نه پوهېږم ولې؟ خو سره له دې چې د باچاخان او لارويانو ضد ټولنه کې يې رالويېدم، په دغه ټوله محدوده کې مې باچاخان بدې نه راتلو، په زړه کې مې شکونه ضرور وو، خو په شکونو کې مې د ښو ګومانونو خوندي خواوې هم لږې نه وې.
د تحريکونو او شخصيتونو د پېژندنې او تحليل لپاره پر تنظيمي او کورني موقف بسنه نه ده په کار، کله چې مونږ غواړو د مهمو قضيو په اړه ژور او دقيق نظر ولرو نو اړينه ده چې د نوموړو تحريکونو او شخصيتونو د لومړي لاس سرچينو ته ورشو، د خان عبدالغفار خان په اړه تنظيمي ليد يو سوليدلی او کليشه يي ليد دی، باچا خان د پخواني هند، ويشلي هند، افغانستان او کوزې پښتونخوا د سياستونو لويه قضيه او د پېړۍ تجربه ده. پر هغه ليکل، لوستل او تنقيد د خان او د نوموړي د ګوند ادبياتو مطالعه غواړي او پر هغه د نقد اثار لوستل غواړي. خو د دغو سرچينو لوستنه خپله بې طرفي غواړي، له بې طرفۍ مې موخه دا نه ده چې ګنې نقدي سوچ دې ووژل شي، خو د نقد لپاره د عدل او بې پرېتوب اصلونه حياتي دي.
ما څو کاله مخکې په همدې منظر کې د باچاخان کتاب “زما ژوند او جدوجهد” واخېست او بيا مې د باچا خان مرحوم په اړه خپل نظر ځانته راټول کړ. په نوموړي کتاب کې باچاخان ما ولوست پر باچاخان خپله د هغه مبارزه يو لوی شاهد دی او د دې ګواهۍ خوندي سند د نوموړي ژوند او جدوجهد دی.
کله چې تاسو د باچا خان په اړه لوستنه وکړئ، نوموړی د ده خپلو او نورو بې پرې اثارو کې ولولئ نو و به ګورئ چې د باچا خان په اړه قضاوتونه څومره په عقدو کې شوي؟ او دا عقدې اکثره بيا د ده په اړه همداسې ړندې خورې شوي او هيچا د دې خواري نه ده کړې چې خان ولولي او بيا پرې نظر ورکړي. خان چې څومره د دين په نوم په ټولنه کې بدنام شوی دا نو د تاريخ تر ټولو لويه جفا ده.
که په ټولنه او په ځانګړي ډول پښتني هغه کې څوک د مشرۍ شوق کوي نو د دې لارې د پيچ و خم په اړه دې د خان د ژوند او جدوجهد کتاب ولولي، د قوم او مشرتابه اړيکه، ملګرتيا، وفا او جفا، کشمکش او د مبارزې يوه لويه تجربه به يې وړيا پانګه وي.
خدايي خدمتګار او عدم تشدد!
خدايي خدمتګار د باچا خان د مبارزې لومړنۍ منظمه اډانه وه، نوموړي چې کله له خپلو ملګرو سره په لاهور کې د کانګرېس لويه غونډه وليدله او هلته يې د انګليس پر ضد د کانګرېسيانو د ازادۍ شور او جذبه وکتله او بيا په دې جذبه کې چې هلته مېرمنو څومره برخه اخېستې وه نو دې ټولو پر باچاخان او د هغه پر ملګرو ډېر اغېز وکړ، دوی و انګېرل چې د هغوی مېرمنې د ازادۍ مبارزه کوي او زمونږ سړي د غفلت پر خوب ويده دي. باچا خان چې له لاهور نه راستون شو نو په اتمانزو کې يې يې لويه غونډه جوړه کړه او هلته يې ولس ته وويل چې: (د هندوانو او پېرنګيانو په دې جنګ دی چې پيرنګی وايي چې هندوستان کې به بادشاهي مونږ کوو او هندوان وايي چې دلته به بادشاهي مونږ کوو او مسلمانان د غفلت په خوب اوده دي، نو ای پښتنو ورونو! زه ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو به څه کوئ؟ ناست به يئ دواړو ته به دعا کوئ او د غلامۍ او پټتي توب ژوند به تېروئ؟).
د باچا خان وينا پر حساسو وګړو ډېر تاثير وکړ، تر دې وروسته څه خلک باچاخان پسې شول چې مونږ بايد يو منظم خوځښت ولرو، باچاخان تر مشورو وروسته له خپلو ملګرو سره د خدايي خدمتګار منظم غورځنګ جوړ کړ، نوموړي دا نوم ځکه غوره کړ چې پښتانه د خدای لپاره په مينه او اخلاص کار کوي، خو په نورو نومونو دوی نه راجمع کېږي.
