مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسدالله شهاب د پام وړ : وأن ليس للانسان إلا ما سعی

سيد حسين پاچا

د اسدالله شهاب د پام وړ :
علماء ومحدثين دا لازمه بولي چې د علم ((پوهې او زده کړې)) سلسله بايد روښانه وي
داسې بريښي چې تاسې عمومي مطالعه کړې تخصصي زده کړه مو نه ده کړې او نه مو علل لوستي چې سر مو پرې خلاص شي

وأن ليس للانسان إلا ما سعی
خپله خواري او زحمت به ګالې. په دوعا، خوب، هيله او تصور څوک عالم کېدای نه شي، کنه د پاکستان نامتو عالم مولانا طاهر القادري خو دا ويلي وو چې ما اووه کاله په خوب کې له امام أبوحنيفه نه زده کړه کړې ده. خپله مطالعه، له کوره او له تعليمي مرکزه زده کړه د پوهاوي لپاره مرسته کوي، خو سند بايد له يو مؤثق او بااعتباره مرکزه وي

پېغمبر هم له ځانه څه نه وو زده کړي تر څو به چې ورته لارښوونه ((وحيې)) ونه شوه. اګر چې له پېغمبره بل څوک زيات پوی ((عالم)) نه وي، خو موسی عليه السلام يې بيا هم خضر ته واستولو چې يو څه ترې زده کړي. ټول علم له الله تعالی سره دی ((وفوق کل ذی علم عليم))

ښاغليه شهاب خانه،
تازه سر يې کل کړی وو چکن خولې يې پر سر وه.

وايی چې يوه ورځ چېرې يوې بوډۍ څه په خوارۍ او تکليف څه د مېږو او پسونو له وړيو او څه د بزو او سرلکيو له ويښتانو نه د وړيو او وچغنو غوڼداري جوړ کړي ول چې له هغې به پخوا ليمسي يا ګيلمونه چې څوک ورته ګيلمچې وايې اوبدل کېدل. هغه يې پر يو چا د يوې هفتې لپاره په قرض حسنه پلورلې وې او ورته يې ويلي وو چې زه د ((روغانيو)) يم او نوم يې ورته نه وو ښوولی. اوس راسره پيسې نه شته او بلې جمعې يعنې د جمعې ورځ ته به يې راوړم او دربه يې کړم.

په دې مينځ له يوې مياشتې زياته موده وشوه. دوه - درې مياشتې وشوې، نو د هغې سودا شوه چې دې سړي خو ما ته د يوې جمعې ويلي وو او اوس يې درک نه لګي، نو روغانيو ته ورپسې لاړه. د جمعې ورځ وه او هلته د جومات په خوله کې ورته ناسته او يا ولاړه وه چې راووځي، نو زه به يې وپېژنم. خلک چې له لمانځه څخه خلاص شول او له جوماته په راوتو شول، نو يو - يو ته ګوري، خو هغه يې په نظر نه ورځي.

په آخر کې چې خلک ټول خلاص شول او وروستي کسان له جوماته راوځي، نو د چا ورته پام شو چې دا څنګه څنګه داسې ځير - ځير ګوري، نو پوښتلې پې وه چې خورې څوک ګورې يا چا ته په انتظار يې؟ په جومات کې خو نور خلک را په خلاصېدو دي او څوک نشته، نو دې ورته خپله کيسه کړې وه او ورته ويلي وو چې دغسې پر يو چا مې د يوې جمعې ((هفتې)) لپاره وړۍ يا وچغنې خرڅې کړې او هغه راته وويل چې اوس راسره پيسې نشته او بلې جمعې [د جمعې ورځ] ته به يې راوړم او دربه يې کړم. راته يې وويل چې د روغانيو يم. زه اوس راغلې يم چې که دلته يې وګورم او هغه پيسې مې راکړي، نو هغه ورته ويلي چې ته يې پېژنې؟ څوک وو؟ څه نومېده؟
هغې ورته ويلي وو چې،  نه،
بيا يې ترې پوښتلي وو چې څنګه سړی وو؟ څه ډول قيافه يې درلوده؟
هغه خو نوره له تشبيه نه عاجزه وه، خو همدومره يې ورته ويلي وو :
تازه سر يې کل کړی وو (خرييلي وو)) او چکن خولې يې پر سر وه.

دا ښه خبره ده چې استاذ دې معلوم وي، مدرسه وښوونځی دې معلوم وي، منځنی ښوونځی، لېسه، دارالمعلمين او پوهنتون دې معلوم وي. ماستري او دکتوری لوړې زده کړې دې روښانه وي چې په کومه رشته کې دې له کوم ځايه سند ترلاسه کړی او څه دې لوستي او چا کتلي او تصديق کړي دي. ازموينه اخېستونکی او نېټه دې روښانه وي او داسې نور کار ځای او مخينه دې روښانه وي. نه دا چې د خلکو نظامي واستخباراتي چارواکي سپينه پګړۍ پر سر کړي او عالم شي. موږ خو وليدل چې د طالبانو په معامله کې جنرال مالک ته هم سپينه پګړۍ ورپر سر شوې وه، خو څه چې وشول هغه جلا خبرده. نن خو ميډيا (رسنۍ) يا مونتاژ يعنې بڼه اړوله چې کمپوتر يا نوې تېکنالوژۍ خو دا هر څه داسې اسانه کړي دي چې له نارينه نه ښځه او له ښځې نه نارينه جوړوي او غازي امان الله لا په هغه وخت کې چې مونتاژ نوی راوتلی وو هغه يې دلته په اکسفورد کې لومړنی قرباني شو چې لا تر ننه پرې د کفر ټاپې لګيږي. دا مساله لا تر اوسه نه ده حل شوې.

درست ده چې سپينه پګړۍ به زموږ په ټولنه کې د علماو سمبول وي، خو دا په ځينو نورو کې بيا عام رواج دی ټول خلک يې پر سر کوي. په ځينو اسلامي هېوادونو کې بيا سپينه پګړۍ نشته هغوی بيا يو ډول خاصې خولۍ لري. ان تر دې چې زياتره نامتو علماء ږيره هم نه لري. تاسې منځنی ختيځ، مصر او آخوا ته مراکو او نور اسلامي هېوادونه ترکيه تر ماليزيا واندونيزيا پورې نه دي ليدلي. ان تر دې چې نامتو عالم شيخ يوسف القرضاوي او نور د الازهر علماء هغسې ږيره نه لري، لکه طالبانو چې دلته د خلکو ږيرې اندازه کولې او خلک يې پر ږيرو او خوليو نه پر سرولو وهل ډ‌بول، خو عمران خان لا څه ان تر دې چې د جنرال حميدګل ږيره هم نه وه، خو زموږ د جهاد لارښوونه يې خپل ځانته منسوبوله.

ستا به پر ياد نه وي چې کله يې له رسنيو سره دا خبره وکړه چې ((درست ده جهاد به افغانانو کړی وي، ولې لارښوونه يې زما وه))، تراوسه لا زموږ هېڅ يو مشر يې ځواب نه دی ويلی، خو قريب الرحمن سعيد ايله همدومره ويلي وو چې ((دروند جنرال صاحب، لږ احتياط کوه!)). دلته اسلامي و سياسي پوهې او دواړو زده کړو ته ضرورت دی. درست ده چې خپله مطالعه او زده کړه به وکړې، خو چې ټولنپوهنه او کاري تجربه ونه لرې، نو څنګه د چا ځواب ورکړې؟ ليک لوست چې دې نه وي، له بهرنيو ژبو سره اشنايي ونه لرې. خپله خپلواکي ونه لرې، د بل په ترو له خلکو سره غږيږې، نه پوهېږې چې نور خلک زموږ پر سر له نورو سره څه ډول معاملات کوي او څه ډول پروژې ترې اخلي او څنګه يې پر موږ عملي کوو. هغوی ته څه وايی او موږ ته څه وايی او خپلې څه موخې لري؟

ډېره ښه ليکنه مو کړې ده، خو دومره خبره ده چې علما ومحدثين دا تسلسل يا سلسله شرط (لازم) بولي. د دې لپاره چې هغه ابهام له مينځه ولاړ شي. دا په مرتبه د فرضيت يا وجوب compulsory or obligatory کې نه ده، بلکې دا يوه سپارښتنه recommended ده. دا په مُډرنو يعنې عصري علومو کې هم شته چې د زده کړو مرجع يا سلسله دې روښانه وي چې چېرته دې زده کړه کړې ده او له کوم تعليمي بنسټه فارغ شوی يې؟ برابره خبره ده چې هغه ديني وي يا عصري يا نورې حرفوي ومسلکي زده کړې وي چې ته د هغې مستحق او qualified اوسې.

