دا چې په افغانستان کې امنیتي بنسټونه څنګه ونړېدل؟ لاملونه اوابعاد یې څه وو؟ چا بېرته ورغول اولاسته راوړنې یې څه دي ؟
دا ، اودېته ورته نورې ډېرې داسې پوښتنې شته چې سړی دېته اړباسي ترڅوپه اړه یې د واقعیتونوموندلوپه لټه کې شي . ځکه د افغانستان ملت ، خاوره ، خپلواک نظام اوټول ملي ارزښتونه د هرافغان شریک ملي ملکیت ، اوځان ورباندې خبرول اوساتنه یې خپله ایماني ، وجداني ، دیني اوملي مکلفیت اودنده ده .
د آسیا په زړه کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري ، اونظامي کانالونوله لارې یوه داسې سترا تیژیکه او شریکه نقطه ده چې ټوله نړۍ یې دآسیا په وچه کې په فزیکي لحاظ سره تړلې اوپېیلې ده . خوتاریخ پردې ګواه دئ چې ځینوګاونډیو، سیمه ئیزواونړیوالوکړیودافغانستان دځینوکورنیومخالفینوپرمټ په سیمه اونړۍ کې خپلوموخوته درسېدوپه هڅه کې تل دافغانستان د بې ثباته کولوهڅې کړې ، د تمدن په سعودي لاره کې یې ورته پراته خنډونه او اغزي کرلي ، دا هېواد اوددې هېواد نظامونه یې د کړنګ پرغاړه درولي ، د خپلې خوښې پاچاهي ګردشي یې په کې جوړه کړې ، خپله ناروا تغذیه یې په کې کړې اود افغانستان ټولې ملي شتمنۍ یې د خپل سرصدقه کړې ، پرملي نوامیسوباندې یې تل خپلې شخصي ناروا معاملې کړې دي اوذيدخلواړخونوهم ترهغوپورې دهمدغه ډول خلکوسیاسي ، مالي اوپوځي ملاتړاوننګه کړې ترڅوچې د دوی په شتون کې یې ګټه پرې ترلاسه کړې . خوڅه وخت یې چې خپل ځان په تاوان کې محسوس کړي ، نوبیا یې سمدلاسه د خپل عاد ت له مخې پربد یل باندې کارپیل کړی دئ .
هو! په افغانستان کې له پېړیو را هیسې همدغه ډول د نفی بالنفی د قانون پراساس معاملې روانې دي ، ځکه خوموږد افغانستان د هراړخیزې بیا رغونې خپل ډېرفرصتونه هم له لاسه ورکړي دي .
ډېروړاندې نه ځو، دخپلوڅلوروسلیزو تېراوله حماسوډک تاریخ ته ورګرځو، هلته په خپله تاریخې هېنداره کې وینوچې په افغانستان کې د پردیوتحمیلي جګړواوپردیواهدافوله پاره افغان کرېکټرونه څه ډول یود بل په وړاندې استعمال شوي ، دوی چېرته درېدلي اودنړۍ متمدن کاروانونه کوم ځای ته رسېدلي دي ؟
د بېلګې په توګه ؛ په دې خوټول پوهېږوچې د روح خوندي کېدوله پاره هم یوکالبوت ( جسم ) ته اړتیاوي ، همدغه جسم د روح هغه جغرافیوي باډۍ اوپوښ تشکیل کړی دئ چې د روح قلمرواوحکومت په ذاتي شکل په کې چلېږي . همدغه جسم ته د روح امنیتي داخلي کمربند اوکړۍ وایي . که چېرته دغه امنیتي کړۍ نه وي د روح امنیت ، حکومت اوموجودیت دری واړه له منځه ځي چې په هغه صورت کې بیا د ژوند نوم په مرګ باندې بدلېږي اومرګ هېڅکله هم د ژوند تمثیل نه شي کولی . مرګ د ژوندۍ هستۍ اونېستۍ ترمنځ د انفصال هغه برید دئ چې تل یې خوځښت اورغنده ودې ته شا ورکړې اوهېڅکله هم په رغونه اووده کې برخه نه اخلي .ځکه د مرګ وظیفوي دنده داده چې ژوندۍ او روغه هستي تخریب او د پرازیتو په واسطه یې له منځه یوسي .
د افغانستان په جغرافیوي کالبوت کې هم همدغه ډول د روح اوجسم د ساتلواوتخریبولوپه څېرتل دوه ډوله عناصروخپل کلیدي رول لوبولی دئ : یوې خواته د پرازیتوپه څېردافغانستان دجغرافیې اونظام دکاواکه کېدواوبربادولوهڅې ، اوبل لورته د اصیلو سرواوسپینوکُرویاتوپه څېردافغانستان د جغرافیې اوخود جوشه نظامونود دفاع هڅې روانې وې اودي . د جګړود ډګرونواصلي ممثلین اوکرېکټرونه هم همدغه دوه متضاد قطبونه دي چې یوه خوا یې د نابودولواوبله خوا یې د ساتلواورغولوپه هڅه کې ده .
له همدې امله زموږ په خاوره کې پردیو، په تېره ځینو ګاونډیو راته دغم اوښ چوکړی اوافغانان یې د خپل ویراوماتم په ټغرورکېنولي دي . پردیود خپلوګټوپه خاطرتل په افغانستان کې اوبه خړې کړې ، امنیت یې خراب کړی ، پړه یې پرافغان حکومتونو ورغورځولې اودوی خپل کبان په کې نیولي دي .ولې بیا هم بازخانه بې بازه نه وي . زموږ د هېواد د تاریخ په هره مقطع کې داسې پرافغانستان ، خپلواکۍ اوافغانانو باندې مین ملي خلک منځ ته راغلي چې هېواد اوهېواد وال یې له ورپېښوسیمه ئیزواونړیوالوناخوالو، کړاوونواوناورینونوڅخه ژوندي ژغورلي او ساتلي دي ، د هېواد بیا رغونې ته یې مټې را نغښتې اودهېواد والوپه مړوهیلوکې یې د مسیحا په څېردهیلونوې سا ورپوکړې ده .
همداوجه ده چې هېڅ افغان ویښ ضمیرهېڅکله هم دهغوی په تاریخي حافظه کې دغه پرتې ملي رغنده کارنامې اوشاهکارۍ نه شي هېرولی .خودتاریخي کورنیواوبهرنیومخربینوله نارواملي ضدمعاملواوزدوبندونوڅخه به راتلونکي نسلونه تل پند ، انتباه اوعبرت اخلي اودهغوی د ظلمونونمونې به سینه په سینه له یوه نسل څخه بل ته انتقالېږي .
