مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د يوازېني زبرځواک لاسوهنې زموږ او نورو په گټه دی؟

سيد حسين پاچا

له اغلې ملالې رڼا تر ډاکتر ځيرکياره

اوباما، له بوش- بلېره ورپاتې مداخله گرانه لمبې، نه يوازې مړې نه کړې، بلکې لا غځونه او پراختيا يې ورکړه. د عربي پسرلي پاڅون يې له تونسه تر مصره او هماغسې ورپسې آخوا ليبيا، نايجريا تر سوماليا او دې خوا ته له سوريه و عراقه تر کردستان ويمن پورې ټوله سيمه وسوځوله. داعش هم د وخت پديده ده چې له بلاد شامه يې موږ ته هم تاو راور سېده، خو ټرمپ وايی چې زما موخه د امريکا جوړونه او غښتلتيا ده: (۱)؛ ولې د سوريې، عراق، يمن، ليبيا، سوماليا، نايجريا، يوکراين او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړو (۲)؛ ولې له روسيې او چين... سره سړه جگړه بياراپيل کړو او تودې ته يې لاره هواره کړو(۳)؛ ولې اسلا مي ترهگرو (مجاهدينو، طالبانو، شبابيانو، بوکوحراميانو، داعشيانو او نصرتيانو) ته په لوی لاس لاره هواره کړو ، ځکه تر بل هر هېواده يې امريکا ته زيات تاوان رسېدلی او رسېږي، نو بايد خپل ځواکونه ځنې راوباسو چې د خپلو او نورو (پانگوالي) ټلوالو (متحدينو) په دفاع کې برخه واخلي او خپلې پولې راټينگې کړي.

زه ملاله رڼا په دې زياته نه گرموم چې ښايي، د همجنسۍ په انگېزه يې د هيلري کلېنټن پلوۍ ته رادانگلي او هغه يې دخپل زبرځواک هېواد لپاره د اولدارۍ جوگه گڼلې وي، خو له ډاکتر صاحب نه دا تمه نه کېده چې له دومره سياسي ځيرکتيا او ليکنو شننو سره ټرمپ زموږ له گلمرجان سره پرتله کاندې، حال دا چې د بهرني سياست ډاگيزه کړې تگلاره يې د ((گلمرجانېزم))، هغه هم د يوه سياسي ټرم په توگه د دودونې (ترويج) مخنيوی راښيي. زه باور لرم چې که د اغلې رڼا پر ليکنه مو د استاد پوهاند زيار دا لاندې کومېنټ comment هم په پام کې نيولی وای ، يامو په پوره دک و دليل تر ارزونې او کره کتنې تېر کړیوای، د هغې د ليدتوگې د يومخيزې راغبرگونې پر ځای به مو هرمرو يوه خپلواکه شننه وړاندې کړې وه:
((گلمرجان که گلمرجانه؟ دا په زړه پورې ده چې د امريکا کاوبايي ډيموکراسي د لا ښه ترا ډنډورې او گلوبالېزېشن او نيواک و بلوساک (تجاوز) لپاره لومړي ځل لپاره يوه ښځمنه هېوادمشره کاندې او د ملي دولتونو ضد د بوش- اوباما د ((اور و وينو catch and release)) تگلاره پسې نوره هم چټکه کړي: عرب پسرلی له تونسه تر سوريې د ملينونو بېگناه انسانانو پر خزان بدل کړي. گلمرجانې په خپل روستي کتاب کې منښته (اعتراف) کوي چې ابوبکرالبغدادي مو د دې لپاره له گواتنامو خوشې کړ جې له المغربه يې راپيل کړي او دی نېغ عراق ته لاړ چې هغه مو لا وخته په ولکه کې راوستی وو. زموږ هېواد د ورته ترهگرو بنسټپالو په پلمه د غه اکربکر ته راورساوه او ترهگر لاسکښېنولی پاکستان يې راته ورځ تر ورځې تر غاښو پورې راسمبال کړ؟ حال دا چې ترمپ د دغه ناولي بهرني سياست سره پرېکون اعلان کړی او د خپل هېواد د خوندېينې او بساينې … دريځ يې راټينگ کړی دی نوره ستاسې خوښه چې کوم نوماند ته خوشالېږئ، گلمرجان که گلمرجانې ته؟)).


