مجددي حکمتيار ته د قضايي خونديتوب له ورکړې سره مخالفت وښود
که قصاص يې يو حکم، نو نرمښت، زغم ومنل، تېرېدنه، بښنه يې نور احکام دي. قرآن ورته د ((والکاظمين الغيظ والعافين عن الناس))، ((لاتثريب عليکم اليوم)) او داسې نورې سپارښتنې هم کړي دي. مجددي په مرتبه د الوهيت ونبوت کې نه دی. د ټولنې د بقا وسمون لپاره وخت، دعوت، نرمښت، زغم، تېرېدنې او بښنې ته اړتيا ده. يوسف عليه السلام خپلو وروڼو او پېغمبر عليه السلام خپل قوم ته بښنه وکړه. په هر حال د ده مخالفت به د نورو بښنه تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه چې حکمتيار ته د حکومت او ولسمشر او محکمې له لورې بښنه کيږي، خو نورو ته چا کړې؟ پخپله د ځان بښل خو مدار د اعتبار نه دي.
روحاني مشر صبغت الله مجددي :
د دغه حزب مشرتابه وايي چې د دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې له تړون سره تر هغه بريده چې له دينې اصولو او معيارونو سره سمون ولري، موافق دي.
د ملي نجات جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي زياتوي:«په هر حال کې د اسلام سپېڅلي شريعت حکمونو تطبيق اړين دی، نه زه او نه هم حکمتيار صاحب د حق العبد له ادا کولو څخه تښتېداى شو؛ د کسانو حقونو په اړه خپله د حق خاوندان د پرېکړې کولو حق لري.»
د نوموړي په وينا، قضايي خونديتوب هغه هم که قانون جواز ورکړي، هېڅوک او ډله د حق العبد له ورکولو مستثنا کېداى نه شي، سربېره له دې د القابو ورکول او د افغان دولت فرمانونو پر بنسټ ستايل او درناوى يوازې د هغو کسانو کېږي چې لږ تر لږه له قانون څخه پر سرغړونه، بې ګناه خلکو ته پر زيان اړولو او د شتمنيو پر بربادولو تورن نه وي.
ذبيح الله مجددي د حضرت صبغت الله مجددي زوى چې د افغان دولت او حکمتيار تر منځ د سولې تړون په اړه پرون یوې خبري غونډې ته د خپل پلار د خبرو په استناد وويل چې حضرت صبغت الله مجددي، ګلبدين حکمتيار او د دغه حزب مشرتابه ته د قضايي خونديتوب په ورکړې سره په داسې حال کې چې د بندګانو حقوق په کې مستثنا شوي نه دي، کلک مخالفت کوي.
همداراز مجددي ويلي چې د عدالت او انصاف اصولو په رڼا کې ګلبدين حکمتيار ته د ځانګړو القابو او امتيازاتو له ورکولو سره مخالف دى.
شننه :
د دغه حزب مشرتابه وايي چې د دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې له تړون سره تر هغه بريده چې له دينې اصولو او معيارونو سره سمون ولري، موافق دي.
که د پېښور له نشتر هاله اودا راولپينډۍ له څارګرې او نظامي مرکزه يعنې د پوځ واستخباراتو په لارښوونه د مجاهدينو دوه مياشتېنی حکومت او بيا د جمعيتيانو څلور مياشتېنی او ورپسې په خېټه اچولو، د طالبانو او د بُن پرېکړې او حکومتونه مدار د اعتبار او هم يې پرېکړې د اعتبار وي، نو بيا د موجوده حکومت ولې د اعتبار نه دي؟
هېواد مشر غني خو د ښاغلي کرزي مړه پروسه پخپل قوت واعتبار ژوندۍ کړه چې د همدې روغې جوړې يا ملي پخلايېنې پروسه د هېواد پخواني واکمن ډاکټر نجيب الله ته رسيږي چې دلته پکې هغه او هلته لر پکې د تفاهم شوری برجسته او بانفوذه غړو سرونه وخوړل. د ملګرو ملتونو د سولې طرحې وپلانونه هم د اغيارو د لاسوهنې او هم زموږ د نااهلتوب نه سبوتاژ شوې. د جهاديانو د نااهلۍ له امله جنګ پر موږ راوتپل شو او طالبانو ورپسې همدې لړۍ ته دوام ورکړ ان تر دې چې طالب يې هم د اسامه په ورکړې دوکه او نړيوال يرغل يې ته لاره خلاصه کړه. مشرف پخپله وروستۍ وينا کې په صراحت ويلي چې :
د هغه په وينا سره له دې چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه د پاکستان لپاره اتلان وو، خو موږ اړ شوو چې د سپټمبر له پېښې وروسته د خپلو اتلانو په مقابل کې د امريکا د ګټو لپاره پر افغانستان د بريد ملاتړ وکړو.
ما ته داسې برېښي چې هډو پر اصول الشاشي هم نه پوهېږې. هغه نورالانوار وحسامي او داسې د اصولو کتابونه او شروح لا څه کوې. آخوا ته قرآن وحديث ته به نه تيريږو. همداسې يې د هېواد نافذه قوانين درواخله.
د ملي نجات جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي زياتوي. ((په هر حال کې د اسلام سپېڅلي شريعت حکمونو تطبيق اړين دی، نه زه او نه هم حکمتيار صاحب د حق العبد له ادا کولو څخه تښتېداى شو؛ د کسانو حقونو په اړه خپله د حق خاوندان د پرېکړې کولو حق لري)).
داسې ويل کيږي چې اسدالله سروري ستاسو په اشاره همداسې له ګروېږنو پرته ساتل شوی. حال دا چې دا له اساسي قانون سره په ټکر کې راځي او دوسيه يې بايد يو طرف ته شي. دا چې شمال ټلوالې سروري او ځينې نور له ځان سره يووړل او نجيب پاتې شو او يا چا ورته مخه نه ورکوله دا بايد په خپلواکه توګه وڅېړل شي او ملګري ملتونه هم پکې راښکېل او حقايق روښانه کړي. دا که نجيب کمونيست وو او که هر څه، خو وژنه يې نادرسته ده. د محکمې له تحقيق وحکم پرته هېڅوک خپلسرانه د يو مجرم د وژلو حق نه لري.
د نوموړي په وينا، قضايي خونديتوب هغه هم که قانون جواز ورکړي، هېڅوک او ډله د حق العبد له ورکولو مستثنا کېداى نه شي، سربېره له دې د القابو ورکول او د افغان دولت فرمانونو پر بنسټ ستايل او درناوى يوازې د هغو کسانو کېږي چې لږ تر لږه له قانون څخه پر سرغړونه، بې ګناه خلکو ته پر زيان اړولو او د شتمنيو پر بربادولو تورن نه وي.
زموږ روحاني صاحب کوم قانون يادوي؟ د هېواد ټول سېستم او قضا د هېواد مشر او اجرائيه رئيس په شمول چې په صراحت منښته کوي په نړيواله کچه له فساده ډک دی. موږ تل د نړيوال ليست په سر کې قرار لرو. تراوسه خو لا د هېواد اساسي قانون تر پوښتنې او د زورواکو په منګولو کې دی. که داسې وي، نو بيا خو تاسو هم له قضائي مصؤونيته نه شئ خلاصېدای، ځکه چې د ضياء په وخت کې خو هر تنظيم (ډله) له هېواد پلورنې پرته رسميت نه شو ترلاسه کولی. هغه وخت د ډيورنډلاين له مسألې نه لاس پر سر کېدل يې يو له شرطونو نه ول. ځکه خو نن زموږ دغه حال دی. خلک د کلي ملک (مشر) د دوه مياشتو لپاره نه ټاکي، خو تاسو د واک ((قدرت)) د هوس لپاره دوه مياشتې هم قبولې کړې.
يوازې حکمتيار نه، بلکې نور هم مسوول دي. حکمتيار خو څه نسبي جهادي مخينه لري. که د جهاد القاب ورته مناسب نه وي، نو ولې تاسو دوستم د خالد بن وليد د اسلام پر داسې يو سپه سالار لقب ونازولو چې له پېغمبر عليه الصلاة والسلام سره يې د مخالفت باوجود په هېڅ يو وخت کې ماتې نه ده خوړلې، خو الله تعالی پر خپل بستر وفات کړ. ايا دا انصاف دی چې اسدالله سروري ستا په نغوته بېښې بېبدې په زندان کې پروت دی. لږ تر لږه دوسيه يې بيا بايد بررسۍ شي، نو ولې له خنډ سره مخ ده؟ خپل مړي چا ته نه بښې او د نورو دې خلکو ته وبښل چې دا واک تا ته چا درکړی؟ ته څوک يې چې د خلکو مړي د هغوي مړي د ورثه وو له خوښې پرته بښې؟
ذبيح الله مجددي د حضرت صبغت الله مجددي زوى چې د افغان دولت او حکمتيار تر منځ د سولې تړون په اړه پرون یوې خبري غونډې ته د خپل پلار د خبرو په استناد وويل چې حضرت صبغت الله مجددي، ګلبدين حکمتيار او د دغه حزب مشرتابه ته د قضايي خونديتوب په ورکړې سره په داسې حال کې چې د بندګانو حقوق په کې مستثنا شوي نه دي، کلک مخالفت کوي.
همداراز مجددي ويلي چې د عدالت او انصاف اصولو په رڼا کې ګلبدين حکمتيار ته د ځانګړو القابو او امتيازاتو له ورکولو سره مخالف دى.
