دخپریدو نیټه : 2017-01-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
انسان
وحید نورزی
هغه خدای د میني ډکه پدیده ده چی د پیرزوینی او د زړه سوي د مانا بل نوم دی.
خو انسانان هم ډول ډول وی
الله ج ټول انسانان دي د وفا نه پرته دنیا ته په یو شان رالیږلي دي , خو په ډول ډول رنګونو , جګوالۍ ټیټوالۍ , ژبي , قومونه , او هیوادو باندي یی ویشلی دی ٬
د دنیا ښه او بد , کړاوونه او کړکیچونه ټول د انسانانو د کړنو نتیجه وی .
هغه انسان چی په سمي لاری باندی مزل کوي , ښي کړني تر سره کوی , خپله کټه د نورو په کټو کی ګوري , کوښښ یی د الله ج رضا وی , او د آزار او اذیت په نامه کوم شی نه پیژني , دغسي انسانانو ته په عامه ژبه ښه او نیک انسان وایي او په ټولنه کی د هر چا خوښ او د قدر خاوندان وی .
په ټولنه کی موږ داسی انسانان هم لرو چی خپل ځان هم نه پیژنی خپل رب هم , بدو کړنو ته یی ملا تړلي وی , او د ښو کړنو په وخت کی یي د لټي او سستۍ ناروغي ونیسي , او د احترام په نامه کوم شی پیژنی هم نه .
داسي انسانانو ته په ټولنه کی ځای هم نسته او د ټولني وګړي د هغوی سره په ناسته ولاړه هم چنداني خوښ نه وي . داسی وګړي د ټولنو او هوادونو د شاتګ اصلي او مهمه سرچینه وی .
د ټولني د اصلاح او پرمختګ لپاره لمړۍ باید د ټولني ټول وګري اصلاح سی .