ايا ستاسې په غبرگون کې يو پرادوکس (ضدونقيض) نه ليدل کېږي چې که ډبل عبدالله د جان کېري په مداخله د افغانستان گلمرجان بولئ، يانې اشرف غني رښتينی انتخابي هېواد مشر گڼئ او بيا يې هممهاله د امريکا د پيسو مرسته د پزې پېزوانوئ؟

او که بيا له کرزي راهيسې هېڅ حکومت ((ملي)) نه بولئ، بيا به هم همدغه مداخله گرانه پاليسي وي چې د هيلري له خوابه پرمخ وړل کېږي، گوډاگي حکومتونه به يې همداسې ځايناستي کوي؛ له بنسټپالو سره لېوالتيا او ملگرتيايې په همدې گډه موخه کې نغښتې ده چې هغوی هم غواړي، يو سراسري ((خدايي دولت = خلافت)) رامنځته کاندې او ملي هغه له منځه يوسي!

دابه پرځای پرېږدو چې تا ته تر بل هر چا د پاکستان پر خلاف مبارزه له خپل نوميالي پلاره پر ميراث پاتې ده او هيلري په افغانستان کې د هماغه تېرسياست پرمخوړنه (تداوم) ډاگيزه کړی چې د بنسټپالو او بيا گاونډ يانو د تېريو د مخنيوي او دفاع په پلمه (د پوهاند زيار خبره) پاکستان راته تر غاښو پورې نور هم راسمبال کړي. مانا يې دا چې د اسراېيلو غوندې يې راته د زاړه ښکېلاک يو مصنوعي او پر دولتي کچ ترهگر هېواد (terrorist state) تر مجاهدينو راروسته طالبان او حقانيان او بيا خپل او نور بهرني ترهگر را ته زنځيري سپيان کړل، ان تر دې چې د کابل مېشتي امريکايي قومندان په تاييد نن سبا پاکستان خپل ترورېستان د داعشيانو له تور بيرغ سره را صادروي!، او تر ټولو له مخه يې دواړو غاړو پښتنو په ورکاوي پسې راخېستې ده! د ښاغلي مودي خبره پاکستان نه يوازې ترهګري صادروي، بلکې د ترهګرۍ (ترورېزم) ذهنيت هم خپروي.

داچې د نورو عربي او عجمي ترهگري ډلو ټپلو غوندې البغدادي له کومه راپيدا شو؟ چا راپيدا کړ؟ چا د څه لپاره چېرته او د چا پر لاس وروزلو او چېرته يې واستولو دا ټولې هغه پوښتنې دي چې وخت به يې ځواب کړي. د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير رحمان ملک ويلي وو چې د داعش مشر البغدادي شپږ ميا شتې روزنه په فاټا قبايلي سيمه کې ترلاسه کړې وه.

Islamic State network present in Pakistan:  Ex-Minister
Former interior minister Rehman Malik has said on Friday that militant group Islamic State’s network is present in Pakistan and that it is led by Yousuf Salfi.

Speaking to journalist’s representatives in Islamabad, where the former interior minister had arrived to attend a meeting of the missing person’s commission, he said that security personnel had arrested several Islamic State militants during raids conducted in different parts of Pakistan.

He said that being a former interior minister, he had his own means of gathering information from sources which had provided him with information regarding the presence of Islamic State in Pakistan. The Pakistan People’s Party leader also said that the Islamic State group had emerged after infighting between different groups under the banned Tehreek-e-Taliban Pakistan (TTP) umbrella group.
https://pakreport.wordpress.com/2014/12/05/islamic-state-network-present-in-pakistan-ex-minister/