تاسو چې لومړی مشر شوئ، ولې مو خلکو ته په خپله دوه مياشتېنۍ موقتي دوره کې بښنه وکړه؟ په هغه دوه مياشتېنۍ موقتي دوره کې چې څنګه جرايم وبښل شول؟ چا چاته وبښل؟ همداسې چې بيا پرې ربانې خېټه واچوله او مسعود تاسو ته وويل چې پرېږدې يې او که نه، کنه ماغزه به دې د دېوال پورې ونښلوم. تاسو خو په حقيقت کې وبېرېدئ او له وېرې مو ورته خوشې کړه چې بيا هم مسعود دفاع وزير او رباني ولسمشر شو، نو د دوی داوړو پخپله خپل ځانونه بښل به څنګه مشروعيت ولري؟ دوی دواړه خو هم مسوول او مجرمان ول، نو بيا يو مجرم ته واک سپارل د قانون او شريعت له مخې خو هډو جواز نه لري، نو تاسو چې د روحانيت او د وخت دو ولسمشر په توګه هم پاتې شوي ياست او د مشرانو جرګې مشر هم وئ، نو تاسو ولې هلته چپ وئ او ولې مو دغسې په زغرده څه نه شول ويلی؟ ستاسو الوتکه خو هم مسعود ايشتلې وه نه حکمتيار، نو ولې هغه ته مو څه نه ويل؟ ايا دا د هغه بغاوت د ځان په تړاو نه بولئ؟ که دا حق وو، نو بيا ستاسو مشروعيت څنګه کيږي؟ دېته ورته نورې پوښتنې.
دا چې تاسو د القابو خبره کوئ، نو دا هم بيا انصاف نه دی. که ماويست، ستمي، راهزن، توکمپالو او سلفي سياف ته د جهاد القاب کارول درست وي، نو بيا اخواني حکمتيار څه ګناه کړې. تاسو خو خپله هم د اخوان له جالې ((الازهر)) نه مخينه لرئ. تاسو پرېښتې شوئ او د حکمتيار جرم د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د مصالح العليا او هم د هېواد د لوړو ملي ګټو لپاره ستاسو په نزد نه بښل کيږي، نو د چا وبښل شي؟ حال دا چې رباني و مسعود ومارشال او داسې نور خو هم د قضايي مصوونيت پرته مړه شوي چې اوس د هغوی او د الله ترمينځ معامله ده چې څه به ورسره کيږي. حکمتيار خو لا بيا هم د وخت د هېواد مشر له لورې به لږ تر لږه له قضايي مصوونيته وبښل شي او ښايي چې ولس هم ورته بښنه وکړي. که مړ شي، نو لږه تر لږه خو به يې د هغو نور سيالو په پرتله مسووليت يو څه کم وي.
پايله :
زما په اند ډېرو هېوادوالو دا درک کړې ده چې اوس وخت د قصاص او غچ اخېستنې نه دی، بلکې د زغم، يو بل د منښتې، تېرېدنې او بښنې دی. اسلامي ارزښتونه او د هېواد لوړې ملي ګټې او شرايط دا ايجابوي چې يو بل ته تېر شو او يو بل وزغمو. خدای مه کړه که مو مخه محاکمې، قصاص او غچ ته کړه، نو څوک به نور په دې هېواد کې پاتې شي؟ پر چا به حکومت کوو؟ له يونيم ميليون زيات مو په جهادي او له هغې وروسته په زرهاو په خپلمينځي غوبل، بيا د طالبانو په غوبل او بيا د طالبانو، القاعدې او اوسني د بهرنيو په غوبل کې له لاسه ورکړ. نارينه به مو په غچ کې له لاسه لاړ شي او تنها ښځې او کوشنيان به راپاتې شي. د تهران و د پنجاب يرغل ته به څه ځواب ووايو؟ ته خو به بيا بهر ډنمارک وسويډن ته ولاړ شې، خو دا نور ملت به څه کوي؟ دلته خو په يورپ کې ورته نور څوک پناه هم نه ورکوي.
په دې هيله چې تاسو يوځل بيا پر خپلو ملي - اسلامي ارزښتونو له سره غور وکړئ. د خپلو شخصي غوښتنو او سليقو لپاره خپل لوړ ملي - اسلامي ارزښتونه له پامه ونه غورځول شي. اوسني حالات وشرايط د دې ايجاب نه کوي، که بالفرض د محاسبې وخت راغی، نو حکمتيار به خپل ځواب قضا ومحکمې ته ووايی. له حکمتيار پرته نور ډېر لېوان هم له قضايي مصوونيت پرته خوشې او ازاد ګرځي.
فاعتبروا يا اولی الابصار!
په درنښت
مجددي حکمتیار ته د قضايي خونديتوب له ورکړې سره مخالفت وښود
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=49479