په ديني يا اسلامي تأليفاتو او هم په عصري تأليفاتو کې ستا مرجع يا مأخذ reference بايد روښانه وي. همدارنګه په فتوی ورکولو کې تعليمي يا زده کړيال بنسټ، خپلواکي، سيمه ييزه استوګنه يا په بله مانا ټولنه او ټولنپوهنه، سياسي پوهاوی او ژبنيز پوهاوی چې تاسو ورته نغوته کړې چې دا ټول يو له بل سره تړاو لري. همدارنګه ميډيا (رسنۍ) او خپله مطالعه او انټرنيټ چې اوس خو ټول زياتره اسلامي کتابونه د احاديثو او تفاسيرو پورې ټول په PDF ببڼه تيار کړي. هغه کتابونه او معتبر تفاسير او شروح چې د طالبانو او علماو د اخېستنې توان نه لري په وړيا توګه له انټرنېټه ترلاسه کولی شي او هر چېرته يې ليدلی او لوستلی شي، خو چې انټرنېټ ته لاسرسی ولري. په هره ژبه کې ورته دا خدمت شوی دی.

دومره ستر خدمت چې عجمو علم دين ته کړی تراوسه لا عربو نه دی کړی. له قرآن کريم راوروسته دويم معتبر کتاب صحيح البخاري النسخة اليونينية چې کريمه المرورية راخوندي او ليکلې ده چې هغه هم ښځه ده تر اوسه لا يوه نسخه هم هغې ته په درستوالي کې ورته نه رسي چې اصح الصحيح نسخه بلله کيږي. دا د يوې ښځې خدمت دی چې کړی يې دی او هغې به په دمشق کې په جومات کې خلکو ته تدريس هم کولو، خو نن موږ ته د نجونو او ښځو زده کړه او ښوونځی سور کفر ښکاري. حال دا چې حضرت ابوهريرة رضی الله عنه خپله د دې منښته کوي چې له ما ام المؤمنين حضرت عائشه مخکې ده. هغې له ما زيات روايت کړي. له هغې پرته بل چا زيات له ما روايت کړي نه دي.

کنه ډاکټر ذاکر ناياک کومه ديني مدرسه لوستې نه ده او عصري زده کړه يې کړه ده طب يې لوستی دی، خو ښه استعداد لري په مرجع يا مأخذ reference ښوولو کې الله تعالی ښه پوهه ورکړې ده، خو ځينې وخت بيا هم په ځېنو مسايلو کې خطا کيږي. ډېر کله علماو ورته سپارښتنه کړې ده چې لږ محتاط اوسي.

له علماو، ښوونځيو، مدرسو او له پوهنتونونو زده کړه دا د اعتبار يو تسلسل دی چې په ټولنه او رسمياتو کې ورته ارزښت ورکول کيږي او د هغوی د سند، شهاتنامې، ډيګري، ماستري او دکتورا پر اساس د هغې دندې او مقام لپاره مستحق qualified ګرځې چې بيا د وخت په تېرېدو او په ټولنه کې په کار کولو سره د انسان پوهه او تجربه skills and experience زياتيږي. دا بيا د انسان تر انسان او د ټولنې تر ټولنې او حکومتونو تر حکومتونو او دولتونو تر دولتونو توپير کوي. د بېلګې په توګه :
زموږ په ګاونډي اسلامي پاکستان کې له ملا نه نيولې تر نظاميانو، استخباراتو، سياستوالو، رسنيو او لوبغاړو پورې ټول مفتيان دي.
ستا به يا پر ياد وي او يا نه چې يو وخت د نېشنل عوامي ګوند پورې اړوند يو سياسي چارواکی وو طالبانو ته يې مشوره ورکړې وه چې ((که تاسو جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ)). همداسې عمران خان چې هغه يو سيکولر لوبغاړی دی جومات ته ښکاره شوی نه دی هغه هم د ((طالبانو جهاد په حقه بللی)) او طالبانو ته يې په افغانستان کې د جهاد ويلي وو.
خو که بيا د طالبانو اړوند ملاتړو ته يې سر ورښکاره کړې، لکه :
مولانا سميع الحق چې د خپلې څارګرې ادارې په لمسونه د لوچک زرداري په خوا کې ودرېد او د ((دفاع پاکستان قونسل)) مشري يې پر غاړه واخېسته او نېغ رسنيو ته راووت او ويل يې چې :
((موږ په خلکو کې د امريکا پر ضد د جهاد جذبه راپورته کوو)).

خو بيا بل نامتو عالم مولانا محمد خان شيراني وايی :
د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل (فکري شورا) مشر، د مولانا فضل الرحمان د گونديواستازي او د ملي اسمبلې غړي مولانا خان محمد شيراني د نوموړي شورا تر درې ورځنۍ غونډې وروسته رسنيوته ويلي دي، چې د پاکستان په ښوونيز(تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پرخلاف خلک چمتو کړای شي.

حميدګل به ويل :
درست ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه.
 بابر بيا داسې ويل :
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

د عربي ژبې د ګرامر په باره کې به ډېر کتابونه د اسانۍ لپاره ليکل شوي وي، خو يو هم سيبويه ته نه رسيږي، حال دا چې سيبويه هم عرب نه وو. همداسې صحيح مسلم او داسې نور درواخله.
داسې بريښي چې تاسې عمومي مطالعه کړې ده علل مو نه دي لوستي. که مو علل ولوستل، نو بيا به پر دغو خبرو پوه شې چې تا ورته اشاره کړې ده.
دا درسره منم چې خپله خوارې او زحمت، ځکه خو قرآن پاک هم ورته اشاره کړې ده چې انسان به خپله خواري کوي. له ملا وعالم يا له مدرسې تنها زده کړه ده، خو نور پوهاوی زموږ تر استعداد او پوهاوي پورې اړه لري چې ته څنګه ترې پوهاوی يا افهام وتفهيم کولی شي. لکه عبدالله ابن عباس چې څنګه پوهاوی کولی شو هغسې بيا بل چا نه شو کولی. همداسې په نورو ايمه وو (امامانو) کې درواخله چې کله ټول په يوه مساله کې متفق او کله دوه يوې خوا ته او دوه بلې خوا، کله درې يو خوا ته او يو بل خوا ته  او کله هر څوک ځانته خپله رأيه لري.
داسې هم نه ده چې سړی بالکل له يوې سلسلې انکار وکړي، خو سماع مهمه ده. حاضري مهمه ده، غوږ نيونه مهمه ده. نن خو دلته په ښوونځيو سل فيصده حاضري ضرور ده. د ناسوبتيا په صورت کې بايد ښوونځي ته خبر ورکړې او يا له روغتون او ډاکټره تصديق ولرې.
ولې ليک لوست او ژبه د مدارسو او ښوونځيو ښوونيز نصاب او دفاترو ته شامله شوه؟
ته به لا ماشوم وې د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهرشاه او که د مرحوم داود خان په وخت کې چې کله نصاب د مدارسو لپاره ليکل کېده، نو يو مامور بخاري شريف Shaheeh Bukhari نجاري شريف ليکلی وو چې نجاري carpentry ته وايی. له علم څخه يې يو حرفوي مسلک ته ټوپ وهلی وو.

همدارنګه زموږ يو د مدرسې طالب چې له نجم المدارسه لاندې ښار ته راغلی وو، نو بانک ملي افغان Afghan National Bank ((بِأَنَّکَ مِلِيٌّ اَفْغَانٌ)) يې لوستی وو. له هغې وروسته بيا د پښتواو  فارسي د مورنيو ژبو او انګليسي و عربي د بهرنيو ژبو په توګه په نصاب کې شاملې شوې چې دولتي مامورين او د ديني مدارسو پورې اړوند پرسونل او زده کوونکي پوه او له ليک لوست او هم له بهرنيو ژبو سره اشنا شي.

تاسې که پاکستان او هند وبنګال مدارسو ته سر ورښکاره کړئ، نو هغوی لږ تر لږه تر لسم ټولګي پورې زده کړې ده، خو زموږ طالبان د قسم لپاره ښوونځي ته سر نه ورښکاره کوي. داسې وخت شوی چې يو طالب به يوازې په صرفمير کې زوړ شو، يا به په کافيه کې زوړ شو، يا به په شرح جامي کې زوړ شو، يا به په منطقو کې زوړ شو ايله بيله به تر مشکوة المصابيح پورې يې په خوارۍ ځان ورسولو. اوس خو د الله تعالی فضل دی چې مدارس هم نصاب لري چې له هغې وروسته وړې دورې او بيا لوی دورې ته ځي او ترې فارغيږي او سند تر لاسه کوي چې دا يې يو اړخ دی.

بل اړخ يې ليک لوست دی. ډېر طالبان بيا له ليک لوست سره اشنا نه دي. د دې دا مطلب (موخه) نه ده چې هغه ملا شو، نو پر عربي ژبه او هر څه به پوهيږي.
عربي ژبه ده. ژبپوهنه ځانته جلا رشته ده. داسې نه ده چې ملا شوې او يا دې اسلامي علوم ولوستل، نو عربي دې ياده شوه. درست ده چې يو څه مرسته support درسره کوي، خو ژبپوه درڅخه نه جوړوي. د قرآن له نزوله مخکې هم ژبه وه چې عربو پرې خبرې کولې. د قرآن د نزول په وخت کې کفارو او مشرکينو پرې خبرې کولې او له پېغمبر عليه السلام سره يې دښمني کوله. ان تر دې چې د ابولهب په حق سورت نازل شو. همداسې د نورو کفارو او مشرکينو او منافقينو په باره کې.

پخوا به د هندوستان په ټولو مدارسو کې فارسي ژبه د يو مضمون په بڼه تدريسيدله چې بيا ورو ورو د هغې ځای اردو او انګليسي ونيولو او فارسي خپل رسوخيت له لاسه ورکړ، خو له بده مرغه زموږ په مدارسو کې هغه خپلې مورنۍ ژبې لا څه ان چې عربې ژبه د يوې ژبې په توګه نه تدريسيږي. همدا نن د پاکستان په مدارسو کې کمپيوټر تدريسيږي، خو زموږ څوک ښوونځي نه راپريږدي او راته يې سوځوي. له خپل نصابه ناخبر، خو د نورو نصاب ورته اسلامي ښکاري.

د يوې بيلګې په توګه مرحوم شيخ حسن جان مدني د صدر له مدرسې څخه د طالبانو په وخت کې د ننګرهار پوهنتون ته راغلی وو او محصلينو ته يې پخپله وينا کې ويلي وو چې دا انجنيري وطب دومره په درد نه خوري. د دې پرځای کې که اردو ژبه ياده کړي چې دا به ورته ښه وي. ځکه چې اردو اوس يوه عالمي ژبه ده او طب وانجنيري چندان اوس دوی ته په درد نه خوري. حال دا چې ولې خپل حکومت ته دا مشوره نه ورکوي چې موږ ته يې راکوي، خو البته چې بل چا به ورته ويلي وو او د هغوی خبره يې موږ ته وکړه. تا به د اسلام اباد اسلامي پوهنتون او اسلام اباد ستراتيژيک انستيتوت ليدلی وي، ولې هلته عصري زده کړې کيږي؟ ولې دلته په ننګرهار کې راته داسې خبرې کيږي، نو ځکه سياسي پوه لازم ده چې پوه شې چې ايا دا د يو عالم خبره ده او که د استخباراتو خبره ده چې د عالم په خوله کې يې اېښې ده او موږ ته يې راواوروله. که دلته يو بنسټيز پوهاوی نه وي مانا دا چې ته په يوه مدرسه، ښونځي، دارالمعلمين او پوهنتون کې زده کړه ونه کړې او يا نورې لوړې مسلکي زده کړې ونه لرې، نو ته څنګه د يو عالم خبره چې د نظامي واستخباراتي چارواکيو په نغوته د دوی له خولې راوځي، څنګه له خپلو ملي منافعو سره پرتله کړې؟ څنګه د داسې علماو فتوی چې هغوی د نورو حکومتونو لاندې فعاليت کوي او له هغې نظامه معاش اخلي، څنګه زموږ لپاره فتوی راکړي؟ دا فتوی خو به خامخا د هغوی له نفوذه خالي نه وي.