زموږ له پښتنو سياستوالو پورې پنجابيان بيا هم ښه دي. هغوی خو يوه نيمه نره او سپينه خبره له رسنيو او بهرنۍ نړۍ سره کوي، خو پښتانه سياستوال بيا دا متره او زړه هم نه لري چې يو څه ووايی. د دوی پورې خو د نوازشريف ورور د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف هم ښه شو چې پوځي چاروکيو ته يې خو په زغرده ويلي وو چې ((د وسله والو ډلو پرضد اقدام وکړئ که نه په نړيواله کچه يوازېتوب ته چمتو شئ)) ايا سرتاج عزيز او نور به دومره زړه وکړي؟

داعش د مجاهدينو، طالبانو، شبابيانو، بوکوحراميانو، نصرتيانو (د نومهالې زده کړې ضد) خو څه د ابابيلو په شان راپيدا شوي نه دي، بلکې له وړاندې نه پرې کار شوی وو، د روزلو پروژه يې چا ته ورکړې وه؟ د سعودي يو لوړ پوړی چارواکی يو وخت پاکستان ته راغلی وو او حکومت ته يې د بسپنې په نامه همداسې يو چک ورکړی وو چې بيا د زرداري له لورې هم دا پوښتنه په پارلمان کې راپورته شوې وه چې حکومت بايد د دې مرستې سپيناوی وکړي. د سعودي پيسې د مشر لالا په بانکونو کې پرتې دي. دا په حقيقت کې د هماغه زاړه استعمار ميراث دی چې کله په يو او کله په بل نوم د وخت او زمان له شرايطو سره يې نومونه هم بدلون مومي.

دا چې روسيه د ښاغلي پوتين د مدبرانه سياست له مخې بيرته پر خپلو پښو ودرېده، نو ښکاره ده چې اوس روسيه ورته په نړيوالو چارو کې مخې ته ودريږي او د پخوا په څېر خپلسريو ته يې نه پرېږدي او پرېکړې به يې ويتو کوي چې له يوه کال راهيسې يې د بشارالاسد ملي حکومت ژغورنې ته وردانگلي، او لا په کار وه، د دغو نورو (صدام، قذافي...) ته يې هم وردانگلي وای، تر سعودي او نورو عربي لاسپوڅو بد تر زور واک (دېکتاتوران) خو نه ول! اگر چې ښاغلی اوباما د قذافي وژنه او په ليبيا کې لاسوهنه خپله يوه تېروتنه بولي. د ګوانتنامو زندان لا پوره نه بندونه خپله کاري نيمګړتيا بولي. دا چې المغرب Morocco ولې په ارام پاتې شو ښايي چې فرانسي ورسره منلې نه وي، ځکه هر څوک يو نازولی لري او پام پرې ساتي.

موږ يې ايله همدومره په توپير چې ټرمپ نارينه او هغه ښځينه ده، خو هغه څه چې موږ ته ترې په راتلونکې کې تر گوتو کيږي روښانه نه دي چې ايا د پاکستان وافغانستان دغې نااعلان شوې جگړې او د داعش وطالب وحقاني په نوم دغې لوبې ته به د پای ټکی کښيږدي او يا نه لا روښانه نه ده. اگر چې د پرېکړې واک له پنتاگون سره دی چې هماغسې دوام غواړي او که د تشنج پر کمولو باندې له سره غور کوي؟ خو خدای مه کړه داسې نه شي چې يو ځلې بيا افغانستان هېر او بيا پنجاب ته پرې نه ښوول شي چې د تېر په شان بهرنۍ و دورني پاليسي به مو له گواښ سره مخ شي.

له شک پرته چې پاکستان د افغانستان په بېثباته او ناارامه کولو کې مخکښ رول لوبولی شي او د ((ديني بنسټونو)) په وسيله دا کار په ډېره اسانه توگه کولای شي، ځکه چې خونړي طالبان و داعشيان ايله خپلو څڼو، تورو پټکيو، تورو سترگو او ډبل ډاټسنو ته خوشاله وي او آخوا ته نور نه پوهيږي چې خلک يې څنگه د خپلو گټو لپاره کاروي؟ توره پټکۍ ورته داسې تلقين شوې چې پېغمبر عليه الصلاة والسلام د مکې په فتحه کې توره پټکۍ وهلې وه، نو د افغانستان فتحه هم د مکې له فتحې سره ورته بولي. د ضياء هم همدا ارمان وو چې د کابل په پلخشتي جومات کې د شکرانې لمونځ اداء کړي چې هغه خو دا ارمان گور ته له ځانه سره يووړ، خو زوی يې اعجازالحق دا ارمان پوره کړی وو چې د کابل د وېرانۍ وسوځولو او ((The water in Afghanistan must boil at the right temperature.)) په پار د جهاديانو په دوره کې د شکرانې لمونځ هلته اداء کړی وو.او د پلار پر ځای يې د کابل ويراني او سوځونه پخپلو سترگو وليدله.

