دخپریدو نیټه : 2017-12-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
حکومت په کوم لورې روان دی؟؟؟
خان ولي کامران
په دې وروستیو کې د افغان سیاستوالو ترمنځ ناندرۍ وروستي اوج ته رسیدلي دي او د حکومت پروړاندي د افغان سیاستوالو تقابل زیات شوې دي خو بل لورې حکومت هم چوپه خوله ورته ناست نه دي بلکی د هغو افغان سیاستوالو پر وړاندي چې زور یې پرې بر دي حکومت یې پر ضد عکس العمل ښودلي دي یاني هغو کومو منتقدینو چې په حکومت کې دندي درلودي او له حکومت سره په تقابل کې وه نو له دندو ګوښه کړل او ځیني هغه منتقدین چې له حکومته بهر دي د فساد ضد او نورې دوسیي ورته واچولي او ځیني هغه زورور منتقدین چې هم په حکومت کې دي او هم په تقابل کې دي حکومت یې پر وړاندي تر اوسه چوپه خوله دی داچي په دغه تقابل کې به کوم لوري ګټه وکړي حکومت که منتقدین نو په دغه لیکنه کې کوښښ شوې چې ځواب ورته وموندل شي.
1. لومړی ډله د پخواني ولسمشر حامد کرزي خواخوږي: پخواني ولسمشر حامد کرزی د خپلي واکمني په وروستیو کې کله چې د متحده ایالاتو پروړاندي جبهه ونیوله او واک یې نوي حکومت یاني ډاکټر اشرف غنی ته وسپاره څو پرله پسي سفرونه یې د ځینو اروپایې هېوادونو په ګډون هند، چین او روسیه ته وکړل او له روسیي څخه د وروستي سفر له را ګرځیدو وروسته یې د هېواد د بحراني حالاتو په اړه له حکومته غوښتنه وکړه چې لویه جرګه را وغواړي ترڅو د هېواد د روان وضیعت په اړه تصمیم ونیسي خو حکومت د لویې جرګي په راغوښتو کې خپل تاوان ویني نو په همدي اساس د لویې جرګي له راغوښتو سره یې مخالفت څرګند کړ او ورسره یې زیاته کړه چې اوسني شرایط د لویې جرګي د رابللو لپاره مناسب نه دي نو د حکومت له مخالفت سره د پخواني ولسمشر پورې خواخوږو د لویې جرګي د رابللو ډنډوره زیاته کړه د پلازمینې کابل په ګډون یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لویې غونډي راوبللی او د لویي جرګي غږ یې بدرګه کړ نو حکومت د لویې جرګي د غږ د چپ کولو لپاره هم لاس پکار شو نو لومړی یې په سیمه ایزه حکومتوالۍ کې د ولسمشر سلاکار احمدالله علیزی له دندي ګوښه کړ او ورپسي په مشرانو جرګه کې د هلمند استازی شیرمحمد اخوندزاده له دندي لرې کړ او وروسته یې ټولو دولتي مسولینو ته دنده وسپارله چې په ولایتونو کې له خلکو سره کار وکړي ترڅو د جرګي مخنیوي وشي نو د حکومت ددغې کړنې له امله د لوی کندهار خلکو غوصه او کرکه نوره هم د حکومت پر وړاندي زیاتېږي او د حکومت ضد دریځ غوره کوي.
2. دویمه ډله د پارلمان وکیلان: پارلمان هم له حکومت سره په تقابل کې کیوتي او لامل یې دا دي چې حکومت د پارلمان پرېکړو ته درناوي نکوي او پارلمان یې هم په مقابل کې عقده نیولی او د حکومت هره روا او ناروا پرېکړه ردوي چې ښکاره بیلګه یې څو ورځی وړاندي د ولسمشر له لورې د هویت په تذکرو کې د افغان او اسلام د کلیمو په تړاو فرمان ردول ول که څه هم ځینو وکیلانو نه غوښتل دغه موضوع لانجمنه کړي خو له ولسمشر سره د عقدي او کرکي له امله یې دغه فرمان ته یې د رد رایه وکاروله نو د پارلمان د اداري هیت په ګډون زیاتره مطرح وکیلان د حکومت په تقابل کې دي او یو د بل پر وړاندي د دوسیسو جوړولو لړۍ یې ښه په درز کې روانه ده چې ښکاره بیلګه یې د لومړی مرستیال همایون همایون دفتر د ملي امنیت د مسولینو لخوا پلټل دي چې د حکومت او پارلمان واټن پکې له ورایه څرګنديږي.