دا چې تا څنګه ورته اشاره کړې چې انسان د خپلې مطالعې په وسيله هم پوهه ترلاسه کولی شي، ځينې چاپي تېروتنې او سماع به تاسې څنګه توپير او پرتله کړئ؟ هر څوک نابغه کېدای نه شي. که داسې وای، نو نننيو حکومتونو او دولتونو به پر نړيواله کچه ښوونځي او مدارس، انستيتونه او پوهنتونه له مينځه وړی وای او هر چا به په کور کې زده کړه کوله، خو دا لا تر ننه نه ده ترلاسه شوې. اګر چې نن انلاين داخله کولی شې او خپلې زده کړې کولی شې، خو د ازموينې لپاره بايد يو مرکز ته ولاړ شې او هلته د يو ممتحن تر نظارت لاندې ازموينه ورکړې او داسې نور.

نن خو ځينې حکومتونه او دولتونه يا مافيايي ډلې هايکران لري چې يو پر بل باندې سايبر ګوزارونه کوي او يو له بل څخه معلومات ترلاسه کوي. د هغه معلوماتو ته چې ننوځي سملاسي يې پاسورډ ورته بدل کړي چې دوی يې کتلای شي او هغوی يې نه چې دا هم بايد له يو چا نه زده شي.
خير الأمور اوسطها يو څه تعادل بايد وساتل شي. داسې هم نه ده چې هر څه په مطالعه زده کړې، بلکې ځينې داسې مضامين شته چې له استاذ او پوهنتون روسته عملاً پرې په کاري وتجربوي يا ازميښتي خونو يا لابراتوارونو کې کار وکړې او استاذ دې هره ازموينه او ليکنه يا essay وګوري. تاسې خو لږ پوهنتونونو ته سر ورښکاره کړئ چې پرې پوی به شئ.

بناءً دا ويلی شم چې په اسلامي وعصري يا ساينسي علومو کې د استاذ زده کړې او تعليمي يا ښوونيز بنسټ ته اړتيا ده. که له ځان سره مطالعه هم وکړې بايد له يو چا سره شريکه شي. د يو مؤثق يا بااعتباره سند لپاره بنسټيزه ښوونه د ښوونکي له لورې اړينه ده.

په پای کې به يوه بله خبره درته وکړم چې يو چا پر خپل زوی ((شَرًّا يَرَهُ)) نوم اېښی وو او هغه داسې خوشاله وو چې پر زوی مې قرآني نوم اېښی. چا وپوښته چې څه نوميږي؟ هغه ورته وويل چې ((شَرًّا يَرَهُ))، نو هغه ورته وويل چې پر مفهوم يې پوهيږې؟ هغه ورته وويل چې نه، خو په قرآن کې راغلي دي چې ((شَرًّا يَرَهُ))، نو ځکه پرې ما دا نوم کېښوده او دا راته ښه ښکاره شو، نو بيا هغې پوه کړی وو او د خپل زوی نوم يې د يو وکيل solicitor له ليارې بدل کړ.
 داسې نه ده په کتاب الله ((قرآن)) کې خو د فرعون او دابي لهب نوم هم راغلی، نو ته به هغه پرې ږدې، نو ځکه بنسټيزه يا تعليمي زده کړه هغه که اسلامي وي، عصري وي يا ساينسي اړينه ده.
همدا به بس وي.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery