو څخه را زېږدېلې جګړې په اور کې د اسلامي نړۍ انسان، تمدن او زېرمې ټول سوځي او تباه کېږي، خپل اسلامي او ملي ارزښتونه، جوړښتونه، فکرونه، باورنه .. او مسلح ځواکونه، اداري سیستمونه ... له لاسه ورکوي او په پای کې پر بې وسه، بې وزله نا توانه هېوادونو باندې بدلېږي، چې تل نورو ته اړ او محتاج پاتې او د خپلې وجودي فلسفې په اړه شکمن، اندېښمن او لالهانده وي.
لوېدیځ د افغانانو د سرښندنې سره لویه جفا هغه مهال وکړه، چې د خپلو اصولو په رڼا کې یې په خپل کور"بون" کې ورته د یوه نا انډوله حکومت اساس کېښود، د دېموکراسۍ تر شعار لاندې یې د دېموکراسۍ خلاف د زور اوځواک پر اساس د ځینو سیاسي ځواکونو او نظامي ملیشو تر منځ واک تقسیم کړ او ځینې نور سیاسي او نظامي اړخونه یې ترې محروم کړل، او د نوی حکومت لپاره یې یو داسې مخالف قطب ایجاد کړ، تر څو د تصادم او ټکر زمینه په افغانستان کې په پرلپسې توگه شتون ولري، جګړه تداوم ولري.
د افغانستان د ولسمشرۍ په ورستیوټاکنو کې د افغانستان کړېدلې ملت یو ځل بیا د ډېموکراسۍ د پروسې د پلي کېدو په موخه ریښتنی گام پورته کړ او نوموړي گام یې د بون د ناولې پرېکړې د سمون او اصلاح په موخه پورته کړ، تر څو په افغانستان کې د ملت اراده د انتخاباتو د میکانیزم له لارې تمثیل شي او ملت وکولای شي خپل سیاسي برخلیک په خپله وټاکي. خو د تل په څېر یو ځل بیا د استعماري ځواک مرموز سیاست د کړېدلي ملت پرېکړه د شک، ګمان او وهم سره مخ کړه او د خپلو اهدافو لپاره یې د ملت حق تر پښو لاندې کړ. د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یې په افغانستان کې د یوه مبهم بې مبنی یا بې بنسټه هوکړه لیک پر اساس یو کړکیچن میکانیزم د حکومتولۍ لپاره را منځته کړ، چې له پيله تر دې دمه یې موږ د ناخوالو سره لاس ګریوان یو، پر داسې میکانیزم یې موږ افغانان ونازولو چې د وحدت او یوالي پر ځای د افغان ملت د تشتت او تفرق لاملونه پکې له ورایه څرګند دي.
په ټول کې د افغانستان او اسلامي هېوادونو ملتونه د دیموکراسۍ د پروسې د تطبیق په اړه د لوېديځ له څو مخه سیاست څخه ناهیلی شوي دی، که هر څومره نوموړي ملتونه د دیموکراسۍ له ښکارندې سره ریښتني دی، په هماغه کچه لوېدیځ د دغه ملتونو سره جفا کوي او د دیموکراسۍ لاسته راوړنې کله د استبدادي نظامي ځواکونو له لارې ځپې لکه په الجزایر او مصر کې چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر بېرته د صفر ټکي ته ورگرځوي ، کوم حالت چې له دې وړاندې په ټولنه کې استبداد حاکموي او کله د سیاسي جوړجاړي له لارې لکه په عراق او افغانستان کې چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر د خنډ او ځنډ سره مخ کوي او د خلکو اعتماد دیموکراسۍ په هکله له ستونزو سره مخ کوي او د بې قانونۍ او بې نظمۍ حالت را منځه ته کوي، د حکومتدارۍ په چارو کې د کړکیچونو د رامنځته کېدو زمینه هر مهال موجودوي.
لوېديځ د څو مخه سیاست له کبله پړ دی، که یوه لور ته د دیموکراسۍ او بشري حقونو د تحقق شعار پورته کوي، خو بل لور ته په اسلامي هېوادونو کې د دیموکراسۍ د بهیر پر وړاندې پخپله خنډونه را منځته کوي او په دغه راز کړنو سره په اسلامي نړۍ کې د ترهگرۍ، افراطیت او سختدریځۍ عوامل رامنځته کوي.
لوېديځ په اسلامي نړۍ کې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ د تقویت له کبله پړ دی، اسلامي ملتونو پخپلو کړنو دا ثابته کړې، چې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ په رټلو کې ریښتني دي او غواړي له دغو ناوړه ښکارندو څخه ځان وژغوري او داسلام د سپڅلي دین د ارشاداتو په رڼا کې چې د ټول بشریت لپاره سوکالي او سعادت غواړي ژوند وکړي، خو بیا همدا لوېدیځ په پای کې پخپلو کړنو ثابتوي، چې د اسلام او مسلمانانو خلاف خپلې توطیې او دسیسې یوه پر بله پسې پلي کوي.
دا باید په ډاګه وي، چې عیب په موږ افغانانو کې نه بلکې عیب د حکومتولۍ په نوموړي میکانیزم (د ملي وحدت حکومت) کې نغښتی دی. عیب په موږ مسلمانانو کې نه بلکې عیب د لوېدیځ په مرموزو او مکارو سیاستونو کې نغښتی دی، چې په اسلامي نړۍ کې یې خپل کړي دي. د د حکومتولۍ لپاره د نړیوال نظام په عرف کې هغه حکومتونه مشروع او نورمال حکومتونه دي، چې د هېواد داساسي قانون د تصور او حکم سره سم را منځته شي، تر دې هخوا هر راز حکومت یا جوړښت استثنایی حل لارې دي، چې د عامل یا لامل په پورته کېدو سره باید طبیعي یا نورمال حالت ته راوګرځي. هغه تناقضات او سیاسي شخړې چې اوسمهال د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې را څرګندېږي، ټولې پر دې په روښانه ډول دلالت کوي، چې موږ د مرموزو سیاستونو د لومو ښکار یوو او باید بیرته د قانونیت لور ته ستانه شوو.
په هېواد کې شته سیاسي ځواک پر دې پړ او مکلف دی، چې افغانستان د دغه کړکیچن حالت څخه وژغوري، د دغه سیاسي لومو اغیز د افغانستان پر راتلونکې باندې درک کړي، د حکومت د مشروعیت تر څنګ د ثبات او ټیکاو د ټینګښت لپاره د بین الافغانی تفاهم لړۍ هم په کلکه تعقیب کړي، که چېرې موږ افغانان غواړو په رېښتنې توګه د جګړې او بدمرغیو عوامل د خپل ګران هېواد افغانستان څخه پورته کړو .
پای.