له نن څخه نږدې (۴۰ ) کاله وړاندې د افغانستان پراوږوباندې د نا امنیوداسې سره خپسه ورکېناستله چې د ټولې سیمې اونړۍ پام یې ځانته ورواړاوه . همغې خپسې زموږکورنی نظام راته ګډوډ کړ. زموږ د هېواد ځمکنی اوهوایي حریم د بل چا په لاس کې ولوېد . امنیت موپردی اودهېچا سر، مال اوناموس خوندي نه ؤ . د افغانستان ګاونډیانوله دې تشې څخه ناوړه ګټه پورته کړه . ملت په دوو برخو ووېشل شو. کورنۍ جګړې پیل شوې .یوې خواته د هورا شعارونه ویل کېدل اوبلخوا د الله اکبر نارې وې . هېواد ټول ړنګ اوزموږهېواد وال په خپل کورکې په ژوبلو، مرګونو، زندانونو ، بې سوادیو ، محرومیتونو، اوتجریدونوباندې محکوم شول . اقتصاد موځکه له صفرڅخه هم ورښکته شوچې کورنی تولید ، مردمي قوت ، سیاسي ثبات ، اواقتصادي توازن مو په تپل شویوپردیوجګړوکې له لاسه ورکړ. اوامنیت موله صفرڅخه هم ځکه ورښکته شوچې افغانستان خپل ملي مرکزي محورنه درلود ، ځمکه اوهوادنوروپه لاس کې ولوېدله.د امنیتي ملي بنسټونوځای اربکیواوقومي ملېشوونیواود قومي ، ژبني ، سمتي ، مذهبي اوګوندي توپیرونواورپه ټول هېواد کې بل شوچې پرمټ یې په لوی لاس د ملي ثبات اوملي یووالي روحیه له منځه په کې یووړه . د نظام ځای انارشیو، د کښت اوکروندې ځای تریاکو، د تعلیم ځای چرسو، پوډرواو بارووتو ، د تولید ځای ملي غلاګانو، د حکومتدارۍ ځای اداري فساد اوملي خیانتونوپه کې ونیو . ملي اردو، امنیتي ارګانونه ، وسلې او مهمات پرته له کوم بدیل څخه ټول له منځه ولاړل . ملت ته له محرومیتونو، بېکاریو، بدمرغیو، بې عدالتیو ، مرګونو، ژوبلو، له هېواده د تېښتې اونامعلوم برخلیک څخه پرته نورڅه په میراث نه وو ورپاتې .
نا بللي مېلمانه په کې واکمن شول . افغانستان کورنیوجګړواوځان غوښتنوبې وسلې اوبې واکه کړ . زموږ ملي ثبات له منځه ولاړ. زموږ جنوبي اوغربي ګاونډیانواود وخت واکمن رژیم په ګډه زموږ له خاورې څخه په ناوړه ګټې پورته کولوسره د نا امنیولمن د ځمکې د کُرې ترهاغه بل مخ پورې ورسوله . افغانستان ، دین اوټول جهادي اوملي ارزښتونه یې پرې بدنام اود نړیوالوداسې بدي یې ورپه غاړه کړه چې لا یې هم بیه افغانان د خپل سراومال په بدله پرې کوي . امنیت ، ثبات ، اقتصاد ، دیپلوماتیکواړیکو، کاروبار، پانګونې ، بیا رغونې اوقانونیت له افغانستان څخه پرېکنده کډه وکړه . بس افغانستان د یوه مخروبه هېواد په توګه د پاکستان اوایران د بې کیفیته توکوپلورلوپه مارکېټ بدل شوی ؤ .هېڅوک نه پوهېدل چې راتلونکې به یې څه وي .ځکه افغانستان پرته له دیپلوماتیکواو نورواړیکوڅخه په انزواکې یوازې پاتې ؤ. نړۍ هم ورته شا کړې وه .
همدالاملونه ووچې ځینوافغانانود خپل هېواد د راتلونکې په اړه یولړهڅې پیل کړې ، خودغه بیړنۍ هڅې د سیمې اونړۍ له هرګوټ څخه سره همغږې اوځانونه یې د بن ترسرمشریزې غونډې پورې ورسول .همغلته د مغرضوکړیود پټواوښکاره لاسوهنوله امله د افغانانوهغه هڅه ورشنډه اودافغانستان د راتلونکې بنسټ په لوی لاس کوږکېښودل شو، ځکه چې په بُن کې د افغانستان د راتلونکې په خاطرکومې مجهولې اونیمګړې پرېکړې شوې وې ، هغه د افغانستان د فلاح اوله بدمرغیوڅخه د خلاصون له پاره نه ، بلکې په افغانستان ، په تېره په پښتون مېشتوسیموکې د جګړې تازه کولواوجګړې اوږدولویوه دمخه جوړه شوي برنامه اوپلان ؤچې ګټه یوازې دافغانستان اوافغانانوضد کورنیواوبهرنیودښمنانوپه کې وکړه ، خپل ځانونه یې له نړیوالوڅخه پرې تمویل کړل ، لراوبرپښتانه یې ورباندې وځپل ، له واکه یې په کې ایساراووایستل ، اداري فساد یې په کې عام کړ، د افغانستان په نامه حکومت یې په کې بدنام کړ، بهرنۍ مرستې یې په کې غیبې کړې ، نړیوال یې پرافغانانوباندې بې باوره کړل اوبالآخره نړیوالوته یې د طالب ، القاعده اوترورېست په نوم وروپېژندل اوافغانستان یې د فدرالی کېدواوتجزیه کدوترکچې پرې ورساوه .
