کلیفورنیا
ډانلـډ ج. ټـرمپ یوغټ مچ دی چې د امریکایي سیاسي مفکر سامویل هـنټـينګټن « د فرهنګونو د ټکـر» په ډېـران کې بنګیـږي اوکله ناکله ښایي د ګورباچیف د کوپـړۍ خوبونه ویني!؟ د بشپـړې هـیوادسازۍ په هـیله، د امریکې ولس د خپل تاریخ په اوږدو کې د کلکو مشکلاتو سره مخـامخ شوی و. دغـه مبارزه به د دغه هـدف لپاره ادامه ولري. د امریکي ولس باید د پرمختـګ، مساواتو، سولې، او د ژوند د چاپـیـریال د ساتنـې لپاره تل چمتو وي او د خپلو واکمنانو په وړاندې ودرېـږي چې په نورو هـیوادونو کې پـسرلـي رانه ولـي!!
د ۲۰۱۶ د نومبر د آتمې نیټې د ملي انتخاباتو نتیجې خلک یو ځل بیا حیران کړل! شپاړس کالونه وړاندې د ۲۰۰۰ په نومبر کې د ولسمشرۍ لپاره د دموکرات ګوند نوماند مرستیال ولسمشر آل ګور په تقریباَ ۵۰۰ رایو سیاسي میدان وبایله. هغه د خلکو د رایو اکثریت ګټلی و، خو د غوره کوونکې ډلې (اِلیکتورال کالیج) اکثریت یې په فلوریډا ایالت کې په تقریبا ۵۰۰ رایو وبایله. د غوره کوونکي ډلې د غـړوشمیرهـرلس کالونه د امریکې د نفوس له مخې ټاکل کیــږي. د «سلیټ» لیکوال جوزیف شتیرن لیکلي دي چې په تاریخي لحاظ غـوره کونکې ډله «د سپینو د تـفـوق وسیله ده».
د ۲۰۱۲ د نومبر په ۶ نیټه، دانالـد ترمپ «غوره کوونکی ډله...د ولسواکۍ فاجعه» ګڼلې وه. دغـه مصیبت د امریکې په انتخاباتي تاریخ کې څوځلې تکرار شوی دی: ۱۸۰۰، ۱۸۲۴، ۱۸۷۶، ۱۸۸۸، ۲۰۰۰، ۲۰۱۶. تقریبا ۱۲٪ د وخت، د غوره کونکي ډلـې رایو بایلونکي اړخ بري ته ورساوه! په داسې حال کې چې د کلیفورنیا د ایالت نـفـوس د ویامینګ د ایالت د نـفـوس ۶۹ چنـده دی، د غوره کونکي ډلې رای یې ۱۸ چنـده دي! دلته وینو چې دغه میکانیزم اطرافي سپين نژادو امریکایانو ته زیات وزن و رکړی دی نسبت ښاري اقلیتونو ته. د قانونــپـوه پوهاند سنفورډ لیونـسن له نظره، اوسنی انتخاباتي نظام « د دفاع وړ نه دی»(اِنـډیفـینـزیبل).په امریکا غلام ایالتونه(سلیو سـټیـټـز) شته وو. په ۱۷۷۶(جولای ۴) کې د امریکې د خپلواکۍ د اعلامیې لیکونکي ټامس جفرسن د ویرجینیا د ایالت اوسیدونکی واو هلته یې مریان لرل. مریان انسانان وو، خو په حقوقي لحاظ ملکیت وو. ملکیت خو د رای حق نلري. د امریکې په لومړي اساسي قانون (۱۷۸۷) کې ورووسته له تودوبحثونو، مــریان ۳/۵(۶۰٪) «نور» یعنې انسانان وګڼل شول(د امریکې د اساسي قانون لومړۍ ماده، دوهمه برخه).
جان ادمز د امریکي دوهم ولسمشر و او د غلامۍ په ضـد و. په کال ۱۸۰۰ کې ټامس جفرسن ځان د ولسمشرۍ لپاره د ولسمشر جان ادمز په مقابل کې کاندید کړ او د مریانو په مټ یې (چې ۳/۵=۶۰٪«نور» ګڼل شوي وو) له جان ادمـز نه ولسمشري و ګټله. د امریکې مشران ښايي د خپل هیـواد له واقعي اکثریت نه وېـرېـدل. کیدای شي له دې امله یې د ملت د رای په ځای کوچنۍ غوره کوونکي ډلې (اِلیکټورَل کالیج) ته پناه وړې وي.
