دخپریدو نیټه : 2017-02-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د بې سرپرسته ملت د ژوند بحران
سهراب (ویسا)
دا چې د بې سرپرسته ملت د ژوند بحران تر عنوان لاندې ېو څو ټکې په سپین کاغذ لیکم دا په دي معنا نه ده چې زمونږ دروند او عزتمند ملت د پرمختګ په لور نه دی روان، زمونږ دروند او عزتمند ملت د پرمختګ په لور روان دی اما د پرمختګ په چارو کې له حده ډیرو خنډونو او ځنډونو سره مخ دی، د هیواد او د ملت د پرمختګ چارې زمونږ د پوهو او با درکه رهبرانو په لاس کې دي خو نه پوهیږم چې ولي زمونږ پوه او بادرکه رهبران د رهبری په چارو کې ګړندی ګامونه نه پورته کوي او یا یې نشي پورته کولي! که چیرته دا ډول وضعیت دوام وکړي نو لرې به نه وي چې زمونږ رهبران به خپل ملت له لاسه ورکړی، او د ملت په زړه کې به د کرکې نه پرته کوم بل شي ونه کري. کرکه داسې ېوه بده بیماری ده چې له ځانه سره نسلونه له مینځه وړي، که چیرته مونږ او تاسو د هیواد کورنۍ جګړې را په یاد کړو نو ډیر ژر ېوي پایلې ته رسیږو چې د کورنیو جګړو پر مهال ګاونډیو هیوادونو زمونږ د ملت په زړه کې د کرکې بیمارې کرلې وه او تر نن ورځي پورې د همدې بیمارې له وجه خپل وروڼه، خپل دوستان له لاسه ورکو او د همدې بیمارې له وجه نه هره ورځ بې ګناه افغانان وژل کیږي. اوس زمونږ پوهو او بادرکه رهبرانو ته دا په کار ده چې د ملت زړه لاسته راوړی او د تیرو کورنیو جګړو څخه ېو څه زده کړي ترڅو زمونږ دردېدلي ملت پخپل اوجود کې داسې احساس پیدا کړې چې مونږ واقیعاً ېو سرپرست لرو او د ژوند د ښي راځي په لور مو رهی کوي، هر کله چې ملت د ژوند د ښي راځي احساس پیدا کړ نو دا به لرې نه وي چې په درست هیواد کې امنیت رامینځته نه شي.
د هیواد له اوسني وضعیت څخه زمونږ درست رهبران ښه خبر دي او په دی پوهیږي چې د هیواد ملت په سور اور کې سوزي، اوس زمونږ رهبرانو ته په کار ده چې خپل ملت له دي سور اور څخه وژغوري، دا چې په څه ډول سره ملت ژغورل کیږي دا د وخت رهبرانو او لیډرانو پورې اړه لري، او د همدې رهبرانو کړه وړه به د تاریخ په کرښو کې هم لیکل کیږي چې دوي څه کوي، او د هیواد د رهبري چارې په کوم لور بیایی.
لکه څنګه چې جوته ده د افغانستان په کورنیو چارو کې ګاونډېو هیوادونو ډیري لاسوهني کړي او لا هم دا لاسوهني دوام لري، ځینی ګاونډي هیوادونه د مرستي په نوم زمونږ هیواد د بلا په خوله کې ورکوي، او ځینی نور بیا په مستقیمه توګه داسې ېو کس زمونږ د هیواد لیډر یا رهبر ټاکې چې کړه او وړه یې د بل چا په ګټه وي، ځکه خو تر نن ورځي زمونږ اولس د نړۍ په سر د اور په لمبو کې سوزي او دي لړۍ ته نن سبا بیلا بیل نمونه پیدا شوي چې زمونږ افغان اولس یې په بیلا بیلو ډلو ویشلي، درست افغانان دي ته حیران پاتې چې کله به داسې ېو لیډر زمونږ له اړخ څخه پاڅیږي چې زمونږ حقوق مراعت کړي او د خپل هیواد د پولو د خوندې ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلې او خپل ملت ته ژمن وي چې هر اړخیزه سوله به هیواد ته راوړي او د هیواد درستي چارې په سم لور رهي کړي.
زمونږ دردیدلی ملت له خپلو پوهو ، ژوندیو او بادرکه رهبرانو څخه ېواځي د امنیت غوښتونکي دي، ترڅو په هیواد کې د ژوند د اوسیدلو لپاره ېو داسي خوندي ماحول جوړ کړي چې ترڅو زمونږ هیوادوال وشي کولي چې په ارامه فضاء کې خپل ساده ژوند پرمخ بوځي، دا چې دا ډول ماحول څنګه رامینځته کیږي دا زمونږ د دریدلي ملت د رهبرانو کړنو پوري اړه لري چې څنګه او په څه ډول دغه رهبران دننه په هیواد کې خپل ملت لپاره د ژوند هوسایني ماحول برابر کړي.
