دخپریدو نیټه : 2017-03-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د لندن ناسته - زمونږه هڅې او دریځونه! [ لمړۍ برخه ]
دوکتور صلاح الدین سعیدي
۲۰/۰۳/۲۰۱۷
د ۱۳۹۵ لیږدیز، لمریز کال د چارشنبې په د کب د میاشتې ۲۵ نیټه (۱۵/۰۳/۲۰۱۷ ز.) د انګلستان په پلازمینه لندن کې د افغانستان د اسلامی دولت د جمهوریت د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکارښاغلي محمد حنیف اتمر او د پاکستان د اسلامی جمهوریت د صدراعظم د بهرنیو چارو د سلا کار ښاغلي سرتاج عزیز تر مېنځ د انګلستان د مقاماتو په بلنه او د انګلستان د شاهي دولت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي مارک لایل ګرانت په ګډون درې اړخیزه یوه ورځنۍ ناسته وشه. په دغه ناسته کې چې د معمول نه وتلې د شپې تر ناوختو دوام وکړه له معمول نه خلاف له کومې مطبوعاتي کنفرانس او اعلامې پرته پای ته ورسیده دا حالت سره له دې چې رسمي اظهار نظر د ناستې په هکله وجود نه درلود اما د کړکچ ابعاد او عدم توافقاتو ښودنه کوله. په دغه غونډه کې رسماً د سیمې او په لمړي سر کې د افغانستان او پاکستان د روان کړکیچ، در پاکستان لخوا یو جانبه اقدامات او د تورخم او سپین بولدک د دروازو او تجارتي اړیکی تړلو په هکله او په دغه هکله د حل لپاره انګلیسی هڅّه وه ، رسمي خبرې وي. په ناسته کې د په پاکستان کې د افغانستان سفیر هم ګډون کړای وه. دا ناسته په هغه حالت کې صورت مومي چې د امریکې په متحد ایالاتو کې نوی حکومت راغلای، د امریکې جمهور رئیس په سیمه کې د افغانستان مسألې ته جدي د حل پام اړولای، د امریکا سنا او مربوطه جرګه ګیو د پاکستان او امریکا تر مېنځ په دوستي له سره کتنه کول غواړي. د امریکې د سنا د مصوبې پر بنیاد د امریکې جمهور رئیس دونالد ترامپ مکلف دی چې تر ۹۰ ورځو پورې د پاکستان په تړاو د امریکې پارلمان ته د خپلو اجراأتو ګزارش ورکړي.
د پاکستان حکومت ( استابلشمنت) د تېرو ۴۰ کلو نه زیاد افغان ضد، سولې ضد او دومخی سیاست نړۍ ته د افشا کیدون په حالت کې او افشاء شوای او په همدغه وخت کې د پاکستان حاکمیت پرافغانستان ښکاره ګولی اوروي او تجاوز کوي. پاکستان د تمامو نړېوالو اصولو خلاف د افغان مهاجرو سره او په کل کې په پاکستان کې ټولو افغانانو اوبه خاص ډول پښتنو سره سخت د ظلم او تعدي اجراأت روان کړي، کورونه یې ورخراک او په بمونو والوزول او به زرهاو دوکانونه او دارایی یې ورتباه کړه. بندیان يې کړل او جیلونه يې ترې ډک کړل. د پاکستان د مقاماتو لخوا د افغانستان ولس په کلکه بې عزتي روانه ده، تجارتي، اقتصادی او انساني بندیزونه او تعدي پاکستان پر افغان ولس او افغانستان ولګولي او د تورخم او بولدک غیر قانوني دروازې يې بندې کړي اوپه ډېر سپین سترګي تروریزم او ترور ایجادوي، تربیه کوي، تمویلوي او افغانستان ته صادروي او بیا له دې سره سره ادعاوې کوي چې تروریزم پاکستان ته له افغدنستانه اوړي. له یوې خوا افغانستان او سیمې ته سوله او استقرار استعداد ځانته منحصروي او له بلې خوا درګرده افغانستان او سیمې خپل تروریستي باندونه رالیږي او ډېر پيچیلی خرابکاره عملیات او جنایات کوي او له بلې خوا افغانستان تر فشار لاندې راولي چې افغانستان او جهان باید د پاکستان فرمایشات ومني.
پاکستان په لاهور کې د سیهون د تروریستي حملې او برید پړه په داسې حال کې پر افغانستان اچوي چې دهغه اجراء په ښکاره ډول پاکستاني تروریستانو او مشخصې پاکستاني ډلې پر ځان منلې ده. پاکستان په پوره سپین سترګئ په دغه بهانه او پلمه د افغانستان سره د ټورخم او سپین بولدک لارې بندوي، کومې لارې چې تروریستان ورته اړتیا نه لري.
له یوې خوا هند په دې تورنوي چې افغانستان کې د پاکستان پرضد ترور اودهشت ته لمن وهي او ادعا کوي چې تروریستان له افغانستانه پاکستان ته د هند په هدایت او فرمایش راځي او په دغه بهانه د تورخم او بولدک غیر قانونه دروازې تړي او نړیوالو قوانینو په خلاف د یوې محاط په وچې هیواد ته تجارت قطع کوي او د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د شوو نړیوالو تجارتي اصولو خلاف کار کوي او په دې ټوګه د افغان ولس دا پاکستاني دظلم او تعدي لړۍ روانه ده.
په داسې حالت کې چې پاکستان ته د نړۍ د خلک داسې خطرات هم شته چې د امریکا د سنا د کمیټې د مصوبې پر بنیاد او مشهودو شواهدو د وجود پر بنیاد او داچې د پاکستان حاکمیت هیڅکله هم د افغانستان سره صادق نه وه او حتی هماغه د ښاغلي برهان الدین رباني حکومت چې پاکستان کې جوړ شوای وه د سترو مشکلاتو سره مواجه کړ. پاکستان په دې روستیو کلو کې هم تروریزم ایجاد، تمویل، افغانستان، سیمې او نړۍ ته صادر او هم يې د تروریستانو ډېر ناځوانه پرچون فروشي وکړه او کوي او خپل د وینو او د افغان ولس د تراژیدی لړۍ يې جاري ساتلې او ساتي.
دا چې ددغه حالت په پوهیدو په دپاکستان د مشرانو د اقرار پر بنیاد او مستنداتو سره سره به د پاکستان حکومت ته بیا هم د امریکې د دوست حاکمیت په توګه کتل کیږي او یا به هم ورته تروریستي هیواد او حاکمیت او د ترور او دهشت د تولید، تربیت، روزنې او صدور هیواد او حاکمیت نه ویل کیږي او د تروریست حاکمیت په توګه برخورد به ورسره نه کیږي، نو دا هغه څه حالت دې چې د منلو وړ نه دی او هغه ستر هیواد چې د پاکستان دداسې استابلشمنت او حاکمیت سره نیکې اړیکې لري او یا ساتي، خپله تر سوال لاندې راځي چې داسې د پاکستان به هم د باکستان دحاکمیت دا جنایاتو سره مرستندوی هیواد وي.
دا هغه حالت دې چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس هم په خپله روستې مصاحبه کې په ډېر مېړانه اظهار کړه.
په داسې حالت په کار ده چې له وقفی پرته د پاکستان د شومو او هژمونیستي اهداف نه د وتلو په موخه د نجات لپاره نړیوالې هلې ځلې د پاکستان نه بهر او داخل کې هم باید د نړیوالو د تنظیمو سره فُعالی شي.
مونږ ټول هم مکلفیت لرو او وجیبه لروي چې ددې حقایق په هکله په پراخه توګه خپلو وطنوالو او له بلې خوا نړیوالې ټولنې ته او د پرګمتیک د سیاست پر بنیاد د افغانستان اوسني حاکمیت ته له هر واړه فرصت نه په ګټه اخیستي په مناسب ډول داسې حقایق ورسوو چې د هغه رسول او عامول پکار دی. د افغانستان برحق والی او د پاکستان فریب، دوکه او فتنه ثابتوي. ډېر ځلي داسې تشویشونه او مستندات شته چې پاکستاني مقامات فتنې او دوکې کوي او افغاني مقامات او جهان غولوي. د بارډرمنجمنت کمیټه او د هڅه کول چې د ډیورند مجهوله، تحمیل شوې کرښه او غیر قانوني خط پر مونږ سرحد ومني، دا او داسې نورې دوکې او هغه بیا د تروریزم سره د مقابلې تر نامه لاندې یو جانبه دروازې کړي او بیا بند کړي په یقینی ډول په هیڅ وجه د تررویزم ضد مبارزې سره تړاو نه لري.
- که چېرې پاکستان هند د ځان دشمن بولي او ادعا لري چې له افغانستان پاکستان ته تروریست راځي نو دروازه بندوم. نو پکار ده چې د واګه بندر چې دواړو پنجابیان تجارت او د هند د تجارت او روابط لار ده، بنده کړي او نه د افغانستان سره. دا کار د نړیوالو قوانینو او افغانستان او پاکستان د تجارتي تړونو او نورو مستنداتو پر بنیاد غیر مشروع او غیر قانوني دی.
- په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستان سره همدا اوۍ ۲۸۰۰ کیلو متره مشترک غیر قانونه او مجهوله، میعاد تېر شوې کرښه د «ډیورنډ لاین» په نامه لري چې له ۳۶۲ محلو او سیمو د افغانستان او د دې خط د هغه خوا تر مېنځ تګ او راتګ روان دی او دا اوبه په ډانګ نه بېلیږي او دا له آمو نه تر آټکه، مارګلې او اباسین یو تاریخی هېواد وه او دا ملت یو ملت دی او تګ او راتګ وجود لري او له دې ۳۶۲ عبور او مرور نقطو صرف ۱۲ د شکلي کنترول لاندې دي او یواځې دوه درې ځایه ( بولدک او تورخم) جدي ښکاري، نو په داسې حالت کې دا دوه دروازې تړل او تجارت بندول دا ډېر پوچه او بې محتوی، غیر قانوني کار او دوکه ده چې پاکستان یې نړۍ ته ورکوي.
همدارنګه د فاټا مسأله هم خپل تأریخی مستندات او قواعد لري چې د هغو عامول، نړۍ او افغاني مقاماتو ته د هغه منطق او اصول بیانول او ورته يې پام اړول زمونږ وجیبه ده.
دوه برخې / د لمړۍ پای – ادامه لري