په امریکا کې د تورپوټکو انسانانو حقوق په کومه سویه وو؟ د ۱۸۶۵په دسمبر کې د اساسي قانون۱۳ تعدیل رامینځته شو او غلامي پکې رسماَ لغـوه شوه. د ۱۸۶۸ په جولای کې پــه اساسي قانون کې ۱۴تعدیل رامنځته شوو: ټول اشخاص چې په امریکا کې زیــږېـدلي یا تبعه شوي وي، د تورانوپه ګډون د امریکې هیوادوالان(اتباع) دي. د ۱۸۷۰ د اساسي قانون ۱۵تعـدیل په امریکا کې هـر حکومت له دې نه منع کړ چې د یو تبعه د نژاد،رنګ او د غلامۍ د پخوانیو شرایطو له مخې د هغه د رای ورکولو مخنیوی وکړي. د تور پوټکوهیوادوالو سره دغو درې تعدیلونو دومره مرسته ونکړه لکه د ۱۹۶۵ په اګیست کې (د ولسمشر لیندن جانسن په مهال) «د انتخاباتو د حقوقـو قانون»چې ورسره وکړه:دغه قانون په انتخاباتو کې نـژادي تبعض منع کړ او په ایالتي او محلي سویه یې دیته لار پرانیستله چې افریقایي امریکایان دې د ۱۵ تعدیل سره سم د رای ورکولو حقوق پلي کړي.
د امریکې موسس نیکونو انـدېښنه لرله چې ښایي عادي ولس به د ولسمشر په ټاکنو کې روغ قضاوت و نشي کړای؟ خو په امریکا کې د تربیوي فـلمونو جوړونکی مایکل مور وایي چې د اتلسمې پیـړۍ «د یوې مرموزې، نامعقولې مفکورې» په اساس «غوره کوونکی ډله»[اِلیکتورَل کالیج»] رامینځته شو. ښایی د امریکې موسس غټان د خپل هیواد له واقعي (رای ورکوونکي ) اکثریت نه ویـریدل. په امریکا کې «غلام ایالتونه» (سلیو سټیټـز) شته وو. خو مریان ملکیت وو، نه انسانان. ملکیت د رای ورکولو حق نه لاره. په اساسي قانون کې غلام ۳/۵(دري پر پیـنځه) انسان ګڼل شوی و. ښایي مشرانو به د دغه واقعیت له امله غوره کوونکې ډله(اِلیکتوورال کالیج) رامینځته کړی وي. د هغه مهال موسس نیکـونو د سیاسي ګـوندونو تصور نشو کولی. یــعنې کـله چې سیاسي ګـــونـدونـه رامینځــته شي، غـوره کوونکی ولـس به عـموما هغه چــا ته رای
لاندي انتخاباتي نقشه واقعي نه ده، بلکې بیلګه ده
ورکوي چې ګوند په نخښه کړی وي. د امریکې د اساسي قانون له مخې، هر ایالت دوه سیناټوران لري، او د تازه وګړشمیـرنې له مخې د ولسې جرکې د غړو شمیر ټاکل کیـږي، په دې ډول: په هر ایالت کې دوه(۲) سیناټوران + د ولسې جرګې د وکیلانو شمیر. د بیلګې په ډول په په ۲۰۱۶ کې په کلیفـورنیا ایـالت کې د غوره کونکې ډلې شمیرپه دې ډول بدلون کـوي: ۲ تنه سیناټوران+ ۵۳ تنه د ولسې جرګې غړي= ۵۵ تنه . یعنې کلیفورنیا د غـوره کونکې ډلې (اِلیکتورال کالج) په اړه د امریکې په ټولو ایالتونو کې قوي ایالت دی ځکه چې د وګړو شمیر یې له بل هر ایالت نه غټ دی. د وګړو د شمیر له پلوه دوهم غټ ایالت ټکساس دی چې د غوره کونکې ډلې شمیر یې ۲سیناټوران + ۳۶ تنه د ولسي جرګې غړي=۳۸ تنه. په راتلونکی کې پـه امریکا کې د لـــږکــیانو (اقــلیتونو) د شمیر زیـاتیـدل، د جمهوریــتیانو په زیـان او د دموکــراتانــو په ګټـه تمامـیدلی شي.