باچا خان دې خوځښت لپاره د عدم تشدد فلسفه غوره کړه، هغه په دې مانا چې د خدايي خدمتګار غړي به د خدای د مخلوق خدمت کوي، تشدد به نه کوي، د انتقام پر ځای به بښنه کوي، کينې او دښمنۍ به نه کوی، ناوړه کارونه به نه کوي، ساده ژوند به کوي او دېته ورته نورې ډېرې ښې ځانګړتياوې يې د خدايي خدمتګارانو لپاره وټاکلې. د خدايي خدمتګار غړيو شمېر ډېر زر تر ۳ لاکو واووښته او دا په هغه مهال کې بېساری نفوذ وو.
باچا خان د خدايي خدمتګارو په ملتيا د پښتنو د سيمو دورې پلان کړې، دوی به په دې دورو کې سپينه خامتا اغوسته، دا چې دورې اوږدې وې نو زر به خيرنېدې، باچاخان بيا دوی ته وويل چې خامتا مو رنګ کړئ، کله يې چې دوبي ته يووړې نو هغه د صنوبر د پوټکي په رنګ کې ورته رنګ کړې، دغه سور رنګ بيا تر پايه د خدايي خدمتګارو رسمي رنګ شو. پر باچا خان بيا تور پورې شو چې دا رنګ يې ګنې د شوروي کمونېستي انقلاب پر تقليد غوره کړی، خو هغه دا پروپاګند بولي او وايي چې: (دغه د سرو جامو وجه وه چې پېرنګيانو بيا زمونږ پر خلاف پروپاګنډه شروع کړه، چې دا د بالشويکو تحريک دی، مونږ خو هغه وخت د دې نه خبر هم نه وو چې د بالشويکو هم سره وردي ده، دا خو يوه اتفاقي خبره وه، ما تر دغه وخته پورې نه د مارکس، نه د لېنن او نه د ګاندهي جي کوم کتاب لوستی وو).
د باچا خان د عدم تشدد فلسفه په پښتني ټولنه کې نوې تجربه وه، پښتانه چې په فطري توګه سخت او جنګيالي دي د دې فکر په وړاندې يې مقاومت وکړ، خو باچا خان ښه مسلمان هغه ګاڼه چې بل مسلمان يې د ژبې او لاس له ضرره په امن کې وي او دا د هغه حديث پر استناد چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده.
په خپلمنځي لحاظ عدم تشدد ډېره ښه او حياتي فلسفه ده، په ځانګړي ډول افغانان هر مهال په خپلمنځي ډول بايد د عدم تشدد فلسفه تدريب کړي، او که دا ونه کړي نو جنګ به يې نسلونه تباه کړي. که عدم تشدد ته له څو زاويو وګورو نو عدم تشدد په فطري ډول د يوې ثابتې او هرمهالې پاليسۍ په توګه کارنده نه ده، کله چې خبره د بېروني جارحيت وي، کله چې د ازادۍ د مبارزې خبره وي نو دلته عدم تشدد موثريت نه لري، د فشار د يوې وسيلې په توګه ښايي مدني عصيانونه ترسره شي، سوليز مزاحمتونه شايد وشی خو استعمار له زور پرته بله فلسفه نه پېژني.
عدم تشدد وروسته بيا د نېشنل عوامي پارټۍ په مبارزاتي ژوند کې مراعت نه شوه، کله چې دوی د پښتون زلمي په وجود کې په کوزه پښتونخوا کې وسله وال برخوردونه وکړل نو د باچاخان دا فلسفه يې عملاً له ګوندي سياسته ګوښه کړه، او کله چې يې لسيزې وروسته په خيبر پښتونخوا کې حکومت تر لاسه کړ نو هلته يې هم له پاکستاني طالبانو سره د تشدد او عدم پاليسي غوره کړه.
باچا خان، يو دينداره شخصيت!
کله چې د باچا خان کتاب لولۍ نو حتماً به د هغه ديني اړخ له نظره تېروئ، هغه يو تکليفي او تصنعي مسلمان نه وو، بلکه اسلام د هغه د ژوند ورځنۍ بوختيا وه، باچا خان به چې په زندان کې وو، نو کالي به يې دومره لانډه ورکول چې سجدې ته به تللو نو ملا به يې ښکارېده، او هغه به يې چې بل زندان ته انتقالاوه نو وظيفات (په څرمنيز پوښ کې پوښلی قرآن کريم) به يې تر ټولو لومړی غاړې ته اچاوه.
اټرچند يې په اړه وايي: (“زه فکر نه کوم چې هغه دې په خپل ژوند کې کوم لمونځ قضا کړی وي” مشر ورور يې وايي: په ځوان ورور “غفارخان” کې تر ټولو ښه خاصيت، چې زما په ذهن کې دی، د هغه روحانيت دی، د اسلام ريښتينی روحانيت، چې خدای ته د ځان د سپارلو او تسليمولو په معنا دی).