3. دریمه ډله حکومتي زورواکي: دغه ډله د حکومت غوښنه برخه جوړوي او د وزارت له څوکیو نیولی تر ولایتي څوکیو پورې په پراخه پیمانه په دولت کې دننه پراخه ونډه لري نو په همدي اساس یې دولت پر وړاندي هم چوپه خوله دی، په دغه ډله کې برحال وزیران، والیان، امنیی قوماندانان او نور شامل دي دوي په ښکاره توګه د حکومت ضد غونډو کې برخه اخلي او هم په خپله د حکومت ضد څرګندوني کوي د حکومت مشران ناکام بولي او هم کله کله د بغاوت غږ هم پورته کوي چې حکومت پر وړاندي یوه کلیمه هم نشي ویلي د حکومت دغی چوپتیا د خلکو باور پر حکومت کم کړي دي چې ښکاره بیلګه يې د بلخ والي عطامحمد نور او د بهرنیو چارو وزیر صالح الدین رباني او یو شمېر نورو څرګندوني دي.د ولسمشرۍ د لومړی مرستیال له دفتره هم ضد نقیض څرګندوني د حکومت پر ضد روازي چې په انقره کې د جمعیت، جنبش او وحدت ګوندونو د حکومت ضد ایتلاف یې ښکاره بیلګه ده دغه ډله زوروره ده هم یې د دولت څوکۍ اشغال کړي او هم د دولت پر ضد خپلي پروژي پرمخ وړي.
پایله : هېواد اوس له هره پلوه په بحراني حالاتو کې دي ځکه له یوې خوا امنیتي ستونزي تر ښارونو را رسیدلي دي او د دولت ضد مخالفین د هرې ورځي په تېریدو سره پیاوړي کېږي، د داعش نفوذ مخ په پراخیدو دي، نړیوالو یو ځل بیا ښکیلتیا زیاته شوې او له بلې خوا په حکومت کې د شته فساد له امله هم خلک نور تر پوزې راغلي دي او خلک خپلي دوسیي د حکومت ضد مخالفینو ته وړي نو په دغسي بحراني حالاتو کې که د دولت ضد تقابل نور هم زیات شي نو حالت ناسم لوري ته درومي ځکه مسولیت به یې افغان دولت ته متوجی وي او ګټي به تقابل لرونکو سیاسیونو کړي وي ځکه دولت په لوی لاس د قومونو او سېمو ترمنځ تبغیض را ولاړوي او له دغه حالت څخه سیاسیون ګټه پورته کوي او د حکومت پر وړاندي بېرته کاروي لکه د لوی کندهار ستونزه چې حکومت ددغی سېمي د سیاسیونو پر ضد پیل کړي دي هم یې د لوی کندهار سیاسیون له دندو لري کړل او هم یې په دغسی حساس وخت کې د پخواني ولسشمر کورنۍ پورې مربوط فساد ضد دوسیو را سپړلو هوډ وکړ چې عوام فکر کوي چې دا کړنې ټولي سیاسي دي او په مقابل کې یاد سیاسیون یې په ډیره ساده توګه کولای شي خلک د حکومت پرواندي راپورته کړي نو حکومت ته پکار ده چې د هېواد په دغسي بحراني حالاتو کې ددغو سیاسیونو، پارلمان او حکومت د مشرانو ترمنځ که هغه د هر لورې وي د همغږي فضا د رامنځ ته کولو کوښښ وکړي ترڅو شته ستونزي د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره هواري شي او کوم لوري تقابل ته لاړ نشي او یا دې دولت د ټولو هغو کسانو چې د حکومت ضد کړني او په اداري فساد دوسیو کې ښکیل دي یو ډول اقدام وکړي که هغه د شمال وي ، جنوب وي، غرب وي او که د ختیځ وي او که داسي ونکړي او یوازې د یوې سیمي سیاسیونو پر وړااندي د فساد ضد دوسیی راو سپړي او هم یې له حکومته ګوښه کړي نو خلک یې بیا د زغم حوصله نلري او کیدای شي د حکومت پر ضد تقابل نور هم زیات شي چې تجربو ښودلي ده چې حکومتونه تل له دغو یادو سیمو څخه تر سقوط حالاتونو پورې رسیدلي دي.
په درنښت
کابل ـ افغانستان