د غوره کوونکې ډلې نیمګړتیا دا ده چې په یو ایالت کې ګټونکې اړخ ټولې غوره کوونکې رای (اِلِـیکتورال وُټـز) ګټي. خو بایـلونکې اړخ یوه رای هم نه ګټي! ګټونکې خـوا شاید یو څو غټ (ګڼ شمیـره) ایالتونه په یو څو رایو وګټي، او د دغـو ناڅیزو رایو له لارې په دغو ایالتونو کې ټولې غوره کوونکې (اِلِـیکتورال) رای خپلې کړي. مقابل اړخ ښایي په ګـڼ شمير(خو کم نفوسه) ایالتونو کې غټ اکثریتونه وګټي، خو د غوره کوونکو رایـو شمیر به یې ډېـر ټـیټ وي. د دې موضوع پایله داسې ده چې د ولسمشرۍ یـو نومانـد (کانـدیـد) بـه په ملي سویه عـامه رای وبایلي ، خو سره له دغسې بـایـلـنـې به منتخب ولسمـشـر شي. د کال ۲۰۰۰ د ولسمشرۍ په مسابقه کې همـدغـسـې وشول: د دموکراتانو نوماند(کاندیـد) آل ګـور د جمهوري ګوند له کاندید جورج ډبلیو بوش نه له نـیـم میلیـون زیاتې عامه رای ګټلې وې، خو آل ګـورغـوره کوونکې ډله (اِلِـیکتورال کالـیج) په پـیـنـځه (۵) غوره کوونکو رایو وبایـلـله: ۲۶۶ د ۲۷۱ په مقابل کې! دغه شان د اِلِـیکتورال کالج (غوره کوونکې ډلې) نظام په اوږده مهال کې د لــږ نفوسـو ایالـتـونو پـه خلکو کې د سیاسي بې تـفـاوتۍ احـساس را ولاړولـی شـي. د امریکې د اساسي قانون له مخې، یـو غوره کوونکی(اِلیکتور) نشي کولی چی له عین ایالت نه د ولسمشرۍ او مرستیال ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته رای ورکړي.
په امریکا کې دموکرات ګوند د نړۍ په ګوندونو کې تر ټولو پخوانی ګوند دی چې د امریکې د خپلواکۍ له اعلامیې (۱۷۷۶) نه تقریباَ ۱۶ کالونه وروسته په ۱۷۹۲ کې رامینځته شوی و. دا هغه مهال و چې د امریکې د خپلواکۍ د اعلامیې د لیکونکي ( ټامیس جیفرسَـن) پـــلویانـو پیل وکـړ چې د «ریـپـبـلیکـنـز یا جیفرسونیـن ریـپـبـلیـکنـز» نـومـــونه استعـمال کړي او له دې لارې پــه ضد- اریستوکراتیک سیاست او تدبیرونو ټینګار وکړي. د ګوند اوسنی نوم (دموکراتیک پارټي) د اَندرو جیکسن د ولسمشرۍ په مهال (۱۸۳۷-۱۸۲۹) په ۱۸۳۰کالونو کې ومنل شو. نږدې شل کالونه وروسته (د ۱۸۵۴د مارچ ۲۰ نیټه) عموماَ د جمهوري ګوند (ریـپبلیکن پارټي) موسسه غوڼډه ګڼل شوې. جمهوري ګوند د زرګونوهغـو خلکو په واسطه د ۱۸۵۴ په جولای میاشت کې د مشیګن د ایالت په جیکسن ښار کې رسماَ تنظیم شو چې د غلامۍ په ضد راولاړ شوي وو. د ۱۹۳۵-۱۸۷۰ په اوږدو کې، ټول تور پـوټکي چې کانګرس ته انتخاب شوي وو، جمهوري ګوند ته منسوب وو. له اکتوبر ۲۰۰۲ راهیسې د کانګرس په ۳۷ تور پوټکو غړو کې یو تن یې جمهوري ګوند ته منسوب دی. د جان ایف کینډې له ولسمشـرۍ (جنوری ۱۹۶۱تر نومبر ۱۹۶۳) راهیسـې تـورپوټکي امریکایان دموکرات ګوند ته نږ دې شول. په امـــریکا کې ۳۷ رای – مستحق کم شمـــیره ګوندونه شته
نن امریکا ۱۹ تریلیون ډالره پوروړې ده! په امریکا کې دوه موجود دموکرات او جمهورۍ ګوندونه د ایډیالوجۍ په ځای مبهمې کړنلارې (خط مشې) لري. موجود نظام ولس ناکام کړی دی او په خپلو صفتونو او تشو خبرونو یې بوخت ساتلی دی. په ۲۰۰۹ کي د امریکې د مالي/بـانکي نـظام سقــوط د سیاسي او اقـتصادي نظام ناکامي رابـرسیره کړه. په ۲۰۱۱/۲۰۱۲کال کې د «۱٪» په وړانـدې د «۹۹٪» چغـړبه راووتله. منځني ټـولنیزه پـټه په راټـیـټــید لـو کې ده. دوه مسلط ګوندونو نه یواځې د ملت اختیار او انتخاب نری کړی دی، بلکې د ولس فکر یې هم نری کړی او تنګ کړی دی. برلاسي موجود سیاسي نظام د ولس سیاسي فکر، مطبوعات او سیاست والان مسموم کړي دي. د البَـرت آینشټایـن په وینا، «موږ خپل مشکلات د هغه فکر له لارې نشو حل کولی چې د خلق شوو مشکلاتو لپاره مو استعمال کړی و.» یعنې په ټـپنۍ شوې امریکـا کې نوې فکـري سـویې ته اړتیا ده! زړه «میم زوَر ما، ټـوله زما» نوره نه چلـیـږيی. سیاسي، ټولنیـز او اقـتصادي عـدالت په وېش چـلـیـدلی شي، نـه په تمـرکـز
د ولسمشرۍ لپاره د ګریـن پارټي (شین ګوند) انـتخاباتي هڅه (۲۰۰۰ززییز کال)، له ۲۰۰۹ راهیسې د تور پـوټکي بارَک حسیـن اوباما ولسمشري، د دې سره جوخت د ټي پارټي رامنځته کیدل، د لومـړي ځل لپاره د «دمـوکرات سـوشلیست» بارني سیندرز د «سـیاسي انقـلاب» چغـه* ، او د تاجـر او ټـلویـژني شخصیت دانالـډ تـرَمپ نیغـه وینا چې امـریکا به «بـیا قـوي» کوي او «د کار خلق کولو خورا غټ ولسمشر به وي» - د غه ټـول موضوعات د دې ښکارنـده (پدیده) ده چې د امریکې ولس د موجود نظام په وړانـدې راپاڅـیـدلی دی او بـل څـه غـواړي! د امریکې نننۍ سیاسي وضعه د څپرځي سره مخامخ ده، ځکه چې دواړه (دموکرات او جمهوري) ګوندونه د اقتصاد د غـټانو غـوښتنو ته لاس په سینه ولاړ دي، نه د ولس اړتیاو ته
(*) یو داسې حکومت باید جوړشي چې « زموږ ټولـو په خدمت کې وي، نه یـواځې د اعـانـه ورکـوونکـو ثروتمندو کمپنیو لپاره.»- دموکرات بارنی سیندرز
د ولسمشر ټاکنه باید د «یو شخص یوې رای» په بنسټ وشي! ایالتونه د انسانانو یوه مجموعه ده، نه د غوره کوونکې ډلې د غـړو! دغه شان، ټاکل شوی ولسمشر د ټول ولس استازولي کوي، نـه د یـوې ډلګۍ! غوره کوونکې ډله ولسواکي پنچر کوي. د ولسواکۍ لپاره باید غوره کوونکې ډله پنچر شي. ولسمشران د نیغـو رایو له لارې نه ټاکل کيـږي، بلکې د ټاکونکې غـوڼـډ(غوره کوونکې ډلې) له لارې چې شمیر یې هر لس کالــونه د ټـــول هـیواد د وګړو د شمیـر لـــه مخـې بـد لیـږي(اوسنی ۲۰۲۰-۲۰۱۰ شمیر یې ۵۳۸ تنه دی): د ۵۳۸ غړو د نیمایي + ۱(۲۷۰) له خوا. پخوا چې لیک لوست ډیر کړکیچو و، د راشې درشې (کمیونیکیشن) وسیلې ډیرې کمزوري وې او رای ورکوونکو له خپلې سیمې نه بهر د نورو نوماندانو(کاندیدانو) په اړه معلومات نـلـرل، ښایي غوره کوونکي ډلې ته به څه نا څه اړتیا وه. اوس خو انسانان د سترګې په رپ کې د ډیرو لرې پرتو هیوادونو په مهمو موضوعګانو خبریـږي! د اتلسمې پیـړۍ سیاسي حل د یوویشتمې پـیـړۍ د امریکې د غوښتنو سره اړخ نه لګـوي!