يوازې باچا خان نه، بلکه خدايي خدمتګاران په يوه طبيعي ديندارۍ کې له جومات، لمونځ او اسلامي شعايرو سره تړلي وو، يو وخت خو داسې هم وو چې انګليس په کوزه پښتونخوا کې ټولې مدرسې وتړلې او استادان يې زندانونو ته کړل، پر استادانو يې ږيرې وخرېلې، او د اذان، جماعت او لمانځه له بنديزونو سره يې مخ کړي وو، خو کله چې بيا خدايي خدمتګاران جوپې جوپې بنديان شول، نو دوی په زندانونو کې د ږيرې، اذان او جماعت بنديزونه مات کړل. د دې لوی علت دا کېدای شي چې خدايي خدمتګارو ګوندي اډانه درلوده او همدې نظم او تعهد دوی ته د بغاوت، درېدنې او ثبات جوهر ورکړی وو.
باچاخان په ۱۹۲۶ کې د حج پر سفر ووت، هغه مهال دا کوم اسانه سفر نه وو، له خپل کلي نه کراچۍ ته لاړ، له کراچۍ نه په بحري بېړۍ کې عدن ته ولاړ، په لاره کې له ډېرې يخنۍ مريض هم شو، له هغه ځايه جدی، مکې، طائف او مدينې ته ولاړ. خان په دې دوره کې يوازې حجاز ته نه، بلکه د اسلامي نړۍ د حوادثو پر مرکزونو هم وګرځېد، بيت المقدس ته ولاړ، غوښتل يې د مصر قاهرې او اسکندريې ته هم لاړ شي خو اجازه ورنه کول شوه، شام ته ولاړ، عراق ته يې سفر وکړ. خان چې کله بيت المقدس ته ولاړ نو مېرمن يې د بيت المقدس مسجد له زينو وغورځېده او وفات شوه، هغه يې هملته دفن کړه.
خان چې کله نبوي مسجد ته ولاړ نو هلته يې لس شپې اعتکاف وکړ، خان په دې موده کې له مشهور محب رسول صلی الله عليه وسلم، حاجي محمد امين سره ليدل وشول، دا هغه حاجي محمد امين دی چې کله مدينې ته رسېدلی وو نو پڼې يې ويستلې وې او پښې بل پښې د مدينې په کوڅو کې روان وو، له سترګو يې اوښکې تللې او ويل يې چې:
زړګيه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده***رسول پرې ايښې قدمونه دومره خواره نه ده
حاجي محمد امين، خان ته وويل چې دلته د يو کال لپاره چېله کېږم، خان ورته وويل چې: (استخاره وکړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خوشالېږي چې ته دلته هغه سره په کوټنۍ کې ناست يې او که په دې خوشالېږي چې ته لاړ شې او د هغه پيغام خلکو ته ورسوې؟).
باچا خان چې کله د طائف سفر کاوه، نو هلته يې د خپلې مبارزې لپاه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عملي ژوند زمکه او تاريخ کاته، هغه ورته له هغه ځايه منطق راټولاوه، خان وايي چې: (مونږ خو طايف ته د دې لپاره راغلي يو چې دلته د حضور صلی الله عليه وسلم هغه عزم، اراده، او عفو وګورو چې هغوی دلته د تبليغ لپاره راغلي وو، او خلکو په کاڼو، ګټو وويشتو، زخمي يې کړو خو هغوی په خپل عزم ټينګ ولاړ وو، او بيا يې هغو خلکو ته دعا وکړه چې خدايه ته دوی ته هدايت د نېکۍ وکړې). دا د نبوي ژوند هغه تجربه وه چې خان وروسته ترې د عدم تشدد او زغم په منطق کې ګټه اخېسته.
پاچاخان به تل په خپل ويناو کې اسلامي لارښوونې، سيرت او اسلامي تاريخ خلکو ته تشرېح کاوه، هغه خپلې مبارزې ته منطق په اسلامي سرچينو کې لټولو، که به يې عامه وينا کوله، که به يې ګوندي فعالينو ته وينا کوله او که به يې د هند او پاکستان په رسمي غونډو کې خبرې کولې نو استناد به يې د محمد صلی الله عليه وسلم پر سپېڅلي سيرت او احاديثو کاوه، پاچاخان په ډېرو واضح ټکو د خپل تحريک (خدايي خدمتګار) په اړه وايي چې: (زمونږ تحريک يو ريښتينی تحريک وو، دا يو مذهبي تحريک وو. زه وايم چې ان نن ورځ هم خدای پر مونږ رحم کوي او خلک مو راويښوي).
د مسلمانانو خواخوږی باچا خان!
باچاخان چې د انسانيت کوم درد درلود، هغه د نړۍ په ډېرو فراقومي انسانانو کې نه شي موندل کېدای، باچاخان انسان ته د انسان په سترګه کتل، هغه چې کله په هند کې له کانګرس سره پاتې کېده او هغه چې کله د هند له جمعيت علما سره ناستی کاوه، او باچا خان چې کله د خلافت د تحريک د سر په سړو کې وو نو دا د دې لوی ثبوتونه دي چې باچا خان له مسايلو سره د انساني دايرې په قطر کې برخورد کاوه. باچا خان که د هغه په کتاب کې ولولئ نو د نړۍ مسلمانان چې يادوي نو پر ورونو يې يادوي، کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې هنديان او په ځانګړي ډول هندي مسلمانان د انګليس په لښکرو کې په اسلامي هېوادونو کې جنګېدل، د هنديانو ظلمونو او نادودو دوی د عربانو په ذهنونو کې د انګليس د ځرو او غلامانو په شکل کېنولي وو، کله چې باچا خان د عربي هېوادونو په سفر وو، څو ځايه ورته عربانو همدغسې ستغې ويلې وې، خو خان يې په مقابل کې د هندوستان مسلمانان پړ ګڼل.
د بيت المقدس په سفر کې د کيسو له نقلولو داسې برېښي چې هغه په عربي نړۍ کې د ترکانو د خلافت له واکمنۍ سره خواخوږي لري، هغه يو ځای د بيت المقدس له يوه عرب سره مرکه کوي، له عربه پوښتي:
(بيت المقدس خو ډېره ترقي کړې ده، نوي نوي سړکونه په کې پېرنګيانو جوړ کړل او نوې نوې ابادۍ يې په کې وکړې؟ عرب ورته وايي چې: مونږ به سړکونه او ابادۍ څه کړو؟ مونږه او زمونږ ملک ورځ په ورځ پرېوتو او غربت طرف ته روان دی، ځکه چې ترکو به د قسطنطېنيه د خزانې روپۍ دلته لګولې او پېرنګيان لکه د جورو په مونږ لګيا شوي دي، زمونږ مال خوري او ولايت ته يې لېږي، او بيا يې يو سوړ اسويلی وکړو، چې مونږ ترکو پسې ډېر ارمانونه کوو خو وخت تېر دی، الله دې مونږ ته عفوه وکړي او د دې ظالمانو د پنجې نه دې مونږ خلاص کړي).
خان چې کله د هندوستان په بېلابېلو ايالتونو او ښارونو وګرځېد نو د مسلمانانو پر حالت سخت ځورېده، هغه به تل د مسلمان او هندو پرتله کوله او د مسلمان پر ورسته پاتې توب به يې افسوس کاوه. يو ځل يې په ډهلي کې د جامعه ملي اسلاميه ډيلي مشر ذاکر حسين ته چې هغه هم له پلار نيکه نه اپرېدی پښتون وو خو ژبه يې هيره کړې وه، وويل چې: زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چې په چوف کوف قومونه نه ابادېږي، کار په کار دی، او نه د جلسو د تقريرونو په واسطه په هغوی کې ژوند پيدا کېدای شي، نو ما اراده کړې چې د مسلمانانو لپاره کار وکړم، او دوی له د اصلاح د پاره مرکزونه قائم کړم او چې تر کومې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت نه دی شوی، د دوی څه خدمت وکړم، مګر ما سره د دې خبرې ډېر فکر دی چې که چېرې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت وشو نو د دوی خدمت به بيا څوک کوي؟).
په لسګونو داسې بېلګې به تاسو ته مخې ته درشي چې خان په کې د يو انسان دوست او له مظلوم سره د خواخوږي شخصيت په بڼه ومومئ، د خان په کتاب کې دا بېلګې بېخي ډېرې دي، خو کتل غواړي.
د باچاخان په ليکنو او ويناو کې به داسې څه ونه ميندل شي چې هغه دې په کې قومونو ته په سپکه کتلي وي، هن دا جلا خبره ده چې باچا خان د پښتنو لپاره د حق اواز پورته کړی وو، دا د زمانې وېش وو چې په قومي جغرافيو کې يې انسانانو ته نوي شناختونه ورکړي، دا د شلمې پېړۍ د انګليس او اروپا لوی جنايت وو چې د خپلو ګټو په خاطر يې پولې په قومي وېش کې خرابې جوړې کړې، او باچا خان هم د انګليس په همدې وېش کې له يوې خوا د هند په جغرافيه کې محروم پښتون وو او وروسته بيا په قومي راښکلې کرښه غوڅ شوی وجود. باچا خان د همدې محروم ويشلي قوم لپاره د خير لمن غوړولې وه، خو هغه خپل قوم کله هم له نورو قومونو سره په ورانه سيالۍ کې نه روزه، هغه ورته يوازې د خپلو مشروع حقونو د مبارزې چل ورښوده.
باچا خان، يو قامي معلم!
باچاخان د تعليم يو ارمانجن مشر وو، هغه چې په شلمه پېړۍ کې د خپل قام د تعليم لپاره مدرسې او ښوونځي جوړول له بده مرغه همغه مهال د انګليس ځري په ديني پوښ کې د دې مدرسو د بندولو پر دنده بوخت وو. هغه دا ښوونيزه سلسله د خپل قام د تعليمي ظرفيت لپاره جوړه کړې وه.
