دخپریدو نیټه : 2017-07-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امنيتي لوړ پوړي چارواکي پس له تیزه په لتۍ وهي!
سوله پال
افغانستان کې د جنګ پدیده نوې نده. اوسنۍ جګړه شاوخوا ۱۷ کلنه شوه خو لا هم د دې پدیدې پر علتونو د ډیرو چارواکو سر ندی خلاص. دا واقعیت دی چې ددې جنګ ځيني لاملونه خارجي دي. ځکه نړۍ کې په تېره زمونږ په سیمه: منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا کې د اقصادي زیرمو پر سر ستراتيژکه او سیاسي لوبه دوام لري. امریکا، روسیه، چین، پاکستان، هندوستان، ایران... د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره هر ډول تکتیک او طریقه کاروي.
خو داسې هم نده چې هر ه پدیده مونږ په خارجیانو تاوان کړو. دا مونږ کې ډیر جالب عادت پیدا شوی چې کور کې مو له ښځې سره جنګ شي نو وایو چې (( په دې کې د خارجیانو لاس دی.)) د مسالې د ژورتیا موندنې لپاره کاریدونکي عقل او منطق له مونږ نه کډه کړې او پر دې نه پوهیږو چې په یوه مساله کې زمونږ ونډه او فکټور څه ده؟
د لوبې په خارجي اړخ کې،که مونږ ښه سیاسي لوبغاړي و اوسو مونږ لوبه ګټای شو خو بدبختانه د لوبو پر بایللوهیڅ شرم نه احساسوو او مونږ ته څه نوې خبره نده. مونږ تل د عقل او سیاست لوبې بایللي او لکه د تل په شان به یې بایلو. ځکه لوبه کې د احساس تر څنګ عقلانیت ته اړتیا وي چې بدبختانه له مونږ سره نشته دی. منطق مو لا دودیز دی، ګټې مو لا هم راته عقدې تعینوي او سرنوشت مو (توکل په خدای) کې دی. سرنوشت مو لا هم د بې سواده ملا او قومي ملک په لاس کې ورکړی او څنګه چې راته هغوی ډول وهي، هماغسې ورته ګډیږو.
خبره رانه بلې خوا ولاړ ه نشي. حیرانیدن پر دې دی چې دا منیتي لوړپوړي چارواکي ولې ټوله ورځ خوبونه وهي او د امنیت په اړه ولې منطقي، اصولي او بنیادي پلانونه نه رامنځته کوي؟ دوی هغه وخت راویښ شي چې سیمې ورنه مخالفینو نیولې وي.پوستې یې سقوط شوې وي او د هیواد بې چاره بچیان پکې وژل شوي او پر ټوله سیمه د طالب توره واکمني راغلې وي. د ملي امنیتي اورګانونو عادي پرسونل د ولس سر سترګې دي، دوی خپل خوږ ژوند په وطن ځاروي خو د امنیتي جګپوړيو چارواکيو پر دوی، ددوی پر کورنیو او بچیانو هم زړه نه سوځي. جګپوړي امنیتي چارواکي تر هغې، چې ګواښ یې کور ته نه وي رسیدلی، ويده او خپل عیش و عشرت کې اخته وي.
پوښتنه دا ده چې ایا زمونږ جګپوړي امنیتي چارواکي( ملي امنیت، ملي پولیس او ملي پوځ) او رهبري یې دومره بې سواده ده، چې پر جګړه تحقیق هم نشي کوای؟ د جګړې او عملیاتو له تېرو تجربو هم ګټه نشي پورته کوای؟ ایا دوی کې دومره علمي توانايي نشته چې د پېښو پر علت او معلول قاعده کار وکړي او د علتونو په له منځه وړلو سره د راتلونکو امنیتي ستونزو مخنیوی وکړي او د ځينو سیمو د سقوط مخه ونیسي؟
ایا دوی په ۱۷ کلونو کې پر دې هم ونه پوهیدل چې یوه ارامه سیمه څنګه بې امنه کیږي او بې امنه سیمه کې څنګه امنیت راځي؟
د شرمه خبره ده،چې زمونږ جګپوړي امنیتي اورګانونه له دې وړاندې چې یوه سیمه سقوط وکړي، مخنیوی یېنشي کوای او له سقوط وروسته یې دتدابیرو لټه کوي. دا کار د جګپوړیو امنیتي اورګانونو د ناپوهۍ، ټمبلۍ او بې پلانۍ اوج دی.
جګپوړیو امنیتي چارواکیو، خدای ته وګوری چې د هیواد بچيان بې ځایه مه وژنئ. تر اوسه په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲۴۰۰ تنه پوځيان وژل شوي، خو زما د وطن د پوځيانو او پولیسو وژنه تر لکونو هم اوړي د ټپیانو شمېر خو یې څه کوی. ولېزمونږ د وطن د سپېڅليو پوځيانو او پولیسو ځوانانو وینه دومره ارازانهده؟ دا چې دومره ارزانه شوې دا ټول د جګپوړیو امنیتي چارواکو د بې کفایتۍ او بې پلانۍ له لاسه ده!
خدای ته وګوری چې د ګواښونو او پېښو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې سرښتې ونیسئ. کله چې یوه پوسته، یوه ولسوالۍ یا یو ولایت سقوط شي، بیا مو چغېپه درد نه دوا کیږي. د مرغلرې یو اب وي او هغه اب چې توی شو نو بیا مرغلره- هغه مرغلره نه پاتې کیږي. تاسو پوهیږی چې د یوې ولسوالۍ یوه ودانۍ جوړیدل په کلونو وخت نیسي خو ستاسو د ناغیړۍ او ټمبلۍ او بې پلانۍ له لاسه په یو ساعت کې خاورې ایرې شي. همداشان هغه امنیتي کسان چې روزنه یې کلونه، کلونه نیسي، تاسو یې په یو ساعت کې د اژدها ډوله دوښمن په خوله کې ور اچوی.
بیا هم خدای ته وګوری، رسول ته وګوری د پېښو او ګواښونو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې تدابیر ونیسئ. د ودانیو سوځيدو او پوځي او پولیسي ځوانانانو تر وژل کیدو او سیمو له سقوط وروسته چې کوم مصارف کوی، دهماغو څلورمه برخه چې پر مخکنیو تدابیرو ولګوی، ډیرې سیمې له سقوط څخه او پرسونل له مرګ څخه ژغورلای شی. اوسنی حال په هیڅ ډول منطقي او عقلاني ندی او د دې هیواد، د یو بچي په توګه مجبور یم چې ووایم: (پس له تیزه په لتۍ وهل هیڅ ګټه نلري.)