غوره کوونکې ډله دیته لار پرانیزي چې د ولس د رایو ګټونکی د ولس د رایو بایلونکي ته سر ټـيټ کړي. یانې ګټلی اړخ بایلونکي اړخ ومني ( تازه بیلګې یې په کال ۲۰۰۰ کې د آل ګور او جورج ډبلیو بوش، او په ۲۰۱۶ کې د هیلري کلینټن او ډانالډ ټرمپ دی). کاندیدان کلکه پاملرنه غټ نفـوس ایالتونو ته کوي (کلیفورنیا، ټکساس، نیویارک). دوهمه درجه پاملرنه فلوریډا ایالت ته کیـږي. غـوره کوونکې ډله په ولسـواکۍ کې د «یـو شخـص، یـوې رای»اصـل پـنچروي. دغه سیستم نورو ګونـدونو ته پاټک اچوي. که د غوره کوونکې ډلې رای د دواړو کاندیدانو لپاره مساوي وي، نو بیا ولسي جرګې(هاوس آف ریـپـریـزنټـټیو) ته رجوع کیـږي. په ولسي جرګه کې هر ایالت یوه رای لري(وَن سټـیټ وَن وُټ). توپيـرنـلــري چې نفوس څومـره دی. ګـټـونکی اړخ باید لږ تر لږه ۲۶ رای وګټي. خو که ۲۶ رای ونه ګټي، بلـه قانوني لار نـشـته.
دغه ډول عملیه به د مرستیال ولسمشر لپاره په سیناټ (مشرانو جرګه) کې اجرا کـیـږي. مرستیال ولسمشر به عامل ولسمـشر (اَکټـیـنګ پـریزیـډنټ) وي. غوره کوونکې ډله یو ولسمشر ټاکي چې د رای ورکوونکو د اکثـریت ملاتـړ نــلـري!
په فاشــــیزم کې دمــوکراسي ځای نــلـري، خو د ملت د بیا راژونـدي کولواو تـفـوق چغــه پکې لـوړه وي: د ډانلـډ تــرمپ په دې شعارکې چې اوسنۍ «امریکا دې بیا بې نظیـره/غــښتلې شي»، د تور پــوټکـي او باما بې کــفایتي غلې شوې ده. په فاشیزم کې تاوتریخوالی یوه فلسسفوي ژمنه ده. تـرمپ یـو داسې قــوي عسکري قـدرت رامنځته کول غـواړي چې «مــوږ به یې هیڅکـله استعمالــولو ته اړتیا ونـلـرو». یعنې نوره نړۍ به د امریکا له عسکري قــدرت نه په ډار کې وي او د امریکې په وړانـدې به د شخصیت له ادعا نه تیـرېـږي. تــرمپ د «ضعـیف» ټکی ډېــرکاروي، تــور پــوټکی ولسمشر پوهاند بارک حسین اوباما ورته ملي سپکاوی برېښي او د ۲۰۱۶ د نومبر د ۹ نیټې پورې یې د امریکې تبعه نه ګڼي. دموکرات سیناټور هیري ريـډ نن (۱۵نومبر ۲۰۱۶) په کانګرس کې یو شمیر تــنـفري جنایتونو ته ګوته و نیوله چې د منتخب ولسمشر ډانالډ ترمپ له بري راهیسې د لـږکیانو په مقابل کې شوي دي. دغه شان هیري ريـډ منتخب ولسمشر ټـرمپ ته په ډاګه کړه چې متعـصب سـټیـو بیـنـن دې په سپینه ماڼۍ کې د مشـر ستـراتجـیسټ په څیـر ونه ټاکي. خـو ترمپ تر دې دمه غوږ نه دی ګـرولی!
یوامریکایي ښـوونکی چې د ټـول وژنې په اړه پاخه معلومات لري،په ښوونځي کې یې ډانالډ ترمپ د هیټــلـر سره پــر تـله کـړی دی او له دې امـله له ښـوونځي نه ویـستل شـوی دی. (الټـرنیټ.اورګ: ۱۴ نومبر ۲۰۱۶). کومه طریقه چې دانالډ تـرمپ کارولې ده، ښـایــي د ادولـف هــیـټـلــر د ډڼــډورو وزیــر جوزیف ګـوبیلـز بـه یې « د اغـیزلا نــدې راوســتلـی وای»(ټــروت آوټ.اورګ. ۱۴نومبر ۲۰۱۶). څو کالونه وړانـدې، په امریکا کې د نړۍ نامتو مفکر پوهانــد نــوام چامسکي ویلي وو چې په امریکا کې سیاسي وضعه د یو مستبد شخص د راتـللو لپاره لار هـواروي. «دموکراسي نَـو»(ولسواکي همدااوس) په امریکا کې يواځینی خپلواک ریډیو سټیشن دی چې د دوهمې نړیوالې جګړې له پای راهیسې د خلکو په بسپنه چلیـږي او د سولې، ولسواکۍ، مساواتواوعدالت چغه لوړه ساتي. د دغه خپلواک راډیو یو استازی ۶ میاشتې وړاندې پوهاند چامسکي و پوښته چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به چا ته رای ورکوي؟ ویې ویل چې په سریزو انتخاباتو(پرایمریز)کې به دموکرات سوشلیست بارني سیـندرز ته رای ورکړي. خو که هیلري کلینټـن د ډانالډ ټـرمپ په مقابل کې ودرېـږي،نو بیا به د ټـرمپ په مقابل کې ودرېـږي- «بـل منطقي چانس نـشته.»(۱۶مې ۲۰۱۶). امریکايي تربیوي فلم ساز او سیاسي فعالیتګر مایکل مُـور، ډانالـډ ترمپ «لعنتي، ناپـوه، نیمه وخت خطـرناک مسخـره، او ټـول وخت غیر اجتماعي انسان(سوسیوپات) » ګڼلی دی.
د منتخب ولسمشر ډانالــډ ج. تـرمپ له بــرکته، نن جمهوري ګـونـد بشـپـړ قــدرت تر لاسه کړ: سپینه ماڼۍ (اجرائیه) ، کانګـرس(قانونیه) او ستره محکمه(قضائیه)! د ۲۰۱۶ د نومبر په ۸ نیټه، په امریکـاکې کم بـری سـقـاویـزم* رامینځته شو: خودمختار ولسمشر، خودمختارمرستیال ولسمشـر،خودمختار وزیران، خودمختارسناټوران، خود مختار وکیلان، خود مختار جنرالان، خودمختار مخبران، خودمختار والیان،... اود سـتـرې محکمـې خودمختار قاضیان! په امریکا کې د سیاسي انقلاب مفکر بارنی سـیـندرز په دې آنـد دی چې دموکرات ګونـد «اتـوپسي» (انتـقادي تـوضیح) ته اړتیا لـري. نوموړي نن(۱۶ نومبر ۲۰۱۶) په جورج واشنګـټـن پوهنتون کې په خپله وینا کې په لانـدې مـوضوعګانوټـینګار وکړ: ډانالـډ ترمپ بایــد په خپلـو اقـتصادي وعـدو ودرېـږي،او رسیزم(نژادي تعصب) تم کړي. بــدلون له لاندې نه پاس خواته رامینځته کیـږي. عدالت بایـد نه یواځې د خلکو لپاره وي، بلکې د چـاپــیریال (محیط) لپاره هـم وي. سیندرز پــه تـرمپ غږ کوي چې «موږ د هرهغه څه لیست لرو چې تاسې ویلي دي او موږ ته به خپل مسئولیت په ډاګه کوئ.» ترمپ باید ځان له تعصب، رسیزم او سیکسـیزم (جنســـي مسایلو) لـرې وساتي، او «ځان دې یـو څـه په ساینس پـوه کــړي»!
*) narrow gauge saqawism
l