خوله نېکه مرغه چې افغانستان د همدغه اړدوړپه منځ کې داسې بچیان هم را وټوکول چې د هېواد مشرتابه ته یې د تاریخ په دغه حساس پړاوکې اوږه ورکړه ، له بحران او تجزیې څخه یې د خپلومدبرانه پلانونو پراساس ټول ملي ضد غوړېدلي جالونه ور پرې کړل ، ملي یووالی یې وساته ، د هېواد د بیا رغونې اوتولید له پاره یې خپل تدارکاتي پلانونه د دوستوهېواد وپه ملګرتیا عملي کړل او په امنیتي ارګانونوکې ځینې امنیتي لاسته راوړنې هم لري چې له هغو څخه سترګې نه شي پټېدلی اوموږ یې ځینو بېلګو ته په لاندې ډول اشارې کړې دي :
په افغانستان کې امنیتي لاسته راوړنې :
لومړی : د ملي دفاع وزارت لاسته راوړنې :
الف : ـــ له شکنجې اوبد چلند څخه د مخنیوي په برخه کې :
پخوا په افغانستان کې حق او ناحق نه ؤ معلوم ، پرخلکود مظنون اواصلي مجرم په نوم ټاپې وهل کېدلې ، په ناحقه ځورول کېدل ، وهل کېدل ، شکنجه کېدل او په بند کې به په نا قانونه توګه ساتل کېدل ، خواوس د هغوبندیانود بشري حقونود وضعیت څرنګوالی ترنظارت اوکنټرول لاندې نیول شوی اودهغوی ستونزي ترټيټې کچې پورې ارزول شوې دي ترڅوحقوق یې تلف نه شي لکه د شش درک ، بګرام بدنیخانې اود (۱۱۱) لمبرپلې فرقي په توقیف خونوکې چې بندیان سا تل شوي دي .
ب: ـــ د ملي دفاع وزارت او د بشري حقونود کمېسیون د تفاهم لیک په برخه کې :
ملي دفاع وزارت د بشري حقونود اړیکوپراخېدوپه تړاوپه اکاډمیکه توګه د جانبینود ګډوهڅوله لارې په (۱۳۹۳) لمریزکال کې د زمري د میاشتي په (۳۱ مه) یوتفاهم لیک لاسلیک کړی ؤ چې ددې تفاهم لیک پربنسټ دبشري حقونوکمېسیون ژمن دئ د یاد کمېسیون د پوهاوي برنامې پربنسټ دوزارت په مختلفوکچوکې دلوړرتبه افسرانواوسرتېروله پاره (۲۳)ورکشاپونه جوړکړي . په (۱۳۹۴) لمریزکال کې یې ( ۱۱۵۰ ) تنو نرانواوښځوته د بشري حقونواوجندرپه اړه زده کړې ورکړې دي چې دې کارد بندیانوله پاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړې دي .
ت: د ښځو د حقوقو په برخه کې :
دبشري حقونوریاست دښځينه برخې دجندردانسجام پروګرام دپلټنې اوبیاکتنې پراساس د ریاستونواوقوماندانیوله ستونزواوکړاوونوسره سم دهغوی شته ستونزي اوکړاوونه وارزول چې تریوې کچې پورې هغه ارزونې ګټورې تمامې شوې دي .
ج: د جلب اوجذب په برخه کې :
ملي دفاع وزارت (۱۱۰ ) تنه محصلین ترقانوني پروسې بشپړېدو وروسته د تحصیل له پاره ترکیې ته لېږلي ، له (۱۰۰) تر(۱۵۰ ) تنو محصلینو پورې هندوستان ته لېږل شوي دي ، ( ۲۰۰) سکالرشېپونه یې د ښځینه خصوصي پوهنتون له پاره ورکړي چې په هغو کې (۱۰۰) تنه یې په تحصیل بوختې دي . په هېواد کې د ننه (۱۶۵) تنه ملي اکادمۍ ، د ځوانوافسرانواکادمۍ ، د (OCS) یا نرسانوطبي کورس اوبرید ملانو کورس ته ورپېژندل شوي دي ، په ملي اردوکې یې دښځو شورا هم را منځته کړې ده .
د: د بیان دآزادۍ په برخه کې :
د بشرد بیا ن د آزادۍ له حق څخه انکارنه شي کېدلی ، د افغانستان اساسي قانون هم د هېواد ټولواتباعو ته دا حق ورکړی دئ چې دملي دفاع وزارت په کچه د سترا تېژیکو اړیکواوعامه چارو ریاست په (۱۳۹۳) لمریزکال کې د ملي دفاع دوزیرله خوا یوه مطبوعاتي غونډه ، (۲ ) ځلې د لوی درستیزله خوا مطبوعاتي غونډې ، یوځل د مادي اوتکنالوژي تأمیناتود مرستیال له خوا مطبوعاتي غونډه ، (۳) ځلي د لوی درستیزد لومړي مرستیال له خوا مطبوعاتي غونډې ، (۴) ځلې د ملي دفاع د ویاند له خوا د پرمختګ اوکشف ، حمایوي فعالیتونو، رسنیوته د معلوماتو ورکولو،په قطعاتواود جګړې په لومړیو کرښوکې له افسرانو، برید ملانواوسرتېرو سره د راپور یا مصاحبې له پاره کورنیواونړیوالوخبریالانوته د بیا کتنې د زمینې برابرولو له امله د ترورېستانواو ډاراچوونکو په وړاندې په مبارزه کې د ملي اردو د قطعاتو د لاسته راوړنو په اړه ، د سترا تېژیکواوعامه اړیکود راپوربرابرولو په موخه (۱۴) ځلې مطبوعاتي غونډې جوړې شوې چې په هغو کې (۷۳ ) ځلې بهرني خبریالان او ( ۵۲ ) ځلې کورني خبریالان را غونډ شوي وو . په امنیتي برخوکې په مستقیمه اوغیرمستقیمه توګه تلویزیوني اورادیو یي مصاحبې (۲۱ ) ځلي د دفاع وزارت د ویاند اود هغه د مرستیال له خوا ترسره شوې ، د جنګي فعالیتونو ، ښوونې او روزنې ، د سولې د ټینګښټ ، د ملي اردود قطعاتو تجهیزولوپه اړه هره ورځ یوه مطبوعاتي وینا چې ټولې (۱۸۷) مطبوعاتي ویناوې کېږې وړاندې شوې دي .
ر: د ترسن لاندې افرادود جذب په برخه کې :
د هېواد په (۳۴ ) ولایتونو کې د ټاکل شوي کمېسیون له خوا چې په هغوکې د ساحوي کشف ، ملي امنیت ، د نفوسو د احوال د ثبت ، او د جلب اوجذب د قوماندانۍ مرستیال شامل دي په شرائطوبرابرکسان جذبېږي . د جمهوررئیس د ( ۱۴/۱۰/۱۳۹۲) لمریزکال (۰۹۷) لمبرفرمان ، همداسې د ( ۵/۷/۱۳۹۰)لمریزکال د ملي دفاع (۶۵۰) امرله مخې ترسن لاندې افراد نه مقررېږي . په (۱۳۹۴ ) لمریزکال کې (۷۳۱ ) تنه چې د (۱۸) کلنۍ سن یې بشپړ شوی ؤ ، خو د هویت له مخې خام معلومېدل مسترد شول ، هغه ماشومان چې په محاربوي ډګرونو کې نیول کېږي ، هغوی په مرکز و ولایاتو کې د امنیت ملي اداروته سپارل کېږي .
ز : د اعدام سزا ګانې (عدالت ته لاس رسی ) :
کوم کسان چې په ملي اردوکې مجرم پېژندل شوي اوکشفي څېړنې یاکشفې کړنې یې په اړه ترسره شوي وي ، که جرم اشتباه وې اود ستردرستیزدریاست په چوکاټ کې دنده ولري ، هلته به ورپېژندل کېږي اوپه ابتدائي محکمه کې به محاکمه کېږي ، بیا به د جرم له ثبوت وروسته لومړی استیناف او له استیناف څخه وروسته به د سترې محکمې نظامي دیوان ته معرفي کېږي . خود اعدام حکم یې د جرم له وقوع سره برابرروادئ . چې د سترې محکمې د شورا له تائید اود جمهوررئیس د حکم له توشېح وروسته به مجرم اعدامېږي .
س :په ملي اردوکې له معلولینوسره د چلند په برخه کې :
په ملي اردو کې له (۱۳۸۱ ) لمریزکال را په ایسته (۱۳۸۴ ) تنه معلول شوي دي ، چې (۷۰ ) تنه په کې افسران ، ( ۴۳۵ ) تنه یې برید ملان او (۷۷۹ ) تنه یې سرتېري دي ، له یادو شوومعلولینوڅخه یوازې (۱۲۳۰ ) تنه یې له میاشتنیو حقوقوڅخه برخمن دي . د پاتې نورو اسناد د معلولیت ترتثبیتولو وروسته جوړېږي ، همدومره نوریې د یوې نمرې ځمکې ورکولوپه خاطرسیمه ئیزو ارګانونوته ورپېژندل شوي ، همداسې له (۱۳۹۱) لمریزکال را په ایسته اکرامیه چې پخوا نه ورکول کېدله ـ هم ورکول کېږي ، د نورو حقوقو او امتیازاتو له پاره (۲) لمبر روغتون اویو شمېر یې د کاراوټولنیزوچارو وزارت اوسندیګال ته د پښووراچولو په خاطر ورپېژندل شوي دي . په دې اړه نورې پلټنې هم روانې دي چې د جمهوررئیس له خوا باید منظورشي .
و: د ملي اردود شهیدانواړوند وارثینود حقوقوپه برخه کې :
د بشري حقونود لوی مدیرې انجنین عزیزې د راپورپربنسټ په روان کال کې د ملي اردود شهیدانو(۴۲ ) تنه نراوښځې وارثین چې له (۱۲) ټولګي څخه فارغ شوي خصوصي پوهنتون ته ورپېژندل شوي دي .
د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي چې ؛ د وخت د ملي فاع وزیربسم الله محمدي د فرانسي د دفاع له وزیر سره په کتنه کې ویلي چې په تېرو لسوکالوکې فرانسې زموږامنیتي ځواکونه روزلي اوتجهیزکړي دي اوهم زموږامنیتي اودفاعي ځواکونوډېرې لاسته راوړنې لرلې اود ظرفیت لوړولوهڅې یې روانې دي .
همداسې د فرانسې دفاع وزیرد افغانستان له ملي اردو سره د (۲۰۱۴ ) زیږدیزکال په مرستواوزده کړو، د کابل د هوایي ډګرد تأمین اود پاریس اوکابل ترمنځ د تړون دعملي کېدوله پاره د ګډ کمېسیون په را منځته کولوباندې ټینګارکړی .
د کورنیو چارو وزارت :
د افغانستان د ملي پولیسود ځانګړو قطعاتو ددوو وروستیواوونیو لاسته راوړنې :
د نشرېدو نېټه : (۲۰۱۴ ) زیږدیزکال ، د جنوري (۱۱مه ) :
تاریخ : ۱۵جدی ،۱۳۹۲ لمریزکال
دهېواد له نوروځواکونوسره په ګډه همکارۍ ملي پولیسود کابل ، لغمان ، ننګرهار، کنړونو،کاپیسا ،وردکو،لوګر،کندوز، غزني ، زابل ، ارزګان ، کندهار، هلمند ، هرات اوفراه ولایتونوپه اړوندو سیموکې (۶۸) ځلې ځانګړي اوګډ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې (۲۳ طالب یاغیان ، وژل شوي ، (۴) یاغیان ټپي شوي ، او (۶۶) نور یې ژوندي نیول شوي دي .
د یادوعملیاتو په بهیرکې (۱۱۲) کیلوګرامه نشه یي توکي ، (۱۴۰ ) کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ، (۳۶) میله ډول ډول وسلې ،(۱۴۷۹۵) فیره ډول ډول مهمات ، (۴۶ ) حلقې ماینونه ، (۲۲) قبضې لاسي بمونه ، (۴) عرادې موټراو(۱۹) پایې جنراتورونه هم پولیسوته په لاس ورغلي دي . دملي پولیسوځانګړې قوې په هرډول شرائطوکې د ترورېستانود تخریبي کړنوپه وړاندې د هېواداوخلکوله سراومال څخه د ساتنې په موخه ورځ تربلې پیاوړې کېږي .
د تعمیراتو ریاست :
د کورنیوچارو وزارت د تعمیراتود لوی ریاست لنډه پېژندنه :
۱: ــ دغه ریاست په خپل تشکیل کې په لاندې توګه یومعاونیت اوڅلورلوی مدیریتونه لري :
۲:ــ د تعمیراتو ریاست معاونیت
۳:ــ د پلان او انجنیرۍ لوی مدیریت
۴:ــ د بودجې لوی مدیریت
۵:ــ د ملکیتونولوی مدیریت
۶:ــ د حفظ ومراقبت لوی مدیریت
۷:ــ د پېژند اواکمال خپلواک مدیریتونه او د ریاست د مقام د دفترآمریت
۸:ــ دغه ریاست د بیا رغونې ، جوړونې اوحفظ ومراقبت چارې د پولیسي قطعود جزوتامونواړتیاوې د کلنۍ پراختیایي اوعادي بودجې پراساس پوره کوي .