نن ورځ زمونږ د ملت رهبر یواځي د خپل کور له دیوالونو څخه داسي ځنځیر ډوله دیوالونه را چاپیر کړي چې شاید اکسیجن اخیستلو لپاره به یې دننه په کور کې کوم بل ډول ماشین د ځان لپاره ایښي وي ترڅو د یاد ماشین په مرسته وشي کولي چې د کور انګړ ته اکسیجن ور دننه شي، او د دي ترڅنګ همدي رهبر چې خپل ځان يې پخپل هیواد کې کلابند کړي خپل ملت یې په سور اور کې پریښي او کیسه کې يي هم نه دی چې په ملت څه تیریږي.
ای د ملت رهبره! ته به تر کله خپل ځان داسي پخپل کور کې کلابند ساتي! ایا همدي ورځي ته ته دي غریب او غمځپلی ملت خپل رهبر ټاکلي یي چې خپل ځان پخپل کور کې کلابند کړي! ایا همدا ستا میړانه ده چې ته پخپل کور کې ارامه کښیني او د ېو کلابند شوي کمربند لاندې هغه خواړه وخوری چې سبا ورځ درته د زړه د ناروغی سبب وګرځي؟ ایا ته په همدي ډول د هیواد رهبري پرمخ وړي؟ ته څه فکر کوي چې نن سبا ستا د هیواد ملت له څه ډول حالاتو سره لاس او ګریوان دی؟ ایا ته فکر نه کوي چې نن ورځ ته د کلابند شوي کور په انګړ کې ارامه ناست یې او سبا ورځ دي له یاده وتلي چې سبا ورځ به دا بې سرپرسته ملت چې د اور په لمبو کې سوزي ستا د کورنۍ له غړو سره به څه ډول چلند وکړي؟ ایا ته په دې نه پوهیږي چې په طبیعت کې هر عمل عکس العمل لري؟ که نن ورځ تا خپل ځان د کور په انګړ کې کلابند کړي او فکر کوي چې په همدي ډول سره به هر څه سم پرمخ لاړ شي ، خو فکر نه کوم چې دا به د حل لاره وي، او فکر نه کوم چې ستا ملت به تا ته داسي لاس تر ځنی کښیني او ستا ننداره به کوي.
ای د ملت ژوندیو او پوهو رهبرانو، پخپل ملت رحم وکړي او قرباني ته حاضر شي ترڅو د تاریخ په کرښو کې ستاسو نمونه د ېو بادرکه رهبر په توګه ثبت شي او هڅه وکړي خپل ملت وژغوري، که چیرته تاسو ېو ګام د دښمن د ماتولو په برخه کې واخلي نو هرومرو به ستاسو ترڅنګ او هوږه په هوږه به ستاسو ملت لس ګامونه د دښمن پر وړاندې پورته کوي. ېو شاعر وایې ــــــ
په صبر صبر پوره نه شوه ـــ سبا مې نیت دی بې صبري ته ملا تړمه
ای د زورېدلي او کړیدلی ملت رهبره ویښ شه، نن ورځ د صبر ورځ نه ده چې صبر وکړو، نن ورځ د ېو غږ کیدلو ورځ ده، نن ورځ زما او ستا ملت په سور اور کې سوزي، راځي چې دا ملت سره ېو موټي کړو، دا چې ملت سره څنګه ېو موټي کیږي دا ستا د ویښو او ګړندیو ګامونو پوري اړه لري، مونږ او تاسو ټول په دي ښه پوهیږو چې نن ورځ هیڅوک زما او ستا ملاتړ نه کوي، نن ورځ فقط د دي ورځ ده چې خپل حقوق له هر هغه چا څخه وغواړو چې زما او ستا حقوق یې خوړلي او د پښو لاندي يي کړي. د افغانستان پوهو او ژوندیو رهبرانو، نن ورځ د دي ورځ نه ده چې زه او ته سره کښينو او پخپل مینځ کې ویشنه وکړو چې ستا واک دومره دی او زما واک دومره دی، که چیرته د واک په ویشنه کې سره کښینو نو شاید چې خپل هیواد به پخپل لاس سره په خړو اوبو کې ډوب کړو، نن ورځ د افغانستان د ملت په هر کور کې د جنازي مراسم لمانځل کیږي، راځی چې ېو موټي شو او د راتلونکی نسل لپاره داسي ېو پر امنه فضاء رامینځته کړو چې زمونږ او ستاسو نوم د راتلونکي تاریخ په روڼو کرښو کې یادګار پاتي شي. نن ورځ په دي سره هوکړه وکړي چې څنګه سره ېو موټي کېدلی شو، او څنګه دا ملت د اور له لمبو څخه ژغورلي شو.