امریکه او روسیه په افغانستان کې په رقابت او سیالۍ کې سره اخته دي او که دغه سیالي یوځل بیا په هېواد کې په وسله واله سیالۍ او رقابت بدلېږي، نو د افغانستان په ګډون ټولو لورو ته به تباه کونکې وي.
که تاسو په دې وروستیو کې لیدلي وي کله چې افغان دولت او یا هم روسیه افغان دولت ته نږدې کېږي، نو امریکه درې ډوله کار پرمخ وړي:
۱- افغان وسله والو ځواکونو ته د الوتکو او نورو پوځي تجهیزاتو او امکاناتو د برابرولو او ورکولو ژمنه کوي، په داسې حال کې چې امریکا دغه کار ته له پخوا راهیسې زړه نه دی ښه کړی.
۲- د خپلو عمالو په خوله د سولې د بهیر مخالفت کوي چې ډېری یې په پخوانۍ شمال ټلوالې او یوشمېر طالب مشرانو او بهیرونو پورې اړوند کسان دي.
۳- په پاکستان کې پښتانه ملت پالان د پاکستان د حکومت په وړاندې پاڅون ته هڅوي او هغوی ته يې د پاکستان د تجزیې لپاره د یوه خطر او ګواښ په توګه ورپېژني او هغوی ورسره وېروي.
اما تر اوسه چې لیدل شوي امریکا په دې ټولو خبرو کې او په تېره په سیمه کې سولې او ثبات ته صادقه نه ښکاري. امریکا لا اوس هم په دې باور ده چې ګوندې په سیمه کې د جګړې په اوږدولو سره کولای شي خپل ستراتیژیک هدفونه په بشپړ ډول لاسته راوړي او یا کم تر کمه په سیمه کې د یوې مودې لپاره د خپلو سیالانو د نفوذ د پراختیا مخه ونیسي.
نا ویلې دې نه وي، چې د سړې جګړې پر مهال او د شوروي له ماتې وروسته په سیمه کې د امریکې محبوبیت زیات شوی و، خو په افغانستان، سوریې، عراق او یوشمېر نورو هېوادونو کې د نظامونو د بدلولو او جګړې په دوام سره چې امریکې په کې نېغه لاسوهنه کوله، دا خبره نور سرچپه شوې او وار د امریکې ستراتيژیکي مخالفانو ته په لاس ورغلی دی. اوس پاکستان، عراق، ترکیې، سوریې، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو خپله خوا له امریکې ګرځولې او باور يې پر روسیې، چین، هند او ایران زیات شوی دی.
د امریکې سیالانو په لومړیو کې په دغو جګړو او هېوادونو چندانې کار نه درلود، خو کله چې ناامنیو او دغو جګړو له خپله حده زیات دوام وکړ او د نړۍ او سیمې امنیت ته یې په نېغه ګواښونه متوجه کړل، نو دوی هم لاس په کار شول او مداخله یې په کې وکړه.
په سوریې کې د روسيې تر مداخلې وروسته اوس روسان غواړي چې په افغانستان کې هم رول ولري او یا هم که فرصت ورته برابر شي نو د سوریې غوندې په کې جګړې ته راوړاندې شي.
پاکستان لا مخکې ورته لاس د همکارۍ ورکړی دی او یوشمېر طالبانو هم خپله خوا ورګرځولې ده.
د حالاتو له بدلون نه په استفاده اوس روسانو د افغانستان، روسیې او امریکې د ګډې ناستې وړاندیز کړی او هم د افغان سولې په هڅو کې يې ګړندتیا غوره کړې ده.
اما برعکس د امریکايي چارواکو له حرکاتو او سکناتو داسې ښکاري چې نوموړی هېواد لګیا دی هڅه کوي چې له خپلو سیالانو سره د سولې خبرو ته له کېناستو ځان په ډډه کړي.
ولسمشر اشرف غني د خپل روسیې سیال ولادیمیر پوتین دغه بلنه په ورین تندي ومنله او ولس یې هم ملاتړ وکړ.
لا تراوسه څرګنده نه ده چې په دې ناسته کې به په کومو موضوعاتو خبرې کېږي او دا خبرې به د دپلوماسۍ په کوم حد او بعد کې وي.
تر ډېره داسې ښکاري چې امریکه نه غواړي دا خبرې دې د دپلوماسۍ په یوه پراخه دایره کې مطرح شي او څه کوچ دې ترې وځي، خو روسیه او چین بیا لېواله دي چې خبرې دې په یوه پراخه دایره کې مطرح شي چې له یوې خوا ورسره په سیمه کې دې د امریکې له هدفونو پرده پورته شي او له بلې خوا په سیمه کې سولې او امنیت ته ورسره لار پرانستل شي.
دلته د امریکې او سیمې د هېوادونو په دریځ کې ښکاره پاراډکس لیدل کېږي، خو دا پاراډکس هم داسې نه دی، چې ګوندې څوک یې د خبل خوښې چناق په توګه رامطرح کړای شي. ځکه، نه امریکا نور دا وس لري چې د سیمې حالاتو ته پخپله خوښه بدلون ورکړای شي او نه هم د دوی سیالان دا وس لري چې د سیمې حالات پخپله خوښه د ځان په ګټه متمایل کړي. دلته د سیمې نور هېوادونه هم لکه هند، ایران، افغانستان او پاکستان شته چې د سیمې پر حالاتو اغېز لري او دوی هم مجبوره دي چې د سیمې د حالاتو په اړه خپل خپل او یا هم په ټوله کې خپلواک دريځ ولري. اوس که د سیمې د حالاتو په اړه نوموړې درې اړخيزه غونډه جوړېږي، نو دا به په واقعیت کې د نورو پراخو غونډو پیلامه وي.
دا چې د دې غونډو پایلې به په څومره وخت کې نتیجه ورکړي، مهمه نه ده، بلکې مهمه دا ده چې افغان دولت باید هڅه وکړي چې د دغه درې اړخیزې غونډې په جوړولو سره په سیمه کې د امن او ثبات په اړه نورو غونډو جوړولو ته لار پرانیزي. ځکه چې له یوې خوا په افغانستان کې سوله له سیمه ییز او نړیوال امنیت سره تړلې او له بلې خوا نور په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د سیمه ییزو قوتونو پله درنه شوې ده. همداراز که افغانستان وغواړي او یا ونه غواړي د سیمې د هېوادونو او حالاتو یوه برخه دی، مجبوره دی چې د سیمې له نورو هېوادونو سره موازي قدم پورته کړي او که په دې لار کې امریکه او یا نور هېوادونو پرې خوښ وي او که نه نو دوی هم اړ دي چې د افغانستان سیمه ییز دریځ ته پام او درناوی وکړي.