دخپریدو نیټه : 2016-10-04 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
زه دي مړي ژاړم ته مي په خوله پسې خاندې
د لويې جرګې په خيمه کې د جمعيت اسلامي ګوند د پخواني مشر برهان الدين رباني په تلين غونډه کې د جهادي شخصیت حضرت صبغت الله مجددي پر وړاندي له سپکاوي پوره یو کال وروسته د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم سپکاوی وشو.
غونډه هغه مهال ګډ وډه شوه چې یو شمېر برخوالو یې د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د خبرو پر مهال پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرګ شعارونه ورکړل.
حامد کرزي په غونډه کې د ده پر ضد د شعارونو ورکولو په غبرګون کې وویل، چې چې بهرني استخباراتي کړۍ د افغانانو د وېشلو او بې اتفاقه کولو هڅې وي او امریکایان پره ده هره ورځ د مرګ شعارونه ورکوي. که څه هم د جمعیت ګوند د رهبري غړي په ظاهره له دې چلنده ناخوښ وو او دا یي د خپل ګوند له شان او شوکت سره په تناقض کې حرکت وباله، مګر پوښتنه داده، چې څنګه دي څو خپل سرې لنډه غر کال په کال د هیواد یوه مشر ته سپکاوی وکړي؟ او له دې ور ها خوا د مدنیت دروغجنو مدعیانو نور کوم اخلاقي نورمونه څنګه مات کړي دي؟
خو مخکې به د اخلاقو او افغاني ارزښتونو په اړه تبصره وکړو.
ټولنپوهان وايي اخلاق د هرې ټولنې د وګړو تر منځ شوی قرار داد وي، چې د ټولنې د وګړو تر منځ معنوي اړیکې تنظیموي.
د ټولنیزو قراردادونو مصدر دین، کلتور دودونه او ... وي. په ټولنه کې چې څوک له دې کرښو پښه اړوي لاملونه یا دا وي، چې له اخلاقو سره چندان اشنايي نه لري او یا هم په شعوري توګه غواړي ځیني اخلاقي پولې ونړوي.
ځیني ارزښتونه موږ ته له ډېره پخوا راپاتي دي، د بېلګې په توګه یو افغاني ارزښت دا چې که به چا د بل چا مړی وکړ او بیا به پر دې بریالی شو، چې د مقتول کورته ته پنا یوسي نو کوربنو به خپل قاتل ته په درنه سترګه کتل او د یوه نازولي مېلمه په څېر به یې د هغه قدر کاوه او هر وخت چې به یې په عزت له کوره رخصت شو بیا بې د انتقام او پور اخیستلو اقدام کاوه. مګر اوس دا ارزښتونه داسي ماتیږي، چې له افغاني ارزښتونو سره ټکر ډلې د خپل مشر په فاتحه کې د هغه د قاتل نه بلکي د هغه د مدافع او یوه سپین ږيري پاچا سپکاوی وکړ. د هغه پاچا چې د هیواد اکاډمیک ځایونه یې ور په نامه کړل، د اتل لقب یې ورکړ او د افغان انسان ډېر نور امتیازات یې دې ډلې ته ډالۍ کړل.
هو رښتیا پخوانی پاچا په هغې غونډه کې بې قدره شو، چې ده یې د شانداره جوړلو په پار د افغان وطن له پیسو د ګزاف او ملا ماتوونکي مصرف بنسټ کېښود.
په افغاني ټولنه کې، تلین، فاتحه او د غم مراسم په پټه خوله داسي ترسره کیږي، چې ګډونوال یې په زوره ساه نه کاږي او د قران په تلاوت سره متوفی ته له لویه خدایه د بښنې غوښتنه کوي، خو له بده مرغه په وروستیو کې یو شمېر بهرنیو کړیو او په کور د ننه متعصبینو فاشیستانو له افغان انسان، افغان وطن افغان کلتور او افغاني ارزښتونوسره هم داسي لوبې وکړې، چې تر دې مخکې یې ساری نه وو لیدل شوی. د لته د فاتحو اخیستلو او تلین نمانځلو مېتود هم په مسجد کي د قرانکریم د ختم او تلاوت پر ځای د یوې ترهوونکې او وژونکې مانورې په کېدلو کیږي. د دې ډلې هغه شعار چې (راهت ادارمه دارد) هغه وخت لا د ریښتونولي جامه اغوندي، چې کله هم په ذرهي موټرو کې له ډول ډول وسلو، کږو پکولونو، چاړو او ګوندي بیرغونوسره داعش ته ورته حرکتونه ترسره کیږي او یو ځل بیا سړي ته ور په زړه کوي، چې د دوی په لاس ویجاړ شوي کابل له دې پخوا هم د دوی له لاسه تر دې ډېرې د وحشت ترخې تجربې تکرار کړې وې او اوس هم دا لړۍ په یواځي دونه توپیر روانه ده چې هغه پخوانی جوش او خروش یې نه دی پاتي او اوس د لسګونه زرو انسانانو د مرګ توان نه بلکې د لسګونه زرو انسانانو د وېرې او ترهولو وس لري او لا هم یو ینم بې ګناه وګړی د دوی د بې لایسنسه تمانچو د مرمیو ښکار کیږي. د ارزښتونو په باب له دې لیکنې داسي نتېجه اخلو ، چې افغان مشران باید له دې وروسته هیڅ کله هغه ځای ته ورنشي، چې سپکاوی یې کیږي او دا سپکاوی یواځي په دوی پسې منحصر نه وي بلکې یوه قوم، یوې ژبې ، یوه ټبر او یوه سمت ته سپکاوی ګڼل کیږی.
د افغاني، ملي او انساني ارزښتونو پاسبانان باید هر چا ته د دې جواز ورنه کړي، چې یوه منفوره ډله یې له سرو کرښو سره په تکرار تکرار سره تماس ونیسي او دغه انساني بریدونه مات کړي. د دې ګوند مقدمین او خلف باید په راتلونکي کې د دې حق ونه لري، چې د مدنیت په اړه تبصره وکړي او یا هم دغه لغت له ځان او ډلې سره غوټه کړي. افغان دولت په تېره بیا امنیتي ځواکونه باید د هر داعشي، ټوپکسالاري او لنډه غري حرکته مخه ونیسي، ترڅو دا ډول باغیانه او وحشیانه حرکتونه پای ومومي او د بیا تکرار په پار یې هیڅو ک زړه ښه نه کړي. افغان انسان او افغان ولس باید د همدې ډلې د مدني کېدلو عملي ازموینه واخلي او که یې حافظه ملګرتیا نه شي کولای او په کورنیو جګړو کې د سوي کابل څېره یې له زړه وتلي وي، نو له نن څخه دي د جګړه مارو د پرون قیاس وکړي او د تضمین شوي سبا په پار دي له افغان دولته د اوباشانو، کاغذي پړانګانو او بدمعاشانو د کنټرول جدي غوښتنه وکړي.