ايا تاسې يا ملال جانه ترې دا ټول رازېږېدلي انساني ناورينونه، مرگانی کډوالي کړاوونه ذلتونه په غړولو سترگو نه وينئ؟ هره ورځ په لسګونه او سلګونه کسان د سمندر په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او د افغانستان په شمول خلک په ړندو بمباريو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا د سپينو او تورو جنډو والا له کومه راخوټيږي؟ د سپينو جنډو والا خو نن د خلکو [تهران و مسکو] بې وخته او بېمناسبه دروازې ټکوي چې دا هلته چا څنګه اموخته کړل؟

عربي کې يو متل دی :
نعم الامير علی باب الفقير
بئس الفقير علی باب الامير

پښتون صوفی شاعر رحمان بابا وايی :
د منت دارو چې وخورم نه يې غواړم
ما رحمان لره درمان د مسيحا

زموږ د طالبانو يوه لنډۍ ده :
په پتاسو دې اموخته کړم
اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوينه
د خلکو وړيا وسلې او پيسې مفتې نه دي.

دوی [طالبانو] خو ويل چې د قطر پلاوی پاکستان ته د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکيو سره د مهاجرينو او د ځينو مدارسو د خلاصون په موخه هلته تللی، خو ډېر روښانه شوه چې دوی له افغانستان حکومت سره په خپلسرانه خبرو کولو وګواښل شول. پاکستان ورته په زغرده وويل چې :
• ولې يې د افغانستان له حکومت سره پټې خبرې کړي
• يا مو د سولې خبرو شريک کړئ يا له پاکستانه کډې بار کړئ

هن،که ډونالډ ترمپ يا ستاسې په هندي- انگرېزي تلفظ (ډانلاډ ټرمپ) د خپل هېواد پولې د کډوالو او بيا ترهگرو مسلمانانو پرمخ تړل غواړي، دليل يې دا دی چې که امريکا له خپلو نارواوو لاسوهنو هغوی له خپلو پلرنيو ټاټوبو تورې تېښتې ته اړ نه باسي، څه لېوني خو نه دي چې په لوی لاس دې مرگاني ناخوالو او هجرتونو ته ور ودانگي؟

په درنښت

نوټ : زما ستاسې ليکنې خوښيږي او مسلسل يې لولم.

گلـمـرجـانـيـزم په افغانستان او امريـکا کـې؛ د ملال رڼـا کـشـف/ ډاکټر رحمت ربي زيرکيار
http://rohi.af/fullstory.php?id=50243
د امريکا گلمرجان / ملاله رڼا
http://www.afghansabawoon.com/%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%DA%AB%D9%84%E2%80%8C%D9%85%D8%B1%D8%AC%D8%A7%D9%86-%D9%85%D9%84%D8%A7%D9%84%D9%87-%D8%B1%DA%BC%D8%A7/

پاکستان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې ولي يې د افغانستان له حکومت سره پټې خبرې کړي
http://www.taand.com/archives/79170
پاکستان طالبانو ته: يا مو د سولې په خبرو کې شريک کړئ يا له پاکستانه کډې بار کړئ
http://rohi.af/fullstory.php?id=50303
د طالبانو درې کسیز پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی
http://www.taand.com/archives/78374
پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-37739099

ځانګړی راپور: د پاکستان حکومت پوځ ته ويلي چې د وسله والو ډلو پرضد اقدام وکړئ که نه په نړيواله کچه يوازېتوب ته چمتو شئ
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=49594

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery