دخپریدو نیټه : 2017-09-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غني د غڼو په ځاله کې!؟
غورځنګ سیال
غني یوہ تکنوکراته غرب پلوې علمي څېره ده چې د نوي نظام سرہ سم یې افغانستان ته مخه کړہ، نوموړي په نړیوال بانک او د حکومت پر بېلابېلو څوکیو کار وکړ، هغه په ۲۰۱۰ کال کې د یوې مجلې لخوا په سروی کې د نړۍ دویم متفکر وپېژندل شو، چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د سل زرہ په شاوخوا کې رایو په اخیستلو سرہ څلورمه درجه ناکام نوماند وبلل شو۰
د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته یوزل بیا د ھغو ۱۱ تنو نوماندانو له ډلې څخه و، چې ځان یې د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند کړ۰
افغانانو یې هم ملا ور وتړله، د نوموړي پخواني شالید او پوهې ته په کتو سره ډېری افغانانو د بد او بدتر په ټاکنه کې د خپل نوي زعیم په توگه، داکټر محمد اشرف غني ته رایه ورکړہ۰
هغه د ټاکنو پر وخت د پنځه کلن حکومت لپارہ منظم پلان د یوہهمنشور په توگه افغانانو ته وړاندې کړ، منشور یې دومره په زړہ پورې وو، چې ډېری خلکو انگېرله کېدای شي داکتر غني په راتگ سره افغانستان لږ تر لږہ د سیمې ھېوادونو سرہ سیال شي، خو ډېری نور افغانان بیا د نوموړي په رهبرۍ او مدیریت کې د هغه ژر غوصه کېدو، قاطعیت او د فساد څخه پاک کس په توگه وېره لرله۰
د ټاکنو ورځې ته نږدې کېدو سرہ د حکومت کمزوری نوماند زلمی رسول د عام افغانانو په زھن کې دومره پیاوړی نه شو، هغه و چې د حاکم حکومت ډېری مشران ھم د داکتر غني ملاتړي شول۰
د هېواد ځوان قشر داکتر غني ته د هغه د منشور پر بنسټ ډېر خوشبینه و، نوموړی د مرکزي حکومت، کار ایجادولو، کورونو جوړولو، بهرنیو مرستو جلب او جذب او همدارنگه نورې داسې وعدې وکړې چې ځوانان یې د رایې ورکولو ته هڅول، ترڅو یو تکنوکرات، پوه او علمي شخصیت ته رایه ورکړي۰
خو !
داکتر غني د ټاکنو دویم پړاو ته تگ سرہ پر افغانانو د اعتماد پر ځای ډېره تکیه پر امریکایانو وکړہ، دواړو مخکښو نوماندانو داکتر عبدالله عبدالله او داکتر محمد اشرف غني هر یوہ په خپل وار کوښښ کاوه چې امریکایانو ته ځان نږدې وښایي او د امنیتي تړون لاسلیک ډاډ یې ورکولو۰
کله چې دویم پړاو ټاکنو کې جنجالونه پیدا شول، جانکري د امریکا د وخت بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په سفر راغی۰
داکتر غني د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو لومړۍ وعده تر پښو لاندې کړہ (( زہ سهامي شرکت جوړول نه غواړم ))۰
هغه د جانکري په منځگړیتوب اساسي قانون تر پښو لاندې کړ او د جانکري معاهدي په نوم یې د خپلو ټولو ملاتړ کوونکو د طمعې او توقع خلاف له داکتر عبدالله سرہ سھامي شرکت د ۵۰/۵۰ په تقسیم سرہ ومانه؟
د واک پر لومړۍ ورځ یې امریکا سرہ امنیتي تړون د امنیت شورا مشر محمد حنیف اتمر په واسطه لاسلیک کړ؟
ولس چې څو لسیزې په جنگونو کې تېرې کړې وې د مجبوریته یې د زھرو گوټ وکړ او دا معاھدہ یې په چپه خوله له سرہ تېرہ کړہ۰
ولس بیا ھم په تمه وہ، چې گوندې وروسته له دې به د حکومت فلج شوې عربه یوزل بیا په حرکت راشي!
په میاشتو او ھان په کلونو د وزیرانو د پورہ کېدو په تمه تېر شول، خو لا تر اوسه ھم د حکومت وزیرانو شورا پورہ نشوہ، د حکومت له درې نیمو کلونو وروسته لا ھم د کابل ښاروال نشته او د سرپرست لخوا پرمخ وړل کېږي؟
د ۲۵۰ زرہ په شاوخوا کې ځوانانو د نا ھیلۍ، بېکارۍ او بې عدالتۍ څخه بھر ته مخه کړہ، چې د ۲۵۰۰ سوہ په شاوخوا کې افغانان د ایران، ترکیې او یونان ځنگلونو، د یونان او ایټالیې سمندرونو وخوړل، د ډېرو ځوانانو مړی او ژوندی لا ھم ورک دي۰
ولسمشر د خلکو توقعات ډېر لوړ کړي و، خو کله چې واک ته راغلو د خپلو وعدو برعکس روان شو۰
مثلاً :
۱- د نوموړي یوہ وعدہ دا وہ چې زہ په دوہ میاشتو کې سوله راولم!
خو نه یوازې دا چې سوله را نغله، بلکه د کندوز ولایت دوہ ځلې سقوط وکړ۰
نن بعد له درې نیمو کلونو د ھېواد تر ۵۰ سلنې ډېرہ خاورہ د نظام مخالفې ډلې لاسته ورغله، چې دا سلنه د غني له حکومته وړاندې د ۲۰ او ۲۵ په شاوخوا کې ښودل کېدله!؟
۲- وعدہ یې کړېوہ چې یو میلیون نوي کارونه د ځوانانو لپارہ ایجادوم۰
نوی کار ایجاد نه شو بلکه د کارہ یې لا نور ھم گوښه کړل، دا او دېته ورته نورې داسې وعدې۰۰۰
غني د غڼو ھغه جال کې بند پاتې شو د کومه یې چې وېرہ لرله، د واکمنۍ پر پنځمه ورځ یې د رسنیو ترمخ اعلان وکړ، چې ما له چاپلوسانو او غوړہ مالو خلاص کړئ، داسې برېښېدہ، چې نوموړي ته لا سر د اوسه لومې زغلول سوې وې۰
ولس بیا ھم پر داکتر غني باور وکړ، خو غني دیموکراسي، د بیان ازادي او داسې نورو اړوندو ارزښتونو ته زندۍ واچوله، چې نوموړی یې ژغورلی شو۰
د جانکري معاھدې سرہ سم بعد له دوہ کالو یې لویه جرگه؛ د دې وېرې را و نه غوښته چې کېدای شي د واک دواړہ شریکان قومي مشران کورونو ته و نه لېږي!
د ټاکنو او شکایاتو کمشنران یې د اساسي قانون خلاف له دندو گوښه او د خپلو مشاورینو په توگه یې وگمارل، چې دا کار یې د سیاسي ځان وژنې سرہ برابر دی ( پر ځان یې عرېضه وکړہ )۰
د ولسي جرگې غړي دوہ کاله غیر قانوني خپل کار مخته وړي او ولسمشر ھمدا د اساسي قانون خلاف جرگه پرانیزي۰
د ډیورنډ کرښه چې د افغانانو پر سینه لکه تور ښامار را کاږل شوېدہ، په څو سندونو کې چې د پنجاب سرہ د حکومت لخوا پټ او ښکارہ لاسلیک شویدي د سرحد کلیمه ورته کارول کېږي، د ھمدغې اسنادو پر سر د وخت ملي امنیت رئیس، مرستیال او دفاع وزارت سرپرست استعفا ته اړ او یا ھم په جرگه کې ورته د اعتماد رایه ور نکړل شوہ۰
په ارگ کې د غڼو درې ضلعې جال دومرہ قوي و بڼل شو، چې اوس ترې ولسمشر په اسانۍ سرہ ولس دېخوا نه شي لیدلای!!!
ھر څه د ھمدغو جنابانو له عینکو ویني۰
ځوانان یې د فس بوک معاش په نوم د قوم، سمت، مذھب او ھان قبیلو په نومونو ووېشل۰
د ارگ دننه مبارزې ترڅنگ په ډېرې سپین سترگۍ ھر مشروع او نا مشروع، قانوني او غیر قانوني کارونه ورته توجیه کوي۰
دغه جال چې واړہ مچان ترې نه شي تېرېدای، اوس لکه شرمښان په خپلو کې سرہ په خوړلو اخته دي، دوی د ملت ستونزو ته ځکه رسېدنه نشي کولای، چې لا تر اوسه خپل منځ کې جوړ نه دي۰
غني کمزوری نا مدیرہ او بې رھبرۍ د پوھنتون استاد اوس د دغه مثلث په منځ کې لکه د مچ را حصار دی، نوموړی به ھغه وخت دا خلک وپېژني، کله چې د ارگ څخه را بېرون شي او حقیقت د ولس له خولې واوري، خو دغه وخت به بیا پښېماني ھیڅ مانا نه لري۰
درنښت