مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانانو د برم او عزت په ساتلو کې د ملي او دفاعي ځواکونه رول مهم دی

مجیب پښتون

 

 

د افغانستان د ویاړلي ملي او دفاعي ځواکونو سرښندونکي منسوبین د خپل ګران هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب، د ملي حاکمیت د دفاع او د خپلو خلکو او ولسونو د ژوند او مال د ساتنې مهم ملي او اسلامي مسوولیت پر غاړه لري.

دوی د خپل ژوند په قربانۍ د افغانانو له پت او عزت ساتنه کوي او نه پریږدي چې د ورانکارو ډلو او اشخاصو لخوا د هغوی سوله ییز ژوند وګواښل شي او د دې هېواد مادي هستیو ته زیان ورسیږي.

افغان ځواکونه هغه مهال خپلې دا ډول ملي او هېوادنۍ دندې په پوره بریالیتوب او اغېزمن ډول سرته رسولای شي، چې د خپل باتور او سرښندونکي ولس هر اړخیز ملاتړ له ځانه سره ولري او خلک  د ورانکارو اشخاصو او ډلو د پلانونو او فعالیتونو په هکله دوی سره خپل مالومات شریک کړي.

سوله او امنیت د بشریت اړتیا او په ځانګړي ډول د افغانانو د لسیزو-لسیزو هیله ده، چې راوستلو ته يې په بې صبری انتظار کوي.

په افغانستان کې یو مشکل حالت دادی چې زموږ تاریخي دښمنانانو په خپله افغانان د خپل هېواد پر وړاندې په یو او بل نوم استخدام کړي، چې له بدمرغه هغوی د هر ډول واقعتونو له درک پرته د خپل وګړنیز نظام پر ضد جګړه کوي، خپل خلک او د هېواد زیربناوې، جوماتونه، ښوونځي، روغتونونه او سړکونه زیانمنوي او پدې توګه  په ظالمانه ډول د خپلو هېوادوالو احتیاجۍ پسې ډېروي.

دا ډول افراد چې خپل پايښت او بقاء په ورانکارو فعالیتونو کې وویني، بدبختانه هغه اعمال سرته رسوي، چې اسلامي او بشري توجیه نلري او یوازې د ولسي کرکې او انزجار لامل ګرځي.

هغوی د دې وړتیا او د ژوند داسې شالید نه لري، چې د خپلو موخو او اهدافو لپاره منطقي او سوله ییزه مبارزه وکړي او د هېواد خلک ځانونو سره ملګري کړي، نو د وحشت، کرکې او ورانۍ له لارې په خلکو کې ویره خوروي او پدې توګه خپلو هغو موخو ته چې د حقانیت لپاره يې د منطق ژبه نلري، د رسیدو هڅه کوي.

دا ډول بشري ضد کړنې نه یوازې د هر باوجدانه او با ضمیره مومن او ژمن افغان لپاره د زغم وړ نه دي، بلکې په اوسني وخت کې چې نړۍ د یو کلي حیثیت پیدا کړی او جوړې شوې مصنوعي پولې په ماتیدو دي، د افغانانو هغه لوړ او لرغونی فرهنګ، تمدن او ځلانده تاریخ تر پوښتنې لاندې راولي.

افغانستان د خپل پنځه زره کلن ځلانده تاریخ په لرلو سره د بشریت لپاره د ډېرو تمدونونو د پیدايښت زانګو وه او د نړۍ په ټولنیزه او اقتصادي پرمختیا کې يې ستر رول لوبولی، خو متاسفانه د بشریت د عروج پدې پېر کې د خپلمنځي جګړو له کبله هر چاته محتاج شوی او لدې کبله يې وجود پرهر-پرهر شوی دی.

ښکاره ده، چې  هر هېواد د خلکو د امنیت او خپلواکۍ د ساتلو لپاره ملي ځواکونه لري، چې د ولسونو په ملاتړ کې خپله دا دین او مکلفیت سرته رسوي.

