دخپریدو نیټه : 2017-02-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دنړیوالو اخــتلافاتو دحـل وســایل اوطـریقي
اکرام الله صافی
۱ـ عــمومـي درخـواســتونه
دملګروملتونو اونورو سیمه ایزو سازمانو دعمومي درخواستونو څخه په څوڅو ځله استفاده کړي تراوسه سیمه ایزو اونړیوالو سازمانو مختلفې قطعنامې صادرې کړي دي چې پدې قطعنامو کې په شخړوکې دذيدخلو لوریو غوښتل شوي ترڅومسلحانه شخړوته دپای ټکی کېږدي اومخکې له جګړې څخه په مذاکراتو پیل وکړي دا ډول عمومي دخواستونه په لږ مسایلو کې تأثیرکوونکی رول لري اکثراً لیدل کېږي چې دشخړولوري په ځانګړي توګه قدرت لرونکې لوري دا ډول قطعنامو ته پاملرنه نه کوي مګرپه هغه صورت کې دپاملرنې وړګرځي چې د نوموړي درخواست سره دیو شمیر قدرت لرونکو هیوادونو ګواښ مل وي خو دا ډول قطعنامې په کلي توګه بې ګټي نه دي دنموني په ډول ۱۹۷۵ م کال کې دهند اوپاکستان ترمنځ جګړه کې چې دوه اونۍ يي دوام وکړ دامنیت شورای دمداخلې اوغبرګون پرته پای ته ورسیده ځکه هند دې ته تمایل نه درلود اونه يې هم داخوښوله چې داسي اخلاقي تعهد قطعنامه صادره شي چې جګړه پای ته رسول په هند باندې تحمیل کړل شي نوهماغه وؤ چې پخپله يې دجګړي څخه لاس واخیست.
۲ـ ارتـباطـي کـړۍ : په ډیرو نړیوالو شخړوکې اواختلافاتو کې د دښمنانو ترمنځ ارتباطي کړۍ قطع کېږي اودوه اړخیزه دیپلوماتیکې اړیکې له منځه ځي مګر ددریم ګړو لوبغاړو پذریعه سره دڅو اړخیزو مذاکراتوپه شکل دمذاکراتو دایجاد امکان شتون لري، په شخړه کې ذیدخل لورې په ندرت سره دنړیوالو اوسیمه ایزو سازمانو څخه بهرکېږي په سیمه ایزو اونړیوالو سازمانوکې ګډ غړیتوب دغیر رسمي تماس اواړیکو برقراری لپاره یو ښه طلائي چانس اوفرصت رامنځ ته کوي که چېري په شخړه کې ذیدخل لوري دمستقیم مذاکراتوسره مخالف وي د سازمان نورغړي کولای شي هغوی دسازمان په داخلي چوکاټ کې مذاکراتو ته وهڅوي.
اکثره سیمه ایزسازمانونه ددې لپاره رامنځ ته شوي چې دمشترکو سیمه ایزومنافعوڅخه دبهرني ګواښ اوستونزو په مقابل کې ملاتړ وکړي اوپه عین حال کې سیمه ایزي شخړي حل اوفصل کړي دغړوتر منځ ناحل شوي اختلافات دسیمه ایزو ترتیباتو استحکام دخطرسره مخامخ کوي اودبهرنیانو دمداخلي زمینه برابروي.
۳ـ مــنځګـړیـتوب : دمنځګړیتوب په اړوند یو واحد تعریف وجودنلري اومنځګړي لوبغاړي په مختلفو طریقوسره په منځګړیتوب کې رول اداء کوي دملګروملتونو منشور د ۳۳ مادي له مخي د خپلوغړو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې خپل اختلافات دمذاکري، څیړني، منځګړیتوب، اړیکوبیا جوړونه، قضايې مراجعو، سیمه ایز اونړیوالوسازمانومراجعو اونوروسوله ایزه لاروحل اوفصل کړي. د منځګړیتوب ځینې مثالونه لکه کنت برنادت دملګروملتونوسازمان لومړنی منځګړی دی چې داسرائیلوددولت دتشکېل څخه وروسته دخاورمیانه منازعي په اړه دوه مختلفي طرحي وړاندي کړي چې هیڅ یوه يې عملي نشوه.
د ۱۹۶۴ م کال د امنیت شوراي ۱۸۶ نمبرقطعنامي چې په قبرس کې دمنځګړیتوب اود قواوو دتشکېل صلاحیت هم ورته تفویض شوی وؤ چې په ۱۹۶۵ م کال کې دقبرس دسوله ایزي طرحي په اړوند مفصل راپوردسازمان سرمنشي ته وړاندی شو چې ددی طرحي سربیره بیاهم ترک کوونکي لوري ددې طرحي څخه راضي نه ؤ اوپه پایله کې دسازمان منځګړیتوب دماتي سره مخ شو دقبرس دموضوع څخه په لاس راغلي تجربه داوه چې د لوریو درضایت جلب کولوڅخه پرته داختلافاتودحل په مورد هرډول طرح باید افشاء نشي.
۴ـ ســولـه ســاتـنه : د ذیدخلو لوریوترمنځ دحاصل شوؤ تواقعاتو دتحقق اواجراء لپاره دنظامي ځواکونو، پولیسویا دغیرنظامي ځواکونو لیږلو په معني دی،سوله ساتنه دسازمان دمهموابتکاراتوڅخه شمیرل کېږي اود ۱۹۸۶ م کال دنوبل جایزه هم پدې ځواکونو پوري تعلق درلود دیادولو وړده چې د سولې ساتنه ( دمسلحانه قواوولیږل ) دشخړودوقوع څخه وروسته صورت نیسي البته په هغه صورت کې چې ویرونکي اومنع کوونکي ځواکونه دشخړي دوقوع څخه دمخه لیږل کېږي ترڅوسوله ساتونکي ځواکونه دصحیح توافقاتو څخه اطمینان حاصل کړي، په پایله کې ویلای شوچې سوله ساتنه دطرفینو ترمنځ دواقعي سولې ته درسیدولپاره دپل حیثیت لري، دسوله ساتنې مکانیزم باید بي طرفانه وي اودسوله ساتني اداري ارګان باید دشخړي لوري داوربند توافق ته وهڅوي چې په دې اقدام سره دلوریو باوریوپربل زیاتیږي.
د ۱۹۴۶ م کال څخه ترنن پوري په سازمان پوري تړلي ۲۸ ناظري ډلي اوسوله ساتونکې ځواکونه شتون لري چې په عموم کې دسوله ساتونکي عملیاتو په نوم یادیږي، سوله ساتونکي عملیات دسړي جګړي په جریان کې دنړیوالوټکرونو د اداره کولو لپاره دملګروملتونو سازمان دمهمو لاروڅخه شمیرل کېږي مګرد امنیت په شورای کې دلویو قدرتونو ترمنځ دسیاسي یووالي نه شتون ددې لارې رول دلویو قدرتونو ټکردساحو څخه بهرمناطقو کې محدود کړ اویواځې ډیرومحدودو سوله ساتوونکې عملیاتو دشخړو حل ته دپای ټکې کېښود.
۵ـ حـقـیقـت پـلـټنه اونـظارت : دواقعیت پیداکول دنړیوالواختلافاتو دحل یواساسي عامل دی دمثال په ډول دالف دولت د ب دولت متهم کوي چې ددوی داخلي مخالفینوته وسله اوتجهیزات ورکوي یا دهیواد سرحدی کرښوڅخه سرغړونه کوي په دې ډول اختلافاتو کې دیوباوري شخص یاسازمان بي طرفانه مداخله ممکن نړیوالو اختلافاتو ته دپای ټکی کېږدي مثلاً په لبنان کې دملګروملتونوسازمان ناظره ډله د مثال ښه نمونه ده، په ۱۹۵۶ م کال کې دلبنان دولت امنیت شوراي کې شکایت وکړچې دمصر اسلامی جمهوریت داشخاصو اووسلو په لیږد سره دلبنان دولت دسرکوب کولوقصد لري ددي سره بیا هم دملګروملتونوسازمان ناظرې ډلې وویل چې دوی ندي توانیدلي ددې ادعا دثبوت لپاره داستلال وړ دلایل پیداکړی همدارنګه ۱۹۶۵ م کال کې په دومینکن کې دسرمنشي دلنډ مهاله استازي مأموریت په همدې تقسیم بندی کې راځي، نادرست او ناقص اطلاعات دواقيعیتونو په پیداکولو کې ناظرې ډلي دستونزوسره مخامخ کوی.
په ۱۹۶۴ م کال کې دملګروملتونوسازمان خپل ځانګړی استازي دعمان دلومړي وضعیت څخه راپور اوخبرپه ځانګړي ډول پدې هیوادکې دبهرني ځواکونو دحضور په اړوند دې سیمي ته ولیږه دغه ځانګړي ډلې په خپل راپورکې خپل فعالیتونه ذکر کړي دي خو دټولو لاس ته راوړل شوو کمکونو اوهمکاریوسره بیا هم ددي ډلي څارنه کامله کېدای نشي.
۶ـ دبـشردوســتانه مـرسـتو ارایه کــول : په ډیرو نړیوالو شخړو اواختلافاتو کې بشردوستانه مرستو ارایه کول زیات اهمیت لري په هغه صورت کې چې دملګروملتونو سازمان دنورو سازمانوسره دبشر دوستانه مرستو ته اقدام کوي خپل ځان بي طرفه، غیرسیاسي اوکاملاً دبشردوستانه موخو درلودونکي معرفي کوي د دا ډول بشردوستانه همکاریو اومرستو ارایه کول کولای شو دنړیوالو بحرانو اوشخړو په مدیریت او اداره کې یو ډول مکانیزم وګڼل شي. مثلاً په ۱۹۷۱ م کال دهند اوپاکستان ترمنځ په نښته کې دملګروملتونوسازمان دوخت سرمنشي اوتانت دامنیت شوراي په دي قانع کړه ترڅو دا مسئله په امنیت شورای کې مطرح کړي مګردښکاره اوپټو هڅو له لاري هند اوپاکستان سوله ایزه حل ته راضي نشول اوتانت پدې صورت کې دعمومي اسمبلي دقطعنامي څخه پرته دبشردوستانه مرستو په ارایه کولوسره په زړه پوري بریالیتوب تر لاسه کړ، دمرکزي نقطي (focal point ) په نوم عملیاتو په ترڅ کې دشرقي پاکستان څخه ستنیدونکو پناهنده ګانو ته همکاری اومرستي ارایه کړي.
۷ـ قـضـاوت : دملګروملتونو منشور د ۳۳ مادې له مخې دعدالت نړیوالې محکمي ته دشخړي ارجاع داختلافاتو سوله ایزه حل له طریقوڅخه دیوې طریقي په حیث په رسمیت پیژندل شوي، په ۱۹۶۶ او ۱۹۷۱ م کال کې دعدالت نړیوالې محکمي دنامیبیا په اړه دوه مهمي رائي صادري کړي او په ۱۹۷۵ م کال کې دې دیوان ته دمراکش هغه ادعا چې دغربي صحرا په مورد کې وړاندي شوي وه مردوده وګڼله.