باچاخان له دې رنځېده چې هغه مهال به ملايانو کوچنيان په لومړنيو ښوونځيو کې زده کړو ته نه پرېښودل، هغه په ۱۹۱۰ ميلادي کې بيا له يو شمېر ديني عالمانو سره په همغږۍ کې د اسلامي مدارسو سلسله پيل کړه، دا مدرسې د اتمانزو په شمول په ګڼو ځايونو کې جوړې شوې، باچا خان وايي چې: (ما او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو کې جوړه کړه او د نورو مدرسو جوړلو لپاره مو د نورو علاقو دورې شروع کړې، د خلکو توجه مو د علم طرف ته کړه او د پښتنو په زړونو کې مو د علم ضرورت احساس پيدا کړو او دغه شان مو ورو ورو په مختلفو علاقو کې د مدرسو جوړول شروع کړل او په لږ وخت کې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې).
وروسته بيا يو شمېر ملايانو ورسره مخالفت وکړ، باچاخان د دې مخالفت عمده دليل دا ګڼي چې ګنې ملايان له دې ويرېدل چې د علم په عامېدو بيا د دوی اهميت غورځېږي، خو خان په دې برخه کې د فرنګيانو لاسوهنه هم يادوي.
باچا خان تر وروستي حده د خپل قوم د تعليم ارمانجن وو چې کله پوه شو د ملايانو په مخالفت کې د مدرسو جوړښت خرابېږي نو خپله شاته شو او د مدرسو سرپرستي يې د ترنګزو حاجي صاحب ته پرېښوده.
که هغه مهال د تعليم دغه سرچينې نه وای وچې شوی نو نن به پښتون قوم نه يوازې بشپړ لوستی وای، بلکه ډېر به شعوري وای، د ازادۍ مبارزه تر شا لوستی او شعوري ملاتړ غواړي، دا ملاتړ يوازې د ازادۍ لپاره نه بلکه تر ازادۍ وروسته د حکومتولۍ او ملي وحدت لپاره ډېر اړين دی، له بده مرغه دا کمی تر پايه همداسې کمی پاتې شو. که د خان قوم په تعليمي ميدان کې نه وای مات شوی نو دوی به لږ تر لږه په تعليمي برلاسۍ کې له علمي مقامه خپلو سيالانو سره سيالي کولای، حتی په ويشلي هند کې به يې هم قدمونه سخت مزبوت او ژبه ډېره روانه وای، فکر به يې غني وای او پايله به يې منطقي وای.
باچا خان، د بيدارۍ او ازادۍ بېلګه!
باچاخان يوازې د پښتنو د بيدارۍ مبارز نه وو، بلکه نوموړی چې کله په برېتانوي هند کې وو نو د ټول هندي انسان د ازادۍ غږ يې درلود، هغه چې کله فلسطين ته لاړ نو د هغه ځای د فلسطيني مسلمان د مرګوني خوب، تنبلۍ، بې کارۍ او فکري خلا نه يې سر ټکولی. کله چې نوموړی د حج تر سفر وروسته بيت المقدس ته لاړ نو د هغه ځای د مسلمانانو پر وضعيت سخت وځورېد، باچاخان وايي چې: (يو ورځ مې دې عربو وروڼو ته وويل چې دا تاسو په کومه دنيا کې يئ؟ لږې سترګې خو وغړوئ، زه چې ستاسو په دې ملک کې ګرځم نو چې چرته شاړه زمکه وي او رېګ وي نو چې تپوس وکړم چې دا د چا زمکه ده؟ نو وايي چې دا دعرب ده او چې ښکلې اباده زمکه او باغ او بنګله ووينم نو تپوس وکړم چې دا د چا ده؟ نو وايي چې دا د يهودي ده. تاسو دې خپل ژوند ته وګورئ او د هغوی ژوند ته وګورئ، که علم مو نه شته نو سترګې خو مو شته!).
باچا خان د خپل قام د بيدارۍ لپاره خدايي خدمتګاران تيار کړل، دا نوم په خپل ذات کې له يوې خوا ديني رنګ لري او له بلې خوا تعصب ټکوي، يو څوک چې خدايي خدمتګار وي نو هغه بيا د انسانيت په خدمت کې وي او هغه بيا يوازې د خدای لپاره کار کوي.
باچا خان د داسې کسانو په لټه کې وو چې هغه يې ځانګړنې په خپله وايي: (د قومونږ د ژوندي کولو او بيدارولو لپاره داسې کسان په کار دي چې بې غرضه وي، ديانت دار وي، ايماندار وي، او د خدای لپاره د خپل قوم خدمت ته تيار وي، چې داسې کسان په کوم قوم کې پيدا شي نو د هغوی په کوښښونو هغه قوم کې مينه، محبت، همدردي، وروري او عزيزولي پيدا شي، هغه قام اباد شي، مونږ بې همتو او خود غرضو خانانو، ملايانو او باباګانو تيارې ته کېنولي يو، ځکه خو زمونږ د قام دا حال شو!).
باچا خان د انګليس پر ضد په قام کې ولولې او انګېزې پيدا کولې، هغه د ترنګزو ملاصيب او د ازادۍ له نورو نومياليو سره په اړيکه کې د وطن په غرو رغونو کې د ازادۍ مبارزه کړې. خان به کله د کوزې پښتونخوا په غرونو کې مزلونه کول او کله به د غازي امان الله خان نوي ازاد حکومت ته په هيلو راتلو. د خان ژوند د مبارزې مجموعه ده. د باچا خان د مبارزې تر ټولو غټ ثبوت په زندانونو کې د نوموړي ۳۶ کاله ژوند دی، دا زندانونه د ازادۍ غوښتنې د داعيې سزا وه، خان يوازې زندان نه بلکه د تبعيد زښت ډېر کلونه په کابل کې تېر کړي.
باچاخان او کانګرېس!
د برېتانوي هند په مرحله کې باچا خان د کانګرېس غړی او ملاتړی وو، او دا هم جالبه ده چې د مسلم ليګ په شتون کې باچاخان ولې کانګرېس ته لاړ؟ دا تلل خپل پسمنظر لري، خان په زندان کې وو، او بېرون پر خدايي خدمتګارو زمکه تنور وه، انګليس پرې له هرې خوا ظلمونه او تعدي کوله، خدايي خدمتګارو بيا په زندان کې باچاخان ته ځواب ولېږه چې څه وکړو؟ هغه ورته وويل چې مسلم ليګ ته ورشئ او ورنه غوښتنه وکړئ چې په هند کې د دوی د مظلوميت غږ پورته کړي او مرسته ورسره وکړي، کله چې د خدايي خدمتګارو غوښتنه مسلم ليګ سره مطرح شوه، هغوی په دې پلمه چې ګنې تاسو د حکومت مخالفت کوئ او مونږ دا مخالفت نه شو کولای نو ځکه مو ملاتړ هم نه شو کولای. بيا نو دوی له ناچارې کانګرېس ته خپله ستونزه وړاندې کړه او هغوی يې په کلکه ملاتړ وکړ، د کانګرېس تر ملاتړ وروسته پر خدايي خدمتګارو ظلمونه کم شول او په دې ډول باچاخان د کانګرېس پر سياستونو ورګډ شو.
باچا خان د هند تر وېشه د کانګرېس سره په ژمنه او قول ولاړ پاتې شو، خو کانګرېس په پای کې باچاخان سره چل او غدر وکړ، هغه يې په نيمه لار کې ځانله پرېښود، د هند د وېش په مرحله کې د هند وايسرای لارډ مونټ بېټن، ګاندي او جناح پر دې جوړ راغلل چې پنجاب او بنګال به دوی په خپل منځ کې وويشي او په مقابل کې به د سرحد ايالت د هند او پاکستان په انتخابونو کې ټولپوښتنې ته پرېږدي! لومړی خو دا چې دا ټولپوښتنه په خپل ذات کې بې منطقه ځکه وه چې که پښتنو هند ته رايه وکړې وای نو له هندوستانه په زرګونو ميله لرې پښتونخوا به څرنګه د هند حکومتولي مخته وړلای؟ او دويمه مهمه خبره د باچاخان د مبارزې موخه وه، باچاخان خو له کانګرېس سره په ګډه له انګليسه د واحد هند د ازادۍ مبارزه کوله، نو کله چې هند د ازادۍ پر ځای ويشل کېږي نو باچا خان په کې بيا هم ولې له دوه بادارانو يو انتخاب کړي؟ د باچاخان مبارزه خو داسې نه وه. او درېمه خبره دا چې باچاخان د خپل پښتني ضد او له کانګرېسه د مرورتوب له مخې هم حتی دېته حاضر نه شو چې د پاکستان او هند د وېش په ټولپوښتنه کې کانګرېس ته قامي رايه راټوله کړي، نوموړي ټولپوښتنې سره پرېکون وکړ او کمو خلکو په اکثريت رايې سره پاکستان انتخاب کړ.
