دخپریدو نیټه : 2016-10-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
خپلواکي
ایمل افغان
د دې کلمې په سيوري کې د قومونو نيکبختۍ، خوشحالۍ اوترقۍ پرتې دي اودغه وجه ده، چې دکيميا په دې بوټي پسې د خلکو پښې وشلېدې، په دې ماميره پسې د خلکو سترګې ووتې اود دې کلمې نقش د قومونو اوملتونو د معصومو بچيو، تنکيوځوانانو اوننګياليو مېړونو د وينو د ژوند په ماجرا او د آرزوګانو د وينو په افسانو ثبت شوی دی.
هرڅو که ژوند خوږ دی، اولاد سکه دی اود دنيا مال عزيز دی، خو د محبت خالق، د عزت پروردګار اود مال وسرمالک د سر له پاسه سر پيداکړی دی، مال له سرنه ځار اوسر د عزت صدقه دی، عزت د هر انسان دوست دی اوعزت له خپلواکۍ نه غير نه شي پيدا کېدای.
دغه وجه ده، چې آزادي د انسان اولا بلکې د حيوان د ژوند ارزو ده او د دې ارزو په قيمت به ډېر افتخارله مال سر او د ژوند قرباني ورکوي.
دومره لويه مجاهده لکه له ننني استعمار سره په خپل هېوادکې پنجه اچول له دومره لويې متاع نه غيرپه بل څه نه شي جبيره کېدای.
د استعمارکوم تکليف اوڅومره مشکلات به نن سړی په خپله خاوره په ځانګړې توګه په (ارګ) کې د خپلو مشرانو او بادارانوله لاسه وزغمي؟
چاودنې که جېل که تبعيد؟ غارت، که قتل عام؟ تحقير،که تکليف؟
د جمله خوشحاليو مجموعې ته خپلواکي وايي او د ټولو مصيبتونو مور غلامي ده، د اسلام په نظام کې غلامي د شرک انډول ده.
مشرک په دنياکې غلام اوپه آخرت کې د دوزخ د لمبو خوراک وي، غلامي د جمله پېغورونو سرنامه اود ذلت مارک دی، شرافت اوغلامي دواړه لکه ورځ اوشپه، تور اوسپين، ښه اوبد، ګټه اوتاوان، دوست او دښمن او بالاخره مرګ او ژوند داسې يوبل متضاد څيزونه دي.
دا حقيقت نن دنيا ته څرکند دی اود انساني شرافت د دعوی دارو اود دې افتخار د داوطلبو شريک دښمن همدا غلامي ده.
نن که د افغانستان ملت لکه د سمندر په طوفان کې له چپو سره د اروپا اوامريکا په لور خوله په خوله اوغېږ په غېږ اړم دی، که مشران په سپينه ږيره په هېوادکې مست شوي دي، ساړه اوتاوده زغمي، که پښتنې مېرمنې نا آرامه دي اوپښتنې پېغلې د غلامۍ له پېغوره پړونی نه په سروي، که مال د لوټ، سر د برچې لاندې دی او وقار په خاوروکې پروت دی، خو دا د خوشالۍ خبره ده چې قوم اوملت ښه اوبد پېژني اود نجات په فکرکې دی، چې يوه ورځ به داسې راشي چې بيا به همدغه غلام افغانستان خپلواک وي اوخرڅ شوي غلامان به د تاريخ په پاڼوکې په بدنامه يادېږي او راتلونکو نسلونو ته به يې د کارناموکيسې کېږي.
خوزه وايم راځۍ چې د مېړانې اوغيرت تاريخ د خپل ځان لپاره غوره کړو، تېرتاريخ ته رجوع وکړو، هغه مطالعه کړو، په هغه په واقعي توګه عمل وکړو، ترڅو د غلامۍ له زنځيرڅخه چې نن زموږ په غاړه کې پروت دی ځان اوهېواد خلاص کړو.
خودا به کله اوڅوک کوي؟ دا به همدا نن او موږ(افغان ولس) به يې کوو، اوس هم سرې وخت دی، چې دښمن ته نور د دې وخت ورنه کړو چې هغه مو نورهم په اوږو سپورشي، هغه بايد له اوږو ښکته کړو.
هغه قوم يا فرد ته غلام ويل ګناه ده، چې په زندان کې، په جلاوطنۍ کې اوپه زرګونو تکليفونو کې د خپلواکۍ په طلب ورک ليونی ګرځي زار د هغو په حال چې د غلامۍ د قبلولو بهانې لټوي، هغه چې غلام ځان آزاد ګڼي اوهغه چې د مذهب او انسانيت کلمې يې د قوم او وطن خرڅولو بهانې اوعنوان ګرځولی دی، د افغانستان د جوړولو مجادله لکه څنګه چې ده هغه شان ده او قافلې په هماغه ترتيب د شپې او ورځې لار وهي.
د قوم اوملت حوصله، د وطن د رهبرانو اخلاص اودصدق اود دې دواړو طاقتونو د مشترک تصميم د نجات په کوښښ کې د مثبتې اوکاميابې نتيجې د حاصلولوضمانت کوي، که غرلوړ دی په سر يې لارده، که نادر ډېرظالم دی، نو قادر ډېرمهربان دی اوکه نننی استعمار ډېر طاقتور دی، نو د خپلواکۍ د جذبې په لاس کې د حق اعجاز دی.
د افغان ملت د فعاليت ډېره برخه ځلانده ده اوهيله ده، چې د دې فعاليت په نتيجه کې موږ يوه ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې د ملي خپلواکۍ اوهېواد جوړونې ته منتظر اوسو، چې اېمل خان بابا، خوشحال خان بابا، پيرروښان، درياخان، احمدشاه بابا، ميرويس نيکه اووزير محمداکبرخان يې منتظر دي زيری وړاندې کړو.
هغه ورځ ډېره زر راتلونکې ده اود پښتنو ولسونو تکل د هغې ضامن دی انشاءالله.