مشکل او کمبود په ما کې دی که په ده کې؟
زما خبره آنتن نه ورکوي که آنتن او آخذه کې مشکل لري او ضعیف دی؟
زه یې په ویلو او د مطلب په رسولو نه پوهیږم که دی پوهیدل نه غواړي او یا نه پوهیږي؟
زما پښتو ضعیفه ده که دده پښتون ولي؟
مشکل او ناتواني ماکې ده او که نړېواله ټولنه نه پوهیږي یا پوهیدل نه غواړي؟
شرع ظاهر ته ګوري او پر زړونه الله (ج) دانا دی!
که د طالب په نامه د كابل د حاكميت د مسلحو مخالفينو لخوا کابل ته د پاکستان د جنرال بجوه له سفر نه روسته او دکابل سره د هغه د معاملې روسته او یا بلې ما ته نامالومې انګیزې پر بنیاد او علت اویا د جنرال بجوه د فشار د مجبوریت پر بنیاد د کابل سره درې ورځنی اور بند اعلان شو خو باید اعتراف وکړم او ومنم چې پایله، نتیجه او ددې کار بریا هیڅ سلیم عقل نشي نفیه کولای.
سوله او با عزته سولې ته کار انسانی او اسلامي کار دی او اوربند ددې موخې د سریزې په توګه ستر عملي قدم دی.
خو زما پوښتنې د ډېرې ساده او له ډېر ساده انځور او خبر نه راولاړیږي:
دا څنګه کېدای شی چې طالب، هغه طالب چې جلال آباد کې وايي چې ما ښار کې شیر یخ وخوړ، نور مې رور نه وژنم، هغه طالب چې د کابل د حکومت سرباز سره غاړه غړی دی او د خوشالۍ اوښکې یې روانې دي، نو څنګه په یوه شپه کې داسې څه وشول چې دا واجب القتل حکومتي سرباز مسلمان شو او نور یې پرې شوي سر باندې د فوتبال اجازه نه شته، شیر خوره کوچنی یې د ډزو او شور په بهانه د څيرلو نه دی او نور د چاه بهار له لارې رارسیدلي غنم یې د کُفري غنمو په نامه د حریق او سوځولو نه دي او طالب سولې ته سريزه ږدي او دا دی خبرو ته لېوال دی؟
دا په یوه شپه څه وشول او دا کفري واجب القتل سرباز کومه کلیمه له سره تېره کړه؟
آیا دا حالت ددې خبرې مستند دلیل نه دی چې دا جنګ او دا ټوپک د بل جنګ او د بل ټوپک دی؟
زه څنګه او څوک پوه کړم چې زما د وطن مشکل، د ای اس ای د ملا په خوله او لاس کې د جګړې شرعې مبرر او یا بهانې یعنې په افغان خاوره د بهرنیو (کُفری عسکرو) حضور او کُل اختیارۍ نه ناروا ګټه اخیستل او سوء ده. هو همدا د ای اس ای ملا فضل الرحمن یادوم چې هیرامندوي کې جهاد حرام خو زما پر خاوره یې یې واجب ګڼي. هو همدی یادوم چې ما رور سره خبرو او مذاکرې ته نه پریږدي او په دغه بهانه د شرعي بهانې تر څنګ د حل پر ځای اول زما پر سر له نړۍ او امریکې پیسې اخلي، خپل متوازي ناروا منافع او ګټې تأمینوي او خپل
جیبونه زما د وینو د سودا په مقابل کې ډکوي.
مونږ نه پریږدي تر څو د خپل رور سره په ګډه د بهرنیو پوځيان د حضور مسأله د افغان پر خاوره په ګډه منتفي کړو.
زه څنګه طالب پوه کړم چې د ده له خوښې سره سم او یا بې له ده له خوښې جنرال بجوه پرې سیاسي تجارت کوي؟
زه څنګه ډاکتر عبدالله ع. په ده پوه کړم چې د هر موجه او غیر موجه مخالفت پر ځای حد اقل د وطن د مشکل د حل یوه بهتره نسخه ورکړه چې مونږ هم در سره ودریږو.
زه څنګه ضياء مسعود پوه کړم چې د بې ځایه او غېر منطق مخالفتو په وجه به جمعیت اسلامي، شورای نظار او د خپلې ولسوالۍ خلک دداسې مشکل سره مواجه کړي چې دا ځل به د کُلاب د تېښتې فرصت هم و نه لرې؟
نه پوهیږم چې مشکل چیرې دی او دا د بعضو خلکو او حلقاتو سر ولې نه خلاصیږي؟
د الله ( ج) پر عدالت او د هغه حضور ته دریدل حتمي دي او مونږ هریو به د خپلو اقوال او اعمالو ځوابګو یو!
پر مونږ دي او مونږ ته پکار مخکې له دې چې ناوقته شي، پر خپلوخپلو اقوالو او اعمالو تجدید نظر وکړو او هغه د الله (ج) ، د اسلام، د انسانیت او د خیر لارې ته برابر کړو!
له هغې ورځی باید وډار شو چې ویل کیږي: وامتازوا الیوم ایها المجرمون.
وما علینا الا البلاغ المبین