۹:ــ ددې ریاست په چوکاټ کې ټول فني اومسلکې کارکوونکي دندې ترسره کوي چې د هغوی ظرفیتونه د نړیوالوائتلافي ځواکونوپرمټ د مسلکې زده کړوله مخې لوړشوي دي .
۱۰:ــ ددې ریاست اړوندکارکوونکي اوانجینیران په سختوامنیتي شراطوکې دجزوتامونوپه مرکزي اوولایتي قطعاتوکې په ساختماني، بیاجوړولو،امنیتي وظیفوي فعالیتونواوحفظ ومراقبت کې ډېرتکلفونه ګاللي اود پروان ولایت دګلغنډۍ د پولیسود مېلمستون پروژې په اړه یې اړینې لارښوونې ورته کړې دي .
د تعمیراتوپه برخه کې د کورنیو چارو وزارت لاسته راوړنې :
۱:ــ دهغوجوړوشویوتأسیساتود څارنې اوساتنې مسؤولیت پرغاړه اخیستل چې نړیوالوځواکونوافغان پولیسوته سپارلي دي .
۲:ــ په تېرو(۱۲) کالوکې د کورنیوچارووزارت اړوند د تعمیراتولوی ریاست لاندې آبادۍ په ټول هېواد کې کړې دي :
الف : د کورنیوچارو وزارت د مرکزي قرارګاه بیا رغونه اواساسي ترمیم .
ب : د ولایتونود امنیه قوماندانیو(۲۹) بابه ودانۍ.
ج : د ؤلسوالیود امنیه قوماندانیو(۲۴۷) بابه ودانۍ .
ح : د سرحدي پولیسو(۵۷) بابه ودانۍ.
خ : د نظم عامه پولیسو(۲۹) بابه ودانۍ.
د : د جنایي جرمونود پولیسو(۸) بابه ودانۍ.
ذ : د حمایوي تأسیساتو(۳۶) بابه ودانۍ.
ر: د اووه ګونوزونونو(۷) بابه ودانۍ.
ز: د اطفائيې(۱۴ ) بابه ودانۍ.
س: د تېلوذخیرو(۱۲) بابه ودانۍ.
ش: د لویولارود ګزمو (۹۰۰) بابه پوستې .
ص: د سمتي مأموریتونو (۱۱۱) بابه ودانۍ .
ض: په مرکزکې (۱۲) بابه د جمنازیوم ودانۍ .
ط: (۱۸) بابه بندیخانې .
ظ: (۴) د مسجد شریف محرابونه .
ع: (۵) بابه د ترافیکو ودانۍ .
غ: (۱۰) بابه د نظارتخانو ودانۍ.
ف: (۱۱) بابه د امنیتي حوزوودانۍ .
ق: (۱) باب رهائشي ودانۍ .
ک: په کابل ولایت کې (۱) باب د نظارتخانې ودانۍ.
ل: په کابل کې یوباب پنځه پوړيزه د ښوونې او روزنې ودانۍ .
م : د کابل د امنیه قوماندانۍ یوباب خوړنځی اوپخلنځی .
ن: په مرکزي بندیخانه کې (۶)بابه د جمر( تلېفون بندوونکې دستګاه وې ) .
و: په مرکزي بندیخانه کې اساسي بیا رغونې .
ه: د کابل ښارد دروازو(۵) بابه د پوستوودانۍ .
ء: د پولیسي قطعاتود اړتیا وړژوراونیمه ژورد (۵) څاګانوکیندل .
ی : (۱۵) بابه د برښنا برجونه .
په نوي کال کې له امنیتي ځواکونوڅخه دکورنیوچارو وزارت دلاسته راوړنو تمه :
د کورنیوچارووزارت ویلي چې د تېروکالوپه پرتله به راتلونکی (۲۰۱۵) کال افغان ملي پولیس له د فاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته واوړي اولاسته راوړنې به هم ولري .
له خامه پرس څخه د شفقنا دراپورپربنسټ د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هغه وخت ویلي : د هېواد امنیتي ځواکونه له هېواد څخه ددفاع په برخه کې دغوره وسلولرلوله کبله ددې وړتیا لري چې د مخالفانود بریدونو په وړاندې ودرېږي .
همدا رنګه صدیقي په خپلو خبرو کې همغه مهال دا هم ویلي وو چې :په هلمند ولایت کې د ذوالفقارپه نوم عملیاتوکې د دوواوونیوپه اوږدوکې د طالب قوماندانانوپه شمول (۴۰۰) تنه طالب اورپکې وژل شوی ، (۱۴) کلي د طالبانوله شتون څخه پاک شوي ، پرته د بهرنیوځواکونوله ملاتړه په (۱۲) ولایتونوکې لوی او واړه عملیات روان دي .
خوددې پرخلاف د آیساف قوماندانۍ مرستیال کرستین جکسون د صدیق صدیقي له دې خبرو څه موده وړاندې ویلي وو چې : (۲۰۱۵ ) کال به د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د مخالفینو د حملو د مخنیوي په خاطریوجګړه ئیزکال وي .
په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د ملي امنیت لاسته راوړنې :
د خپرېدو نېټه : ۱۳۹۵ لمریزکال ، سه شنبه ،د وږي ۳۰ مه ، ۶ بجې
د افغان امنیتي اوبهرنیوځواکونوپه ګډوهوایي اوځمکنیوعملیاتوکې د ملي امنیت ریاست د ځانګړیوقطعواوغوڅ ملاتړځواکونوله خوا په ننګرهار، پکتیا ، لوګر،کندز،هلمند ،فراه،پکتیکا، زابل ،کندهاراوکاپیسا ولایتونوکې یې د طالبانو، القاعدې اوداعش تروریستي اودزده کړې مرکزونه، قرارګاه وې، ددوی اوددوی دوسائطوراغونډېدوځایونه په نښه شوي چې په پایله کې د مخالفینو(۳۷ ) تنه وژل شوی ، (۳) تنه یې ټپي شوي او(۳۱) تنه نوریې ژوندي نیول شوي دي . (۹) عرادې موټراو (۵) میله درانه ماشینداریې ویجاړشوې ،(۴) یې مرکزونه ړنګ شوي ، یو یې د تروریستي زده کړومرکز، یوه یې د وسلواومهماتو ډیپوله منځه تللي ده .
په تېریوه کال کې د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې اوستونزې :
۱۳۹۴ لمریز کال د کپ (۲۹مه)
که څه هم (۱۳۹۴ ) لمریزکال له مختلفواړخونود افغانستان له پاره یوله ستونزوڅخه ډک کال ؤ ، خو بیا یې هم په یاد کال کې له هېواد اوسیاسي نظام څخه دفاع یوه ستره لاسته راوړنه بلل شوېده .
د ملي یووالي حکومت سره له دې چې په ټول هېواد کې د ننه له ګواښونو سره مخ ؤ، ستونزوته یې لاس رسی درلود اوپه سیاسي اواقتصادي برخوکې یې مهمې کارونه ترسره کړې دي .
· د کابل پوهنتون د حقوقوپوهنځۍ د سیاسي علومواستاد نصرالله ستانکزی همدې ټکي ته اشاره کړې ، خود لاسته راوړنوامتیازیې افغان امنیتي ځواکونوته یاد کړی دئ .
نوموړي ویلي :
په (۱۳۹۴) لمریزکال کې د افغانستان لویه لاسته راوړنه چې ددې هېواد حکومت هغه حسابولی شي داده چې له اټکل څخه ورآخوا سره له دې چې حکومت نوی او په کورد ننه یې اختلافات هم لرل ، پردې و توانېد چې د وسله والومخالفینود بریدونومخه ونیسي اوخپل ځان وساتي .
· ځود ؤلسي جرګې ځینوغړو ویلي چې د وسله والومخالفینوترڅنګ په حکومت کې د ننه اختلافاتوهم دهېواد په نا امنیو زیاتولوکې فعاله ونډه لرلې ده چې له کبله یې وزارتونه ، ولایتونه اود هېواد ځينې مهمې دولتي ادارې د سرپرستانو له خوا اداره شوې .
هغوی دفاع وزارت ، د ملي امنیت عمومي ریاست ، لوی څارنوالي ، اوځینې نورو ادارو ته ګوته نیولې او زیاته کړې یې ده چې د سرپرستانو له خوا ددې ادارواداره کېدوهم ډېرې ستونزې را پورته کړې وې .
· د مشرانو جرګې یوه غړي ګل احمد اعظمي ویلي چې حکومت باید د لاسته راوړنو ترڅنګ د خلکو باوراو ډاډ هم ترلاسه کړي ، تر څو خلک پوه شي چې شته ستونزې لیرې کېږي .
د سو لې له پاره هڅې :
ددې ټولوهڅوترڅنګ په ملي ، سیمه ئیزه اونړیواله کچه په افغانستان کې د سولې را تلو په تړاوچې خلکواوسیاسي شنونکویې یادونه کړې ، د حکومت دا ګام یې یوه مهمه لاسته راوړنه بللې چې د یاد کال د چنګاښ په میاشت کې حکومت په لومړي ځل له وسله والوطالبانوسره د پاکستان په مري ښارګوټي کې مخا مخ خبرې وکړې. خوله طالبانو سره د خبرودوهم پړاود ملاعمرد مړینې له اعلان سره سم شاته ولوېد .
د همغه کال په لیندۍ میاشت کې په اسلام آباد کې د آسیا زړه غونډې په څنډه کې د افغانستان ، پاکستان ، امریکې اوچين ترمنځ په یوه څلوراړخیزه غونډه باندې د افغانستان او پاکستان د سولې په اړه هوکړه وشوه ، خوطالبانوله افغان حکومت سره مخامخ خبرې په تاکتیکي ډول رد کړې .
· جمهوررئیس محمد اشرف غني ویلي چې : پرسوله باندې دڅلوراړخیزوخواووله هوکړې سره سم باید د جګړه مارواوسوله غوښتونکو طالب مخالفینوترمنځ تو پیروشي او له جګړه ماروسره به د سولې راتلواوامنیت ټینګېدوپه خاطرله زورڅخه کارواخلي .
· په (۱۳۹۴) لمریزکال کې د ؤلسي جرګې اوؤلسوالیوشوراګانوټاکنې ځنډېدل د ټاکنیزسیستم غیراصلاحې موجودیت ؤچې د ملي یووالي حکومت یې په ملي او نړیواله کچه له نیوکو سره مخ کړی ؤ .
اپوزیسیون په هغه کال کې د ټاکنو نه ترسره کېدل د ملي یووالي د حکومت یوه ستره ناکامي بللې وه .
· دجبهه ملي نوین مشرانورالحق احدي په حکومت کې جدي ستونزو ته په کتوسره په افغانستان کې د له وخت څخه مخکې ټاکنوغوښتونکی دئ او ویلي یې دي چې حکومت خپل باورله لاسه ورکړی ، کاريې د هېواد په ګټه نه دئ ، خلک هم ترې ناراضه دي ، ځکه خو زه د حکومت په وړاندې خپل مخالفت اعلانوم ، موږ ژرټاکنې غواړو،ترڅونوی حکومت منځته راشي او دغه ترحد وتلې ستونزې ژرد پای ټکی ومومي .
· په ؤلسي جرګه کې یوسف صابر ویلي : په (۱۳۹۴ ) لمریزکال کې خلکو پرحکومت باورنه درلود او پردې باورووچې په حکومت کې د ننه زیات اختلافات وجود لري ، ځکه هغه خلکوته لومړۍ تجربه وه .
· خوځینو په نوي کال کې د تېرکال په پرتله وضعیت خراب لیده ، جېمزکلېپرد امریکې د متحده ایالاتود استخباراتود ملي ادارې مشرد امریکې په سنا مجلس کې اختارورکړچې : افغانستان د سیاسي سقوط له خطرسره مخ دئ .
· خودکابل پوهنتون د حقوقواوسیاسي علومواستاد نصرالله ستا نکزی بیا ویلي چې : دا اندېښنې ځکه پې ځایه اوغلطې دي چې افغانستان نړیوال ملاتړله ځان سره لري .
هغه په نوي کال کې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه ، دداعش فعالیتونه ، د غیرقانوني ډلوټپلواوزورواکوله خوا له قانون څخه سرغړونې ، اداري فساد اود نوروستوزو یادونه وکړه ، خوټینګاریې وکړچې په (۱۳۹۵) کال کې ښایي دا ستونزې نورې هم زیاتې شي .
په تېر یو کال کې د ملي یووالي حکومت ستونزې او لاسته راوړنې :
شنبه ، ۱۳۹۶ لمریز کال ـ د چنګاښ ۱۰ مه
د افغانستان ملي دفاع وزارت پردې باندې ټینګارکوي چې د افغان امنیتي ځواکونود زده کړواومسلح کېدوپه برخه کې د څلورکلنوامنیتي پلانونو پرمنل کېدوسربېره به ناټوپرپاکستان باندې فشارونه زیات کړي .خوځینې کارپوهان د پاکستان په خاوره کې د ډاراچوونکود مرکزونواود هغوی د فعالیتونوپه وړاندې د ناټواوغربي هېوادو دوه مخی سیاست په افغانستان کې د نا امنیود زیاتوالي ترټولوسترعامل ګڼي .
د ناټوله پرېکړې څخه د افغان امنیتي بنسټونوخوښي !
افغانستان ته د زیاتوپوځي ځواکونود لېږلو پراساس په بروکسل کې د ناټو لویه پرېکړه کول، اوافغان امنیتي پوځونوته د زده کړوورکولواووسله وال کولوبهیرچټکول له تاوده اوله تمې ډک هرکلي سره مخ شول .
· یوشمېرپخوانيو پوځیانواوپارلماني غړو ، دغرب ، په تېره د امریکې او ناټودوه مخي سیاستونه ترلفظي بریدونو لاندې ونیول او په پاکستان کې یې ډاراچوونکو ته د پناه ورکولو پرسرسخته ګوته ونیوله اووئې ویل چې له افغانستان څخه بهردډاراچوونکو د سرکوبولواراده نه شته ، اوهم تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې په څومره شمېرکې د ناټو تازه دمې سرتېرې افغانستان ته را ځي په داسې حال کې چې دغه ځواکونه د ناامنیو په کمولو کې هېڅ مثبت اغېزاو رول نه لري .
· د ملي دفاع وزارت ویلي چې دغه عملیات د هلمند په ولایت او ددې ولایت په ګاونډیو ولایتونوکې د بهرنیوځواکونوله ملاتړاود ملکې تلفاتوپرته پیل شوي چې له امله یې تراوسه (۲۹۹) مخالف وسله وال وژل شوي ، (۱۰۱) د وسلواومهماتودیپوګانې وسله والوپوځونوته په لاس ورغلې دي ، ( ۶۷ ) تنه مخالف وسله وال ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري ویلي : دغه سترعملیات موږ په یوازې ځان پرمخ وړو .
دغه عملیات د (۱۳) چورلکو، کوماندوځواکونو، ضربتي ځواکونو، د پولیسواوپوځ ځانګړوخاصوځواکونوپرمټ اوږه پراوږه د یوه هدف د ټکولو په موخه په لاره لوېدلي دي .
د هېواد په جنوبي برخوکې له څواړخونوددغه ډول عملیاتواړتیا لیدل کېدله .
لومړی دا چې دکوکنارو له حاصلاتو څخه مخالفین ګټه اخلي چې د هېواد امنیتي ځواکونه یې باید مخه ونیسي .
دوهم دا چې مخالفین د هېواد له جنوبي سیمېوڅخه نوروسرحدي سیموته د تلو راتلودهلېزاوپټن ځایونه جوړېږي .خو دولت د مخالفینود ګټې دغه دائره ورباندې تنګوي .
په (۱۳۹۰) لمریزکال کې د کورنیوچارو وزارت لاسته راوړنې :
د کورنیوچارووزارت د یاد کال د (۱۱) میاشتو په بهیرکې د وخت وزیرد شپږولومړیتوبونودهراړخیزې اوګټورې برنامې د پام وړلاسته راوړنې یادونه کړې چې په لنډه توګه ورته اشاره کېږي :
تشکیل :
د افغانستان د پولیسو تشکیل په (۱۳۹۰) لمریز کال کې له ( ۱۲۲۰۰۰)څخه ((۱۵۰۰۰۰) ته لوړشو. اوس مهال (۱۴۹۰۰۰) پولیس په مختلفو لیکوکې په خدمت کولو باندې لګیا دي . خو په (۱۳۹۱ ) لمریزکال کې به دغه شمېره (۱۵۷۰۰۰) ته لوړه شي . د پولیسو د جذب په برخه کې ښځینه پولیسې هم په پام کې نیول شوې چې تر(۲۰۱۴ ) زیږدیزکال پورې به د ښځینه پولیسو شمېر (۵۰۰۰) ته ورسېږي .
د امنیت لېږد :
د امنیت لېږد د لومړۍ اودوهمې مرحلې د عملي کېدو په ترڅ کې له ملي اردو او املي امنیت سره په همغږۍ کې په بري سره ترسره شو . خواوس د هېواد د ډېروبرخو امنیتي مسؤولیت په یوازېځان د خلکو په ملاتړامنیتي پولیسوپرغاړه اخیستی دئ .
وسله وال کېدل :
د تېرکال په پرتله پولیس سږ کال ښه مسلح شوي دي . په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې به پولیس په ټولواړودوتجهیزاتواباندې کمان شي .
په روان کال کې به تر(۲۰۰۰)زغره والوموټروله مهماتو، سپکواودرنووسلوسره یوځای اکمال شي.
ساختمان :
د پولیسوداسکانواوغوره ژوند کولوپه خاطرد سرحدې پوستوتر(۵۲۴)بابه زیاتې ودانۍ، د لویولاروپوستې، امنیتي حوزې، د اطفائیې تر سټېشنونو اوتعلیمې مرکزونو پورې رغول شوې دي . او په پام کې ده چې تر(۲۰۰)نورې زیاتې ودانۍ به د کال ترپایه جوړې اود پولیسو په واک کې ورکړي .
اړیکې :
د تېرکال په پرتله د خلکواړیکې له پو لیسو سره ښې شوې اوخلک پرپولیسو باندې تربل هروخت باوري دي .
· د ملګروملتونود یوه پرمختیایي دفتر(undp) له خوا چې کومه ټول پوښتنه ترسره شوې په ګوته کوي چې (۸۱٪) خلک پولیسوته په درناوی لري چې د تېرکال په پرتله (۸٪) دا باورزیات شوی دئ .
په راپورکې (۷۵٪) خلک د پولیسو دنده یوه درنه دنده بولي چې دا شمېره د تېرکال په پرتله (۶٪) زیاته شوې ده .
· پولیسوته لاس رسی زیات شوی ، ځکه (۵۹٪ ) مصاحبه کوونکو ویلي چې اوس له پولیسوسره (۳۰ ) دقیقې خبرې کېدلی شي . چې د (۲۰۰۹ ) زیږدیرکال په پرتله دا شمېره (۴۲ ٪) زیاته شوې ده .
· (۷۴٪ ) محاحبه کوونکي پرملي پولیسو باوري دي ، (۳۹٪ ) نورو ویلي چې د تېر کال په پرتله پولیسو ته احترام زیات شوی . ډېری افغانان پرملي پولیسو خپل باور (۱۲٪ ) ښیي .
· همداسې د شمال د بشري حقونو ساحوي دفتر په یوه ټول پوښتنه کې ویلي چې له (۸۵٪) خلکو سره مصاحبې شوې ، هغوی ټول د پو لیسو له کړو وړو خوښ دي . له دې ټولو دا سې معلو مېږي چې پر پولیسو باندې باورزیاات شوی دئ .
ښوونه اوروزنه :
پولیسود ښوونې اوروزنې په برخه کې په لاندې توګه پرمختګونه کړي دي :
· د کال په اوږدوکې پولیسود مرکزاوولایاتوپه (۱۲) دائمي مرکزونواود تعلیمي ټولیوپه (۲۷) مرکزونوکې زده کړې اود پولیسولیکوته داخل شوي دي .
· د قوماندانیت اورهبرۍ دپراختیا یي تعلیماتو مرکز د لوړرتبه اوعالی رتبه افسرانوله پاره (سټاپ کالج ).
· د ؤلسوالیود امنیه قوماندانانوله پاره د (۷) دورو رهبري کورسونه جوړول چې په دې (۷ ) دورو کې (۴۹۵) تنه د ؤلسوالیوامنیه قوماندانانوته زده کړې ورکړل شوی .
· (۱۰) دورې يوه اوونیزکورس د پولیسو د مدیرانواولوړرتبه افسرانوله پاره پیل شوی ؤ ، او (۱۷۱ ) تنه ترې فارغ شول .
· د پولیسوپه تعلیمي مرکزونوکې د ظرفیت لوړولو په خاطرله (۱۱۰۰۰) تنو څخه (۱۵۰۰۰) تنوته لوړ شول .
· د ملي پولیسوله پاره د پرمختللو تخصصي اومسلکې زده کړو وده .
· د ملي پولیسي سرتېرود زده کړوله پاره له شپږو میاشتو څخه (۸ ) میاشتو ته د مودې اوږدوالی .
· بهرته د مسلکي او تخصصي زده کړو له پاره د ملي پولسي افسرانولېږل .
· په ترکیه کې ترمسلکې زده کړو وروسته د (۵۰۰) افسرانو فارغېدل .
· همدا اوس په یوه روایت تر (۱۹۰۰۰) تنه زیات ، او په بل روایت تر(۲۰۰۰۰) زیات پولیس په ټول هېواد کې په توسعه وي شکل پرزده کړو لګیا دي .
د خصوصي امنیتي شرکتونوانحلال :
د کورنیو چارو وزارت (۵۷) خصوصي امنیتي کمپنۍ منحل کړې او د روان کال ترپایه به ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ منحل کړي .
د اکمالاتي کتارونواو د بیا رغونې د پروژ، امنیت خوندي کول به د وزارت داخلې پرخاړه وي .
په روان کال کې (۶۲۷۱ ) ډول ډول وسلي له غیر مسؤولو وسله والو څخه را ټولې او د ډایاک پروسې ته یې و سپارلې .
پاسپورټ اوپېژند پاڼه :
په روان کال کې د الکترونیکي پاسپورټونود وېش پروګرام په پام کې دئ . ښایي د روان کال ترپای پورې به د کمپیوټري پاسپورټونوثبت اوتوزیع پیل اود پاسورټ د کموالي ستونزه به حل شي اودغه برنامه دې د (iom) مؤسسې په مرسته ترلاس لاندې ونیول شي چې پر دې سره به موږ ډېر ژر په مرکز او ولایتونوکې د نویو پاسپورټونود توزیع شاهدان وو .
د جرمونو په وړاندې مبارزه:
په روان کال کې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ټول هېواد په کچه په مرکز او ولایتونو کې (۳۰۵۱ ) جنایي پېښې را منځ ته شوې دي چې له دې پېښو سره په تړاو (۳۵۹۴) تنه نیول شوي او عدلي او قضآئیي ارګانونو ته ور پېزندل شوي دي .
له ترورېزم سره مبارزه :
دترورېزم په وړاندې په مبارزه کې په مرکزاو ولایاتوکې د ملي پولیسوځواکونو (۲۰۷۵) ځانګړي او ګډ تصفیوي عملیات ترسره کړي ، چې په پایله کې یې (۵۲۰۰) وسله وال مخالفین نیولي او (۳۳۶۹) تنه یې وژلي دي .
ددې عملیاتو له امله (۰ ۴۱۳) میله ډول ډول وسلې او (۳۳۶۷) حلقې ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي .
د مخدرو توکو په وړاندې مبارزه :
د کورنیو چارو وزارت په روان کال کې تر (۵،۱۲۰)ټنه زیات مخدره توکي ، (۶۷) ټنه کېمیاوي مواد ، (۴۲۵۴۵)بوتله الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي اوددې پېښوپه تړاویې (۸۴۸) تنه تورن نیولي او(۳۳) بابه د مخدوروتوکو لابراتوارونه یې ویجاړکړی اوتر(۳،۲۴۸۷۵) جرېبه زیاته ځمکه یې د کوکناروله شتون څخه پاکه کړې ده .
پالېسي :
د کورنیوچارو وزارت په اوسنیوشرائطوکې د اړتیا له مخې دهغو (۷) پالېسیانوتدوین په لاندې ډول ترلاس لاندې نیولې دي چې ورته اړتیا لیدل کېدله اود پولیسي قطعاتوجزو تامونو ته تکثیرشوېدي :
· د پرسونل د امنیت پالېسي ، د معلوماتي تکنالوجۍ پالېسي ، د روڼتیا پالېسي ، د سرحدي مسئلو پالېسي ، د خصوصي امنیتي مؤسسود لېږد پالېسي ، د معاشونود توزیع پالېسي ، اود پېژندل شویوبرجسته خلکود امنیت خوندي کېدو پالېسي ده .