خو دا پوښتنه هم وارده ده چې که باچاخان د هند په پلوۍ په ټولپوښتنه کې برخه اخېستې وای نو ايا ګټلې به يې وای؟ د ليکوال په خيال سره له دې چې دا مهال په سرحد ايالت کې خدايي خدمتګارو د کانګرېس په اډانه کې حکومت جوړ کړی وو، دوی له ۳۰ څوکيو ۲۱ ګټلې وې، او دا په سرحد ايالت کې مسلم ليګ ته سخته ماتې وه، خو کله چې د هند د وېش وخت راورسېد نو ورسره جوخت د هندو-مسلمان شخړې او قتلونه دومره زيات شول چې بيا په کې شايد کانګرېس له پښتونخوا نه هغسې روغه رايه نه وای اخېستی، او باچاخان شايد په دې ښه پوهېده چې پښتانه په دې وېش کې رايه د کانګرېس ځولۍ کې نه غورځوي. د هند تر وېش څومياشتې مخکې چې کله د هند د صدراعظم په توګه جواهر لال نهرو د پښتنو قبايلو په دوره راغلی وو، باچاخان او د سرحد ايالت اعلی وزير ډاکټر خان يې ملګرتيا کوله، په قبايلو کې نهرو سره ډېر سوړ برخورد شوی وو، حتی د تيږو ګوزارونه پرې شوي وو، نو هلته وار له مخه د مذهب پر بنسټ د هند د وېش لپاره عامه ذهنيت تبديل شوی ښکارېده.
لوی افغانستان په يو نظر کې!
په ايران کې د نادرشاه خراساني تر مړينې وروسته احمدشاه بابا چې د نادرشاه په واکمنۍ کې يې د پښتنو او ازبکو د قطعو مشري کوله کندهار ته راغی او دلته يې د پښتنو، تاجېکو، ازبکو او نورو قومونو لويه جرګه راوغوښته، تر نهو ورځو وروسته پر احمد شاه بابا د پاچا په توګه توافق راغی، احمد شاه بابا د معاصر افغانستان دولت رامنځته کړ او نوموړي د لسو بيرونيو سوقياتو په اوږدو کې د افغانستان سرحدونه پراخه کړل، خو کله چې بابا وفات شو، د زامنو او لمسيانو په دورو کې يې د امپراتورۍ حدونه په تدريج کم شول.
د بابا په لمسيانو کې شاه شجاع په لومړي ځل له برېتانيوي مکناټن او رنجيت سنګ سره معاهده امضا کړه او د کوزې پښتونخوا يو شمېر سيمې يې رنجيت سنګ ته وسپارلې. وروسته بيا امير دوست محمد خان هم ورته معاهده امضا کړه او د بلوچستان او سند يو شمېر سيمې يې انګليس ته وسپارلې. امير محمد يعقوب خان هم په خپل نوبت د پښتونخوا يو شمېر سيمې انګليس ته وسپارلې او په وروستي نوبت کې بيا امير عبدالرحمن خان له مارتيمر ډېورنډ سره د اوسني افغانستان په حدونو نښې راښکلې.
د افغانستان په تاريخ کې لويو او ملي پېښو تل د لويو جرګو له لارې مشروعيت پيدا کړی، لويې جرګې د تېرو پېړيو يوه ولسواکيزه بڼه وه، چې په وروستيو کې يې سمبوليکه او کليشه يي بڼه غوره کړې. له بده مرغه د افغانستان د حدونو د کمولو په ټولو معاهدو کې د ولس رايو ته مراجعه نه ده شوې، دغه ټولې معاهدې له پرګنو په غلا په شاهي دربارونو کې د نرګسي مجبوريتونو له امله منل شوي.
کله چې انګليس ووت، افغانستان پر خپلو پخوانيو سيمو د مالکيت غوښتنه وکړه او د ډېورنډ کرښه يې د پولې په توګه ونه منله. دې غوښتنو خپل منطق درلود:
لومړی دا چې دغه معاهده د ملت له خوښې او لویې جرګې له مشروعيت پرته ترسره شوې وه، دويم دا چې دا معاهده د برېتانوي استعمار او د برېتانيا له يوه تحت الحمايه حکومت تر منځ تر سره شوې وه، په بله معنا معاهده د دوه سيالانو تر منځ نه وه ترسره شوې، درېم دا چې دا معاهده د مالي رشوت په ورکولو تر سره شوې وه، څلورم دا چې د استعمار په پای ته رسېدو سره ازاد شوي حکومتونه او يا نوي ايجاد شوي دولتونه د استعمار د تړونونو وارث نه شمېرل کېږي. داسې هم ويل کېږي چې پر نوموړې معاهدې د امير عبدالرحمن خان لاسليک هم نه شته.
لوی افغانستان، پښتونستان او نېشنل ګوند!
افغان دولت دغسې او تر دې نور ډېر منطق درلود او د خپلو سيمو د اعادې داعيه یې په ملي کچه رامنځته کړه. افغان دولت د خپلې همدې تاريخي داعيې په ګټه د خان عبدالغفار خان له مبارزې ننګه کړې، خو واقعيت دا دی چې د نېشنل ګوند په تاريخي سير کې داسې مرحله نه ده راغلې چې هغوی دې په کې د لوی افغانستان داعيه تبني کړي وي. باچاخان د هند تر وېش مخکې د ۱۹۴۷ د جون په ۲۷ مه د پښتونستان جوړولو پرېکړه وکړه، او دې داعيې لپاره يې د منطق او استدلال په توګه وپوښتل چې: ايا افغانستان، ايران، عراق، عربستان او مصر خپل بېل حکومتونه نه لري؟ دا په دې مانا چې باچاخان د افغانستان په ګاونډ کې ازاد پښتونستان غوښت.
د هند د وېش پر مهال ټولپوښتنه وشوه او باچا خان په دې خاطر ورسره پرېکون وکړ چې درېم انتخاب په کې نه وو، دوی نه غوښتل چې د هند او پاکستان په منځ کې يو غوره کړي، دوی د ازاد پښتونستان پر انتخاب تاکيد کاوه، باچا خان اصلاً د هند او پاکستان تر منځ نه بلکه د ازاد پښتونستان او پاکستان پر انتخابونو ټينګار کاوه. خو دا داعيه د ډېر لږ وخت لپاره وه، او د هند تر وېش ډېر زر وروسته د پاکستان په پارلمان کې په ګډون کولو سره باچا خان او د ده ګوند د پاکستان غوښتونکي شول.
باچا خان حتی د هند تر وېش دوه مياشتې مخکې له محمد علي جناح سره دوه ځلې وکتل، په لومړي ځل ګاندي هم ورسره وو، باچا خان جناح ته وويل: (اوس چې کانګرس د هند وېش منلی، پښتانه کاملاً له پاکستان سره په يو ځای کېدو موافق دی، خو په دې شرايطو:
۱- بايد په آبرومندانه شرايطو سره وي.
۲- په هغه صورت کې چې که پاکستان له خپلواکۍ وروسته پرېکړه وکړه، چې د برېتانيا تر حاکميت (Dominion) لاندې به پاتې کېږي، د سرحد ايالت د مسکونو ولسواليو او د قبايلي سيمو پښتانه به د دې انتخاب واک ولري، چې ايا د دې حاکميت لاندې پاتې کېږي او که بېل خپلواک دولت جوړوي.
۳- د قبايلي سيمو د خلکو په اړه ټول مسايل به د غير پښتنو له لاسوهنې او حاکميت پرته پښتانه په خپله پر مخ بيايي، يو داسې حق چې د موسسانو د اوسني مجلس له خوا هم منل شوی).
کله چې هند وويشل نو د ۱۹۴۷ سپټمبر په درېمه او څلورمه په سردرياب کې د باچا خان له لوري لويه غونډه جوړه شوه او هلته يې پرېکړه ليک صادر کړ، په کې راغلي وو چې: (خدايي خدمتګاران پاکستان خپل هېواد بولي او ژمنه کوي، چې د ګټو د پياوړتيا او له هغو څخه د دفاع لپاره يې تر خپلې وروستۍ وسې هلې ځلې کوي او د هغو لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دي).
کېدای شي چې دوی په باطن کې خپله ګوندي اجنډا لرله خو دا چې په ښکاره يې نوره د پښتونستان داعيه په پاکستاني شناخت کې غورځوله نو دوی د خپلې مبارزې پر نظرياتي منطق خاورې اړولې. باچا خان د ژوند تر پايه د پاکستان په واکمنۍ کې د ايالتونو تر منځ د مساوي حقونو داعيه پر مخ وړې او لسيزې وروسته چې بيا د نېشنل ګوند لوړپوړي کاسي ګوند پرېښوده نو ويل يې چې اسفنديار ولي خان د ډېورنډ کرښه ښخ شوی مړی بللی او دا يې تېر تاريخ ګڼلی وو. کله چې په ۱۹۶۵ ميلادي کې هند پر پاکستان بريد وکړ، نو اجمل خان خټک پاکستاني پوځيانو ته د ريډيو پاکستان له ميکروفونه شعرونه ويلې. او کله چې هغه د مشرف په وخت کې ويل چې يو مزبوت پاکستان غواړي نو د غيرت چېغه کتاب پاڼه پاڼه رژېده.
خو دا چې افغانستان نو ولې په هومره لوی قېمت باچا خان او پيروان يې پالل دا نو د افغانستان په تاريخي داعيه کې پرته خبره ده، افغانستان د امير عبدالرحمن خان پر مهال د خپلو سيمو تر بايللو وروسته چې ويل کېږي اصلاً د ډېورنډ موافقې پر هغه اصلي نسخه د امير لاسليک هم نه شته، کله چې هند ويشل کېده نو افغانستان د ډېورنډ کرښې په اړه خپل ملاحظات وړاندې کړل او د برېتانيې تر وتلو وروسته يې پر بايللي وطن خپل حق وغوښت، خو انګليس دا حق پاکستان ته حواله کړ او په دې ډول د ډېورنډ کرښه تر پايه پوله نه شوه، افغانستان د پاکستان تر جوړېدو وروسته په هيڅ مرحله کې ډېورنډ رسمي پوله نه ده منلې.
نور ورسته