افغانانو هم د امیرشیرعلي خان له وخته یو منظم پوځ لاره، چې په وروستیو لسیزو کې يې هوايي او پلي ځواکونه ډېر مجهز شوي ول، زموږ وسلوال پوځ د سیمې د هېوادنو په کچه پر مدرنو وسلو او تجهیزاتو سمبال وو، چې د دښمنانو د هر ډول مقابلې وړتیا يې لرله، خو متاسفانه دا پوځ د ځینو مغرضو او پرديپالو د پوچو سیاستونو قرباني شو او د تاریخ له هر ازمونه دا راوتی بریالی پوځ ټوټې-ټوټې شو.

د مجهز او سمبال وسلوال پوځ د نشتون له کبله د دې هېواد لرغونی تاریخ د ستر ازمون سره مخامخ شو، د دې وطن پتمن وګړي د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې خواره واره شول او اوږده کلونه نور ته اړ او محتاجه پاتې شول.

اوس چې له یوې نیمې لسیزې راپدېخوا د دې ملي پوځ او دفاعي ځواکونو د بېرته احیاء لپاره هڅې روانې دي، متاسفانه بیا هم د وطن قسم خوړلي دښمنان د دې هېواد ساتونکي پوځ د کمزوري کولو او د هغې د پیاوړتیا مخه نیسي او نه پریږدي چې دا وطن او ولس يې پر خپلو پښو ودریږي.

د افغانستان د پوځ د احیاء لپاره چې هڅې لا نوې دي، افغانان د یوې بلې رحمه جګړې قربانیان دي، وسلوال مخالفین د پرلپسې ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او ورانکارو فعالیتونو له لارې نه پریږدي چې دلته نظام پیاوړی، پوځ غښتلی او د افغانانو برم او عزت خوندي شي.

هغوی د ولسواکۍ پر بنسټونو د بناء نظام په ټېنګښت او دلته د دیکتاتورانه او خپلسرو نظامونو په پای ته رسیدو کې د ځان لپاره زیان ویني او پر افغانانو د حکومت کولو یواځینۍ لاره ظلم او زور ګڼي چې اوس وخت کې دلته د زورګوییو د پوچې مفکورې د اعمال لپاره اصلاً ځای نه دی پاتې شوی.

افغانانو چې د نړیوالو په مادي او معنوي ملاتړ د یوې هوسا او نیکمرغه راتلونکې لپاره ګام اوچت کړی، دا ټولې هڅې هغه مهال په ښه ډول پلي کیږي، چې موږ په ملي انګیزه د خپل سمبال ملي دفاعي ځواکونو لیکې پیاوړي کړو او په هر ګام کې ورسره مرسته وکړو.

د سیمې مغرضې ډلې او د هغوی په لاس کې یو شمېر تش په نوم افغانان په ټول توان هڅه کوي، چې د افغانانو له نالوستوب، ناپوهۍ او کمزوري ملي او سیاسي درک څخه د هېواد او د خپل پوځ پر وړاندې کار واخلي، نو پدې حالت کې د ټولنې لوستې او اګاه قشر ته بایده دي، چې په پوره سیاسي او ملي بصیرت د دې خاینانه مفکوري مخه ونیسي او د افغان ملي ځواکونو پر وړاندې هر ډول پلاني توطیې شنډې کړي.

زموږ باور دادی، کچیرې افغان ولس پدې هېواد کې د تلپاتې سولې ارمان د ترسره کولو لپاره غږ اوچت کړي او پدې برخه کې مرسته وکړي، لیرې نه ده چې نه یوازې زموږ د ګران هېواد په ګلورینه فضاء به د سولې لمر راپورته شي، بلکې زموږ پوځ به بیا د سیمې او نړۍ په کچه افغانانو ته د متوجه توطیو او ګواښونو د له منځه وړلو جوګه شي.

سرلوړی دې وي افغانستان او بریالي دې وي د دې هېواد اتل او سرښندونکي ملي-امنیتي ځواکونه.

والسلام علیکم ورحمه الله و برکاته.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery